AL "Husam"
AL "Husam"
February 11, 2025 at 07:51 AM
✓ رسول الله ﷺ ته په نسب کې تر ټولو نږدې علي بن ابي طالب و، بیا عثمان، بیا ابو بکر او بیا عمر و، رضي الله تعالی عنهم ✓ ابوبکر: له رنګه سپین او ژړوالي ته مایل و، مخ یې غوښین نه و، سترګې یې ژورې وې، تندی یې راوتلی و، بدن کې یې غوښه کمه وه، پر غومبرو یې وېښتان کم وو، څېره به یې غمژنه غوندې ښکاریدله. ✓ عمر: له رنګه سپین او ښایسته و او له قده دنګ و، دومره لوړ قد یې و چې له لېرې به داسې ښکاریدی لکه په سپرلۍ چې ناست یي! پر بدن یې وېښتان زیات وو، پر تندي یې وېښتان نه وو، ږیره یې ګڼه وه، په چپ لاس یې لیکل کول او په دواړو لاسونو یې یو ډول کار کوه! اوږده برېتونه یې و، چې غوسه به شو برېتونه به یې تاوول. ✓ عثمان: له رنګه غنمرنګ او ښایسته و، اوږده او راکږه پوزه یې وه! له قده درمیانه و، ګڼه ږیره یې وه او نرم و پوست انسان و. ✓ علي: تورې ښایسته سترګې یې وې، پر سر یې وېښتان نه لرل، مګر د شا له خوا يې ير سر څه وېښتان وو، قوي مړوندونه او لاسونه یې وو! کم غوندې غنمرنګ و، پلنه ږیره یې لرله او له قده ټیټوال ته نږدې و. ✓ 📧👇

Comments