
Muhammad Shakeel
February 13, 2025 at 07:02 PM
*د طبي علومو استاد ډاکټر نجیب سره ځانګړې مرکه*
ډاکټر نجيب پۀ نړۍ کې د طب پۀ برخه کې تقريباً ۲ ميليونه شاګردان لري. ډاکټر ناچيکېټ بهاټيا ورسره د ژوند او د علمي سفر پۀ اړه ورسره مرکه کړې ده. پۀ لاندې ډول يې د مرکې جريان ژباړل شوی دی.
*مرکه کوونکی: استاد محترم! ستاسو د خپل ژوند او د علمي سفر د شروع پۀ اړه راته ووايئ!*
ډاکټر نجيب: • اصلاً زۀ د پاکستان يم، پۀ لاهور کې زېږېدلی يم او خپلې طبي زده کړې مې پۀ King Edward Medical College کې ترسره کړې دي.
• کله چې زۀ د طبي فاکولتې د دوهم کال محصل وم؛ نو هماغه مهال مې د طب محصلينو ته پۀ تدريس باندې هم شروع وکړه، خو پۀ مسلکي توګه تدريس مې د MBBS دورې لۀ پوره کولو څخه وروسته پيل کړ.
• زۀ د تدريس سره زياته مينه لرم. زۀ خپلې مېرمنې ته وايم، کۀ زۀ تدريس ترسره نه کړم؛ نو زۀ به مړ شم.
• زۀ دا نه وايم چې زۀ ښۀ ښوونکی يم، خو دا وايم چې زۀ لۀ تدريس کولو سره مينه لرم.
• زۀ دا خوښوم چې طبي مفاهيم زده کړم او هغه آسانه کړم.
• تدريس ما پۀ دې نېت نه ؤ شروع کړی چې زۀ به پرې پيسې ګټم، خو دا کار مې د شوق لۀ کبله شروع کړی ؤ. ما هېڅکله داسې فکر نه ؤ کړی چې زۀ به د تدريس لۀ طريقه دومره پيسې وګټم، لکه دا څومره مې چې ګټلې دي.
• ما فکر نه ؤ کړی چې تدريس به زما د ټول ژوند مسلک جوړيږي.
• ما به خلکو ته وئيل چې: ” زۀ د دنيا يو ژوند لرم او هغه بايد داسې ترسره کړم چې زۀ خوشحاله وم. زۀ پۀ دې پوه شوم چې زما د خوشحالۍ سرچينه پۀ زده کړه او تدريس کې ده.“
• پۀ لومړيو کې ماته تقريباً ۲۰ يا ۵۰ زده کوونکي کېناستل. ماته يوې زده کوونکې ووئيل چې: ”نجيبه! تۀ زياته وړتيا لرې، خو زده کوونکي کم لرې!“
ما ورته ووئيل چې: ”دا دومره مهمه نه ده چې ماته څومره زده کوونکي کيني، خو زۀ لۀ تدريس سره مينه لرم او د خپل شوق څخه دا کار کوم.“
• پۀ ۲۰۰۶م. کال کې مې پۀ تدريس باندې شروع کړه. دا مهال انټرنېټ دومره تېز نه ؤ. د درسونو لپاره مې يوټيوب چينل پۀ ۲۰۰۹م./۲۰۱۰م. کال کې جوړ کړ.
• د محصلۍ پۀ څلورم کال زما عمر ۲۲ کاله ؤ. دا مهال زما مېرمنه چې ۱۸ کلنه وه، راته ووئيل چې: ”لۀ فراغت وروسته څۀ غواړې چې ترسره کړې؟“
ما ورته ووئيل چې: ”تدريس“.
*مرکه کوونکی: ستاسو د تدريس يوه خاصه ځانګړنه داده چې تاسو د تدريس پۀ مهال د خپل لاس پۀ واسطه رسامي ترسره کوئ! د دې لامل او اهميت پۀ څۀ کې دی؟*
ډاکټر نجيب: د تصوير ژبه ډېره پخوانۍ ژبه ده چې سابقه يې هغه وختونو ته رسيږي چې انسانانو پۀ غارونو کې ژوند کولو. تصويري ژبه، هغه ژبه ده چې هر څوک ورباندې پوهيږي. مثلاً: د "والدين" کلمې پۀ مانا باندې تاسو پوهېږئ چې څۀ ته وايي؟ خو کۀ د همدې کلمې مترادف که تاسو ته څوک پۀ چينايي/جاپاني ژبه کې ووايي؛ نو نه ورباندې پوهېږئ!، خو کۀ د والدينو تصوير تاسو رسم کړئ؛ نو نړۍ هر قوم/هېواد خلک ورباندې پوهيږي يا کۀ يو څوک د "غشي" انځور رسم کړي؛ نو هر څوک ورباندې پوهيږي. همدا د تصويري ژبې ځانکړی قوت دی او زۀ ځکه دا ميتود استفاده کوم.
*مرکه کوونکی: ستاسو د مسلک تر ټولو غوره شېبې کومې دي؟*
ډاکټر نجيب: زما د مسلک هره ورځ ماته بهترينه ورځ ده. البته زۀ دا نه وايم چې زما پۀ ژوند کې ترخې شېبې نه دي راغلې! زما د ژوند خفه کوونکې شېبې دا دي چې زما يوه مېرمن د ۴۳ کلونو پۀ عمر د Nephrotic Syndrome لۀ کبله وفات شوه. زما زوی لۀ مور څخه د ۴ کلونو پۀ عمر يتيم شو او لور مې د ۲ کلونو پۀ عمر.
زۀ به د خپلې مېرمنې قبر ته هره ورځ ورتللم او د ډېر ورتګ لۀ کبله به خلکو وئيل چې: ”نجيب لېونی شوی دی.“
د ژوند بله ترخه شېبه مې دا وه چې زما زوی وفات شو. دغو دوو پېښو ماته د انسانانو د جدايۍ حقيقي درد راوښود.
*مرکه کوونکی: تاسو د تدريس څۀ دپاسه ۲۵ کلنه تجربه لرئ! ځوانو طبي زده کوونکو ته، د طبي درسونو زده کولو پۀ اړه ستاسو سپارښتنې څۀ دي؟*
ډاکټر نجيب: د درسونو د زده کړې پۀ اړه به زۀ هغه طريقه تاسو ته ووايم، کومه چې زۀ خپله استفاده کوم.
دا طريقه څلور مرحلې لري:
۱: د درس لوستل، ۲: نوټ ليکل، ۳: د زده کړي درس د مفهوم څخه يو خيالي انځور جوړول. ۴: د زده کړي درس مفهوم د ماسټر کتابونو(ګايټن، روبېنز، هاريسَن او ارګېنونګ) سره پرتله کوم. کۀ زما زده کړی مفهوم لۀ دې ماسټر کتابونو سره سمون درلود؛ نو لۀ دې وروسته زۀ بيا پۀ همدې موضوع کې لِکچر جوړوم. همدا لامل دی چې زما لکچرونه کم دي، خو دقيق دي.
پۀ دې ميتود کې د نوټ ليکو پۀ مهال ځينې محصلين دا اشتباه کوي چې د ليکلو سره سم يې د امتحان لپاره پۀ يادولو هم شروع کوي. کۀ څوک داسې کوي؛ نو بيا ياد کړی درس تر ډېرې مودې پورې پۀ ذهن کې نه شي ساتلی.
*مرکه کوونکی: څوک څنګه کوالی شي چې ستاسو د ويډيويي لِکچرو څخه پۀ لومړي ځل د USMLE امتحان پاس کړي؟*
ډاکټر نجيب: • زما لِکچرې د Basic Concepts لپاره دي.
• د نړۍ پۀ ټولو معتبرو طبي آزموينو کې طبي اساسات يو ډول دي او همدا اساسات زۀ پۀ لِکچرونو کې تدريس کوم.
• پۀ هند او پاکستان کې د طب پوهنځيو محصلين، د USMLE لپاره زما لِکچرونه ډېر ګوري ځکه مفهوم اخيستل ترې آسانه دي.
• زما لِکچرونه دوه موخې لري:
۱: زده کوونکو ته د Concept انتقالول.
۲: زده کوونکي دې ته هڅول چې پۀ خپله هم يو څۀ زده کړي!
• زما د لِکچرونو ترڅنګ تاسو بايد Review کورس ولرئ! Review کورس د امتحان پاس کولو لپاره دی او زما لِکچرونه د زده کړې او تشويق لپاره دي.
• زۀ خپلو زده کوونکو ته وړانديز کوم: کله چې ستاسو امتحان ورکولو وخت نېږدې وي؛ نو تاسو زما د لِکچرونو ترڅنګ هغه Review کورس تعقيب کړئ چې ستاسو د اړوند امتحان لپاره رېفرېنس وي.
• زده کړه پرته لۀ پوهېدنې څخه ذهني شکنجه ده. تاسو باور وکړئ چې اوسني اکثره د طب محصلين او ځوان ډاکټران پۀ ذهني شکنجه باندې اخته دي.
*مرکه کوونکی: د طب ځينې محصلين د پارا کلینيک کتابونو(اناټومي، فزيولوژي، بيوشيمي، پتالوژي، فارماکولوژي او مايکرو بيولوژي) ته کم اهميت ورکوي او د کلينيک دورې کتابونو(لکه: جراحي، داخله او نورو... ) ته ډېر اهميت ورکوي. پۀ دې اړه تاسو څۀ نظر لرئ؟*
ډاکټر نجيب: • اساسات، اساسات دي. کۀ څوک د زړۀ نورمال جوړښت او نومال وظيفه زده نه کړي؛ نو نوموړی به څنګه پۀ دې وتوانيږي چې هغه درمل چې د زړۀ غيرنورمال حالت واپس نورمال حالت ته راولي. يا به دی څنګه پوه شي چې کوم درمل پۀ څومره مقدار زۀ دې ناروغ ته توصيه کړم.
• پۀ طبي اساساتو باندې کۀ څوک ځان پۀ سمه مانا پوه نه کړي؛ نو تاسو باور وکړئ چې د طب پۀ لوړه درجه درسونو(کلينيکي/تخصصي) زده کړو کې به، پۀ ذهني شکنجه(زده کړه پرته لۀ پوهېدنې) مبتلا وي.
• لۀ پوهېدو پرته زده کړه، تاسو ته د ناروغيو پۀ اړه د اطمناني پرېکړې ترسره کولو قابليت نه شي درکوالی!
• کۀ پۀ يو ښار کې ۲۰ د زړۀ متخصصين وي، پۀ دوی کې فقط يو متخصص تر ټولو غوره وي، دوی ټول عين ډيګري لري، عين امتحان يې پاس کړی دی. پرته لۀ شکه چې د امتحان پاس کول ډېر مهم دي، خو دا امتحان پاس کول، تا تر ټولو غوره نه جوړوي. تا چې لۀ نورو غوره جوړوي هغه دادي چې د درس مفهوم او طبي تطبيقات پۀ داسې ډول ياد کړې چې تر ډېره وخته پورې دې پۀ ذهن کې پاتې شي.
*مرکه کوونکی: د USMLE آزموينې د آماده ګي پۀ اړه راته ووايئ!*
ډاکټر نجيب: • د طبي مسلک د شروع د لومړۍ ورځې څخه د USMLE آزموينې آماده ګي هم پيل کيږي. د USMLE آزموينه داسې يو امتحان نه دی چې حتماً يې تۀ بايد وروسته لۀ فراغت څخه ورکړې، بايد تۀ يې مخکې لۀ فراغت څخه دا امتحان ورکړې!
• کۀ يو محصل د USMLE آزموينې لپاره خواري وکړي او بيا پکې ناکام شي؛ نو داسې نه ده چې د نوموړي خواري عبث لاړه، بلکې دا آماده ګي به نوموړي ته دا قابليت ورکړي چې لۀ USMLE څخه لاندې د نړۍ نور معتبر امتحانونه پۀ آسانۍ سره پاس کړي!
• کۀ يو څوک د طب پوهنځی پۀ دوهم، دريم يا څلورم کال کې محصل وي؛ نو خلک به ورته ووايي چې: تۀ بايد USMLE ته آماده ګي ونيسې، خو زۀ به ورته ووايم کۀ آمريکا ته د تګ اراده کۀ لرې او کۀ نا، د USMLE امتحان کۀ ورکوې او کۀ نا، خو تۀ بۀ پۀ هغه سويه باندې درس ضرور وايې کوم چې د USMLE پاس کولو لپاره ضرور ده.
*مرکه کوونکی: د USMLE او د PLAB امتحانونو او دغو ته آمتحانونو ته پۀ آماده ګي نيولو کې څۀ توپير دی؟*
ډاکټر نجيب: • USMLE پۀ ټوله نړۍ کې تر ټولو معتبر ترين اوله درجه امتحان دی، PLAB شايد پۀ نړۍ کې دوهم معتبر امتحان وي.
• USMLE تر ټولو لوړ امتيازات لري. کۀ څوک غواړي چې همدا لوړ امتيازات ترلاسه کړي؛ نو بايد پۀ هغومره زياته اندازه خواري هم وکړي. کۀ چا تر ټولو قوي درس لوستلی وي؛ نو کوالی شي چې USMLE پاس کړي، خو کۀ پۀ متوسطه کچه درس يې لوستلی وي؛ نو کوالی شي چې د PLAB امتحان پاس کړي.
*د مرکه کوونکي څو وروستنۍ نورې پوښتنې*
*مرکه کوونکی: ستاسو د خوښې طبي کتاب کوم يو دی؟*
ډاکټر نجيب: هاريسن.
*مرکه کوونکی: تاسو څو مېرمنې لرئ؟*
ډاکټر نجيب: څلور مېرمنې.
*مرکه کوونکی: آيا د پاکستان او د هند ترمنځ د کرکټ لوبې ګورې؟*
ډاکټر نجيب: نا! نه يې ګورم.
*مرکه کوونکی: د خوښې وړ ورزش دې کوم دی؟*
ډاکټر نجيب: جېم.
*مرکه کوونکی: ستاسو د ژوند غورې شېبې کومې دي؟*
ډاکټر نجيب: زما د ژوند غوره شېبې زما د تدريس پۀ مهال شېبې دي. کله نا کله د تدريس پۀ مهال لۀ ما څخه دا هېر شي چې زۀ څوک يم؟
*پای*
پۀ انګليسي ژبه د مرکې لېنک:
https://youtu.be/1Usqb2pjfEY?si=fBdRHWianf-iCjQE
❤️
👍
13