
Muhammad Shakeel
February 22, 2025 at 06:08 AM
دا چې ښاغلی *ميرويس عزيزي* د سرطاني ناروغيو روغتون جوړوي؛ نو پۀ همدې مناسبت د *ډاکټر ثناءالله نوري* ليکنه چې څو مياشتې وړاندې يې ترسره کړې وه، درسره شريکوم. د ليکنې پۀ پای کې پنځه وړانديزونه کۀ پۀ نظر کې ونيول شي؛ نو ان شاءالله د سرطاني ناروغانو ستونزې به تر ډېره حده لۀ منځه لاړې شي! بإذن الله!
پۀ دې ورځو کې د سرطاني ناروغيو د روغتون د جوړولو قيصه ښکته او پورته کيږي؛ نو ما هم وغوښتل چې خپل نظر درسره شريک کړم. هيله ده چې تر پايه يې ولولئ او تاسو هم نظر خپل شريک کړئ!
زمونږ د هېواد د سرطاني ناروغانو ستونزه به د يو روغتون پۀ جوړلوو سره څومره حل کيداى شي؟
زما پۀ فکر ځواب به يې دا وي چې: يوازې لس سلنه به حل شي او بس!
دلايل
لومړى: پۀ ١٤٠١ کال کې ما شاوخوا 350 سرطاني ناروغان تشخيص کړي چې 95 سلنه يې داسې پړاو ته رسېدلي ؤ چې تقريباً تداوي ورته ګټه نه کواله(late stage of disease)، او دې مرحلې ته د رسېدلو وجه يې د سرطانى ناروغيو د روغتون نه شتون نه، بلکې پۀ مجموع کې د ځينو ډاکتر صاحبانو د معلوماتو کموالى او نه باملرنه وه؛ نو دا ستونزه د روغتون پۀ جوړولو نه، بلکې د علمي کچې په لوړولو سره حليږي!
دوهم: بله موضوع د سرطان تشخيص دى، چې دا ستونزه هم حل ده، يوازې پۀ کابل کې تر لسو ډېر هستوپتالوژي مرکزونه شتون لري چې پۀ کمو پيسو (١٥٠٠ افغانۍ) سرطاني ناروغۍ تشخيص کوي؛ نو پۀ دې برخه کې هم سرطاني روغتون کوم مثبت تغير نۀ شي راوستلى!
دريم: دريمه موضوع د سرطان staging دى، چې هغه هم پۀ کابل کې پۀ څو مرکزونو کې تر سره کيږي او هغه هېواد وال چې بېرون له هيواده تللي، کوم اضافي کار ورته نه دى شوى چې يوازې د بې اعتمادى فضا د منځ ته راوړلو لامل ګرځېدای شي!
څلورم: د سرطان تداوي چې تر ټولو ډېر مصرفي پړاو يې دى(سرطاني دواګانې ګران بيه دي) او زمونږ ډېری هېواد وال پۀ همدې برخه کې د ستونزې سره مخ دي؛ نو د روغتون تعمير مونږ ته دوا نه شي راکوالى؛ نو بيا هم د بېرون څخه پۀ رانيولو ته مجبور يو؛ نو د روغتون پۀ جوړولو دا ستونزه به پۀ خپل ځاى پاتې وي.
د روغتون جوړولو کمپاين سره مخالف نه يم خو لمړيتوبونه دادي!
لومړى: د افغانستان پۀ طبي پوهنتونو او تخصصي روغتونو کې پۀ نصاب کې د سرطانې ناروغيو بحثونه سم ځاى پۀ ځاى کول، تر څو د ډاکتر صاحبانو ليد تغير وکړي او ناروغ پۀ ابتدايي مرحلو کې تشخيص شي.
دوهم: د روغتون د تعمير پۀ ځاى د درمل دتوليد په فابريکې باندي سرمايه ګزاري وشي، تر څو هېواد د خود کفايۍ خواته لاړ شي او پۀ لږه بيه دوا ته لاس رسى وشي!
دريم: د څېړنې يو ټيم دې وټاکل شي، تر څو چې له هېواده بيرون ته تللي ناروغانو او پۀ هيواد کې دننه تداوي شوي سرطاني ناروغانو د تداوي د ځواب څېړنه او پرتله کړي، تر څو چې شته منفي نظر لۀ منځه لاړ شي او د اعتماد فضا منځ ته راشي.
څلورم: هېواد والو ته دې د حُب الوطن مفکوره ورکړل شي.
پنځم: وړ ډاکټران دې د حکومت پۀ چوکاټ کې بهرني هېوادونو ته ولېږل شي، تر څو هر يو پۀ خپله څانګه کې د سرطان پۀ تشخيص کې دقيق واوسي!
❤️
👍
💕
7