
AL "Husam"
February 11, 2025 at 07:51 AM
📧
✓ د خلافـــت وختونه یې
عثمان تر ټولو زیات وخت خلافــــت کړی و او ابو بکر کم، عثمان (12 کاله) بیا عمر (10 کاله) بیا علي (5 کاله) بیا أبو بكر (3 کاله) چې دا ټوله موده 30 کلونه کېږي! لکه په حدیث کې یې په همداسې دقیقه توګه یادونه شوې ده! رسول الله ﷺ فرمایي: زما امت کې به خلافــــت دېرش کاله یي. (الخلافة في أمتي ثلاثين سنة). او دا حدیث له (دلائل النبوة) نه شمېرل کېږي.
✓ د لومړیو دریو خلیفه ګانو رضي الله عنهم زمانه کې مدینه منوره پلازمینه وه، د علي رضي الله عنه زمانه کې پلازمینه د عراق کوفې ښار ته انتقال شوه.
✓ د عثما رضي الله عنه نیا “البیضاء” نومیده چې د رسول الله ﷺ د پلار غبرګلونې خور وه!
✓ د ابو بکر مور (ام الخیر سلمی) نومیدله، د عمر مور (حنتمة) نومیدله، د عثمان مور (أروى بنت كريز) نومیدله او د علي مور (فاطمة بنت أسد) نومیدله.
✓ رسول الله ﷺ په 63 کلنۍ کې وفات شوی
✓ ابو بکر په 63 کلنۍ کې وفات شوی
✓ عمر په 63 کلنۍ کې وفات شوی
✓ علي په 63 کلنۍ کې وفات شوی
عثمان په 82 کلنۍ کې وفات شوی
دا معلومات د امام ابن عبدالبر رحمه الله له کتاب (الاستيعاب في معرفة الأصحاب) او نورو نه راغونډ شوي دي. او ما (حامد افغان) حفظني الله درته پښتو کړي دي.