Muhammad Shakeel
Muhammad Shakeel
March 1, 2025 at 08:26 AM
*د خير مشوره!* د ښوونځيو زده کوونکو او د پوهنتون محصلينو ته مشوره: د روژې پۀ روانه مياشت کې دې د خپل ښوونځي/پوهنتون درسونو ترڅنګ د تفسير الکابولي/تفسير معارف القرآن هم شروع کړي. کۀ هره ورځ لږ، لږ ګوري؛ نو ان شاءالله د يو کال پۀ موده کې به يې ختم کړي! کله چې يوه موضوع د ديني او عصري دواړو اړخونو څخه وڅېړل شي؛ نو بيا پۀ ښه توګه باندې سړی ورباندې پوهيږي، ان تر دې چې پۀ ډېرو موضوعاتو کې د "تحقيق کولو" وړتيا هم شخص ته ورکوي. د مدرسو طلباء کرامو او علماء کرامو ته توصيه: کۀ پخوا مو عصري علوم نه وي لوستلي؛ نو د خپلو ديني مطالعو ترڅنګ د ښوونځي کتابونه(سائينس، ټولنيز، رياضي، کیميا، فزيک، تاريخ، جغرافيه، جيولوجي او نور... ) پۀ ترتیب سره پيل کړي. د ټيټو ټولګيو کتابونه آسانه دي، ممکن د ډېر ورباندې خپلې مطالعې پۀ مټ هم پوه شي! کۀ څوک ورباندې نه پوهېدل؛ نو هغوی دې خبر وي چې *استاد ډاکټر جمشېد "رسا"* د *_ښوونځي ټول کتابونه_* پۀ ويډيويي شکل تدريس کړي دي. هغه دې خپل موبايل/کمپيوټر ته واچوي او د کتاب مطابق دې يې ورسره تعقيب کړي! بايد يادونه وکړم چې د لوړو ټولګيو د درسونه تر يو حده *انجينر قدرت الله "نورزي"* هم پۀ ويډيويي شکل ريکارډ کړي دي چې هغه هم د استفادې وړ دي. د ديني زده کړو ترڅنګ د عصري علومو زده کړه، سړي ته پۀ مسايلو کې د ښۀ تحليل قابليت ورکوي، خصوصاً د عصر پۀ نويو مسايلو کې!
❤️ 👍 5

Comments