
AL "Husam"
78 subscribers
About AL "Husam"
د خوښي د لاس ته راوړلو فن.🥰
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

یواځنی مینه (اړیکه) د الله ده! چې څومره ورته نیږدی کیږې دوه چنده درته نیږدې کیږې.

ای معاصر ځوانه که ته لا هم د ځان په پېژندنه کې سرګردانه یې، نو پوه شه چې ته یوازې یو ژوندی وجود نه، بلکې د تاریخ یوه حلقة یې، د تمدن یوه ستنه، او د راتلونکي یوه طرحه. ته هغه زوی یې چې د امت د زخمونو دوا کیدای شي، ته هغه مشعل یې چې د تیارو پر ضد بلیږي، او ته هغه طوفان یې چې د باطل دلایل ناسم ثابتولی شي. د دنیا فلسفه همدا ده! یا به د تاریخ لیکوال یې، یا به د نورو لخوا لیکل کېږې. یا به د امت بار اوچتوې، یا به د نورو د بار لاندې ژوند کوې. راویښ شه! خپل فکر ته ژورتیا ورکړه، خپل درد د امت له درد سره یوځای کړه، او خپل ګامونه د یوه نوي سبا د جوړولو لپاره پورته کړه. ځکه چې که ته بیدار شې، امت به بیدار شي، او که ته حرکت وکړې، تاریخ به حرکت وکړي. راپاڅئ، چې راتلونکی زمونږ دی! بعون الله #معاصر_ځوان #تدبیرګر #الحسام

الجزیرة یو نادره صحنه خپره کړه: یوه ماشومه د خپل ړنګ کور د پاسه اشپزي کوي. دا د دوی د قوي معنویت او نا ماتېدلو لویه نښه ده.

د دوستۍ مفهوم! دوستانه او نږدې اړیکه له هر چا سره نه ده مناسبه ځکه چې هر څوک د دې وړتیا او ارزښت نه لري چې زموږ ریښتینې دوستي او باور ترلاسه کړي. دوستي یوازې عادي اړیکه نه ده؛ دا یو ځانګړی او ژور تړاو دی چې د ریښتینولۍ، باور، مینې او قربانۍ په شمول منځ ته راځي. دا اړیکه له هر چا سره نه شي ساتل کېدای ځکه چې دا ځانګړې وړتیاوې غواړي. ریښتیني دوستان لږ دي او د هغوی انتخاب د ډېر فکر او احتیاط غوښتنه کوي ولې چې دا زموږ د ارامتیا، عزت او امنیت لپاره یوه مهمه تګلاره ده! #الحسام

📧 نو همدا وجه ده چي نن په افغانستان کي یرغلګرو د همدې ځوان نسل ګمراه کیدو ته خاصه توجو کړې ده او خپل ټول بشري او مالي ځواک یې تر اشغال را وروسته د همدې ځوان نسل د ګمراهۍ او د حقي لاري څخه د هغوی پر انحراف لګولی دی ځکه دا هغه ملي سرمایه ده چي یو هیواد او یوه ټولنه هم په بربادیږي او هم په ابادیږي که یې چیري سالیمه روزنه وشي د ټولني خیر خواهان به جوړ شي او که چیري له دې څخه (سالیمي روزني)څخه محروم پاته شول نو د ټولني ټولي بد مرغۍ به له دوی څخه سرچینه اخلي چي هغه وخت به د ټولني د هلاکت عناصر هم دوی وی بل څوک نه ښه مثال یې افغانستان راوړلای شو غرب د نظامي اشغال تر څنګ په افغانستان کي ځوان اذهان اشغال کړل چي د هغه څخه یې د خپلو مقاصدو په لاسته راوړلو کي خورا لوي ګټي پورته کړې نه یواځي داچي هغوی ځوان اذهان اشغال کړل بلکي د ځان لپاره یې په دې هیواد کي د یوې ستري اصلحې په څیر استعمال کړل د هغوی په توسوط یې خپل منحوسو اهدافو ته ځان ورسوی او په هغه اهدافو کي تر ډیره حده بریالي هم دي نو د دې اشغال څخه د هیواد د دائمي ازادۍ لپاره موږ باید پر اشغال شوو اذهانو کار وکړو هغوی باید له سره په خورا مهارت سره تداوي کړو نه یواځي دا چي ټولني ته به مو کار ګړی وي بلکي بشریت به موله ستر ناورین څخه ژغورلی وي