
Muhammad Shakeel
426 subscribers
About Muhammad Shakeel
Medical and Educational Updates. تعليم د اسلامي نړۍ د نجات ذريعه ده. عبد الله بن المبارک(رحمه الله) وايي: ”لۀ نبوت وروسته تر ټولو لوړه درجه علم خپرول دي! تهذيب الکمال 20/16.“ د علمي او طبي معلوماتو لپاره زمونږ د واټساپ چينل لۀ خپلو ملګرو سره شريک کړئ!
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

اوښکې مو څک، څک د دعاو پۀ جام وڅڅېدې د سهار ربه نور سلګيو ته شپې مه اوږدوه! لوڅې پښې ګرځو تَروږميو کې سپېدې لټوو د رقيب ښار کې لېونيو ته شپې مه اوږدوه! ځلا راوبښه ګوګل ته مو رڼا راوله! د اور نغري کې سپېلنيو ته شپې مه اوږدوه! هــــــــــــــــــــــــــــــو! د اور نغري کې سپېلنيو ته شپې مه اوږدوه! اقتباس

*د سواد کچه به ولې نه لوړيږي؟* څلور کاله وړاندې زما د معلوماتو پۀ اساس د سعودي عربستان پۀ "الجامعة الإسلامية" پوهنتون کې محصلينو ته مياشتنۍ 800 رياله بدل اعاشه، د اوسېدو کوټه او خوراک ورکول کېدلو. د سعودي پۀ نورو معتبرو پوهنتونونو کې ممکن امتيازات د دې برابر يا ترې لوړ وي. کله چې محصل پۀ اقتصادي لحاظ خودکفاء وي؛ نو بيا يې ذهن درسونو ته پوره آماده وي، روحيه يې جوړه وي او د پيسو لۀ خوارۍ ترې درسونه پۀ نيمايي کې نه پاتې کيږي. د دا ډول امکاناتو پۀ شتون کې هر څوک کوالی شي چې زده کړې سر ته ورسوي. تقريباً ۱۷ کاله پخوا يو افغانی چې پۀ سعودي کې لۀ خپلې کورنۍ سره اوسېده؛ يو مهال لۀ بد اقتصادي وضعيت سره مخ شو او ډېر قرضداره هم شو. دغه افغاني خپلې پنځۀ لوڼې پۀ مدرسه کې داخلې کړې، تقريباً کال بعد يې د خپلو لوڼو پۀ بدل اعاشه باندې ټول قرضونه خلاص کړل او هم يې لورانې باسواده شوې! هغه افغان مسافر چې پۀ سعودي کې لۀ بل چا سره پۀ مزدوري کار کوي، که د ويزې، اقامې او نور... مصارف لۀ خپل معاش څخه لرې کړي، فکر نه کوم چې 800 ريال دې پۀ مياشت کې ورته پاتې شي! کله چې د زده کړو لپاره دومره امکانات برابر وي؛ نو د سواد کچه به ولې نه لوړيږي؟


ټولو خپلوانو، ملګرو او د کانکور ګډونوالو ته پۀ امتحان کې بريا غواړم. خدای دې وکړي چې ټول د خپلې خوښې پوهنځيو ته بریالي شي!


پۀ تکراري توګه د ګرم چای څښل د مرۍ د سرطان لامل کېدلی شي. *مأخذ: پتوما پتالوژي، ص. ۱۰۳.*


شيخ صيب دې وي! حماسي صيب دې وي! د دې کتل مه مېس کوئ! د دا ډول "عامه پوهاوي" خپرول د خير لۀ لويو کارونو څخه بولم. *ويډيو لۀ فېس بوک څخه کاپي*