Hamasa Media
Hamasa Media
February 27, 2025 at 02:08 PM
د کرکټ چمپینز ټرافي سیالیو په لړ کې نن د کوربه پاکستان او بنګله دېش لوبه په راولپنډۍ کې د باران له کبله لغوه شوه او په دغه سیالیو کې د پاکستان سفر پای ته ورسېد. پاکستان په ۲۰۱۷ کې دغه ۵۰ اوریز جام ګټلی و؛ خو په روانو سیالیو کې یې په اې ګروپ کې نیوزیلنډ او هند ته خپلې لوبې وبایللې او له مخکې تګ څخه پاتې شو. له اې ګروپ څخه نیوزیلنډ او هند نیمه پایلوبو ته وتلي دي. په بي ګروپ کې افغانستان، جنوبي افریقا او استرالیا نیمه پایلوبو ته د تللو لپاره سیالي کوي او انګلستان له وړاندې تګ څخه پاتې شوی دی.
👍 1

Comments