Muhammad Shakeel
Muhammad Shakeel
February 8, 2025 at 04:26 PM
د ۱۳۰۷ هـ. ش. کلونو پۀ شاوخوا کې چې کوم هېواد مشر پۀ افغانستان باندې پاچاهي کواله، د افغانستان د پرمختګ لپاره يې داسې کارونه ترسره کړل چې لۀ دې وړاندې د هېواد پۀ تاريخ کې چا نه ؤ ترسره کړي، خو د خپلې واکمنۍ پۀ وروستيو کې يې چې افغانستان ته د ديوبند علماؤ پۀ راتګ باندې بنديز ولګولو او د ښځو لوڅ سر ګرځېدلو ته آزادي ورکړه؛ نو پۀ دې سره د افغان ملت احساست تر دې کچې راوپارېدل چې د پاڅون تابيا يې ونيوله! کله چې پاچا صيب پوه شو چې ملت قيام شروع کړو؛ نو واپس يې دغه دواړه فرمانونه چې د شريعت او د ملت د غوښتنو خلاف ؤ، لغوه کړل، خو دا مهال اوبه لۀ ورخه تېرې وې او پاچاهي يې لۀ لاسه ووتله! د افغانستان تاريخ د دې صحنې درس دادی چې حکومتونه بايد د اسلامي شريعت او د ملت د غوښتنو تقابل ونه نيسي. پۀ اوس وخت کې د ملت اساسي غوښتنه د ښوونځيو/پوهنتونونو د دروازو پرانيستل دي. پۀ کار ده چې د راتلونکي پسرلي وړاندې دا معما حل شي. خدای دې دا دروازې پۀ داسې وخت کې نه پرانيزي چې بيا اوبه لۀ ورخه تېرې وي. فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الْأَبْصَارِ. الآية. لَا يُلْدِعُ الْمُؤْمِنُ مِنْ جُحْرِ وَاحِدِ مَرَّتَيْنِ. «صحيح البخاري»
❤️ 👍 5

Comments