
Muhammad Shakeel
February 27, 2025 at 04:41 AM
کرکټ او رسالت
انګليسي ختيځ پوه "هنري جورج راورټي" د ۱۹مې پېړۍ پۀ لومړۍ نيمايي کې وئيلي ؤ چې: ”پښتانه کۀ څۀ هم ورځپاڼې او خپرونې نه لري، خو هغه ساده او عامينه اشعار/بدلې چې پۀ عام ډول د پښتنو د هرې طبقې لۀ خوا وئيل شوې دي، د دوی ورځپاڼې/اخبار/رسنۍ بلل کېدای شي.“
د راورټي خبره پۀ دې سمه ده چې د ۱۹مې ميلادي پېړۍ پۀ لومړۍ نيمايي کې مونږ پۀ ټول افغانستان کې ورځپاڼه/اخبار نه درلود. د همدې پېړۍپۀ دوهمه نيمايي کې پۀ ۱۸۷۳م. کال کې د امير شيرعلي خان(رحمه الله) واکمنۍ پۀ مهال د "شمس النهار" پۀ نوم ورځپاڼه رامنځ ته شوه.
في الحال پۀ افغانستان کې مونږ تلويزنونه او راډيوګانې لرو، خو د الجزيرې(د اسلامي نړۍ معتبره او نړيواله رسنۍ) پۀ څېر فقط يوه رسنۍ هم نه لرو، د غيرمُسلِمو رسنيو بديل خو هسې هم نشته!
کۀ د راورټي خبره د نن پۀ ژبه وکړو؛ نو هغه به داسې وي چې: ”افغانستان د نړۍ پۀ سطحه معتبره او مطرح هېڅ رسنۍ نه لري، خو د دوی د کرکټ لوبغاړي/برانډونه د دوی نړيوالې رسنۍ دي.“
د پورته خبرې د اثبات دلايل دادي: پۀ نړیؤالو میدانونو کې نعره تکبیر اؤ الله اکبر نارې ؤؤهل شؤې، تلاوتونه پکې وشول، روژهماتي اؤ سجدې ؤشؤې، لمونځونه پکې وشول، د پوهنتون منظرې يې پۀ خلکو وليدلې، ترانې پۀکې ؤړاندې شؤې، چارؤاکي پکې (شو) شؤل، افغانی تؤلید(د قالینې ټرافي)، د کونړ لرګي، د پنجشېر لاجؤرد، د لوبې غؤره لوبغاړي ته پۀ افغانیو انعامونه، زلزله ځپلو اؤ ګډؤالو ته مرسته راټولؤل، د وبا ضد کمپاینونو کې يې برخه واخیستله، د مخدره موادو پۀ ضد يې عامه پوهاوی ترسره کړ، د قوشتپې ملي پروژې پۀ نوم ټورنمېنټ جوړ شو او نور... ملي ارزښتونه، چې بل هېڅوک یې د لوبغاړو پۀ څېر نړۍ ته نۀشي ؤړاندې کؤلی/ باؤرؤلی.
مانا کرکټ یؤازې لوبه نۀده بلکې د یؤ هېؤاد دین، سیاست، کلتور، مېړانې، صنعت اؤ تجارت ؤړاندې کؤلو کې بې مثاله رول لري!
لنډه دا چې زمونږ کرکت او لوبغاړي، زمونږ نړيوالې رسنۍ دي.
❤️
👍
💯
3