دنجات لار Danijat Laar WhatsApp Channel

دنجات لار Danijat Laar

90 subscribers

About دنجات لار Danijat Laar

*ته هم اصل کښې دا نه يي چي دا ښکاري* *ستا په مخ هم نقابونه دې دروغ دې* *Naqibullah nasrat🥰* *https://whatsapp.com/channel/0029Va8q4ygGk1Fmr8n5YY2C*

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

دنجات لار Danijat Laar
دنجات لار Danijat Laar
2/17/2025, 2:54:39 AM

*دسرور کائنات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم مبارک سیرت* *دوپنځوسمه برخه* *دهجرت دلاري واقعات* هلته په مکه مكرمه کي یو سړی و چي عبدالله بن اريقط نومېدی دغه سړی په لا رو کي ډېر ماهر ويعني ليري او نژدې پټي او ښکاره لاري تولي ور معلومي وې که ﴾ څه هم دغه سری د مشرک قریشو پردین و خو امانت کاره هم و نو رسول الله او ابوبکر الصديق تر هجرت د مخه دغه عبد الله بن اريقط د مال او پیسو په مقابله نوکر کړی چي ته به د هجرت په وخت کي زموږ سره ځې او پر داسي لا رو به موږ مدينې منورې ته بيايي چي چا ته نه وي معلومي، هغه هم دا قبوله کړه. نو ابوبکر الصديق له هغه د هجرت دپاره دوه ساتل سوي اوښان دغه عبدالله ته ور تسلیم کړي وه او بيا يې خبر ورکړی چي دغه اوښان په فلاني وخت کي غار ثور ته راوله کله چي رسول اللهﷺپه غار کي درې شپې تيري کړې او د دوشنبې شپه سوه چي دا نو د هجرت د اول کال د ربيع الأول د مياشتي اوله شپه ده او د عيسوي ميلادي (٦٢٢) کال د سپتمبر د مياشتي (١٦) تاریخ دی عبدالله بن ريقط د شپي هغه دوه اوښان وروستل دلته نو ابوبکر الصديق و رسول اللهﷺ ته و ویل یا رسول الله د دغو دوو اوښانو څخه يو واخله او هغه ښه اوښ يې و ده ته ور نژدې کری رسول اللهﷺو فرمایل یا با بکر اخلم یې مگر په قیمت سره په دغه وخت کې د ابوبکر لور اسماء هم راغله چي د دوی د سفر دپاره يې خواړه ور سره را اخيستي وه او دا یې هېر سوي وه چي د دوی د خوړو د تړلو دپاره يو ټوکر یا یو تناو رسی ورسره را واخلي اوس چي دا غواړي چي د دغه خوړو د ﴾ کچوړي خوله وتړي يا يې د دوی په اوښ پوري وتړي ټوکر یا رسی نسته نو يې خپل نطاق دوه ځایه کړی په یوه حصه یې هغه د دوی خواره وتړل او د نطاق هغه بله حصه يې پر خپله ملا وتړل او له دغې ورځي څخه دې ته ذات النطاقين ویل کیږيه اوس نو نطاق څه شي دی؟ نطاق داسي يو ټوکر دی چي په هغه وختو کي ښځو تر ملا یا تر سرتری لکه یو برداره کمربند چی دغه نطاق د هغه وخت د لباس یو جزا و اسماء د دغه خوړو د ترلو دپاره و یوه ټوکر ته ضرورت درلودی مگر ټوکر نسته نور يې خپل نطاق څيري او دوه ځایه کړی یوه حصه يې پرخپله ملا یا سر وتړل او په هغه بله حصه يې دغه خواړه وتړل او د دغې ورځي څخه و دې ته ذات النطاقين ﴾ ویل کیږي، يعني د دوو نطاقو خاونده او په دغه نامه سره مشهوره سوه بیا نو رسول اللهﷺاو ابو بكر الصديق د مديني منورې پر طرف رهي سوه د دوی سره په دغه سفر کي عامر بن فهيره هم ملگری و او هغه لارښوونکی عبدالله بن اريقط هم ور سره دی اوس نو لار ښوونه د عبدالله بن اريقط کار دی او په هغه اړه لري لومړي چي له غاره رهي سوه د جنوب او یمن پر طرف ولاړل، پسله څه وخته دغرب او د سمندر د غاړي و طرف ته رهي سوه چي ساحل ورته ويل کيږي ترڅو داسي لاري ته ورسېدل چي پر هغه لار نه څوک تله او نه چا ته ور معلومه وه بيا نو دا سمندر يعني بحر الأحمر د غاړي سره نژدې د شمال پر طرف رهي سوه چي دغه لار و مدينې منورې ته تله خودا داسي لا رده چي نادرا به څوک پر دغه لار تلل دغه د هجرت د لاري تفصيل په کتابو کې راغلی دی خو څرنګه چي له دغو ځایو څخه د ډيرو ځایو نومونه اوس اوښتي دي او د عمومي لا رو څخه هم ډېر ليري او چپ دي نو د هغو ځایو د نوموتر یا دولو تېرېږم او د لاري لوی واقعات به سره بیان کړو. لومړئ امام بخاري د ابو بكر الصديق څخه روایت کوي چي وايي په دغه شپه چي موږ رهي سوو دغه ټوله شپه او سبا تر غرمې پوري مو تک او مزل وکړی کله ﴾ چي غرمه سوه او لار فارغه سوه هیڅوک پر دغه لار نه تېرېدل په لار کې مو یوه ډېره لويه او اوږده ډبره ولیدل چي سايه يې درلودل او پر دغه ځای لمر نه راتلی نو مو د دغې ډبري سره واړول ما په خپلو لاسود رسول اللهﷺد بیدېدلو دپاره ځای جوړور کړی اوپر هغه مي يو فرش آوار کړی او ورته و مي ويل : یا رسول الله ته بيده سه اوزه به شاوخوا څار کوم رسول اللهﷺپر یوتی او زه څه کوښه سوم شاوخوا څار کوم که ګورم يو شپانه دی چي پسونه يې د دغې ډبري طرف ته را رهي کړي دي غواړي چي دی هم دغه سایې ته استراحت وکړي، زه ورغلم او ورته و مي ويل : ته څوک یې؟ ده د مکې یا مدينې د خلکو څخه یو څوک را یاد کړی ويل د هغه مریی یم ما ويل آیا په پسو کي دي شيدې سته؟ ده ويل هو ما ويل : ما ته يې را لوشې؟ ويل هو نویې دا لوشلو دپاره یوه مېږ ونیول ما ويل اول يې غلانځه د خاورو ورېښتانو او خیر و څخه پاکه کړه بيا يې ولوشه ده هم د غلانځي تر پاکولو وروسته یو کتوری شیدې راولوشلې نو رسول اللهﷺته ورغلم څرنګه چي هغه بيده و دا مي ښه و نه بلل چي له خوبه يې را ويښ کړم تر هغو مي انتظار ورته وکړی چی دی را ويښ سو زما سره د رسول الله او د اوداسه او چېښلو دپاره د اوبو یوه مشکوله را سره وه نو مي د دغه مشکولې څخه دغه د شيد و پر لوښي او به توی کړې چي څه يخي سوې بیا مي رسول الله ته وويل : یا رسول الله وې چیښه ده هم تر هغو و چېښلې چي زه راضي او او به سوم بیا رسول اللهﷺرا ته و ویل آیا د تلو وخت نه دی؟ ما ویل هو یار رسول الله بيا نو له هغه ځایه رهي سوو دوهم څرنگه چي ابوبكر الصديق تاجر ګښته او مشهوره سړی و هر چا پېژندی او رسول اللهﷺ کورنی سړی و هر چا په رنگ نه پیژندی اوس چي دوی سره ملګري دي نوکه به په مخه څوک ورغلی د ابو بكر الصديق څخه به يي پوښتنه وکړه چي دا څوک دی؟ ده به ورته ويل دا سړی لار را ښيي، د هغه به دا خیال سو چې دغه د تک لار ورښيي او د ده مقصد به د دين او خير لا ر وه چې ما ته زما د دين او عقیدې لار راښيي. دريم سراقه بن مالک په عربو کي مشهوره جنګي فارس يا پهلوان وکله چي رسول اللهﷺو ابوبکرله غار ثوره را و وتل او د مدينې منورې پر طرف رهي سوه هر چا دا کوښښ کاوه چې دوی پیدا کړي او د قریشو هغه سل اوښه جائزه واخلي د دغو خلکو د جملې څخه يو هم سراقه بن مالک و خو دا قصه به په خپله سراقه ته پرېږدو چي دي په خپله قصه کوي او په دغه وخت کي مشرک و سراقه بن مالك وايي زه د خپل قوم سره په مجلس کي ناست وم چي يو سری د دباندي څخه د مکې راغلی موږ ناست و دی را ته و درېدی او ویل یا سراقه دغه اوس مي د دریاب د غاړي سره یوه سیاهي وليدل چي فلاني طرف ته رهي وه ګمان کوم چي محمدﷺاو د هغه ملګري دي وي، سراقه وايي زه پوه سوم چي دغه نفر دوی دي خو د دې دپاره چي هغه د قریشو جائزه یوازي زه واخلم نو مي خبره واړول او سري ته مي و ویل دا دوی نه دي بلکه تا فلانئ او فلانئ ليدلي دي چي زموږ په مخ کي رهي سوه. سراقه وايي زه په دغه مجلس کي کښېنستم داسي کار او حرکت نه کوم چي څوک را پوه سي، د قوم د مجلس تر آخره ور سره ناست وم نه ولا ریږم، ځکه که ولاړ سم هغه نور پوښتنه کوي چي چيري ځې؟ نو خود خبري او مجلس ورسره کوم، كله چي دوی ولاړ سوه زه هم ډېر ژر کور ته ولاړم خپلي مينځي ته مي و ويل زما آسه و باسه د فلانۍ غونډۍ تر شا درېږه او زما انتظار کوه ما خپله نېزه غشي اولېندی را واخیستل دکور د شاتر دروازې ووتم پت پت ورغلم خو اس ته ور ورسېدم پر آس سپور سوم اوپر هغه لار رهي سوم چي هغه سري ويلي وه، دئ نوپر دغه لار پرېږده هلته رسول اللهﷺاو ابوبکر د ملګرو سره رهي دي خو ابوبکر څه و وخت د رسول اللهﷺتر شا رهي وي څه موده وروسته بيا تر مخ رهي سي څه وخت ار وروسته يې بیا راسته طرف ته ځي څه وخت وروسته يې بیا چپه طرف ته ځي يعني و دې طرف او هغه طرف ته کیږي مگر رسول اللهﷺرهي دى حتى شا وخوا هم نه ګوري فقط قرآن مجید وايي او رهي دی، څه وخت وروسته د رسول اللهﷺورته پام سوچي ابوبکر هره لحظه یا هرگړی دې خوا ها خوا ته کيږي، نو يې پوښتنه ځني وکړه چي يا ابا بکر څه درته پېښه ده چي مخ او وروسته کېږي؟ ابوبکر وويل: يا رسول الله يو وار مي په فکر کي را وګرځي چي كمين به يې درته نیولی وي يعني يو څوک به په مخ کي پټ درته ولاړ وي نو د مخه سم بيا مي په زړه کي را و وګرځي چي د شا له طرفه څوک حمله و نه کړي بيا تر شا سم، بيا وايم څوک د بغل له طرفه حمله و نه کړي نو دي يوه او بل ارخ ته ځم. خورسول اللهﷺ اطمینان او د زړه داد ورکړی ویل : ان الله معنا الله زمور سره دی مه بېرېږه د ابوبکر الصديق زړه هم پر آرامه سو خو پسله څه وخته ابوبكر الصديق ولیدل چې ډېر ليري يو سړی پر اس سپور دی په ډېره چټکي او ﴾ تيزي سره په دوی پسې را رهي دی ویل یا رسول اللهﷺهغه سپور سړی په موږ پسي را رهي دی، رسول الله نه ورته کتل پر خپله لار رهي دي او قرآن مجید وايي مگر د ابو بكر الصديق له فکر په دغه سړي ډېر بند دی، هغه سپور ډېر تیز را رهي دی او وار په وار دوی ته ور نژدې کیږي، ابوبکر په تشویش او پرېشاني کي دی ځکه هغه سپور سړي ډېر ور نژدې سو، دومره ور نژدې سو چي له هغه ځایه دوی په نېزه و يشتلاى سي نو يې رسول الله ته و ویل: یا رسول الله سړي ډېر را نژدې سو د هغه ځای څخه مو ویشتلای سی دلته نو رسول الله دعاء وکړه او ویل الهي په هر شي او هره طريقه سره چي ستا خوښه وي موږله ده څخه وساتي. ﴾ رسول اللهﷺد دعاء څخه نه و فارغه سوی چي د سراقه د آس پښې په مځکه ← ننوتي، مځکه هم سخته او ډبرينه مځکه ده خود آس پښې په مځکه ننوتلې او سراقه له آسه ولوېدی سراقه وايي قسم په الله تر دغه ورځي د مخه هيڅ وخت له آسه نه وم لوېدلی دا اول وار و چي له آسه لوېږم او بیا مځکه سخته او ډبرينه هم ده د آسا پښې څنګه په مځکه ننوزي؟ کله چي له آسه ولوېدم د هغه غشو جعبه مي را وايستلا چې موږ به فال په اچاوه دغه فال اچول د مشرکانو دین او عقیده وه) وایی د هغو غشو څخه مي يو غشی د فال پر قسم را وايستی چي آيا په دوی پسي ورسم که يا؟ نوربیا......

❤️ 1
Image
دنجات لار Danijat Laar
دنجات لار Danijat Laar
2/18/2025, 6:35:20 AM

*دعثمانی خلافت تاریخ* *لومړی برخه* *د ترکانو اصل ونسب او اصلی هېواد* د ماوراء النهر هغه سیمه چې نن موږ د ترکستان نوم ورکوو په مشرق کی تر منگولیا او د شماليه چین د غرونو پورې په لویدیځ کې تر کاسپین خزر سمندره په شمال کې تر میدانی سیمو او د جنوب په لور د برصغير او فارس پورې غځېدلې ده. دا د غز کورنیو ټاټوبی دی په دې سیمې کې د دې کورنیو لویو لویو قبيلو ژوند کاوه چې د ترک یا اتراک په نامه پېژندل کېدې د شپږمي ميلادي پېړۍ په وروستیو کې دوی خپل اصلي تاتوبی پرېښود او ډله ډله د کوچنی اسيا په لور و کوچیدل تاریخ پوهان دا مهاجرتونو په یو شمیر لاملونو پورې تړي ځینې پوهان د دوی د مهاجرت لامل اقتصادي ستونزې کڼي، سختي لوړي او د آبادی ډيروالی دوی د خپل ټاتوبي پرېښودلو ته اړ کړل او په داسې سیمو کې مېشت شول، چېرته چې پراخه څړځایونه او د ژوند تیرېدو پراخي لارې وي. ځينې تاريخ ليكونکي په دې اند دي چې د دې هجرت لامل سياسي اړخ دی، ترکانو له ځينو داسي پياوړو قبيلو سره شخړې کړې وې چې د هغوی قوتونه او شمېر خورا ډېر وو، لکه منگولیا چې له دې دښمنۍ څخه دژغور لو لپاره دوی ترکستان پرېښود او داسې سیمو ته لاړل چې هلته امن وي او په سوله کې ژوند وکړي دا نظر د ډاکتر عبداللطيف عبدالله بن دهیش دی؟ په هر حال د منگولیانو له دښمنۍ څخه د ژغورنې لپاره يې د لوېديځ لار خپله کړه او د جیحون سیند ته په نبردې سیمو کې دېره شول له هغه خایه بیا جورجان او تبرستان ته راغلل او هلته يې خپل ژوند ته دوام ورکر . په همدې ډول تركان له هغو اسلامي سيمو سره نیږدې شول چې مسلمانانو په (۲۱ هجري ۶۴۱ ميلادي کې د جگړې په بنیاد او فارس کې د ساساني دولت له پرځېدو وروسته فتحه کړې وي. *له اسلامي نړۍ سره د ترکانو اړیکه …* په (۲۲ هـ / ٦٥٢) کي اسلامي پوځونه د باب سيمو ته مخ په وړاندې لاړل او دا سيمې يې فتح کړي دا هغه سيمي وي چي ترکانو په کې ژوند کاوه د اسلامي لښکر د مشر عبد الرحمان بن ربيعه رضي الله عنه د ترکانو له مشر سردار شهر براز سره لیدنه وکړه شهر براز له عبدالرحمان رضی الله عنه څخه د سولي غوښتنه وکړه او هیله يې څرگنده کړه چې په ارمينيا په برید کولو کې له اسلامي لښکرو سره یو ځای کېدو ته چمتو دی عبدالرحمان هغه د خپل مشر سراقه بن عمرو رضي الله عنه حضور ته واستاوه شهر براز له سراقه سره وليدل او په لښکر کې د يو ځای کېدو خبره یې ورسره هم شریکه کړه یوه عریضه يې د عمر رضي الله عنه په نوم وليکله او د دې په اړه یې خبر ورکړ. عمر رضي الله عنه هم د سراقه له رايي سره همغږي وښودله او په دې سره له ترکانو سره معاهدې وشوې، همدارنګه د ترکانو او مسلمانانو تر مينځ هيڅ ﴾ دول جگړه و نه شوه او دواړو لښکرو په ارمینیا برید وکړ او هلته هم اسلام خپور شوه له هغې وروسته اسلامي لښکرې د فارس شمال لوېديځو سیمو ته وخوځېدې تر څو د اسلامي لښکرو له لاسه د ساساني دولت له پرځېدو وروسته په دې سیمو کې هم الهي دعوت او تبلیغ وشي. دا هغه سيمې وې چې د شمال په لور د اسلامي لښکرو په وړاندې خنډ وې کله چې د سولې له لارې دا ستونزې هوارې شوې نو دغو هېوادونو او سیمو ته هم د رسېدلو لاره هواره شوه، د ترکانو او مسلمانانو تر مينځ اړيکې جوړې شوې، ترکان له اسلامي ښوونو ډېر اغېزمن شول، اسلام يې قبول کړ د اسلام دخپرولو او د دین د غلبي لپاره د مجاهدینو په کتارونو کې شامل شول اسلامي لښکرې د جیحون له دریاب څخه ور پورې وتل او د ماوراء النهر په سیمو کې پاتې شول، د عثمان رضي الله عنه د خلافت په دوره کې د طبرستان تولي سيمي فتحه شوې په (۳۱ ه کال کې د خپرولو لپاره یې په جهادي بوختياوو کې برخه واخيسته.ددی سیمو ډلي - ډلي ترکان مسلمانان شول، له اسلام څخه يې دفاع وکړه او د خدای دپیغام به ټولی نړی کی له دې وروسته اسلامي لښکرو مخکې تگ ته دوام ورکړ د معاویه رضي الله عنه د خلافت په دور کی بخارا فتح شوه، د برياوو دا لړی مخ په وړاندې لاړه تر دې چې سمرقند هم په اسلامي قلمرو کی داخل شو، د اسلامی امپراتوری سرحدونه لا پراخه شول او داسې وخت هم راغی چې د ماوراء النهر نوری سيمې د اسلامي امپراتوری برخي و گرځېدې او په دې کې اوسېدونکو تركي قبيلو په ځانگړي ډول اسلامي کلتور او تمدن غوره کړ نور بیا.....

❤️ 1
Image
دنجات لار Danijat Laar
دنجات لار Danijat Laar
2/10/2025, 3:05:21 AM

*دسرور کائنات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم مبارک سیرت* *اته څلویښتمه برخه* *دهجرت شروع* پسله هغه چي د عقبې سره دوهم بیعت پای ته ورسېدی او اسلام په دې سره کامیابه سو چي د ځان دپاره د يوې داسې منطقې او صحرا په منځ کي وطن جوړکړي چي په هغه ټوله منطقه کي د کفر او جهالت موجو څپې وهلې او دا هغه تر ټولو لویه کټه ده چې اسلام د دعوت له شروع څخه بيا تر اوسه لاس ته راوړل، نو رسول اللهﷺ ټول مسلمانان دغه وطن ته په هجرت کولو سره امر کړلو دا د هجرت اجازه نه وه بلکه په هجرت کولو سره امر و پر هر مسلمان دا واجب او لازمه وه چي مديني منورې ته هجرت وکړي. تاسي پوهېږی چي دا څنګه هجرت و؟ تاسي به فکر کوی چي مسلمانان ده زحمتو څخه نعمتوته تله يا والله دا هجرت د دنیوی کاروبار نړول او عبثول وه دا مسلمانانو د مالو قرباني کول وه يوازي او په خالي لاس يې خپل ځانونه مدينې منورې ته رسول او په دغه سفر کي په دغه هم پوهېدل چي د کفارو له طرفه د دوی سر او مال مباح ګرځول سوي دي، ممکن د لاري په اول کي هلاک سي يا په آخر کي او دوی د یوه نا معلوم او مبهم مستقبل و طرف ته حرکت کاوه نه پوهېدل چی نور به څه غمونه او تکلیفونه ورته پيښ سي، مسلمانان خپل کورونه او مالونه پریږدي په پټه او خالي لاس زموږ په اصطلاح په یوه پټوکي د خپل ښار او وطن څخه ځي مسلمانان سره له دې چې په دغو تولو مشکلا تو پوهېدل خو په هجرت یې شروع وکړه مسلمانانو د دغه هجرت په لار کي رنگارنگ تكاليف زغملي او تحمل کړي دي. خو د مکې مکرمې مشركانو بيا دوی له دغه هجرته منعه کول ځکه مشركانو له دغه هجرته څخه د خپلو ځانو دپاره خطرونه حسول اوس راسی چی د دغه هجرت ﴾ په لار کي د ځينو مسلمانانو ځیني تكليفونه او زحمتونه د نمونې پر قسم تر نظر و باسو ﴾ د هجرت کوونکو اول سری ابو سلمه و ابو سلمه چي نوم بي عبدالله بن عبد الأسد بن هلال دی قريش او د بني مخزوم څخه دی ابو سلمه له هغه څوک دی چي حبشې ته يې هم هجرت کړی و کله چي د حبشې څخه مکې مکرمې ته راغلی قریشو ډیر آزار ورکاوه اوس چی مدینې منورې ته په هجرت سره امر سو نویې خپله ښځه ام سلمه او خپل کوچنی زوی پر یوه بوده سپاره کړل د هجرت په نیت مخ پر مدينه منوره رهي سو، مګر د بني مخزوم د قبيلي نور خلک چي د ده د ښځي ورونه او اقرباء وه پسی را و وتل ویل ته خویی ته ستا اختیار که نه لرو مکر دغه ښځه او کوچنئ موږ نه پرېږدو چي ته يې پر وطنو ګرځوې نویې د هغه بوده کيزه یا مهار چي د ده ښځه او کوچنی زوی پرسپاره وه د ده څخه واخیستل او هغه بوده یې را و گر ځاوه دى يې یوازي پرېښاوه او دی په زخمي زړه د مدينې منورې پر طرف يوازي رهي سو تاسي فکر وکړی چي د يو چا څخه ښځه او کوچني زوی و ګرځول سي او دئ بيا هم د دین او عقیدې د ساتلو دپاره تر هرڅه تېر وي او په خپله خوښه هغه هجرت ته چي د رسول اللهﷺ له طرفه په امر کړه سوی دی دوام ورکوي اوس نو دغه د بني مخزوم خلک پر دوه قسمه یا دوې ډلي وه یا د ابو سلمه ورونه ﴾ یا ډېر نژدې اقرباء دي د دوی بیا پر هلك چي سلمه نومېدی دعوه سوه، د هلک اکاکان وايي چي موږ خپل وراره د ماما گانو سره نه پریږدو تاسي چي د هغه ښځه را و ګرځول موږ بيا هلک د دې سره نه پرېږدو هلک د دوو ډلو په منځ کي سوچي يويې يوه طرف ته کشوي او بل يې بل طرف ته کشوي په دغه کشمکش کي یې د هلك لاس د اوړې څخه ورو کښي، په نتیجه کي هلك اکا کانو بوتلی او ښځه خپلو اقرباوو بوتله او ابو سلمه يوازي مدينې منورې ته ولاړی. اوس به ام سلمه ته غوږ و نیسو چي دا د خپل هجرت قصه راته بیان کړي ﴾ ام سلمه وايي اول خويې زه او زما خاوند سره جلا کړو هغه يوازي مدينې منورې ته ولاړی او بیا یې زه او زما کوچنی زوی سره جلا کرو ځکه هلک د ابو سلمه اقرباو بوتلی او زه خپلو اقرباوو بوتلم نو هره ورځ به سهار و ابطح ته را و تلم او تر ماښامه به مي ژړل أبطح په مکه مكرمه کي د يو ځای نوم دی) او تقريبا یو کال مي دغه حال و څویوه ورځ زما د اکا د زامنو څخه يو نفر دلته تېرېدی او زه یې پر دغه غمجن حال وليدم زړه یې را باندي وسو، نو يې هغه نو قوم ته و ویل دغه مسکینه پرېږدی چي ولاړه سې دا او خاوند مو سره جلا کړل، دا او د دې زوی مو سره جلا کړل څه په کوی؟ اجازه ورکړی چي ولاړه سي، نو قوم را ته و ویل که غواړې چي خپل خاوند ته ولاړه سی ولاړه سه د تک اجازه یی را کړه پسله دغي اجازې د ابو سلمه قوم هم هغه زما کوچنی زوی راکړی، ما هم د سفر دپاره بوده تیار کړی زوی مي را سره واخیستی او رهي سوم غواړم چي مدينې منورې ته ولاړه سم، تاسی فکر وکړی یوازې یوه ښځه چی یو کوچنی ور سره دی په وچ دښت او صحراء کي یې د پنځه سوه كيلو متره لار راده ده نو دا وایې د لاري هيڅ ملگری هم نه لرم، خو دا مي د ځان سره و ویل که می پرلار یو څوک ولیدی هغه ته و به و وایم چی ما ترخپله خاونده ورسوه څو تنعیم ته چی اوس مسجد عمره یا مسجد عائشه هم ورته وايي ورسېدم او هلته مي عثمان بن طلحه چي د بني عبد الدار څخه و دی ولیدی دا هغه عثمان دی چي د کعبې شريفي كلۍ ور څخه وې او په دغه وخت کي پر شرک و د مسلمانېدلو قصه به يې وروسته راسي عثمان را ته و ویل د خیره يا بنت أبي اميه؟ ما ويل نيت مي دي چي مدينې خپل خاوند ته ولاړه سم، ويل بل څوک در سره سته؟ ما ويل : يا والله بیله الله او دغه کوچني زويه بل ملګری نه لرم، و ويل: والله دغسي يوازي دي بايد پرې نږدم، نویې د اوښ مهار يا تناو ونیوی او د مدينې منورې پر لار رهي سو ام سلمه وايي، په والله د عربو د هيڅ داسي سړي سره نه يم ملګرې سوې چي ما دي هغه سری تر عثمان کریم او شريف ليدلى وي يعني د هر څومره خلکو سره چي ما په سفر و کي ملگرتیا کړې ده تر هغو ټولو دی کریم او شریف و او اوس هغه د ده دا شرافت بیان کوي او وايي هر وخت چي به منزل یا د اړولو ځای ته ورسېدلو اوښ به يې چوک کړی او دی به ګوښه ولاړی، زه چي به له اوښه کښته سوم اوښ به يې را څخه ليري کړی سامان به يې ځني کښته کړی اوښ به يې په یوه ونه پوري وتړی او ﴾ دئ به ولاړی تر بلي وني لاندي به يې څنگ واچاوه او بیا چي به د بارېدلو وخت راغلی اوښ ته به ور ولار سوسامان به یې پر بارکړی او بیا به دی گوښه سوما ته به يي وویل سپره سه کله چي به زه سپره سوم او ځان به مي سم کړی نو به دی راغلی دا اوښ مهار یا تناو به يې ونیوی او رهي به سو تر څو چې بیا به مو اړول تر هغه وخته چي مدينې منورې ته رسېدلو د ده دغه کار و کله چي د بني عمرو بن عوف کلی یې ولیدی هغه چي په قباء کي و نوويل ستا خاوند په دغه کلي کې دی ور داخله سه ﴾ او عثمان بن طلحه بیرته مكي مكرمي ته رهي سو، عثمان بن طلحه دغه وخت پر شرک و او د حدیبیی تر صلحي وروسته مسلمان سو ام سلمه وايي والله په مسلمانانو کي داسي کورنۍ نه ده را معلومه چي دومره تکلیف دي ور رسېدلي وي لکه د ابو سلمه کورنۍ ته او هيڅکله مي ترور عثمان بن طلحه کریم او شریف ملگری نه دی لیدلی عامر بن ربيعه د خپلي ښځي سره یو ځای هجرت وکړی، بيا عبدالله بن جحش هجرت وکړی خو د ټولو مسلمانانو هجرت په پټه و د مکې مکرمې څخه په پټه وتل، د مهاجرينو په جمله کې يو هم صهيب لرومي و کله چې ده د هجرت اراده وکړه د قریشو کفارو ورته و ويل : ته دلته فقير او در بدره راغلې بیا دي دلته پيسې وکتلې او د غنی و دغي درجې ته ورسېدې چي دا رسېدلي يې اوس غواړې چي ته ولار سې او مال هم در سره یوسي؟ هجرت ته يې نه پرېښاوه صهيب ورته و ویل ﴾ که مال تاسی ته در کرم ما پریږدی؟ قریشو ویل هو صهیب و ویل زما کور او مال يې ټوله ستاسي او مال مي په فلاني ځای کي پروت دی او بيا يې هجرت وکړی کله چي رسول الله وليدي اوله خبره يې دغه ورته وکړه: ربح صهيب ربح صهيب، صهيب ګټه وکړه، صهيب ګټه وکړه، يعني دا چه مال يې د دې دپاره ورکړی چي دی هجرت ته پرېږدي په دغه سودا او معامله کي یې ګټه وکړه د صهيبه د دغه معاملي او سودا په باره کي قرآن مجید هم نازل سو چي د قیامت تر ورځي به ويل و كيري الله فرمايي : وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشرِي نَفْسَهُ ابْتِغاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ وَاللَّهُ رَوفُ بِالْعِبَادِ ٢٠٧) يعني د خلکو څخه ځيني هغه څوک دي چي خپل نفس د الله د رضاء و غوښتلو دپاره خرڅوي، يعني د الله دپاره ترځان او مال تيريږي او الله پر خپلو ﴾ بندگانو دیر مهربان دی بیا نو عمر فاروق بن الخطابه هجرت وکړی او د ده هجرت په ښکاره سره وه په ښکاره سره بل هیچا هجرت نه دی کری بیله عمر بن الخطاب څخه هر چا چی به هجرت کاوه قریشو به منعه کاوه او را گر ځاوه مگر حضرت عمر فاروق چی دا هجرت اراده وکړه خپل ځان یې د هجرت او سفر دپاره تیار کړی، هغه بوده چي د ده د هجرت دپاره و پر هغه يې او به او خواړه بار کړل خپله اسلحه يې ور سره واخیستل نو کعبې شريفي ته ورغلی غواړي چي طواف وکړي قريش هم شاوخوا د خپلو مجلسو په ځایو کي ناست دي حضرت عمر چي د طواف په وخت کي و د قریشو پر مجلس ورسي نو ورته وايي مخان مو پرته سه زه په هجرت رهي يم ﴾ هر څوک چې غواړي چي ښځه يې گنده او اولاد يې يتيم سي د دغي شېلې شا ته دي پسي راسي، هغه چي په تاسي کي قوت او طاقت لري هغه دي پسي را سي هيڅوک نه سو پسي رهي، دا هغه عمر و چي الله د رسول الله د دعاء په سبب په ده سره اسلام قوي او معززه کړی حضرت عمر هغه یواځنی شخص دی چي په ښکاره سره یې هجرت کړی دی. وروسته اصحاب کرامو یو په بل پسی هجرت کاوه رسول اللهﷺهم د هجرت دپاره ځان آماده کړی و خو د الهي امر انتظار يې کاوه چي كله به په هجرت سره امر ﴾ ورته وسي، ابوبكر الصديق و رسول الله ته ورغلی او د هجرت اجازه يې غوښتل خو رسول الله ورته و ویل: انتظار وکړه ښايي الله تا لره ملکری پیدا کري ابوبکر هم انتظار کوي مگر نه پوهيږي چي ملګری به يې څوک وي خو د زړه غوښتنه يې دا ده چي رسول الله يې ملگری وی مگر متأكد او يقيني نه دی، د رسول اللهﷺتر دغه خبري د مخه ابوبکر یوازي د خپل ځان دپاره بوده خواړه او د سفر لوازم برابر کړي وه مگر اوس ولاړی یو بل بوده او د دوهم نفر د سفر سامان یی هم برابر او تیار کړل، د خپل ځان او د ملګري د سفر آمادگي يې ونیول او د زړه غوښتنه يې دا ده چي په دغه سفر کي یې رسول اللهﷺ ملگری وي، پسله څه مو دي چي رسول اللهﷺپر اصحاب کرامو تلوار کاوه چی ژر هجرت وکړی ابوبکر الصديق بیا و رسول اللهﷺ ته ورغلی او د هجرت اجازه یې وغوبتل، بیا هم رسول اللهﷺ ورته وويل انتظار وکړه ښايي الله تا لره ملگری پیدا کړي، پسله څه وخته د در يم وار دپاره بیا و رسول اللهﷺته ورغلی او د هجرت اجازه غواری مکر رسول اللهﷺ بیاهم ورته و ویل انتظار وکړه ښایي الله تا لره ملکری پیدا کری اوس نو د هر چا چي په وسه پوره وه چي هجرت وکړي هغو ټولو هجرت وکړی بېله هغو کسانو چي د خپل قوم او اقرباوو له طرفه منعه کړه سوي وه تر بيعه العقبة و الكبرى دوې میاشتي او څو ورځي وروسته په مکه مكرمه کې د مسلمانانو څخه هيڅوک نه سوه پاته چي هجرت دي يې نه وي کړی بېله رسول اللهﷺاو ابوبکر الصديق څخه چي دئ هم د رسول اللهﷺپه امر سره پاته وه او ځیني نور هم هغه کسان پاته وه چي مشركانو په زور را ګرځولي وه، همدارنګه د رسول اللهﷺکورنۍ او د ابو بكر الصديق کورنۍ پاته وه او حضرت علي چي د رسول اللهﷺله کورنیه او اهل بیت څخه و هغه هم پاته و…

❤️ 1
Image
دنجات لار Danijat Laar
دنجات لار Danijat Laar
2/15/2025, 4:54:03 PM

*دسرور کائنات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم مبارک سیرت* *له کوره تر غار ثوره پوري* د بعثت په څوارلسم کال د صفري د مياشتې په (۲۷) تاريخ چي د (٦٢٣) عيسوي کال د سپتمبر د مياشتي د (۱۲ - ۱۳) تاریخ سره برابريږي رسول اللهﷺ د شپې له خپله کوره و وتی او د خپل وفاء داره ملگري ابوبکر الصديق کورته ورغلی او د مخه تر دې چي سهار سي دوی دواړه د ابو بكر الصديق د کور د شا له دروازې څخه په تلوار و وتل څرنگه چي رسول اللهﷺ پوهېدی چي قریش به د دوی په طلب او پیدا کولو کي ډپر کوښښونه وکړي او هغه لار چي تر هر څه د مخه به هغې ته ډېر متوجه وي هغه د مديني منورې عمومي لار ده چي د مكي مكرمې د شمال و طرف ته وه ، نو رسول اللهﷺهغه لار پرېښوول او د هغې پر عکس د مکې مکرمې د جنوب پر طرف پر هغه لار رهي سوچي د یمن و طرف ته تله ابو بكر الصديق يو مولی درلودی مولی هغه مريي ته ویل کیږي چي د خپل مالك له طرفه آزاد سوى وي يعني پخوانې مریی و او اوس يې آزاد کړی دی) نو ابوبکر دغه خپل مولی ته چي عامر بن فهيره نومېدی وویل په موږ پسی پسونه را رهي کړه، رسول اللهﷺاو ابوبکر رهي دي او تر شا پسونه په پسې دي، دا ولي؟ دا د دې دپاره چي د دوی د قدمو آثار او علامې ورکي سي، داسي پل او نښانه نه سي پاته چي څوک و وايي دلته نفر تللي دي، د هجرت کار ډېر پټ او په سري ډول سر ته رسيږي، رسول اللهﷺ او ابوبکر له پردې لار تقریبا پنځه میله مخ ته ولاړل ترڅو چې یوه غره ته و رسېدل چي دغه غره ته جبل نور ویل کیږي دغه غر ډېر لوی او لوړ غر دی ډيري ډبري او لا ښونه لري، دغه غره ته ختل ډېر سخت او مشکل دي خو دوی په شپه کې په ډېر تکلیف او زحمت سره دغه غره ته وختل ترڅو هغه غار ته ورسېدل چي تقریبا دغره په سر کي و او غار ثور ورته ويل کيږي *دغار ثور واقعي* کله چی دوی غارته ورسېدل ابو بكر الصدیق له خپل مولی عامر بن فهیره ته وه ويل : ته ولاړ سه او زما کورنۍ ته خبر ورکړه چې موږ چيري او په کوم ځای کي یو او بيا يې رسول الله ته وويل : یا رسول الله والله ته به غارته نه نوزې ترڅو چي زه تر تا د مخه نه یم ننوتلی، ځکه که په دغه غار کي یو څیرونکی حیوان یا مار او لرم وه تر تا د مخه به ما ته تکلیف راکړي، نو اول ابو بكر الصديق غار ته ننوتی غار ثور غره غار دی په غار کي یې وکتل هلته د غار په یوه طرف کي څو نور کوچني غارونه هم وه ابو بكر الصديق له خپل لنگ څيري کړی څو غاره يې د هغه لنگ په ټوکرانو پټ ﴾ کړه، خو دوه سوري يا غاره خلاص پاته سوه د هغو پر خوله يې خپله پښه کښېښوول او بیایی رسول اللهﷺ ته وویل اوس نو غارته را داخل سه رسول اللهﷺ غار ته ور ننوتی پسله څه وخته یې ابو بكر الصدیق پر ځنگانه کښیناوه او بیده سو، پسله څه وخته له یوه غاره څخه یوه شي ابوبكر الصديق پر پښه و واهه، خو ابوبکر الصديق له دې بيري چي رسول اللهﷺپه را ويښ نه سي هيڅ حرکت و نه کړی خوله درده يې تر سترگو اوښکي را توی سوې چي هغه اوښکي یې د رسول اللهﷺ پر مبارک مخ ولوېدې دا د صدیق اکبر صدق او اخلاص و او دا یې د رسول الله پر ساتنه حرص و رسول اللهﷺپه دغه اوښکو را ویښ سو او ویل څه درته پېښه ده؟ يا بابکر ده و ویل زما مور او پلار دي تر تا قربان وي يو شي و وهلم رسول اللهﷺ هغه د درد پر ځای خپلي مبارکي ناړي ومښلې، د ابوبکر له بدنه هغه درد ایسته سو او دوی دواړه په دغه غار کي درې شپې پټ پاته سوه، د جمعې شپه د شنبې شپه او د یکشنبې شپه. بیرته مکې مکرمې ته راسه کله چي د قریشو دا یقین سو چي رسول الله د دوی د خبيثي نقشې په شپه د دوی له لاسه و وتی تر ټولو د مخه يې د حضرت علي په وهلو شروع وکړه او کعبې شريفي ته يې راوستی د څه وخت دپاره یې په دې سبب بندي کړی چي کوندي د رسول اللهﷺ معلومات ځني حاصل کړي خو کله چي كفار د علي څخه نا امیده سوه نو د ابو بكر الصديق کور ته ورغله دروازه یې ور و ټکول د ابوبکر الصديق لور اسماء ورته را و وتل ابوجهل ورته ویل پلار دي چيري دی؟ هغې ویل نه یم خبره چی چیری دی ابوجهل خبیث پوه سو چي هغه هم در محمدﷺسره تللی دی نویی یوه سخته چپلاخه ور سره کړه چی اسماء د دغي چپلاخي له زوره پر مځکه و لوېدل او د غوږ والی یې و لوېدی اسماء ورته و و ويل و شرمېږه د خلکو د وهلو نه يې ښځي وهي ابوجهل هم په خپل ځان کي وشر مېدی چي ښځه وهي نو خود له دې ځایه بیرته نا امیده ولاړی. ابوجهل د ښځي په وهلو شرميږي خو د نن ورځي بشر دوستان او د ښځو د حقوقو بيرغ پورته کوونکي د ښځو وهل او بی عزته کول د ځان همت او مرا نه بولي څه وخت وروسته ابو قحافه د ابو بكر الصديق له پلار چي په سترگو هم روند و د ابوبكر الصديق کور ته ورغلی او د اسماء څخه يې پوښتنه وکړه چي پلار دي چیری دی؟ اسماء و ویل نه یم خبره څرنګه چي ټول قريش پوهېدل چي دوی په هجرت تللي دي نو ابو قحافه وويل تاسي ته يې د خرڅ او مصرف دپاره یوشی در پرې ایښی دی؟ اسماء د دې دپاره چي خپل نیکه ته اطمینان ورکړي ولاړه سوه او په هغه کځوړه کې يې ډبري را وړې کومه چي ابوبکر په هغه کي پيسې ايښوولي، هغه وړه یې ابو قحافه ته ونیول او ويل : دغه يې را پرې ايښي دي، ابوا قحافه چي په ستر کو روند و او شئ يې نه لیدی پر کڅوړه یې لاس تېرکړی د ده په خیال زر ورغله ځکه د هغه وخت پيسې زر وې، ويل: که يې دا در پرې ايښي وي دا خو ډېر شئ دی حال دا چي ابوبکر په کور کې څه نه وه پرې ايښي خپل مال او دارايي چي پنځه شپږ زره در همه کېدل هغه يې ټول د دې دپاره ورسره اخيستي وه چي د هجرت په لار کي یې د رسول اللهﷺ د ضرورت په وخت کې مصرف كړي. ابوبکر ته رسول اللهﷺ تر خپل اولاد د مخه او نژدی و ابوبکر الصديق هغه څوک دی چي بيا په وروسته کي په مدينه منوره کي رسول اللهﷺد مجاهدینو د مرستی دپاره د صحابه کرامو څخه د مرستی یا کو مک پر قسم مال و غوښتی هر چا یو څخه را وړل خو ابوبكر الصديق خپله توله دارایی خپل ټول مال هر څه چي يې درلودل ټول یې را وړه رسول اللهﷺته یی کیپښوول څرنګه چي رسول اللهﷺ ته د ده ژوند او دارایی ور معلوم وه پوه سو چی ده خپل ټول مال را وړی دی نویې پوښتنه ځني وکړه چې د خپل اهل او کورنۍ دپاره دي څه پرېښوول؟ ابوبکر الصديق وویل: هغو ته مي الله او رسول اللهﷺپرېښوول خیر د قریشو دا یقین سوچي محمدﷺ او ابوبکر په هجرت تللي دي جنون او ليونتوب ورته پېښ سو سمدستي يې یوه اضطراری غونده یا جلسه جوړه کړه او په ﴾ هغه کې يې دا فیصله وکړه چي ټول هغه کارونه به عملی کوو چي د دغو دوو نفرو دو نیولو دپاره زموږ مرسته او کومک کوي اول خویې ټولي هغه لاري چي د مکې مکرمې څخه دباندي وتلې تر مسلح مراقبت يا څارني لاندي نیولې نوري ډلي يې هم ﴾ جوړي کړې چي تر مکې مکرمې دباندي ووزي او شا و خوا په دوی پسي وګرځي دو قریشو مشرانو دا اعلان هم وکری که چا محمدﷺمر یا ژوندی راوستی هغه ته (۱۰۰) اوښان په انعام او جائزه کي ورکوو، سل اوښه انعام په هغه وخت کي لویه سرمایه وه نو ټولو خلکو د رسول اللهﷺ په پلټنه او پیدا کولو شروع وکړه پیاده او سپاره خلک پسې ګرځي او هر یو ډېر زیات کوښښ کوي چي محمدﷺ پیدا کړي ﴾ په غرو او شېلو کې ګرځي خود رسول اللهﷺ او د هغه د ملگري هيڅ اثر نسته د مكي مكرمې ځينو خلکو د جبل ثور پر طرف پلټنه شروع کړه او هلته پسي ګرځي هر ځای چي يې وکتل دوی یې نه کړه پیدا خو د مشر کانو څخه یوه نفر و ویل دلته په دغه غره کي یو غار هم سته کفار د غار و طرف ته رهي سوه مكرد غار پر شاوخوا هيڅ داسي علامه نسته چي دلته دي څوک راغلي وي خو بيا هم کفار تر غاره پوري ورغله او د غار په خوله كي و درېدل اوس نو دلته روایتونه مختلف دي څوک وايي الله د غنو په واسطه د غنو ځانګۍ د غار پر خوله واچولې او ځيني روايتونه وايي چي د غار په خوله کې کوتره وه چي هګۍ یې اچولي وې او پرخپلو هکیو پرته وه چي دغه دواړه پردې دلالت کوي چې نه دلته څوک سته او نه څوک راغلي دي خو دغه روايتونه ضعيفه دي صحي روايت هغه دی چي په صحيح البخاري کي یې امام بخاري روايتوي. کفار درې ورځي پرله پسې په رسول الله پسې وګرځېدل هر ځای یې طلب و او پلټنه وکړه خو هیڅ شئ یی لاس ته نه ورغله نه معلومات نه علامه نه دوی قریش نو پرېږده چي په خپل طلب او پلټنه کی سرگردانه دي. په دغو ورځو کي چي رسول اللهﷺ او ملگری یې هلته په غار کي دي د ابوبکر ﴾ الصديق زوی عبدالله د ورځي په مکه مكرمه کې ګرځي د قریشو معلومات ټولوی او د شپې پټ غار پورته ورځي او هغه د قریشو حالات و رسول الله ته بيانوي چي داسي او داسي پېښه وه، د ابو بكر الصديق لور اسماء به هم په شپه کي ورځي دپاره خواړه ورته راوړل، سبحان الله دغه لوړ غر، دغه ليري او ډبرينه لار و سره په دې چي نن ورځ تر يوې اندازې اصلاح سوې هم ده خو بيا هم یو قوي ځوان د ورځی په روښنايي کي بېله تکلیفه او ستړیا نه سي ور ختلای خو اسماء ښځه ده او په عين وخت کې حامله هم ده په نس کي کوچنئ لري) د شپې په تاریكه کې د کفارو په پټه دغه لوړ غره ته خېژي او دوی ته خواړه ور رسوي او بیا بیرته خپل کورته راځي، دا كوم همت جرئت او فدا کاری ده خوندو مسلماني ښځي دغسي وي چې د الله او رسول الله په لار کی حتی د دین او مسلمانۍ په لار کي هيځ تکلیف تکلیف نه بولي، دا اسماء وہ او دغه يې مرسته ده چي د هجرت په وخت کي یې د رسول اللهﷺسره کول. همدارنگه عامر بن فهیره هغه د ابوبکر الصدیق مولی به بیا پر دغه لار پسونه بېول او را وستل چي د عبدالله او اسماء پلونه او د پښو علامې ورکي سي څوک په دې نه سي پوه چي پر دغه لار څوک تللي او راغلي دي او د دغو پسو ميږو څخه به یې رسول الله و او ابو بكر الصديق ته شیدې هم ورکولې، حضرت ابوبکر الصديق پوره ترتيبات نیولي وه د خوړو راوړلو موظف د اخبار رسولو موظف د آثارو او علامو ورکولو او خرابولو موظف ټولي وظيفې وېشل سوي وې، که څه هم د دغه هجرت دپاره سامان او وسائل ساده او بسيط وه خو بیا هم د هغه وخت او زمانې له حاله سره برابر او مطابق وه ټول کارونه په یوه صحي نقشه سره جوړ سوي وه اوس نو په غار کي درې ورځي پوره او تيري سوې د قریشو دا امید قطعه سو چي رسول اللهﷺدي د مکې مکرمي په داخل يا اطرافو کي پيدا کړي نو يې خپلو طلب او پلټنه پرېښوول ځکه درې ورځي پرله پسې بېله نتيجې پوره سرگردانه سول نور بیا.....

Image
دنجات لار Danijat Laar
دنجات لار Danijat Laar
2/11/2025, 2:44:13 AM

*دسرور کائنات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم مبارک سیرت* *نه څلویښتمه برخه* *په دار الندوه کي د قریشو پارلماني شوری* کله چي د مکې مکرمې مشركانو وليدل چي د رسول الله ټول اصحاب د مکې مکرمې څخه و وتل خپلي ښځي او ماشومان يې د اوس او خزرج قبيلو ته ورسول په دوی کي غم او تشویش زیات سو داسي تشویشونه ورته پيدا سوه چي په پخوا کي یې هیڅ په زړوکي نه ورګرځېدل دوی په خپل مخ کي لوی او حقيقي خطر حس کړی داسي خطر چي د دوی د بت پرستۍ او تجارت تعمیر یې نړاوه دوی په دې پوهېدل چي د رسول اللهﷺ په شخصیت کي د تاثیر کولو عظیم قوت پروت دی د ده په شخصیت کی پوره قیادت او ارشاد پروت دی دا هم ور معلومه وه چي د ده په اصحابو کي څومره ثبات او استقامت موجود دی او د ده دپاره څنګه خپل ځانونه قربانوي او بیا یې د اوس او خزرج قبيلې تر نظر وايستلي چي هغه هم د قوت او اسلحې خاوندان دي او د هغو مشران ډیر پوه او هوښیاران دي، په هغو کي د صلحي عواطف پراته دي او هغه غواړي چي د خپلو منځو څخه ﴾ هغه حقد او عداوت وغورځوي کوم چي دغه ډير او پرله پسې کلونه يې دوی په جنگو مشغوله کړي وه، پردې سربېره قريشو ته د مدينې منورې استراتيجي موقعیت هم ور معلوم و چي شام ته د قریشو د قافلو د تېرېدلو لار مدينه منوره ده او اهل مکې د شامه سره په یوه کال کې د دوه نیم لکو د سرو زرو دينارو تجارت درلودی دا یوازي دمکې مکرمې تجارت و بېله هغه تجارته چي د طائف او نورو منطقو خلکو پر دغه لاره کاوه او دا معلومه خبره ده چي د قریشو تجارت د دغې لاری پر أمن او امان موقوف و اوس نو که مسلمانان او اسلامی دعوت یثرب د ځان مرکز و ګرځوي او د هغه ځای خلک د قریشو پرضد و درېږي قريش د دغه ټولو خطرو سره مخامخ دي، قريش په بیره او خطر کي سوه نو په یوه داسې کامیابه لار پسي ګرځي چي دغه لوی خطر له ځانه څخه دفعه کړي، هغه خطر چي منبع او مصدريې د دعوت بيرغ پورته کوونکی محمدﷺدی، دلته نو د کفر مشر او د دې امت فرعون ابوجهل حرکت وکړی چي د ده د هلو څلو په نتیجه کې د بعثت د (۱۴) کال د صفري پر (۲۶) تاریخ د پنجشنبې په ورځ چي د (۶۲۲) ميلادي کال د سپتمبر د مياشتي (۱۲) تاريخ و او د عقبه الكبری د بیعت څخه تقريبا دوه نيمي مياشتي تيري سوي وې، د دغي ورځي په سهار کي او په دار الندوه کي د قریشو هغه تاريخي او خطرناکه ټولنه يا اجتماع جوړه سوه دې ټولنې ته د قریشو د قبائلو ټول رئيسان حاضر سوه چي يوه داسي نقشه جوړه کړي چي دير ژرد دعوت بيرغ اخيستونکی محمدﷺ له منځه یو سی او د دغه ربانی نور مرکز د همېش دپاره له دنیا څخه فلج او نیستي کړي د دغه خطرنا که ← پارلماني مجلس او ټولني هغه بارز او برجسته شخصیات د قریشو دغه مشران وه و ۱ - ابوجهل بن هشام، چي د بني مخزوم د قبيلي رئيس و ٢ - جبير بن مطعم ، طعيمه بن عدي، حارث بن عامر چي د بني نوفل د قبيلي رئيسان وه - شیبه او عتبه د ربیعه زامن ابوسفیان بن حرب و چي د بني عبد الشمس د قبيلي رئيسان وه . ۴ نضر بن الحارث، چي د بني عبد الدارد قبيلي رئيس و ۵ ابوالبختري بن هشام زمعه بن الاسود حکیم بن حزام چي د بني أسد د قبلې رئيسان وه ٦نبيه او منبه د حجاج زامن چي د بني سهم د قبيلي رئيسان وه اميه بن خلف چي د بني جمع د قبيلي رئيس و قريشو سره وويل چي په دې اجتماع او مشوره کې به د بنی هاشم بني مطلب او بني عبد مناف څخه هیڅوک نه وي موجود حتی هغه کسان چي د دوی سره دوستي او قرابت لري هغه به هم نه وي موجود او هغه کسان چي د اهل یثرب سره قرابت او دوستي لري هغه به هم دغي ټولنې ته نه راځي داسي تدبير او نقشه يې جوړه کړه چي هغه کسان يې هم دغه مجلس ته د را تنگ څخه منعه کړل کوم چي د مسلمانانو سره یې اړيکي او قرابتونه درلودل يا يې پر هغو زړه سوی درلودی ﴾ ابوجهل غوښته چي دا سر او راز تر هغو پټ وساتي تر څو چې د اسلام او مسلمانانو په ﴾ باره کي هغه آخرنۍ فیصله راوزي او عملي کيږي، دا اجتماع په دارالندوه کي جوړه سوه، هغه داراندوه چي قصی بن کلاب د قریشو لوی نیکه جوړه کړې وه او د قریشور پارلمان بلل کېدی چي موږیې د مخه بیان درته کړی دی نو د مشرک قريشو ټول هغه مشران چي د اسلام او رسول اللهﷺ سرسخته دښمنان وه په دغه اجتماع کي سره یو ځای سوه په دغه وخت کي چي دوی سره یو ځای دي يوه نفر دروازه وتكول قريشو چې وکتل ښه معتبره شیخ دی چي د اهل نجد یا نجديانو لباس یې اغوستی دی، رسول اللهﷺ د هغه په باره کي فرمايي هغه شیطان و او د کفار و دغه مجلس او مشورې ته د بشر په شکل او لباس حاضر سو غواړي چي د دوی سره په دغه خطرنا که موضوع کي مرسته وکړي قريشو ورته ويل څوک يې؟ ده ويل د اهل نجد څخه يو شيخ يم ستاسي د دغي مشورې په مقصد خبر سوم راغلم چي ستاسي خبري واورم او ممکن په دغه باره کی نظر در کرم او نصیحت درته وکرم دوی ویل دیر ښه راسه شیطان هم ورغلی د قریشو په مجلس کي ورسره کښېنستی اوس نو مشورې شروع سوې چي څه بايد وکړو؟ هر یو ژور او عميق فکر وهي چي داسي نقشه جوړه کړي چي په هغه کي بايد د اسلام او مسلمانانو کارپای ته ورسيږي، ډيري خبري وسوې او هر یو خپله رأيه وړاندي کوي چي په دې جمله کي ابو الأسود و ويل : محمدﷺبه له وطنه فراره کړو، داسي نه چي په جزيرة العرب کي په یوه ځای کې و اوسيږي يا بلکل د جزيرة و العرب څخه به يې وباسو ډير ليري ځای ته به يې فراره کړو بيا نو هرځای ته چي ولاړی او هرڅه چي ورته پیښه سوه موږ به دلته خپل کارونه د پخوا پر قسم جوړ او ﴾ برابر کړو په خپل منځ کې به د پخوا پر شکل بیرته سره یومتی سو نجدی شیخ و و ويل يا والله دا صحي فکر نه دی آیا تاسی د هغه ښې او خوړې خبري نه اوری و کومي چي د خلکو پر عقلو غالبه کيږي؟ هر ځای د ځان دپاره ملګري او تابع خلك پیدا کولای سې بیا به هغه خپل ملګري سره را ټول کړي او پر تاسي به راسي هرڅه چي يې زړه غوښته هغه به در سره وکړي دا فکر نه دی صحي بله معقوله رأيه و واياست و ابو البختري بن هشام و ویل زما په فکر محمدﷺد اوسپني په قفس کی بندي و کړی د قفس دروازه پسي بنده کړی او بیا نو د هغه څه انتظار باسی چي د ده و امثالو ته په پخوا کي ورپېښ سوي دي، يعني آخر په دغه قفس کي مري نجدي شيخ او ابوجهل و ویل دا فکر نه دی صحي كه يې بندي هم کړی د ده خبري به له هغي بندي دروازې څخه د ده ملګرو ته و رسیږي او ملګري به يې په یوه وار درباندي راتوى سي دئ به هم درڅخه خلاص کړي او تاسي به هم مغلوبه کړي، دا صحي نظر نه دی په بله رأيه پسي وګوری، پسله هغه څخه چي پارلمان دغه دوې مشورې رد کړې يوه بله توره او منحوسه رأيه ور وړاندي سوه چي پر هغه رأيه د پارلمان ټولو اعضاوو موافقه رأيه ورکړه، چي دغه رأيه د مکې مكرمې د لوی مجرم او د اسلام دښمن ابوجهل بن هشام له طرفه وړاندي سوه بوجهل ملعون وويل ښه طريقه او نقشه زما سره ده داسي نقشه چي تاسي يو هم هغه ته نه سی رسېدلای خلکو ویل هغه څه شي او څنګه نقشه ده؟ یا با الحكم ابوجهل و ویل د قریشود هر ښاخ څخه به یویو قوي او غښتلی ځوان را و باسو او بل هر قوم چي په مکه کي اوسيږي د هغو څخه به هم يويو قوي ځوان را وباسو دغو ځوانانو ته به تېرې توري په لاس ورکړو ټوله دي په یوه وارد تورو واري پر وکړي او و دی یې وژني، دئ به و وژل سي او موږ به ځني فارغه سو او دا به هم نه سي معلومه چي د چا په واري و وژل سو بيا نو که بني هاشم يا بني عبد مناف د ده بدله اخیستل د ټولو قريشو او ټولو قومو سره نه سې جنګېدلای ځکه د ده وينه پر ټولو قومو و وېشل سوه نو دوی به په دیت راضي سي او موږ به ديت ورکړو نجدي شيخ و ویل دا صحي فکر دی ابوجهل ملعون داسی طریقه او نقشه جوره کره چی د شیطان سره هم دا فکر نه ور ورسره نو ابوجهل د اسلام او مسلمانانو په دښمنی کی تر شیطان هم خبیث و د قریشو تولو مشرانو پر دغه ظالمانه فکر او نقشه اتفاق وکړی او د دغه اتفاق د عملی کولو ﴾ دپاره یې فوري تصمیم و نیوی چي دا کار به ډیر ژر سر ته رسوو، بيانو د قریشو مشران خپلو کوروته ولاړل. *د رسول اللهﷺ هجرت* نوربیا .. ....

Image
دنجات لار Danijat Laar
دنجات لار Danijat Laar
2/9/2025, 2:45:27 AM

*دسرور کائنات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم مبارک سیرت* *اوه څلویښتمه برخه* *دولس نفره نقیبان* پسله هغه څخه چی بیعت پای ته ورسېدی رسول اللهﷺ د دوی څخه و غوښتل چي خپل منځ څخه دوولس نفره مشران و تاکي چي هغه به پر خپل قوم نقیبان وي، يعني د خپل قوم له طرفه د دغه بیعت د بندو یا مادو د عملي کولو مسئوله او ضامنان دي ډير ژر او په دغه وخت کې دغه دوولس نفره وټاکل سوه چي (۹) نفره يې و د خزرج د قبيلې څخه وه او (۳) نفره يې د اوس د قبيلې څخه وه او د دغو نقيبانو نومونه په دې ډول سره دي هغه کسان چي د خزرج د قبيلې څخه وه 1 - اسعد بن زراره بن عدس ٢عبدالله بن رواحه بن ثعلبه- ٣سعد بن ربیع بن عمرو ٤رافع بن مالك بن العجلان ٥البراء بن معرور بن صخره - ٦عباده بن الصامت بن قیس ٧عبدالله بن عمرو بن حرام ٨سعد بن عباده بن دلیم ۹المنذر بن عمرو بن حنيس او هغه کسان چي د اوس د قبيلې څخه وه - ١٠اسید بن حضير بن سماک ١١رفاعه بن عبد المنذر بن زبیر ١٢سعد بن حيثمه بن الحارث کله چې دغه مشران یا نقیبان و ټاکل سوه رسول اللهﷺد هغو څخه د مشرانو او رئيسانو په صفت بل عهد واخیستی او ورته وي فرمايل تاسي د خپل قوم داسي کفیلان او ضامنان یاست لکه حواریین چی د عیسی بن مریم دپاره وه هغو وویل: هو. او بیا رسول اللهﷺ فرمایل زه د خپل قوم کفیل او ضامن یم *شیطان په دغه بیعت او معاهده خبریږي* اوس چي عهد او بیعت پای ته ورسېدل او قوم غواړي چي سره جلا سي په دغه آخر نیو وختو کې د شیطانانو څخه یوه نفر دغه مجلس او د هغه نتیجه کشف کړل او شیطان د وخت د لږ والي په سبب نه سوای کولای چي د قریشو مشرانو ته دغه خبر ﴾ ورسوي او هغه ناڅاپه دلته دغي شېلې ته د دوی د اجتماع په حالت کي ورته راولي، نو دغه شیطان پریوه لوړه و درېدی او په لوړ آواز سره یې ناري کړه: يعني اې د خیمو خلکو اي بيد و خلکو آیا تاسي خبریاست چي مذمم او هغو خلکو چي له دينه اوښتي دي ستاسي سره پر جنگ کولو اتفاق وکړی؟ ﴾ شیطان دلته د محمد پر ځای مذمم و وایه ځکه کفارو د خپل عناد او عداوت په سبب د محمدﷺنوم و مذمم ته اړولی و محمدﷺ چی د حمد څخه دی او ترجمه يې يعني ښه پر ویل سوي دوی و مذمم ته چي د دم او بد ويلو څخه دی (یعني بد پر ویل سوي اړولی وو خو رسول اللهﷺو فرمایي الله زه دکفارو د بد ویلو څخه خلاص کړی وم ځکه دوی به مذمم ته بد ویل اوزه محمدﷺ وم شیطان په لور آواز دغه ناره وکړه رسول اللهﷺ فرمایل دا د عقبی شیطان دی او ویل والله یا عدو الله تا ته به در فارغه سو رسول اللهﷺ مسلمانان امر کړلو چي خپلو ځایو ته ولاړ سی دغه د شیطان ناره د منی ټولو خلکو که مسلمانان وه که کفار واورېدل سعد بن عباده که چې دغه ناره واورېدل ولاړ سو او توره یې پورته کړه ويل: یا رسول الله قسم په هغه ذات چي ته يې په حق سره را لیږلی یې که ستا خوښه او اجازه وي د تولي منی پر خلکو به سبا په تورو حمله وکړو، سبحان الله د لومړی لحظي څخه د رشتیا میدان راغلی او دغه درو اویا نفره آماده دي چي يوازي دوی د ټولو حاجیانو سره نه بلکه د ټولو مشرکانو سره و جنگیږي د دوی اخلاص او صداقت همت او مرانه د اولی لحظی څخه ثابت سوه خو رسول اللهﷺ وفرمایل په دغه نه یو امر کړل سوي، مگر خپلو ځايو ته ولاړ سی خلک ولاړل او تر سهاره بیده سوه. قريشو چي دا خبر واورېدی په دوی کي بيره او تشویش پیدا سو ځکه دوی د دغسي بیعت په خطرناکو عواقبو پوره پوهېدل چي د دوی مالو او ځانو ته څومره ضرور پېښیږي، نویې تحقیقات شروع کړه چي زموږ پر جنگ چا؟ او څنکه اتفاق؟ وکړی. د تحقیقاتو نتیجه په یقینې ډول سره نه بلکه په خيالي او اشتباهي ډول سره دا را و وتل چي ښايي اهل یثرب د رسول اللهﷺسره اتفاق کړی وي، په سهار کې د قریشو مشران سره را ټول سوه د اهل یثرب خیمو ته ورغله چي پر دغه معاهده خپله شدید احتجاج وړاندي کړي، نو يې ورته وويل يا معشر الخزرج موږ ته خبر راغلی دی چي تاسی دغه زموږ نفر ته راغلي ياست زموږ څخه يې بیایاست او د ده سره مو زموږ پرجنگ بیعت کړی دی او په والله په ټولو عربو کي داسي قوم او کلی نسته چي و موږته دي د هغو سره جنگ ناخوښه وي بېله تاسي، يعني د هر چا سره مو په جنگ او دښمني کولو پروا نه کيږي بېله تاسي څخه او هغه هم ستاسي د عزت په سبب نو تاسي هم باید داسي کار ونه کړی چي هغه زموږ او ستاسي د جنگ سبب وګرځي. د خزرج د قبيلې مشرک او کافر حاجیان چي په دغه واقعه او بیعت هيڅ نه وه خبر، ځکه دا کار په ډير سري ډول سره د شپې په تاریکیو کي پای ته رسیدلی و هغو په قسمو شروع وکړه او وايي په والله هیڅ نه ده پېښه سوې او موږ په هیڅ نه یو خبر ﴾ څو قریش و عبدالله بن سلول ته ورغله هغه ویل دا ناحقه خبره ده داسي هیچ نه ده پېښه سوې او زما قوم زما څخه داسي کار نه پټوي، که دوی داسي مهم کار کولای خامخا يې زه د دغه کار آمر ګرځولم ، مگر هغه مسلمان حاجیان چي دغه اجتماع ته حاضر سوي وه دغه اتفاق يې کړی و يو بل ته سره گوري او پټه خوله دي هيڅ نه وايي، نه د هو خبره کوي نه د يا قریشو د یثرب دکفارو خبره و منل او نا امیده و مکی مکرمې ته ولاړل او دوی دا ومنل چي دغه را رسېدلی خبر درواغ دی، خو بیا هم په دغه باره کي معلومات کوي، بحث او څېړني کوي ترڅو دې نتيجې ته ورسېدل چي هو دا خبر صحي دی او بیعت هم سوی دی، خو دا معلومات هغه وخت ورته یقیني سوه چي حاجیان دخپلو وطنو طرف ته رهي سوي وه، نو قريشو ډير ژر خپل فارس پهلوانان ولېږل چي د یثرب حاجیان را و گرځوی مگر دا کار پسله وخته څخه و حاجیان ټول ځني تللي وه، فقط دوه نفره يې وروسته پاته وه چي يويې سعد بن عباده و او بل يې منذر بن عمرو و قريشو د هغو د نیولو کوښښ وکړی مگر منذر بیا هم ځني ولاړی او سعد يې ونیوی لاسونه يې په غاړه کې وروتړل په وهلو او کشولو يې مکې مکرمې ور ته راوستی دلته يې وهي او دغه پوښتني ځني کوي چي تاسي د محمدﷺسره اتفاق وکړی؟ سعده انکار کوي، سعد وايي د دغه وهلو په وخت کې يو جک سپین پوستی سری راغلی چي ښه روښانه مخ يې و دا سړی د قریشویو مشر معلومېدی ﴾ سعد وايي زما امید ورته پیدا سو ما ويل ښايي دغه سري مي له وهلو څخه خلاص کړي نومي ورته وویل چي د دغو خلکو څخه مي خلاص کړه، خو هغه سړي ﴾ په خپله یو تینگ سوک را سره کړی او بیا وروسته پوه سوم چې دغه سړی ابوجهل و سعد وايي سبحان الله شکل يې يو شئ و او عمل يې بل شي و نن ورځ هم داسي پېښه ده چي يو انسان به په شکل او قیافه لباس او خبرو ډير ښه سړی معلوميږي خو دننه به شرمښ وي، نو تركومه وخته چي د يو چا اخلاق او ژوند پوره نه وي در معلوم په دباندني شكل او خبرو يې مه خطاوزی، ځکه ډير شرمښان د میږي په پوست کي ژوند کوي او خلک په خندا او پستو خبرو خطا باسي يا دا چي مار دی تر ظاهري نقش او نگار لاندي يې وژوتكي زهر پراته دي. د قریشو دغه وهل دوام لري قريش غواړي چي سعد بن عباده اقرار وکړي او و وهي يې خودئ بالكل منکر دی، په حاضرو خلکو کي یو نفر ناست دی او دغه وهلا ويني زړه یې پر و سوځل سو، ويل يا سعد د قریشو د مشرانو څخه يو څوک نه پیژنې چي خلاص دي کړي؟ سعد ويل هو پیژنم يې ويل څوک پیژنې؟ ويل مطعم بن عدی او حارث بن حرب پیژنم اصلا د دغو دوو نفر و تجارتی قافلې د سعد بن عباده په جوار د مدينې منورې په منطقه کې تېرېدلې دغه سړی دباندي و وتی ناري يې کړه ويل يا مطعم بن عدی یا حارث بن حرب يو سړي چي د دباندي څخه دی وهل کيږي او تر وهلو لاندي ستاسي په نامه سره نارې وهي ﴾ و دغه دوه نفره راغله وې ليدل چي دغه نفر د مديني منورې د مشرانو څخه يو مشر، سعد بن عباده دي او وهل کیږي، نویی جوار ورکړی سعد د وهلو څخه خلاص سو او بېرته مديني منورې ته رهي سو هلته په لاركي انصار متوجه سوه چي ﴾ سعد نسته، نو يې دا اراده وکړه چي بيرته مکې مکرمې ته را وګرځي، په دغه وخت و کي سعد پسي ورور سیدی، نو ټول قوم صحي او سالم مدينې منورې ته ورسېدی و دا د عقبې سره دوهم بیعت و چي په بيعه العقبة الكبرای سره هم ياديږي او په داسي فضاء کي پای ته ورسېدی چي هلته د پاشلو مسلمانانو په منځ کي حب او عواطف دوستی او نصرت موجود وه هلته د اسلام په لار کی اعتماد او شجاعت موجود و مرانه او همت موجود و د اهل یثرب مسلمان په مکه مکرمه کي پر خپل ضعيفه او مظلوم مسلمان ورور رحم او شفقت لري او د هغه دپاره جنګیږي او پر هغه ﴾ ظالم په قهر کيږي چي د ده پر مسلمان ورور ظلم کوي او د ده په زړه کې د هغه مسلمان ورور دپاره چی تر اوسه یی لیدلی هم نه دی د دوستی او محبت احساسات پرجوش راځي، دا ټوله حب في الله دی او د دغي دوستۍ احساس او عواطف داسي هم نه وه چې د څو ورځو په تېرېدلو سره بیرته د ده له زړه څخه وتل، بلکه دا دی دوستی منبع او مصدر ایمان پر الله، ایمان پر رسول الله او ایمان پر کتاب الله و دا داسي ايماني تعلقات او جذبات وه چي د هيڅ ظالمانه او خصمانه قوت په مقابل و کې نه زائلېدل، ایماني شمال او نسیم چي والوزي په عقیده او عمل کي عجائبات را وړي، په دغه ايماني جذباتو سره مسلمانانو کولای سوای چي د زمانې پر پانو خپل طلايي عملونه وليکي او د تاريخ پر پانو داسي آثار پريږدي چي مثل يې نه په تیرو وختو کي و او نه په اوس کي سته او نه به په مستقبل کي پيښ سي. دهجرت پیل نوربیا....

❤️ 1
Image
دنجات لار Danijat Laar
دنجات لار Danijat Laar
2/4/2025, 3:09:39 AM

*دسرور کائنات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم مبارک سیرت* *پنځه څلویښتمه برخه* *د عقبې سره اول بیعت* موږ مخ کي درته وويل چې د بعثت دیوولسم کال د حج په موسم کي د اهل یثرب څخه شپږ نفره اسلام ته داخل سوه او د رسول اللهﷺ سره یې وعده وکړه چي موږ به ستا رسالت او اسلام خپل قوم ته رسوو، نو د دوی د کار نتیجه دا سوه چي په را تلونکي موسم کي يعني د بعثت د دولسم کال د حج په موسم کي چي د ميلادي سنې د(۱۲۱ کال د جولای میاشت وه د یثرب څخه دوولس نفره مسلمانان د حج دپاره راغله چي په دوی کې پنځه نفره هغه کسان وه چي په تېر کال کي یې د رسول اللهﷺسره ليدلي وه او هغه شپږم نفر چي د دوی سره په سږ کال کې نه و راغلی هغه جابر بن عبد الله بن رئاب و او د دغو نوو راغلو او و نفر و نومونه په داسي ډول سره وه ﴾ 1 - ذكوان بن عبد القيس ٢ - معاذ بن الحارث الخزرجي ٣عباده بن الصامت الخزرجي ٤يزيد بن ثعلبه ( الخزرجي و و. ٥العباس بن عباده ( الخزرجي) ٦ابوالهيثم بن التيهان (الأوسي ٧عويم بن ساعده (الأوسي) و دغه دوه آخرني نفر د اوس د قبيلې څخه وه او نور ټول د خزرج د قبيلې څخه وه دغو دو ولسو نفرو د رسول اللهﷺ سره په منی کي د عقبې سره وليدل او دالته يې بیعت هم ورسره وکړی دا هغه بیعت دی چي بيعت النساء ورته ویل کیږي، يعني د ښځو بیعت، که څه هم په دغه بیعت کي ښځي نه وې موجودي خو نوم د بیعت النساء په دې و سبب پر کښېښوول سوچي په دې بیعت کي پر ایمان اطاعت او ښو اخلاقو وعده وه په دې بیعت کي جهاد نه و او د ښځو بیعت هم داسي و چي د الله پر وحدانیت او د رسول اللهﷺ پر رسالت به ایمان لری الله ﷻسره به شریک نه نیسی لمونج او د الله اطاعت به کوی غلا او زنا به نه کوی څرنکه چي په دغه اوسني بيعت کي که څه هم د نارينه وو سره و خود جنگ او جهاد ذکر پکښي نه و نوله همدې جهته بیعت النساء ورته وویل سوه امام بخاري د عباده بن الصامت څخه روایت کوي چي رسول اللهﷺ را ته و ویل راسی پردی بیعت را سره وکړی چی الله ته به هیچ شریک نه نیسی غلا به نه کوی زنا به نه کوی خپل اولادونه به نه وژنی یو له بله به تهمت او بهتان نه سره واياست، په ښو کارو کي به زما نا فرماني نه کوی. که چا پر دغو کارو وفاء وکړه د هغه اجر پر اللهﷻ دی او که د چا څخه د دغو کارو مخالف کار پیښ سو او په دنیا کی جزاء ورکول سوه هغه یی کفاره ده او که د چا څخه مخالف کار پیښ سو او الله يې حال پټ کړی، یعني څوک نه سوه په خبر د هغه حساب پر اللهﷻ دی که يې خوښه وه جزاء به ورکړي او که يې خوښه وه و به يې بخښي ﴾ عباده وایې موږ پر دغو کارو بیعت ور سره وکړی دغو نفرو د خپل اسلام اظهار وکړی او په اسلام سره یې اقرار وکړی او د ډيرو نفرو د ایمان را وړلو خبریې هم و رسول اللهﷺته و وایه چی هلته په مدینه منوره کی نورو دیرو نفر و هم ایمان را وړی دی کله چي د حج موسم پای ته ورسېدی نو دغو نفرو د رسول اللهﷺڅخه وغوښتل چي د دوی سره یو نفر مدينې منورې ته وليږي چي هلته مسلمانانو ته داسلام احکام او قرآن وروښيي او هغه کسان چي تر اوسه پر شرک پاته دي په هغو کي اسلام نشر کړي ځکه هلته په مدینه منوره کی اسلام نشریږي، رسول اللهﷺ هم د دغه سفارت دپاره د هغو ځوانانو څخه یو ځوان انتخاب کړی چی د سابقين الأولين يعني اولو مسلمانانو څخه و چي هغه مصعب بن عمير و *په مدینه منوره کي د اسلام اول سفیر* مصعب بن عمير د مدينې منورې د مسلمانانو په ملکرتيا مدينې منورې ته ولاړی او هلته د اسعد بن زاره په کور کې اوسېدی او دوی دواړو په شوق او حماس، په جد او جهد سره په اهل یثرب کی اسلام نشراوه او مصعب په مدینه منوره کي د مقرئ په نامه سره مشهوره سو (مقرئ يعني د قرآن مجید ويونکی، د مصعب بن عمیر د دعوت د کامیابی د مشهور و قصو څخه یوه قصه داده چی اسعد بن زراره(رض) یوه ورځ مصعب بن عمير له کوره را وایستی او غوښتل يې چي د بني عبد الأشهل او د بني ظفر کورو ته د دعوت دپاره ولاړسي، هلته ورغله د هغې قبيلې په باغو کي یوه باغ ته ورننوتل او د یوه څاه پرغاړه کښېنستل چي هغه ماه ته بئر مرق) ویل کېده، د مسلمانانو څو نفره ورته را ټول سوه د اسلام خبری سره کوي، سعد بن معاذ او اسيد بن حضير چي د بني عبد الأشهل د قبيلې مشران او سرداران وه او په دغه وخت کي پر هغه خپل شرک وه هغو ته چي د مصعب بن عمير او اسعد بن زراره د را تک خبر ور ورسیدی نو سعد بن معاذ و اسید بن حضیر ته و ويل ورسه دغو دوو راغلو کسانو ته جزاء ورکړه، دوی راغلي دي او غواړي چي زموږ ناپوه خلک له دينه واړوي؟ او د دې څخه يې منعه کړه چي زموږ کورو ته راسي • دا چی اسعد بن زراره زما د خاله زوی دی نو ته ورسه که هغه زما د خاله زوی نه وای : ما به په خپله دغه کار کړی وای اسید هم خپله نیزه ورسره واخیستل او د دوی پر طرف ور رهی سو اسعد چی د ليري اسید ولیدی مصعب ته یې وویل دغه چه را رهی دی د قوم مشر دی د الله او دین خبري ورته وکړه، مصعب و ویل که کښېنستی خبری به ورسره وکرم اسید چي را ورسېدی په قهر ورته و درېدی او ویل د څه شي دپاره دلته راغلي یاست؟ غواړی چې زموږ ناپوهان له دينه واړوی؟ که تاسي و ژوند ته ضرورت لری له دې ځایه څخه ولاړ سی ( یعني که غواړي چي ژوندي پاته سی دلته مه راځی) مصعب ورته و ويل : ته کښېنه او زما خبري واوره که دي خوښي سوي قبولي يې کړه او که دي ناخوښه وې هغه شئ مه قبلوه چې ته په ناراضه کېږې او موږ به هم درڅخه ولاړ سو، اسید و ویل: د عدل او انصاف خبره دي وکړه، نو يې خپله نېزه پر مځکه جگه کړه او کښنستی مصعب د اسلام خبري ورته وکړې قرآن مجید یې • ورته تلاوت کړی، راوي د قصې وايي په والله د مخه تر دې چي اسید خبري وکړي موږد ده په مخ کي د اسلام نور ولیدی بیا نواسید و ویل ما أحسن هذا و أجمله، دا څومره ښه او ښايسته خبري دي، نوويل: که څوک غواړي چي دغه ستاسي دين ته داخل سې څنګه او څه کار کوي؟ دوی ورته و ويل اول غسل وکړه، كالي دي پاک کړه د حق شاهدي اداء کړه او بیا دوه رکعاته لمونځ اللهﷻ ته وکړه. اسید ولاړ سو غسل يې وکړی کالي يې پاک کړه، شهادتين يې وويل او دوه رکعاته لمونځ يې وکړی او بیا یې و ویل زما تر شا یو سړی دی که هغه ستاسي متابعت : وکړي د ده له قومه هیڅوک د ده مخالفت نه کوي چي هغه سعد بن معاذ دی او زه به یې اوس تاسی ته را ولیږم بیا یې خپله نیزه ورسره واخیستل او د سعد پر طرف ور رهي : سو، سعد بن معاذ چي د خپله قومه سره د مجلس په ځای کي ناست و او د ليري يې اسید ولیدی قوم ته يې وويل په الله سره مي دي قسم وي چي په هغه مخ نه دی راغلی کوم چې ستاسي او له دې ځایه څخه تلی و کله چي اسید خپل قوم ته و درېدی سعد ورته و ویل څه دي وکړه؟ اسید و ویل : د خلکو سره مي خبري وکړې خو ما داسي شئ نه پکښي ولیدی چي هغه دي د تشویش وړ وي او بیا ما منعه کړل چي دلته به نه راځی دوی ویل ښه دی څرنگه چي ستا خوښه وي هغسي کوو، خويوه بله بده پېښه ده اسيد غواړي چي سعد بن معاذ په یوه بله طريقه دوی ته وروليږي ) نوويل يوه بله بده پېښه ده، هغه دا چي بنو حارثه را وتلي دي غواړي چي اسعد بن زاره و وژني، سره له دې چي دوی خبر دي چي هغه ستا د خاله زوی دی، سعد د دې خبري په اورېدلو په قهر سره ولاړ سو خپله نیزه یې ورسره واخیستل د مصعب او اسعد رضی الله عنــــهم پر طرف ور رهي سو کله چي يې وليدل چي هغه آرام ناست دي او هيڅ نه ده پېښه نو پوه سو چي د اسید مقصد داو چي زه دوی ته راسم او د دوی خبري واورم په دغه وخت کی اسعد بن زراره و مصعب ته و ویل یو سردار او رئیس درته را رهي دي او د ده تر شا لوی قوم ولاړ دی که دی ستا د دین متابعت وکړي د ده له قومه هیڅوک ستا مخالفت نه کوي او ټول اسلام ته داخلیږي سعد بن معاذ را ورسېدی او په قهر ورته و درېدی و اسعد ته یې و ویل یا ابا امامه که زما او ستا په منځ کی قرابت نه وای دغه سړی به زما څخه ژوندی نه وای تللی دننه زموږ کورو ته هغه شیان را وړي چي زموږ نه دي خوښ؟ مصعب و سعدبن معاذ ته و ويل آیا نه کښينې چي زما خبري واورې؟ که دي خوښي سوې قبولي يې کړه او که دي ناخوښه وې موږ به درڅخه ولار سو، سعد بن معاذ و ویل دا حق او د انصاف خبره ده، نیزه یې پر مځکه جگه کړه او دی کښېنستی مصعب د اسلام خبري ورته وکړې، قرآن مجید یې تلاوت کړی، بیا هم راوي د قصې وايي په والله د مخه تردې چي سعد خبري وکړي موږ د ده په مخ کي د اسلام په نور پوه سوو، بيانو ﴾ سعد بن معاذ و ويل څوک چي مسلمانيږي او غواړي چي ستاسي دين ته داخل سي هغه څنګه کوي؟ مصعب وويل غسل وکړه، كالي دي پاک کړه، د شهادت کلمې و وایه او دوه رکعاته لمونځ آداء کړه، سعد هم دا کارونه وکړه، بیا یې خپله نیزه ورسره واخیستل او د قوم پر طرف رهي سو قوم چي د ليري ولیدی نویې وويل په و الله مو دي قسم وي په کوم مخ چي تللی و په هغه مخ نه راغلی اوس چي سعد بن ﴾ معاذ خپل قوم ته ودرېدى ويل : يا بني عبد الأشهل زه په تاسي کي څه مقام لرم هغو ويل : ته زموږ سرداريې، په موږ کي پوه او هوښياريې. ده و ویل ستاسې د نارینه او ښځو سره تر هغو پر ما خبري کول حرام دي چي پر الله او د هغه پر رسول مو ایمان نه وي را وړی د ده د قوم پر نارینه او ښځو د دغې ورځي د ماځیگر لمر نه وو لوېدی چي تول قوم يې اسلام ته داخل سو بېله يوه سړي څخه چي د هغه اسلام د احد د جنگ تر ورځي پوري وځنډېدى او د احد په ورځ مسلمان سو، په هغه ورځ يې جنگ هم وکړی او په هغه جنگ کي په داسي حال کي شهید سو چي الله ته يې يوه سجده هم نه وه کړې، رسول الله د ده په باره کي و و فرمايل : (عمل قليلاً و آجر كبيراً يعني عمل یې لږ وکړی او اجريې ډير واخیستی مصعب بن عمیر د رسول اللهﷺ سفیر حتی په اسلام کی اول سفیر په مدینه منوره کي د اسعد بن زراره په کور کې اوسېدی او خلک یې اسلام ته دعوتول در ورځي او د شپې دعوت کوي، د دعوت په لار کي یې ډير زحمت ایستی ترڅو چي دو انصارو په کورو کې داسي كور نه و چي هلته دي نارینه او ښځي مسلمانان نه وي موجود په مدینه منوره کی اسلام نشر سو او دیر زیات خلک اسلام ته داخل سوه دغه واقعې د غم ترکال وروسته او تر هجرت د مخه پیښیږي، د بعثت لسم کال د غم کال و او هجرت د بعثت تر دیارلسم کال وروسته وسو په درو کلو کی دغه تحولات پیښ سوه د مدينې منورې د خلکو څخه چي يو نفر مسلمان سي، هغه نفر بيا ډیر کوښښ کوی چی کورنۍ یې هم اسلام ته داخله سي د مثال پر قسم به دغه یوه قصه وکو چي نور درته بیان سي د عمرو بن جموح زامنو ایمان را وړی مسلمانان سوه مگر په خپله عمرو اسلام ته نه سو داخل زامنویی دی اسلام ته دعوتاوه خوده نه قبلاوه عمرویو بت درلودی د هغه عبادت يې کاوه زامنو يې غوښته چي ده ته دغه د ده د دین او بت پرستی ﴾ غلطی او د ده د معبود مجز او ضعف ور ښکاره کړي، نویوه شپه چي عمرو بیده و زامنور يې ګنګي او مرداري را وړل دغه د ده بت يې ټول په ولړی، پلار چه يې سهار را ويښو سو او غواړي چي د بت عبادت وکړي وې ليدل چي بت يې په مرداري لړلی دی، ﴾ ويل : دا کار چا در سره کړی دی؟ د لرگي بت ته خبري کوي وايي چا بې عزته کړی يې؟ ولي داسي سوى يې؟ په اخته دی پاکوي يې او خبري ور سره کوي، ښه يې و پاک کړی خوشبويي يې پوري ومږل او بیا یې د هغه عبادت شروع کړی ﴾ دا د بت پرستانو او مشر کانو بيعقلي او نا پوهي ده دو همه شپه يې بیا پلار بيده دی زامن يې راغله خوني ته ورننوتل بيا يې بت په مرداري ولړی او ځني را و وتل، دوهمه ورځ يې بیا پلار گوري چي معبود اله يې په مرداري لړلی دی او ورته وايي چي ته څنګه رب او معبود يې چي د ځان دفاع نه سې کولای؟ بيا يې پاک او خوشبویه کړی دا واريې په غاړه توره هم ور و خرول اور ورته وايي که بيا څوک درته راغلی او ستا بې احترامي يې کول يا يې په مرداري لړلې په دغه توره يې وهه او وې وژنه، ولرگي ته خبري کوي. خیر در ییمه شپه سوه دی چی بیده سو بیایی زامن راغله یو سپی یې وژلی و او ده بت په غاړه یې ور و خراوه ، بت يې ټول د سپي په وینو ولړی وروسته يې سپی او بت دواړه دباندی پر کچره یا انبار و غورځول سهار چي یې پلار را ويښ سو په بت پسي ګرځي هغه نسته، د همسایگانو په یوه او بل کور کې پوښتنې پسي کوي څو آخر يې بت پر انبار او کچره پیدا کړی او مړ سپی یې هم په غاړه ځړیږي بت چي يې پر دغه حال ولیدی نوويل: والله ته د دې لائق نه يې چې څوک دي عبادت وکړي عمرو بن جموحه ولاړی ایمان یې را وړی مسلمان سو او د احد په ورځ شهید و وژل سو مدينې منورې خلکو د خپل قوم سره دغسي معامله کول چي اسلام ته يې داخل کړي نو ځکه اسلام په مدينه منوره کي نشر او ډیر سو د بعثت د دیارلسم کال د حج تر موسم د مخه مصعب بن عمیر مکی مکرمی ته راغلی او رسول الله ته يې له ځانه سره د کامیابی زیري را وړي وه، د یثرب دا قبيلو هغه قصې يې ورته بيانولې چي په هغو کي د دوی د خیر د اسلحو او قوت و حالات په واضحه ډول سره ښکاره وه نوربیا ....

❤️ 🩷 2
Image
دنجات لار Danijat Laar
دنجات لار Danijat Laar
2/2/2025, 3:13:30 AM

*دسرور کائنات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم مبارک سیرت* *`څلور څلویښتمه برخه`* ۵- ضماد الأزدي، (رض)دی د يمن د ازد د قبيلي څخه و او ده پر ځينو عصبي مريضانو او ليونيانو دم او چو کاوه يو وخت مکې مکرمې ته د حج يا عمرې د ادا کولو دپاره ولاړی هلته يې د مکې مکرمې د بی باكانو او نا اهلانو څخه واورېدل چي و ويل يې محمد ﷺ العیاذ باالله لیونی دی، ده د ځان سره وویل که زه دغه سړي ته ورسم او دم پر وکړم ښايي الله يې زما د دم په واسطه جوړ کړي، نو رسول الله ته ورغلی او ويل : يا محمد زه پر دغسي مرضو دم کوم آیا غواړي چي دم درباندي وکړم ﴾ رسول اللهﷺ فرمایل إن الحمد الله نحمده و نستعينهُ، مَن يهده الله فلا مُضلَّ لَهُ، و من يُضلله فلا هادي له، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، وأشهد أن محمداً عبده ورسوله ». أما بعد: ضماد الأزدي و ویل دغه جملې يو وار بيا را ته و وایه رسول الله دغه جملې درې واره نور ورته تکرار کړې، ضماد و ویل د کاهنانو خبري مي اورېدلي دي، د ساحرانو خبري مي اورېدلي دي، د شاعرانو خبري مي اورېدلي دي، خو ﴾ دغه ستا پر قسم خبري مي نه دي اورېدلي، د بحر تر قاموس لوړي دي، لاس دي راکړه چی پر اسلام بیعت در سره وکړم، بیا یې بیعت وکړی او مسلمان سو دغه قسم رسول اللهﷺپه دغه موده کي پر ډيرو افراد و او اشخاصو په انفرادي ډول اسلام عرض کړی دی، لکه څرنګه چي د قبيلو جواب منفي و دغه رنګه د افرادو ﴾ جوابونه هم منفي وه، خو د ځينو جواب به ډیر شدید او زړه در دوونکی و چي د هغو و بیانولو او ذکر کولو ته ضرورت نه وینم فقط دغه یوه قصه د مثال او نمونې پر قسم درته بیا نوم يو نفر چي د عربو د پهلوانانو څخه و او نوم يې رکانه و لوی او مشهوره غېږ باز و ﴾ چانه و غځار کړی دغه رکانه رسول اللهﷺ ته راغلی، ویل : یا محمد وايي چي زه نبي يم، که دي زه غځار کړم ته صادقه يې ﴾ سبحان الله د نبوت او غېږ بازی یې سره څه ؟ خو دا د دغو خلکو جهالت و رگانه لوی پهلوان دی چا نه دی غځار کړی وايي که دې زه غځار کړم ته صادقه يې رسول اللهﷺ ويل ښه دی او ور ولاړ سو په دی وخت کي يې رکانه غځار کړی رکانه په تعجب کی سو، د اول وار دپاره غځاریږي، تر اوسه چا نه دی غځار کړی ويل یوار بیا راسه بیا ورغلی بیا یې غځار کړی ویل یو وار لا بیا راسه بیا ورغلی دریم واریی بیا غځار کړی ویل والله دا عجبه خبره ده مگر تر هغو ایمان نه درباندي را وړم چي دغه ونه خبري و نه کړي، رسول الله دوني يا درختي څخه پوښتنه وکړه چې زه څوک یم؟ و وني وويل: أشهد أن لا إله إلا الله، و أشهد انك رسول الله د رکانه په حضور هغه وني هم خبري وکړې رکانه و ويل والله ته ساحر او جادوگرا يې دا د دغه یوه نفرحال و کفارو ته یوازي دانه چي قرآن مجید معجزه وه بلکه معجزات داسي معجزې چي په سترگو ليدل کېدلې خو بيا يې هم ایمان نه را وړی خورکانه له په وروسته کی مسلمان سوی دی *د شق القمر معجزه* د کفار و سره د مسلمانانو ژوند تریخ و او کفارو به د رسول اللهﷺ څخه معجزي غوښتي همیشه به يې ورته ويل تا خو موږ ته هیڅ شئ نه دی را ښکاره کړی لږ تر لږه ته موږ ته يوه معجزه را ښکاره کړه چي د هغې په واسطه موږ ستا پر رسالت اقرار و کرو، رسول اللهﷺ و فرمایل که ستاسي په حضور د الله په اراده او زما په اشاره سپوږمۍ دوه ځایه سوه تاسې د الله پر وحدانیت او زما پر رسالت ایمان راوړی کفارو ويل هو نو يې د مياشتي په پنځلسمه شپه چي سپوږمۍ پوره او كامله وي د دغي معجزې وعده سره وکړه د پنځلسم په شپه رسول اللهﷺپه منی کی تشریف درلود او قريش هم د معجزې د ليدلو دپاره سره راټول سوي دي، رسول الله سپوږمۍ ته اشاره وکړه چي دوه ځایه سي او سپوږمۍ هم د رسول الله په اشاره سره دوه ځایه سوه چي په عربي کي شق القمر ورته وايي، سپوږمۍ دوې ټوتې سوه يوه حصه يې د غره یوه طرف ته ولاړه او بله حصه يې د غره بل طرف ته د سپوږمۍ د دو حصو په منځ کی غر راغلی کفار ورته گوري دا معجزه يې وليدل بيا يې هم ایمان را نه وړی او ویل ته ساحر يې منكره کفار تر دغه زيات څه شي غواړي؟ خو بيا هم حق ته سحر وايي ﴾ الله د سورة القمر په اولنيو آیا تو کي فرمايي : أَقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَأَنشَقَ الْقَمَرُ ) • قیامت را نژدې سو او سپوږمی دوه ځایه سوه وَإِن يَرَوْا ايَةً يُعْرِضُوا وَيَقُولُوا سِحْرٌ مُسْتَمِر که دغه کفار د الهي قدرت يو دليل او علامه و ويني مخ ځني واړوي او وايي دا پخوانی قوی سحر دی *داهل یثرب څخه شپږ پاک روحه* د بعثت د یوولسم کال د حج په موسم کې چي د ( ٦٢٠) ميلادي کال د جولای میاشت وه اسلامي دعوت ډير ښه تخم لاس ته را وړی چي دغه تخم ډير ژر په لویو لویو ونو يا درختو بدل سو، چي دغو ونو بیا مسلمانان په خپله سایه کي د هغه ډيرو او اوږدو کلو د ظلم او طغیان دگرمو لمبو څخه وساتل کله چي اهل مکې د رسول الله تکذیب کاوه او دين يې د الله دلاري د دعوت څخه منعه کاوه رسول اللهﷺ داسي حکمت عملي کاوه چي د شپې په تاریکیو کي به د حاجيانو پر ډلو او خېمو ګرځېدی، دا د دې د پاره چي د ده او د دغو ډلو په منځ کي د مکې مکرمې د مشركانو څخه څوک نه وي موجود نو رسول اللهﷺ یوه شپه د ابوبکر الصديق په ملکر تیا را و وتی، دهل او شيبان بن ثعلبه د قبيلې خیمو ته ورغلی، د اسلام و توحید په باره کي یې خبري ورته وکړې خو دغو خلکو د اسلام راوړلو څخه انکار وکړی او بيا رسول الله په منی کي د عقبې سره تېرېدی هلته يې د څو نفرو آواز ﴾ واورېدی چي په خپل منځ کې يې خبري سره کولې رسول اللهﷺ و هغو نفرو ته و ورغلی دغه خلک شپږ نفره وه او د یثرب د ځوانانو څخه وه ټول د خزرج د قبيلې څخه وه څوک وايي چي دغه خلک دوولس نفره وه) خو شپږيې يقيني دي. دغه شپر نفره ډیر مهم دي، دغه نفر د اسلام هغه صالح تخم دی او د دغو نفرو نومونه داسي دي: ۱ - اسعد بن زراره . چي د بني نجار څخه و. ٢عون بن الحارث بن رفاعه ابن عفراءچی دبنی نجار څخه وو ٣رافع بن مالك بن العجلان چی دبنی زریق څخه وو ٤قطبه بن عامر بن حديدچی دبنی سلمه څخه و ۵ - عقبه بن عامر بن نابي. چي د بني حرام بن كعب څخه و ٦جابر بن عبد الله بن رئاب چی دبن عبید بن غنم څخه وو د اهل یثرب يا د مدينې منورې د خلکو لويه خوشبختي دا وه چي دوی به د مدينې منورې د يهودو څخه اورېدل چي په دغه اوس وختو کې یو نبي مبعوث و هغه به را ووزي او موږ به يې متابعت وکړو او بیا به د هغه نبي په ملکرتيا کيږي، تاسي داسي ووژنو لکه د عاديانو او ثموديانو وژنه. رسول الله دغو نفرو ته ورغلی او ویل تاسی څوک یاست؟ هغو ویل: د خزرج د قبيلې څخه يو رسول الله و فرمايل نه کښېنی چي څه خبري درته وکړم؟ هغو ویل هو کښېنو رسول اللهﷺ ورسره کښېنستی خپل دین او د اسلام حقیقت یې ورته بیان کړی وحدانیت ته یې را وبلل قرآن مجید یې ورته تلاوت کړی دغو نفرو په خپل منځ کې سره و ويل والله دا هغه نبي دي چي يهود تاسي په هغه سره بېروي، کوښښ وکړی چي يهود په اسلام کې تر تاسي د مخه نه سي او بیا هغه را سره وکړي چي دوی وايي، نو د ده دعوت قبول کړي او مسلمانان سي، تاسي تریهود و د مخه ایمان را وړی د رسول الله متابعت وکړی او اسلام قبول کری دا څنکه قصه وه چی یهود و به اهل یثرب بیرول؟ ډیره مهمه خبره ده. هغه داسي د مدينې منورې ټول اوسېدونکي پر درو حصو وېشل سوي وه يوه حصه د اوس قبیله وه بله حصه د خزرج قبیله وه چي دغه دوې قبيلي مشركان او بت پرستان وه دریمه حصه یهود وه یهود بیا په خپله پر درو قبیلو وېشل سوي وه بني قريظه، بني قينقاع او بني نضير، که څه هم هلته نور انفرادي يهود موجود وه چي د دغو قبيلو څخه نه وه خو هغه لږ وه، عمده او اساسي يهود دغه درې قبيلې وه او ټول يهود د وکړو په شمېر د مدينې منورې د وګړو یا انسانانو در یمه حصه کېدل، د اوس قبیله هم د مديني منورې د وګړو او نفوسو دریمه حصه کېدل، همدارنګه د خزرج قبیله د مدينې منورې د وکړو در یمه حصه وه نو مدينه منوره په برابر او مساوي شکل درو حصو ته وېشل سوې وه، چي يهود د اوس قبیله او د خزرج قبیله وه . د دغو درو قومو څخه یو هم پر مدینه منوره نه سوای آمر کېدلای ځکه ټول اقلیات او سره برابر وه نو مدینی منوری عمومی مشر او د ټولو دپاره یو آمر هم نه درلودی او دغو درو قبیلو به همیشه د حاکمیت دپاره جنگونه سره کول خو په دغه وختو کي به یهود و دغه نورو قومو ته چي أوس او خزرج وه ويل د آخری نبي د بعثت وخت را نژدې دی که هغه مبعوث کړل سو موږ به د هغه متابعت وکړو او تاسی به ﴾ داسي حلال کړو لکه د عاديانو او ثموديانو حلالېدل چي ټول هلاک سوه، نو يهودو به دغه نوري قبيلې د آخری نبي په را تک سره بیرولې او ورته ويل به يې کله چي هغه نبي راسي موږ به د هغه د متابعت په سبب پر یثرب حاکمان سو او تاسي ته به بیا هغه وخت په وژلو او حلالولو سره جزا در کړو. ښه متوجه سی د یهود و په تورات او په نورو آسمانی کتابو کی د رسول اللهﷺ راتګ او د هغه تولي علامې لیکلي وې، د مدينې منورې يهود هم تر داسي اندازې د دغه نبي د راتلو په انتظار وه چي د مدينې منورې مشرکان به يې د هغه په را تک سره بیرول نو دغه د دوی د معلوماتو او پېشکويي په سبب د مدينې منورې مشر کانو د مکې مکرمې تر مشر کانو د مخه او په ډېره آساني سره ایمان راوړی. کله چي د رسول الله د نبوت او رسالت اظهار وسو ټولو يهودو او نصارا وو ته دا معلومه سوه چي هو دی هغه وعده سوى نبي دی مگر څرنګه چي يهودو اونصار اوو وليدل چی دغه نبي د بني اسرائلو څخه نه دی او پخواني ټول انبیاء د بني اسرائلو څخه وه نویې د قومي تعصب په لحاظ د رسول الله د منلو څخه انکار ﴾ وکړی او له دغه وخته څخه يې ټول هغه معلومات چی د راتلونکي نبي په باره کي د دوی په کتابو کي موجود وه واړول او تغير يې پکښي راوستی خو بیا هم دوی غبي او ناپوه وه ځکه اوس هم د دوی په کتابو کي د رسول اللهﷺد نبوت ډېر معلومات او علامې پاته دي څرنګه چي اوس د نوي آلاتو او وسائلو د پیدا کېدلو په سبب هغه بیانات او معلومات عام نشر سوي دي نو دوی یې نه اړولای سي او نه يې پټولای سي نويې د هغو بياناتو په ترجمه کي تغير راوستی حق او حقیقت څخه مخالف او د خپل مزاج او غوښتني سره موافق يې ترجمه کوي. بیرته قصي ته راسه اوس چي د خزرج د قبيلې حاجيانو د رسول اللهﷺخبري واورېدې ويل والله هغه نبي چي يهود موږ په بېروي هغه دغه نبی او دغه دین دی، پام کوی چي يهود تر تاسي د مخه دغه دین ته داخل نه سی دغه خلک عاقلان او هوښیاران وه کورني اختلافاتو او جنگو د پښو اچولي او ضعيفه کړي وه خاصتا هغه د (بعاث ) جنگ چي په دغه نزدی وختو کې تېر سوی و او تر اوسه د هغه تیرو سوو جنگو لمبې پورته کېدې نو دا یې امید و چي د رسول اللهﷺد دين او دعوت خبري به د دوی دپاره د صلحي او آرام ژوند سبب وګرځي، نو دغه د خزرج د قبيلې خلکو رسول اللهﷺته و ویل موږ ترشا داسي قوم پرې ايښی دی چي د هيڅ قوم په منځ کي به دومره شر او عداوت نه وي موجود لکه زموږ د قوم په منځ کي چي دى او دا مو امید ﴾ دی چي اللهﷻ به يې په تا سره را ټول او يو ځای کړي، موږ چي ولاړسو خپل قوم به هم ستا دین ته را و بولو او ستا د دین دغه احکام چې موږ قبول کړه پر دوی به یې هم عرض کرو که الله دوی پر تا را ټول کړه نو به په موږکي هیڅوک تر تا عزتمن نه وي، بیا نورسول اللهﷺ د اسلام احکام او قرآن مجید وروښوول. کله چې دغه خلک مدينې منورې ته تله د ځانه سره یې د اسلام رسالت ور سره يو وړی او هلته يې د اسلام په نشرولو شروع وکړه، په مدينه منوره کي د انصار و دکورو څخه داسي كور نه سوپاته چي هلته دي د رسول اللهﷺ خبري نه کيږي اوس نو مدینه منوره پر دغه خپل حال پریږده چي د اسلام معطر شمال او خوشبویه نسیم پکښي چلیږي، ته بیرته دلته مکې مکرمې ته راسه نوربیا

🩷 1
Image
دنجات لار Danijat Laar
دنجات لار Danijat Laar
2/6/2025, 3:02:34 AM

*دسرور کائنات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم مبارک سیرت* *شپږ څلویښتمه برخه* *د عقبې سره د اهل یثرب دو هم بیعت* د بعثت د دیارلسم کال د حج په موسم کي چي د (۶۲۲) ميلادي کال د جون میاشت وه د مدينې منورې د مسلمانانو څخه (۲۳) نفره نارینه مسلمانان او دوې مسلماني ښځي د خپل قوم د مشرک حاجیانو سره یو ځای د حج د آداء کولو دپاره را و وتل تاسي ته معلومه ده چي مشرکانو هم حج کاوه او دغه مسلمانانو هلته په ﴾ مدينه منوره کې یا پر لاري سره و ویل څو ترڅو به رسول الله د مکې مکرمې په غرو کي تريخ ژوند او په تكليفي حالت کي شپې او ورځي تېروي؟ ﴾ کله چې دغه مسلمانان مکې مکرمې ته راغله د رسول اللهﷺ سره یې د پټ اوسري ملاقات غوښتنه وکړه، هغه داسي دغه مسلمانانو دوهﷺ نفره و رسول اللهﷺ ته ور ولیږل چی یویې براء بن معروف و او بل يې سعد بن مالك و چي دغه سعد بن مالک د عربو د مشهوره شاعرانو څخه و او براء بن معروف د انصارو د مشرانو څخه و دوی رسول اللهﷺپه رنگ نه پیژندی خو بیا هم قوم ور ولیږل ویل ورسی په پوښتنه به یی پیدا کړی ځکه رسول الله مشهوره و هر چا پیژندی او د ملاقات وعده ځني واخلی چی کله او چیری به دغه داحج په موسم کي سره و وینو؟ چي بيعت در سره وکړو دغه دوه نفره رهي سوه او پرلاري يې پوښتنه وکړه چي محمدﷺ چیری دی؟ خلکو ورته وویل هلته د کعبې شریفی سره ناست دی او که د ده اکا عباس پیژنی هغه ور سره ناست دی براء بن معروف د رسول الله اکا حضرت عباس پیژندی و کعبې شريفي ته چي ورغله وې لیدل چي رسول اللهﷺد خپل اکا عباس سره ناست دی دوی هلته ورغله سلام یې ورته و وایه او ورته کښینستل رسول الله هم و علیک ورته و وایه او پوښتنه یې ځني وکړه چي څوک یاست؟ براء و ویل زه براء بن معروف یم او سعد و ویل زه سعد بن مالک یم سعد وایي کله چي ما و رسول الله ته خپل نوم وریاد کری رسول اللهﷺيوه جمله وويل چي هيڅکله مي نه هيريږي او نه به يې هېره کړم، هغه دا چي كله ما د ځان د معرفی کولو دپاره خپل نوم ورياد کړی او ومي ويل سعد بن مالک رسول اللهﷺپه دیر تعجب او آوږده آواز سره و ویل هغه شاعر دغسی په آورده آواز ما ويل هو شاعر، څرنګه چي سعد بن مالك له مدينې منورې د لوړو او مشهورو شاعرانو څخه و نو رسول اللهﷺپه دې ډير زيات خوشاله سو چي يو شاعر مسلمانيږي دا ولي؟ ځکه په هغه وختو کي د یوه خبر د نشر ولو دپاره دغي وسائل نه وه موجود لکه د نن ورځي رادیو تلویزیون اخبار مجله او نور، د دغو شیانو څخه هیڅ شئ نه و په هغه وختو کي د خبر د نشر ولو دپاره فقط دوه شیه موجود وه یو خطیب او بل شاعر . نو کله چې يو شاعر مسلمان سي دا داسي مثال لري لکه مسلمانانو چې د رادیویا تلویزیون یو استیشن پیدا کړی یا یې د اخبار او مجلې د چاپولو مطبعه پیدا کړه هغه زمانه کي د هري موضوع او هري واقعې د نشر ولو دپاره د شعر اعتبار ډير زيات رسول اللهﷺبه په خلکو پسی گرځېدی په اسلام به یې خبرول او اسلام ته به یې دعوتول مگر په شعر پسې به خپله عرب کرځېدل شعر په خپله عربو یو له بله سره نقلاوه حتی که شعر ښکنځل هم وای خلکوبه یا داوه او نقلاوه یې ځکه د عربو په طبیعت کي شعر خوښ و او د عربو په هر فرد کي که نارینه و كه ښځه د شعر ويلو او شاعری طبیعت پروت و حتی د هغه ډيري علاقي په سبب چي عربو د شعر سره درلودل خبري چي به دي هرڅه ورته وکړې هېرېدې يې، مگر شعر چي به دي يويار دوه واره ورته و وایه په یاد به یې سو. دغه یوه قصه د مثال پر دول درته بیانومه یو وخت دا بیا وروسته په مدینه منوره کي یو صحرایی عرب و رسول الله ته راغلی او مسلمان سو، مسلمانانو لمونځ وروښاوه لمونځ يې هم زده سو مگر دا یې هیڅ ﴾ نه زده کېدل چي د هر وخت لمونځ څورکعاته دی، خلک ورته وايي سهار دوه رکعاته ما پښين څلور رکعاته، خو چه هرڅه يې ور وښيي نه يې په ياديږي بيا غلط سي، نو رسول الله ته کښېنستی ويل يا رسول الله هيڅ مي نه زده کيږي چي د هر و وخت لمونځ څو رکعاته دی اوس یې رسول اللهﷺورښيي سهار دوه رکعاته ماپښين څلور ركاته مازدیگر ماښام ماخستن، خو صحرايي چي يې وايي غلطیږي ﴾ بيا يې ور وښوول بيا غلطيږي، هرڅه چي په وکړي بيا هم غلطیږي نه يې سي زده کولای خو دلته يو صحابي موجود و چي شاعر و هغه و ویل: یا رسول الله که ستار اجازه وي زه به يې وروښيم، ويل وروې ښيه، شاعر وويل : سمع يا رجل سريه واوره و إن الصلوة أربع فأربع * ثم ثلاث بعدهن أربع ثم صلوة الفجر لا تضيع ﴾ دغه رکعتونه يې په شعر ور وښوول بس په یاد يې سوه مقصد دا چه په عربوو کي شعر خاص مقام درلودی شعر يې په دماغ کی کښېنستی شعر يې پر ژبو آسانه و ﴾ شعريې په یا داوه او يوله بله يې سره نقلاوه و نو کله چي سعد بن مالک شاعر مسلمان سو، دا د اسلام دپاره ډیره لویه کامیابی وه ځکه د ده د شعر په واسطه اسلام ته دعوت نشرېدی، بل چا داسې نه سوای نشرولای لکه یوه شاعر چی د شعر په واسطه سره نشراوه نو خود رسول الله د سعد بن مالک په اسلام ډیر خوشاله سو او بیا رسول الله د دغو دو و نفرو سره وعده وکړه چې په فلانی شپه به د عقبي سره په پته سره یو ځای کیږو او هلته به ملاقات سره کوو عقبه په منی کي د جمرة الأولى سره دیوه غرکې نوم دی اوس به قصه د انصار و یوه مشر ته پریږدو چی د دغه تاریخی ټولني او اجتماع هغه چي د شرک او اسلام د مقابلې ورځو ته يې تغير ورکړی حالات را ته بیان کړي کعب بن مالك الأنصاري (رض) وايي موږ د مدينې منورې څخه د حج دپاره مکې مکرمې ته راغلو او د رسول اللهﷺسره مو د ایام تشريق د منځ په شپوکي د عقبې سره د ملاقات وعده وکړه، خو هغه شپه را ورسېدل چي موږ د رسول اللهﷺسره په هغه شپه د ملاقات وعده درلودل په دې سفر کي پر نورو مشرکانو علاوه زموږ د قوم دمشرانو څخه يو مشر او زموږ د اشرافو څخه يو شریف عبدالله بن عمرو بن حرام چي دی هم مشرک و را سره و که څه هم موږ خپل حال زموږ د قوم له مشر کانو څخه پټ ساتی خو د عبدالله بن عمرو سره مو په دې باره کي خبري وکړې او موږ ورته وويل : يا ابا جابر ته زموږ د اشرافو او مشرانو څخه يو شریف او يو مشر یې او موږ دغه ستا په حال نه یو خوښ نه غواړو چي سبا د دورخ اور په تا بلیږي بيا مو اسلام ته دعوت کړی او د رسول اللهﷺد ملاقات په وعده موهم خبر کری، عبد الله بن عمرور اسلام قبول کړی او عقبې ته هم را سره حاضر سو او د دولسو نقیبانو د جملې څخه و هغه چي په وروسته کي و تاکل سوه دی هم یو نقيب و کعب بن مالك وايي موږ هغه د وعدې په شپه د خپله قومه سره چي مشرکان وه په خپل ځای کې بیده سوو کله چي د شپې در یمه حصه تیره سوه موږ مسلمانان درسول اللهﷺ سره د وعدې و ځای ته يو يو او په پټه ور رهي سوو، څو چه د عقبې سره په هغه شپه کې ټول سره یو ځای سوو، موږ ټوله (۲۳) نفره نارینه وو او دوې ښځي را سره وې، چي يوه يې نسيبه بنت کعب وه چي په ام عماره سره مشهوره ده او بله يې اسماء بنت عمرو وه چي ام منيع ورته ویل کېده. موږ په دغه شیله کې سره یو ځای سوو او د رسول الله د را تک انتظار مو کاوه ﴾ خوچی رسول اللهﷺراغلی او د ده سره د ده اکا عباس بن عبد المطلب هم ورسره ملکری و او عباس په دغه وخت کې د خپل قوم پر دین و خو بیا یې هم دا خوښه وبلل چې د خپل وراره په معامله کي حاضر وي او ځان ته پوره اطمینان حاصل کړي. ورونو موږ مخ کي و ویل کله چي براء بن معروف او سعد بن مالک د رسول اللهﷺسره د ملاقات وخت او ځای تاکی عباس هم هلته حاضر و دغو دوو نفرو نه غوښتل چي د عباس په حضور کې دغه د ملاقات خبري وسي ځکه عباس هغه وخت اسلام ته نه و داخل سوی، خو رسول اللهﷺ ورته وویل خبري په ښکاره سره کوی دا زما اکا دی مطمئنه اوسی، نو د ملاقات وعده د عباس په حضور کي وسوه کله چی بیا د وعدې شپه را ورسېدل عباس ورسول الله ته تینگ سو چي زه هم در سره ځم او رسول الله و هم د ځان ملکری کړی. کعب بن مالك وايي اول هغه څوک چي په دغه اجتماع کي یې خبري وکړې هغه عباس بن عبد المطلب د رسول الله اکا و او په پوره صراحت سره یې د دغه مسئولیت چی موږ انصار و پر غاره اخیستی و خطرونه را ته بیان کره او ویې ویلا يا معشر الخزرج محمدﷺپه موږ کې هغه مقام لري چي تاسي ته در معلوم دی موږ د هغو کسانو څخه ساتلی دی چې د ده مخالف دي، دی نو په خپل قوم و کي په عزت دی او د دښمنانو څخه ساتلی دی خودی ستاسي په غوښتنه اوس غواړي چي تا سي ته درسي که تاسي په هغه څه سره وفاء کولای سی چي د ده سره مو وعده کړې ده او د ده د مخالفینو څخه يې ساتلای سی نو تاسي پوه سی او دغه مسئولیت او که تاسی د ده تر در تک یا تر هجرت کولو وروسته دی یوازي پرېږدی او د ده و دښمنانو ته يې ورتسليموی نو د اوسه څخه يې لا پریږدی ځکه دی اوس په خپل قوم او په خپل ښار کي په عزت او ساتنه کی دی کعب وايي موږ و عباس ته وويل موږ ستا خبري واورېدې او اوس ته خبري و که یا رسول اللهﷺستا د خپل ځان او ستا د رب دپاره هغه شیان پر موږ کښېږده چي ستا خوښ وي. تاسي پوهېږی چي د انصارو په دغه جواب کي ډیره لویه معنی پرته ده یعنی موږ په تینگ عزم او ثابته تصمیم په پوره شجاعت او کامل ایمان به صدق او اخلاص : سره دغه لوی مسئولیتونه قبلوو او هغه خطرناکه عواقب یې تحملو و خویا رسول الله ته دي خپل شرطونه و وايه بیا نو رسول الله خپلی خبري وکړې او بیعت پای ته ورسېدی اوس نو په بیعت کي څه شي وه؟ او تر بیعت د مخه کومي خبري وسوې، د دواړو طرفو له خواڅه وویل سوه؟ متوجه سی د مسلمانانو دپاره واقعی اسلام دغسی وی امام احمد په خپل مسند کې د دغه بیعت مادې یا بندونه په تفصیل سره بيانوي او وايي چي جابر وايي موږ و رسول اللهﷺته و ویل: یا رسول الله پر څه شي بیعت در سره وکړو؟ رسول الله و فرمایل : ۱ د ضعف او قوت په وخت کې به زما اوامر اوری او قبلوی- ٢د پراخی او مفلسۍ په وخت کې به ما او زما ملگرو ته نفقه را کوی. ٣ امر بالمعروف او نهي عن المنكر به کوی، يعني خلک به په ښو کارو امر کوی اوله بدو کارو څخه به یې منعه کوی سبحان الله نن ورځ خلک د دغه امر بالمعروف او نهي عن المنكر څخه څومره ليري دي او که بیا یو څوک دغه کار کوي اورېدونکي په قسم قسم خبرو او لغازو د هغه د خبرو مخ نیوی کوي، د خپل غرور او كبر په سبب نه غواړي چي داسي څوک پيدا سي چي دوی ته دي د دوی عیب و وايي او سمي لاري ته دي يې را وبولي. ۴ د الله په لار کي به ثابت درېږي، په الهي او امرو کې به د ملامتی ویونكو خبري تاثير نه در باندي کوي. يعني د خلکود ناخوښۍ یا نه رضائیت په سبب به الهي اوامر نه پرېږدی و ۵ - که زه تا سي ته در غلم زما نصرت به کوی او ما به د هغو شیانو څخه ساتی چې د هغو څخه خپل ځانونه خپلي ښځي او خپل اولادونه ساتی او د دغه کارو اوشرطود عملي کولو په بدله او مقابل کي تاسي لره جنت دی کعب بن مالک وایي براء بن معروف رسول اللهﷺتر لاس و نیوی او ويل هو په هغه ذات سره دي زموږ قسم وي چي ته يې په حقه سره رسول را لېږلی يې موږ به ستا داسي ساتنه کوو لکه د خپلو اولادو او کورنیو ساتنه چي کوو بیعت را سره وکړه یا رسول الله په والله موږ په جنگ پوه، په جنگ کی پاخه او د همت خاوندان یو موږته همت او مرانه له نیکه کانو په میراث را پاته ده کعب وايي براء خبري کولې چي ابو الهيثم بن التيهان يې په خبرو کي ورو ولوېدی او ویل: یا رسول الله زموږ او د خلکو په منځ کی علائق سته او موږ هغه علاقات پرېکوو د خلکو څخه يې د مدينې منورې يهود مقصد وه) نوويل : داسي خو به بیا نه پيښیږي چې موږ هغه علاقات پرې کړو او الله تا او ستا دین لوړ او ښکاره کړي او بيا ته موږ پرېږدې او خپل قوم ته راسي؟ رسول اللهﷺتبسم وکړی او وې فرمايل: «بل الدم الدم، والهدم الهدم » زه ستاسي څخه يم او تاسي زما څخه ياست هغه چا سره جنگېږم چي تاسي ورسره جنگېږي او د هغه چا سره صلحه کوم چي تاسی صلحه ورسره کوی پسله هغه څخه چي د بیعت پر شرطو خبري وسوې او اوس مسلمانان غواړي چير په بیعت کولو شروع وکړي بيا هم دوه نفره د هغه اولو مسلمانانو څخه چي د بعثت په یوولسم او دو ولسم کال کي مسلمانان سوي وه يو په بل پسې د خبرو کولو دپاره ولاړ سوه غواړي چي خپل قوم ته د دغه بیعت پوره مسئولیت او خطرونه ور ښکاره کړي، و دا دپاره د دې چي دغه بیعت په پوره وضاحت او ښکاره ډول سره وي او دوی پوه سي چي د دوی قوم د تضحيې او قربانی دپاره څومره آمادگي لري. ابن اسحاق وایی کله چی قوم د بیعت دپاره آماده سو عباس بن عباده وويل: تاسي پوهېږی چي تاسي د دغه سري سره پر څه شي بيعت کوی؟ قوم و ویل هو. ده و ویل تاسي د خلکو د توره او سر سره پرجنگ کولو بیعت کوی که تاسي په دی فکریاست که مو مالونه په یوه مصیبت سره تباه سوه یا ستاسی اشراف او مشرانو و وژل سوه بيا نو تاسي دئ و دښمنانو ته ور تسليموی له اوسه څخه يې لا پرېږدی ځکه که بيا داسي وکړی دا کار په والله د دنیا او آخرت ښویېدل دي او که تاسي په خانو کې دا قدرت وینی چي د مال پر تاوان او د مشرانو پر وژل کېدلو سر بېره پر دغه ﴾ شرطو وفاء کوی نویی در سره بوزی او په والله دا ستاسي د دنیا او آخرت خیر دی قوم و ویل موږیې د مال په تاوان د اشرافو او مشرانو په وژنه قبلوو او را سره بیایویی نوربیا.....

❤️ 🩷 3
Image
دنجات لار Danijat Laar
دنجات لار Danijat Laar
2/13/2025, 3:23:37 AM

*دسرور کائنات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم مبارک سیرت* *پنځوسمه برخه* *درسول اللهﷺهجرت* کله چي د رسول الله د وژلو نقشه د رأيو په اتفاق تصویب سوه د اللهﷻ له طرفه و رسول اللهﷺ ته جبریل راغلی او رسول اللهﷺ یې د قریشو دغه د غدر په عمل خبر کړی او ورته ويې ویل چي اللهﷻ د هجرت اجازه درته وکړه او دهجرت وخت یې هم در معلوم کړی او ویل اللهﷻ فرمایی نن شپه پر هغه خپله بستر مه بیدیږه کوم چی ته پر بیدېدې اوس نو رسول اللهﷺد هجرت دپاره تياري او آمادگي نيسي نو د دغې ورځي په غرمه کي رسول اللهﷺد ابو بكر الصديق کورته د هجرت د نقشې جوړولو دپاره ورغلی حضرت عائشه وايي موږ په غرمه کي د ابوبکر په کور کي ناست و چي يو چا ابوبکر ته وويل هغه دی رسول اللهﷺچي مول يې وهلی یا مخ يې پټ کړی دی راغلی دا داسي وخت و چي رسول اللهﷺ هیڅکله په دغه وخت کې زموږ کور ته نه راتلی (هو رسول اللهﷺما کله ناکله د ابو بكر الصديق کور ته ورتلی مگر په داسي وخت کي چي غرمه او ﴾ شديده گرمي دي وي نه ورتلی حضرت عائشه وايي عادتا رسول اللهﷺ دغې وخت کي زموږ کورته نه راتلی نو ابوبکر و ویل زما مور او پلار دي تر ده قربان وي په دې وخت کې نه دی راغلی مگر د یوه مهم کار دپاره. حضرت عائشه وايي رسول اللهﷺراغلی او کور ته يې د داخلېدلو اجازه وغوښتل اجازه ورکول سوه او کورته را داخل سو، د ابوبکر سره په کور کي اسماء او عائشه چي د ابو بكر لوڼي دي ورسره وي رسول اللهﷺورته و ویل دغه څوک چي ستا سره دي دباندي يي وباسه د هجرت کار دومره په پټه سره کېدی چي ابوبکر ته وايي لوڼي دي دباندي وباسه سره له دې چي اسماء او عائشه دواړي مسلماناني دي بيا هم رسول اللهﷺوايي دباندي دي ووزي) ابوبکر الصديقه و ویل: یا رسول الله زما مور او پلار دی تر تا قربان وی دا ستا کورنۍ ده څه نه پیښیږي رسول اللهﷺ وفرمایل یا ابا بکر ما ته د هجرت اجازه راکړل سوه ابوبکر و ويل يا رسول الله ملگرتيا؟ يعني زه دي په دې سفر کي ملگری یم؟ ﴾ رسول اللهﷺویل هو یا ابا بکر ابو بكر الصديقه په ژرا سو او ډیر شدید یی وژړل، دا د خوشالی ژړا وه، حضرت عائشه وايي ما تر دغه ورځي د مخه څوک نه و ليدلی چي له خوشاليه دي ژاړي عادتاً انسان له غمه ژاړي، مگر ابوبکر الصديق په دغه ورځ له خوشاليه ژړل او د خوشالۍ سبب يې دا و چي په هجرت کي د رسول اللهﷺملگری دی، دلته د ابو بكر الصديق په کورکي د هجرت دپاره پوره نقشه جوړه او وخت و تاکل سو رسول اللهﷺخپل کور ته ولاړی او د شپې د را تک په انتظار دی، خو هلته یو کارو چي رسول اللهﷺ باید تر هجرت د مخه عملي کړی وای چي هغه د امانتو کارو څنګه د امانتو کار؟ هغه داسي و څرنګه چي په هغه وخت کي بانكونه نه وه نوکه به چا قیمتي شيان درلودل او دی به په سفر تلی یا به يې د هغه شي د ساتلو دپاره ځای نه درلودی نو به يې دغه قیمتي شيان دیوه داسي چا سره د امانت پر ډول اپښوول چي په هغه چا به يې اعتبار او باور درلودی او دغه امانتونه تر هر چا د رسول اللهﷺسره ډیر پراته وه ځکه چید دى صادق الأمين و. او دغه امانتونه کفارو ورته ايښوول حال دا چې دغو کفارو آزارونه هم ورکول، دا ده سره یې عقيدوي مخالفتونه هم درلودل خو امانتو په باره کي یې تر هر چا پر ده ډير باور او اعتماد درلودی، نو ځکه د رسول اللهﷺسره ډیر قیمتي شيان د امانت پر قسم پراته وه اوس چي رسول اللهﷺته د هجرت اجازه وسوه او دی نه غواړي چي دغه امانتونه ضائع سي هر شئ باید خپل مالک ته ورسيږي نویې دغه امانتونه حضرت علي ته وروښوول، چي دغه شئ د فلاني او دا شئ د فلانی دی د ټولو امانتو مالكان يې ور وښوول او ویل زما تر تک وروسته به دغه امانتونه خپلو خاوند انو ته ورسوې او بیا یې علي ته وويل چي ته به نن شپه زما په بستركي بيده سې. مگر د مجرم قريشو مشرانو ټوله ورځ په دې کي تېره کړه چي هغه خپله مجرمانه او ﴾ خاینانه فيصله کومه چي د دار الندوه په پارلماني غونده کي سهار تصویب سوې وه په عمل کي اجراء کړي کله چې شپه سوه رسول اللهﷺپه خپل کوركي دی او هغه ځوانان چي قريشو د رسول اللهﷺد وژلو دپاره را ټول کړي وه هغه هم د شپې راغله او د رسول الله پرکور را و گرځېدل کوریې محاصره کړی خاصتا دکور و دروازې ته ډير متوجه دي، دا یې قصد او اراده ده چي رسول اللهﷺله کوره را ووزي دوی ټول په یوه وار حمله پر وکړي، د دغو ځوانانو د ډلې د اداره کولو د پاره د ﴾ قریشو د مشرانو څخه یوولس نفره رئيسان وټاکل سوه چي د دغه مجرم حرکت څارنه وکړي او د دغو رئيسا نو نومونه په داسي ډول سره دي و 1 ابوجهل بن هشام . ٢ - حكم بن أبي العاص. ٣ - عقبه بن أبي معيط، و - نضر بن الحارث ۵ - اميه بن خلف و - زمعه بن الأسود - طعيمه بن عدي. - ابولهب - أبي بن خلف. ۱۰ - نبيه بن الحجاج ۱۱ - د ده ورور منبه بن الحجاج د مشرک قریشو دا تینگ یقین و چي دغه مجرمانه عمل مو خامخا کامیابه کیږي تر داسي اندازې چي ابوجهل خبيث په فخر او غرور سره و درېدی او خپلو محاصره و کوونکو ملګرو ته يې د پسخند پر قسم و ويل محمدﷺداسي فکر او خیال کوي که ﴾ تاسې د ده متابعت وکړی د عربو او عجمو پاچهان به سی او پسله مرکه به بیا را ژوندي سی او هلته به تاسي لره داسي باغونه وي لکه د شام او اردن او که تاسي د ده متابعت و نه کړی په دې دنیا کي به مو حلال کړي او بيا به پسله مرگه را ژوندي سی او هلته به بيا تاسي لره اور وي چي په هغه کي به سوځل کېږی. ﴾ ابن اسحاق وايي د دغه جرم د عملي کولو وخت يې تر نيمي شپې وروسته تاکلی و نو ټول ويش وه او هغه د صفر د لحظې په انتظار وه، مگر الله پرخپله اراده غالب او قادر دی د مځكي او آسمانو امر د ده په قدرت کی دی هرڅه چي د رب العزت اراده وي هغه کيږي، دی د خلک ساتلاى سي خو به هیڅوک نه خپل ځان او نه بل څوک ساتلاي سي الله په دغه شپه هغه کار وکړی چی بیا په وروسته کي خپل رسول ورته فرمايي يعني اي محمده هغه وخت یاد کړه چي ستا سره هغو کسانو چي کافران سوي دي چم او فریب کاوه يعني تا ته يې د دې دپاره چم جوړاوه چي تا بندي کړي، يا دي ووژني، يا تا له مکې څخه فراره کړي او دوی دغه مكر او فریب ستا سره په پټه کاوه، خو دغه د دوی د فریب جزاء الله ورکوي او الله د فریب ښه جزاء ورکوونکی دی په دغه آيات شريف كي الله خپل رسول ته دغه د دار الندوه د مشورې بیان کړی دی او بیا یې د رسول اللهﷺ د خلاصون اطمینان ورکړی دی. خیر کفار د نيمي شپې په انتظار دي خو د مخه تر وخت یوه له دغو ځوانانو و غوښتل چي تر دېواله ور واوړي او دننه کور ته ورسي، په دغه وخت کي دکور له طرفه يوې ښځي ږغ پر وکړی، نفر بیرته را وګرځېدی او بیا دغو ځوانانو په خپل منځ کي ﴾ سره و ويل : که عرب په دې خبر سي چي موږ پرخپلو ښځو دننه په کورو کي حمله کوو دا به زموږ دپاره ابدي شرم او پیغوروي، دا عیب دی چي په یوه کور کې ښځه وي او و موږ ورننوزو، نو موږ به دلې انتظار کوو تر څو چي محمدﷺرا وزي خو کورته به نه ورځو پر دغه خبره يې اتفاق سونو ځکه دننه کورته نه ورغله سبحان الله دا هغه جاهل عرب وه چي ژوندي انسانان يې ښخول او دغه يې ﴾ دکورو د حرم مراعت او احترام و غواړي چي د الله رسول و وژني مگر کور ته دننه نه ورځي، خو بالمقابل د نن ورځي د هغو کسانو په عمل بشریت شرميږي ﴾ چي دوی خپل ځانونه په نړۍ او جهان کي د علم او پوهي استادان بولي او ځانونه د بشر د حقوقو بيرغ پورته کوونکي بولي، د ښځو د حقوقو په نارو خو يې د غاړي رگونه وشکېدل او په عین حال کې د دوی په دې هیڅ پروا نه کيږي چي په یوه داسي کور ورننوزي چي هلته بېله ښځو بل هيڅوک هم نه وي او چي زړه یې غواړي هغسي وکړي، کورونه محاصره کړي د کورو خاوندان وتړي او بیا د خپلو شيطاني خواهشاتو د پوره کولو دپاره ښځي بې عفته کړي، دا د نن ورځي د علم او پوهي د پروفیسرانو عمل دی او هغه د بت پرستو جاهلا نو عمل و اوس يې تاسي سره مقایسه کړی. خیر دغه ځوانان د کورد دروازې سره د رسول اللهﷺد راوتلو انتظار کوي په دغه خطرناکه وخت کی رسول اللهﷺو علي بن أبي طالب ته و ویل : ته زما په بستر کي پرپوزه او دغه زما زرغون حضرمي پټو در باندي واچوه او بېغمه بيده سه دا هغه پټو و چي رسول الله به همېشه په دغه پټو کي بيدېدى او ويل تا ته له دویه داسي شئ نه پيښیږي چې ستا دي نا خوښه وي بيا نو رسول اللهﷺدروازه خلاصه کړه او له کوره و وتی کفار دکور د دروازې سره ولاړ دي رسول اللهﷺد دوی مخ ته او د دوی په منځ کی تېرسو دوی نه لیدی دا د اللهﷺساتنه او الهي معجزه وه چي دوی نه سوای لیدلای او رسول اللهﷺ د راوتلو په وخت کې د سوره پس دغه آیاتونه ويل يسَ وَالْقُرْءَانِ الْحَكِيمِ إِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ عَلَى صِرَاطِ مُسْتَقِيم ترڅو د الله دې قول ته ورسېدی چي فرمايي وَجَعَلْنَا مِنْ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ سَدًا وَمِنْ خَلْفِهِمْ سَدا فَأَغْشَيْنَهُمْ فَهُمْ لَا يُبْصِرُونَ رسول اللهﷺد دوی په منځ کي تيريږي او دوی یې نه ويني، رسول اللهﷺ روز په دغه هم کفایت و نه کړی بلکه د مځكي څخه به يې خاوري را اخیستې او د هر یوه پر سرو یې جلا جلا ور اچولې او یوه هم و نه لیدی اللهﷺخپل رسول په دغه طریقه سره د کفارو د لیدلو څخه پټ کړی. رسول اللهﷺله خپله کوره را و وتی او د ابو بكر الصديق کورته ورغلی او ځوانان هلته د رسول اللهﷺدکور مخ ته د صفر د لحظې په انتظار ولاړ دي. بیا نو رسول الله او ابو بكر الصديق د کورد شاله دروازې یا در بچې څخه و وتل او د يمن پر طرف رهي سوه که څه هم مدينه منوره د مکې مکرمې د شمال و طرف ته واقع ده خو دوی د جنوب پر طرف حرکت وکړی دا په دې سبب چي د هجرت کارونه په ډیر پټ او سري ډول سره وسي او پر قريشو لار ورکه سي نو خود دجنوب او یمن پر طرف رهي سوه هلته هغه محاصره کوونکي ځوانان د ناکامۍ د وخت انتظار کوي، شپه ډېره تېره سوه د ځوانانو پر چهرو کرار کرارد نا امیدۍ او ناکامی علامې ښکاره کیږي، په دغه وخت کې يو سړئ راغلی چي د دوی د ملګرو څخه نه و او وې لیدل چي ځوانان د رسول اللهﷺدکور د دروازې سره ولاړ دي. سړي پوښتنه وکړه چي د څه شي انتظار کوی؟ ځوانانوویل: د محمدﷺد را و تلو سړي ويل خراب او برباد سواست په والله هغه ستاسي مخ ته تېر سو او ستاسي پر سرویې خاوري هم در واچولې او په خپل کارپسي ولاړی. دوی ویل په والله موږ نه دی لیدلی او د خپلو سرو څخه د خاورو په ایسته کولو ﴾ مشغوله سوه، خو بیا هم ځوانانو د دروازې تر چاکو ورته وکتل وې لیدل چي هغه دی په بستر کي یو څوک پروت دی ویل والله دا محمدﷺدی چي بيده دی او نور هما انتظار ورته کوو، د دې امکان و چي دغه ځوانان د دغه بستر پر نفر حمله وکړي ځکه دا دوی دا یقین و چې دا محمدﷺدی حال دا چه په دغه بستركي حضرت علي پروت و او هغه خپل ځان د رسول اللهﷺدپاره فدايي کړی و ځکه په دغه بستركي بيدېدل لوی خطر دی او دا کار لويه قرباني او فدا كاري ده نو خود علي ته په اسلام کی اول فدايي ويل کيږي ځکه چي د رسول اللهﷺپه عوض او بدل کي یې خپل ځان مرګ ته سپارلی و ﴾ دی د هغه چا په بستر کي پروت دی چي د هغه د وژلو حکم د قریشو ظالمو مشرانو او ﴾ مشرک پارلمان صادر کړی دی، په دغسي بستر کي پر یوتل لويه فداکاري او قرباني ده څه وخت چی تیر سو ځوانانو نور صبر نه سوای کولای دروازه یی و ټکول او آخره يې په زور خلاصه کړه، دننه چي ورغله علي مخ لڅ کړی ځوانان په حیرت کي پاته سوه چی دا خو رسول اللهﷺ نه دی نویی د علی څخه د رسول الله پوښتنه وکړه، هغه ویل زه نه یم په خبر دلته نسته ځوانانو کور پلتی او رسول الله يې نه کړی پیدا ، په مکه مکرمه کی دیر ژر خبر نشر سوچی محمدﷺهجرت کړی دی. نوربیا....

Image
Link copied to clipboard!