
Muhammad Shakeel
February 2, 2025 at 03:47 AM
پۀ دين پسې يې راوانخيسته!
ايټاليا کې يوه کارخونه کې کاريګر ؤ، د کويډ-19 پۀ راتلو سره وزګار شو. ټيکټاک کې يې پټه خوله ويډيوګانې خپرول پيل کړل او ډېر ژر پکې تر ټولو مشهور کس شو.
دا مهال پکې څۀ باندې 162 ميليونه فالوورز لري. ځينو يې سرمايه 40 ميليونه ډالره اټکل کړې. پۀ ټيکټاک کې پۀ يوه اعلان باندې 750 زره ډالر اخلي.
له دې هر څۀ سره، سره يې پۀ دين پسې راوانخيسته، لا هم وياړلى مسلمان دی او دا هر څۀ د خپل رب لۀ لوري بولي.
زمونږ ځينې چې لږ مشهور شي، لومړى يې پۀ دين پسې راواخلي او دينداري ورته وروسته پاتې والى ښکاري. پۀ دين نقد ورته هوښياري او له ځانه چټياټ ويل ورته روشنفکري ښکاري.
عُبيدالله "حسام"
❤️
👍
7