
AL "Husam"
February 14, 2025 at 01:23 PM
د دوستۍ مفهوم!
دوستانه او نږدې اړیکه له هر چا سره نه ده مناسبه ځکه چې هر څوک د دې وړتیا او ارزښت نه لري چې زموږ ریښتینې دوستي او باور ترلاسه کړي.
دوستي یوازې عادي اړیکه نه ده؛ دا یو ځانګړی او ژور تړاو دی چې د ریښتینولۍ، باور، مینې او قربانۍ په شمول منځ ته راځي. دا اړیکه له هر چا سره نه شي ساتل کېدای ځکه چې دا ځانګړې وړتیاوې غواړي.
ریښتیني دوستان لږ دي او د هغوی انتخاب د ډېر فکر او احتیاط غوښتنه کوي ولې چې دا زموږ د ارامتیا، عزت او امنیت لپاره یوه مهمه تګلاره ده!
#الحسام