
AL "Husam"
February 14, 2025 at 01:22 PM
ای معاصر ځوانه که ته لا هم د ځان په پېژندنه کې سرګردانه یې، نو پوه شه چې ته یوازې یو ژوندی وجود نه، بلکې د تاریخ یوه حلقة یې، د تمدن یوه ستنه، او د راتلونکي یوه طرحه. ته هغه زوی یې چې د امت د زخمونو دوا کیدای شي، ته هغه مشعل یې چې د تیارو پر ضد بلیږي، او ته هغه طوفان یې چې د باطل دلایل ناسم ثابتولی شي.
د دنیا فلسفه همدا ده! یا به د تاریخ لیکوال یې، یا به د نورو لخوا لیکل کېږې. یا به د امت بار اوچتوې، یا به د نورو د بار لاندې ژوند کوې. راویښ شه! خپل فکر ته ژورتیا ورکړه، خپل درد د امت له درد سره یوځای کړه، او خپل ګامونه د یوه نوي سبا د جوړولو لپاره پورته کړه. ځکه چې که ته بیدار شې، امت به بیدار شي، او که ته حرکت وکړې، تاریخ به حرکت وکړي. راپاڅئ، چې راتلونکی زمونږ دی! بعون الله
#معاصر_ځوان
#تدبیرګر
#الحسام