AL "Husam"
February 13, 2025 at 01:56 PM
۳۲ کاله وړاندې د ویجاړوونکې کورنۍ جګړې په ترڅ کې چې د وخت د جګړه مارو رهبرانو له لوري رهبري کېدې، د کابل د افشارو سیمې خلک د خپل ژوند له تر ټولو تورو ورځو سره مخ شول.
د ۱۳۷۱ لمرېز کال د لیندۍ په ۲۱ او ۲۲ مه نېټه، د د خاین او وطن پلورونکي احمدشاه مسعود په مشرۍ د شوری نظار ځواکونو د کابل پر افشار سیمه برید وکړ، دا سیمه هغه وخت د هزاره هېوادوالو د هستوګنې ځای و، دوی هلته داسې وحشتناک جنایتونه ترسره کړل چې د تاریخ راویان یې هم له بیانولو څخه شرمېږي.
په دې برید کې چې نېغ په نېغه د احمدشاه مسعود په لارښوونه او مشرۍ ترسره شو، سلګونه هزاره هېوادوال په بې رحمۍ سره ووژل شول، مال او شتمني یې ولوټل شول، پر ګڼ شمېر ښځو جنسي تېري وشول او دا بېوزله سیمه په یوه ویرونکې کنډواله بدله شوه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۱۹۹۳م کال د بشري حقونو راپور وايي چې په دې جنایت کې شاوخوا زر کسان وژل شوي وو.
📧👇