دنجات لار Danijat Laar
دنجات لار Danijat Laar
February 2, 2025 at 03:13 AM
*دسرور کائنات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم مبارک سیرت* *`څلور څلویښتمه برخه`* ۵- ضماد الأزدي، (رض)دی د يمن د ازد د قبيلي څخه و او ده پر ځينو عصبي مريضانو او ليونيانو دم او چو کاوه يو وخت مکې مکرمې ته د حج يا عمرې د ادا کولو دپاره ولاړی هلته يې د مکې مکرمې د بی باكانو او نا اهلانو څخه واورېدل چي و ويل يې محمد ﷺ العیاذ باالله لیونی دی، ده د ځان سره وویل که زه دغه سړي ته ورسم او دم پر وکړم ښايي الله يې زما د دم په واسطه جوړ کړي، نو رسول الله ته ورغلی او ويل : يا محمد زه پر دغسي مرضو دم کوم آیا غواړي چي دم درباندي وکړم ﴾ رسول اللهﷺ فرمایل إن الحمد الله نحمده و نستعينهُ، مَن يهده الله فلا مُضلَّ لَهُ، و من يُضلله فلا هادي له، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، وأشهد أن محمداً عبده ورسوله ». أما بعد: ضماد الأزدي و ویل دغه جملې يو وار بيا را ته و وایه رسول الله دغه جملې درې واره نور ورته تکرار کړې، ضماد و ویل د کاهنانو خبري مي اورېدلي دي، د ساحرانو خبري مي اورېدلي دي، د شاعرانو خبري مي اورېدلي دي، خو ﴾ دغه ستا پر قسم خبري مي نه دي اورېدلي، د بحر تر قاموس لوړي دي، لاس دي راکړه چی پر اسلام بیعت در سره وکړم، بیا یې بیعت وکړی او مسلمان سو دغه قسم رسول اللهﷺپه دغه موده کي پر ډيرو افراد و او اشخاصو په انفرادي ډول اسلام عرض کړی دی، لکه څرنګه چي د قبيلو جواب منفي و دغه رنګه د افرادو ﴾ جوابونه هم منفي وه، خو د ځينو جواب به ډیر شدید او زړه در دوونکی و چي د هغو و بیانولو او ذکر کولو ته ضرورت نه وینم فقط دغه یوه قصه د مثال او نمونې پر قسم درته بیا نوم يو نفر چي د عربو د پهلوانانو څخه و او نوم يې رکانه و لوی او مشهوره غېږ باز و ﴾ چانه و غځار کړی دغه رکانه رسول اللهﷺ ته راغلی، ویل : یا محمد وايي چي زه نبي يم، که دي زه غځار کړم ته صادقه يې ﴾ سبحان الله د نبوت او غېږ بازی یې سره څه ؟ خو دا د دغو خلکو جهالت و رگانه لوی پهلوان دی چا نه دی غځار کړی وايي که دې زه غځار کړم ته صادقه يې رسول اللهﷺ ويل ښه دی او ور ولاړ سو په دی وخت کي يې رکانه غځار کړی رکانه په تعجب کی سو، د اول وار دپاره غځاریږي، تر اوسه چا نه دی غځار کړی ويل یوار بیا راسه بیا ورغلی بیا یې غځار کړی ویل یو وار لا بیا راسه بیا ورغلی دریم واریی بیا غځار کړی ویل والله دا عجبه خبره ده مگر تر هغو ایمان نه درباندي را وړم چي دغه ونه خبري و نه کړي، رسول الله دوني يا درختي څخه پوښتنه وکړه چې زه څوک یم؟ و وني وويل: أشهد أن لا إله إلا الله، و أشهد انك رسول الله د رکانه په حضور هغه وني هم خبري وکړې رکانه و ويل والله ته ساحر او جادوگرا يې دا د دغه یوه نفرحال و کفارو ته یوازي دانه چي قرآن مجید معجزه وه بلکه معجزات داسي معجزې چي په سترگو ليدل کېدلې خو بيا يې هم ایمان نه را وړی خورکانه له په وروسته کی مسلمان سوی دی *د شق القمر معجزه* د کفار و سره د مسلمانانو ژوند تریخ و او کفارو به د رسول اللهﷺ څخه معجزي غوښتي همیشه به يې ورته ويل تا خو موږ ته هیڅ شئ نه دی را ښکاره کړی لږ تر لږه ته موږ ته يوه معجزه را ښکاره کړه چي د هغې په واسطه موږ ستا پر رسالت اقرار و کرو، رسول اللهﷺ و فرمایل که ستاسي په حضور د الله په اراده او زما په اشاره سپوږمۍ دوه ځایه سوه تاسې د الله پر وحدانیت او زما پر رسالت ایمان راوړی کفارو ويل هو نو يې د مياشتي په پنځلسمه شپه چي سپوږمۍ پوره او كامله وي د دغي معجزې وعده سره وکړه د پنځلسم په شپه رسول اللهﷺپه منی کی تشریف درلود او قريش هم د معجزې د ليدلو دپاره سره راټول سوي دي، رسول الله سپوږمۍ ته اشاره وکړه چي دوه ځایه سي او سپوږمۍ هم د رسول الله په اشاره سره دوه ځایه سوه چي په عربي کي شق القمر ورته وايي، سپوږمۍ دوې ټوتې سوه يوه حصه يې د غره یوه طرف ته ولاړه او بله حصه يې د غره بل طرف ته د سپوږمۍ د دو حصو په منځ کی غر راغلی کفار ورته گوري دا معجزه يې وليدل بيا يې هم ایمان را نه وړی او ویل ته ساحر يې منكره کفار تر دغه زيات څه شي غواړي؟ خو بيا هم حق ته سحر وايي ﴾ الله د سورة القمر په اولنيو آیا تو کي فرمايي : أَقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَأَنشَقَ الْقَمَرُ ) • قیامت را نژدې سو او سپوږمی دوه ځایه سوه وَإِن يَرَوْا ايَةً يُعْرِضُوا وَيَقُولُوا سِحْرٌ مُسْتَمِر که دغه کفار د الهي قدرت يو دليل او علامه و ويني مخ ځني واړوي او وايي دا پخوانی قوی سحر دی *داهل یثرب څخه شپږ پاک روحه* د بعثت د یوولسم کال د حج په موسم کې چي د ( ٦٢٠) ميلادي کال د جولای میاشت وه اسلامي دعوت ډير ښه تخم لاس ته را وړی چي دغه تخم ډير ژر په لویو لویو ونو يا درختو بدل سو، چي دغو ونو بیا مسلمانان په خپله سایه کي د هغه ډيرو او اوږدو کلو د ظلم او طغیان دگرمو لمبو څخه وساتل کله چي اهل مکې د رسول الله تکذیب کاوه او دين يې د الله دلاري د دعوت څخه منعه کاوه رسول اللهﷺ داسي حکمت عملي کاوه چي د شپې په تاریکیو کي به د حاجيانو پر ډلو او خېمو ګرځېدی، دا د دې د پاره چي د ده او د دغو ډلو په منځ کي د مکې مکرمې د مشركانو څخه څوک نه وي موجود نو رسول اللهﷺ یوه شپه د ابوبکر الصديق په ملکر تیا را و وتی، دهل او شيبان بن ثعلبه د قبيلې خیمو ته ورغلی، د اسلام و توحید په باره کي یې خبري ورته وکړې خو دغو خلکو د اسلام راوړلو څخه انکار وکړی او بيا رسول الله په منی کي د عقبې سره تېرېدی هلته يې د څو نفرو آواز ﴾ واورېدی چي په خپل منځ کې يې خبري سره کولې رسول اللهﷺ و هغو نفرو ته و ورغلی دغه خلک شپږ نفره وه او د یثرب د ځوانانو څخه وه ټول د خزرج د قبيلې څخه وه څوک وايي چي دغه خلک دوولس نفره وه) خو شپږيې يقيني دي. دغه شپر نفره ډیر مهم دي، دغه نفر د اسلام هغه صالح تخم دی او د دغو نفرو نومونه داسي دي: ۱ - اسعد بن زراره . چي د بني نجار څخه و. ٢عون بن الحارث بن رفاعه ابن عفراءچی دبنی نجار څخه وو ٣رافع بن مالك بن العجلان چی دبنی زریق څخه وو ٤قطبه بن عامر بن حديدچی دبنی سلمه څخه و ۵ - عقبه بن عامر بن نابي. چي د بني حرام بن كعب څخه و ٦جابر بن عبد الله بن رئاب چی دبن عبید بن غنم څخه وو د اهل یثرب يا د مدينې منورې د خلکو لويه خوشبختي دا وه چي دوی به د مدينې منورې د يهودو څخه اورېدل چي په دغه اوس وختو کې یو نبي مبعوث و هغه به را ووزي او موږ به يې متابعت وکړو او بیا به د هغه نبي په ملکرتيا کيږي، تاسي داسي ووژنو لکه د عاديانو او ثموديانو وژنه. رسول الله دغو نفرو ته ورغلی او ویل تاسی څوک یاست؟ هغو ویل: د خزرج د قبيلې څخه يو رسول الله و فرمايل نه کښېنی چي څه خبري درته وکړم؟ هغو ویل هو کښېنو رسول اللهﷺ ورسره کښېنستی خپل دین او د اسلام حقیقت یې ورته بیان کړی وحدانیت ته یې را وبلل قرآن مجید یې ورته تلاوت کړی دغو نفرو په خپل منځ کې سره و ويل والله دا هغه نبي دي چي يهود تاسي په هغه سره بېروي، کوښښ وکړی چي يهود په اسلام کې تر تاسي د مخه نه سي او بیا هغه را سره وکړي چي دوی وايي، نو د ده دعوت قبول کړي او مسلمانان سي، تاسي تریهود و د مخه ایمان را وړی د رسول الله متابعت وکړی او اسلام قبول کری دا څنکه قصه وه چی یهود و به اهل یثرب بیرول؟ ډیره مهمه خبره ده. هغه داسي د مدينې منورې ټول اوسېدونکي پر درو حصو وېشل سوي وه يوه حصه د اوس قبیله وه بله حصه د خزرج قبیله وه چي دغه دوې قبيلي مشركان او بت پرستان وه دریمه حصه یهود وه یهود بیا په خپله پر درو قبیلو وېشل سوي وه بني قريظه، بني قينقاع او بني نضير، که څه هم هلته نور انفرادي يهود موجود وه چي د دغو قبيلو څخه نه وه خو هغه لږ وه، عمده او اساسي يهود دغه درې قبيلې وه او ټول يهود د وکړو په شمېر د مدينې منورې د وګړو یا انسانانو در یمه حصه کېدل، د اوس قبیله هم د مديني منورې د وګړو او نفوسو دریمه حصه کېدل، همدارنګه د خزرج قبیله د مدينې منورې د وکړو در یمه حصه وه نو مدينه منوره په برابر او مساوي شکل درو حصو ته وېشل سوې وه، چي يهود د اوس قبیله او د خزرج قبیله وه . د دغو درو قومو څخه یو هم پر مدینه منوره نه سوای آمر کېدلای ځکه ټول اقلیات او سره برابر وه نو مدینی منوری عمومی مشر او د ټولو دپاره یو آمر هم نه درلودی او دغو درو قبیلو به همیشه د حاکمیت دپاره جنگونه سره کول خو په دغه وختو کي به یهود و دغه نورو قومو ته چي أوس او خزرج وه ويل د آخری نبي د بعثت وخت را نژدې دی که هغه مبعوث کړل سو موږ به د هغه متابعت وکړو او تاسی به ﴾ داسي حلال کړو لکه د عاديانو او ثموديانو حلالېدل چي ټول هلاک سوه، نو يهودو به دغه نوري قبيلې د آخری نبي په را تک سره بیرولې او ورته ويل به يې کله چي هغه نبي راسي موږ به د هغه د متابعت په سبب پر یثرب حاکمان سو او تاسي ته به بیا هغه وخت په وژلو او حلالولو سره جزا در کړو. ښه متوجه سی د یهود و په تورات او په نورو آسمانی کتابو کی د رسول اللهﷺ راتګ او د هغه تولي علامې لیکلي وې، د مدينې منورې يهود هم تر داسي اندازې د دغه نبي د راتلو په انتظار وه چي د مدينې منورې مشرکان به يې د هغه په را تک سره بیرول نو دغه د دوی د معلوماتو او پېشکويي په سبب د مدينې منورې مشر کانو د مکې مکرمې تر مشر کانو د مخه او په ډېره آساني سره ایمان راوړی. کله چي د رسول الله د نبوت او رسالت اظهار وسو ټولو يهودو او نصارا وو ته دا معلومه سوه چي هو دی هغه وعده سوى نبي دی مگر څرنګه چي يهودو اونصار اوو وليدل چی دغه نبي د بني اسرائلو څخه نه دی او پخواني ټول انبیاء د بني اسرائلو څخه وه نویې د قومي تعصب په لحاظ د رسول الله د منلو څخه انکار ﴾ وکړی او له دغه وخته څخه يې ټول هغه معلومات چی د راتلونکي نبي په باره کي د دوی په کتابو کي موجود وه واړول او تغير يې پکښي راوستی خو بیا هم دوی غبي او ناپوه وه ځکه اوس هم د دوی په کتابو کي د رسول اللهﷺد نبوت ډېر معلومات او علامې پاته دي څرنګه چي اوس د نوي آلاتو او وسائلو د پیدا کېدلو په سبب هغه بیانات او معلومات عام نشر سوي دي نو دوی یې نه اړولای سي او نه يې پټولای سي نويې د هغو بياناتو په ترجمه کي تغير راوستی حق او حقیقت څخه مخالف او د خپل مزاج او غوښتني سره موافق يې ترجمه کوي. بیرته قصي ته راسه اوس چي د خزرج د قبيلې حاجيانو د رسول اللهﷺخبري واورېدې ويل والله هغه نبي چي يهود موږ په بېروي هغه دغه نبی او دغه دین دی، پام کوی چي يهود تر تاسي د مخه دغه دین ته داخل نه سی دغه خلک عاقلان او هوښیاران وه کورني اختلافاتو او جنگو د پښو اچولي او ضعيفه کړي وه خاصتا هغه د (بعاث ) جنگ چي په دغه نزدی وختو کې تېر سوی و او تر اوسه د هغه تیرو سوو جنگو لمبې پورته کېدې نو دا یې امید و چي د رسول اللهﷺد دين او دعوت خبري به د دوی دپاره د صلحي او آرام ژوند سبب وګرځي، نو دغه د خزرج د قبيلې خلکو رسول اللهﷺته و ویل موږ ترشا داسي قوم پرې ايښی دی چي د هيڅ قوم په منځ کي به دومره شر او عداوت نه وي موجود لکه زموږ د قوم په منځ کي چي دى او دا مو امید ﴾ دی چي اللهﷻ به يې په تا سره را ټول او يو ځای کړي، موږ چي ولاړسو خپل قوم به هم ستا دین ته را و بولو او ستا د دین دغه احکام چې موږ قبول کړه پر دوی به یې هم عرض کرو که الله دوی پر تا را ټول کړه نو به په موږکي هیڅوک تر تا عزتمن نه وي، بیا نورسول اللهﷺ د اسلام احکام او قرآن مجید وروښوول. کله چې دغه خلک مدينې منورې ته تله د ځانه سره یې د اسلام رسالت ور سره يو وړی او هلته يې د اسلام په نشرولو شروع وکړه، په مدينه منوره کي د انصار و دکورو څخه داسي كور نه سوپاته چي هلته دي د رسول اللهﷺ خبري نه کيږي اوس نو مدینه منوره پر دغه خپل حال پریږده چي د اسلام معطر شمال او خوشبویه نسیم پکښي چلیږي، ته بیرته دلته مکې مکرمې ته راسه نوربیا
🩷 1

Comments