
AL "Husam"
February 23, 2025 at 09:49 AM
وعده؛ د نفس او شخصیت ازموینه!
د انسان طبیعت له ضعف سره مل دی، خو دا ضعف د تسلیمۍ معنا نه لري. زموږ عهدونه، که هغه له ځان سره وي یا له نورو سره، زموږ شخصیت ته بڼه ورکوي. که زموږ ژمنې تل ماتېږي، دا زموږ پر نفس د کمزوري کنټرول نښه ده، خو که یې ساتو، دا زموږ قوت او اعتبار ثابتوي.
د عهد ماتېدل طبیعي ده، خو که دا عادت وګرځي، شخصیت کمزوری کوي. قوي خلک ژمن خلک دي. که غواړې د خپل شخصیت بدلون ته داخل شې، نو وعدو ته جدي پام وکړه، نفس ته سختي ورکړه، کوچني اهداف وټاکه، او د الله مرسته وغواړه. هغه څوک چې پر خپل عهد وفادار وي، د خلکو، تاریخ، او الله په نزد هم محترم وي!
څنګه باید ژمن پاتې شو؟
#د_استقامت_هنر
#تدبیرګر
#الحسام