AL "Husam"
AL "Husam"
February 13, 2025 at 04:47 PM
📧 نو همدا وجه ده چي نن په افغانستان کي یرغلګرو د همدې ځوان نسل ګمراه کیدو ته خاصه توجو کړې ده او خپل ټول بشري او مالي ځواک یې تر اشغال را وروسته د همدې ځوان نسل د ګمراهۍ او د حقي لاري څخه د هغوی پر انحراف لګولی دی ځکه دا هغه ملي سرمایه ده چي یو هیواد او یوه ټولنه هم په بربادیږي او هم په ابادیږي که یې چیري سالیمه روزنه وشي د ټولني خیر خواهان به جوړ شي او که چیري له دې څخه (سالیمي روزني)څخه محروم پاته شول نو د ټولني ټولي بد مرغۍ به له دوی څخه سرچینه اخلي چي هغه وخت به د ټولني د هلاکت عناصر هم دوی وی بل څوک نه ښه مثال یې افغانستان راوړلای شو غرب د نظامي اشغال تر څنګ په افغانستان کي ځوان اذهان اشغال کړل چي د هغه څخه یې د خپلو مقاصدو په لاسته راوړلو کي خورا لوي ګټي پورته کړې نه یواځي داچي هغوی ځوان اذهان اشغال کړل بلکي د ځان لپاره یې په دې هیواد کي د یوې ستري اصلحې په څیر استعمال کړل د هغوی په توسوط یې خپل منحوسو اهدافو ته ځان ورسوی او په هغه اهدافو کي تر ډیره حده بریالي هم دي نو د دې اشغال څخه د هیواد د دائمي ازادۍ لپاره موږ باید پر اشغال شوو اذهانو کار وکړو هغوی باید له سره په خورا مهارت سره تداوي کړو نه یواځي دا چي ټولني ته به مو کار ګړی وي بلکي بشریت به موله ستر ناورین څخه ژغورلی وي

Comments