Hamasa Media
Hamasa Media
February 28, 2025 at 12:41 PM
د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک حقاني مدرسې کې د شوي ځانمرګي برید مسولیت داعش خراسان ډلې منلی. داعش ډلې په یاد برید کې د متهمم مولانا حامدالحق حقاني په ګډون د ۱۶ کسانو د وژلو ادعا کړې. د یادې ډلې د ISKP څانګې ویلي:«چا چې هم د خراسان په خاوره کې د کفارو او مرتدینو مرسته او ملاتړ کړی وي، هغوی دې خپل انجام ته د رسېدو لپاره تیار شي، ځکه چې حساب به د ټولو واخیستل شي.» د یادونې ده چې د اکوړه خټک حقاني مدرسې سرپرست حامدالحق حقاني وژل کېدو د پاکستان او افغانستان د دیني حلقو سخت غبرګونونه را پارولي او دا یې د انساني او اسلامي اصولو خلاف عمل ګڼلی.
❤️ 💪 😂 😮 4

Comments