
دنجات لار Danijat Laar
February 4, 2025 at 03:09 AM
*دسرور کائنات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم مبارک سیرت*
*پنځه څلویښتمه برخه*
*د عقبې سره اول بیعت*
موږ مخ کي درته وويل چې د بعثت دیوولسم کال د حج په موسم کي د اهل یثرب څخه شپږ نفره اسلام ته داخل سوه او د رسول اللهﷺ سره یې وعده وکړه چي موږ به ستا رسالت او اسلام خپل قوم ته رسوو، نو د دوی د کار نتیجه دا سوه چي په را تلونکي موسم کي يعني د بعثت د دولسم کال د حج په موسم کي چي د ميلادي سنې د(۱۲۱ کال د جولای میاشت وه د یثرب څخه دوولس نفره مسلمانان د حج دپاره راغله چي په دوی کې پنځه نفره هغه کسان وه چي په تېر کال کي یې د رسول اللهﷺسره ليدلي وه او هغه شپږم نفر چي د دوی سره په سږ کال کې نه و راغلی هغه جابر بن عبد الله بن رئاب و او د دغو نوو راغلو او و نفر و نومونه په داسي ډول سره وه ﴾
1 - ذكوان بن عبد القيس
٢ - معاذ بن الحارث الخزرجي ٣عباده بن الصامت الخزرجي ٤يزيد بن ثعلبه ( الخزرجي و و. ٥العباس بن عباده ( الخزرجي) ٦ابوالهيثم بن التيهان (الأوسي ٧عويم بن ساعده (الأوسي) و
دغه دوه آخرني نفر د اوس د قبيلې څخه وه او نور ټول د خزرج د قبيلې څخه وه دغو دو ولسو نفرو د رسول اللهﷺ سره په منی کي د عقبې سره وليدل او دالته يې بیعت هم ورسره وکړی دا هغه بیعت دی چي بيعت النساء ورته ویل کیږي، يعني د ښځو بیعت، که څه هم په دغه بیعت کي ښځي نه وې موجودي خو نوم د بیعت النساء په دې و سبب پر کښېښوول سوچي په دې بیعت کي پر ایمان اطاعت او ښو اخلاقو وعده وه په دې بیعت کي جهاد نه و او د ښځو بیعت هم داسي و چي د الله پر وحدانیت او د
رسول اللهﷺ پر رسالت به ایمان لری الله ﷻسره به شریک نه نیسی
لمونج او د الله اطاعت به کوی
غلا او زنا به نه کوی
څرنکه چي په دغه اوسني بيعت کي که څه هم د نارينه وو سره و خود جنگ او جهاد
ذکر پکښي نه و نوله همدې جهته بیعت النساء ورته وویل سوه امام بخاري د عباده بن الصامت څخه روایت کوي چي رسول اللهﷺ را ته و ویل راسی پردی بیعت را سره وکړی چی الله ته به هیچ شریک نه نیسی غلا به نه کوی زنا به نه کوی خپل اولادونه به نه وژنی یو له بله به تهمت او بهتان نه سره واياست، په ښو کارو کي به زما نا فرماني نه کوی. که چا پر دغو کارو وفاء وکړه د هغه اجر پر اللهﷻ دی او که د چا څخه د دغو کارو مخالف کار پیښ سو او په دنیا کی جزاء ورکول سوه هغه یی کفاره ده او که د چا څخه
مخالف کار پیښ سو او الله يې حال پټ کړی، یعني څوک نه سوه په خبر د هغه حساب پر اللهﷻ دی که يې خوښه وه جزاء به ورکړي او که يې خوښه وه و به يې بخښي ﴾ عباده وایې موږ پر دغو کارو بیعت ور سره وکړی دغو نفرو د خپل اسلام اظهار وکړی او په اسلام سره یې اقرار وکړی او د ډيرو نفرو د ایمان را وړلو خبریې هم و رسول اللهﷺته و وایه چی هلته په مدینه منوره کی نورو دیرو نفر و هم ایمان را
وړی دی کله چي د حج موسم پای ته ورسېدی نو دغو نفرو د رسول اللهﷺڅخه وغوښتل چي د دوی سره یو نفر مدينې منورې ته وليږي چي هلته مسلمانانو ته داسلام احکام او قرآن وروښيي او هغه کسان چي تر اوسه پر شرک پاته دي په هغو کي اسلام نشر کړي ځکه هلته په مدینه منوره کی اسلام نشریږي، رسول اللهﷺ هم د دغه سفارت دپاره د هغو ځوانانو څخه یو ځوان انتخاب کړی چی د سابقين الأولين يعني اولو مسلمانانو څخه و چي هغه مصعب بن عمير و
*په مدینه منوره کي د اسلام اول سفیر*
مصعب بن عمير د مدينې منورې د مسلمانانو په ملکرتيا مدينې منورې ته ولاړی او هلته د اسعد بن زاره په کور کې اوسېدی او دوی دواړو په شوق
او حماس، په جد او جهد سره په اهل یثرب کی اسلام نشراوه او مصعب په مدینه منوره کي د مقرئ په نامه سره مشهوره سو (مقرئ يعني د قرآن مجید ويونکی، د مصعب بن عمیر د دعوت د کامیابی د مشهور و قصو څخه یوه قصه داده چی اسعد بن زراره(رض) یوه ورځ مصعب بن عمير له کوره را وایستی او غوښتل يې چي د بني عبد الأشهل او د بني ظفر کورو ته د دعوت دپاره ولاړسي، هلته
ورغله د هغې قبيلې په باغو کي یوه باغ ته ورننوتل او د یوه څاه پرغاړه کښېنستل چي
هغه ماه ته بئر مرق) ویل کېده، د مسلمانانو څو نفره ورته را ټول سوه د اسلام خبری
سره کوي، سعد بن معاذ او اسيد بن حضير چي د بني عبد الأشهل د قبيلې مشران او سرداران وه او په دغه وخت کي پر هغه خپل شرک وه هغو ته چي د مصعب بن عمير او اسعد بن زراره د را تک خبر ور ورسیدی نو سعد بن معاذ و اسید بن حضیر ته و ويل ورسه دغو دوو راغلو کسانو ته جزاء ورکړه، دوی راغلي دي او غواړي چي زموږ ناپوه خلک له دينه واړوي؟ او د دې څخه يې منعه کړه چي زموږ کورو ته راسي • دا چی اسعد بن زراره زما د خاله زوی دی نو ته ورسه که هغه زما د خاله زوی نه وای : ما به په خپله دغه کار کړی وای
اسید هم خپله نیزه ورسره واخیستل او د دوی پر طرف ور رهی سو اسعد چی د ليري اسید ولیدی مصعب ته یې وویل دغه چه را رهی دی د قوم مشر دی د الله او دین خبري ورته وکړه، مصعب و ویل که کښېنستی خبری به ورسره وکرم اسید چي را ورسېدی په قهر ورته و درېدی او ویل د څه شي دپاره دلته راغلي یاست؟ غواړی چې زموږ ناپوهان له دينه واړوی؟ که تاسي و ژوند ته ضرورت لری له
دې ځایه څخه ولاړ سی ( یعني که غواړي چي ژوندي پاته سی دلته مه راځی) مصعب ورته و ويل : ته کښېنه او زما خبري واوره که دي خوښي سوي قبولي
يې کړه او که دي ناخوښه وې هغه شئ مه قبلوه چې ته په ناراضه کېږې او موږ به هم درڅخه ولاړ سو، اسید و ویل: د عدل او انصاف خبره دي وکړه، نو يې خپله نېزه پر مځکه جگه کړه او کښنستی مصعب د اسلام خبري ورته وکړې قرآن مجید یې • ورته تلاوت کړی، راوي د قصې وايي په والله د مخه تر دې چي اسید خبري وکړي موږد ده په مخ کي د اسلام نور ولیدی بیا نواسید و ویل ما أحسن هذا و أجمله، دا څومره ښه او ښايسته خبري دي، نوويل: که څوک غواړي چي دغه ستاسي دين ته داخل سې څنګه او څه کار کوي؟ دوی ورته و ويل اول غسل وکړه، كالي دي پاک کړه د حق شاهدي اداء کړه او بیا دوه رکعاته لمونځ اللهﷻ ته وکړه.
اسید ولاړ سو غسل يې وکړی کالي يې پاک کړه، شهادتين يې وويل او دوه رکعاته لمونځ يې وکړی او بیا یې و ویل زما تر شا یو سړی دی که هغه ستاسي متابعت : وکړي د ده له قومه هیڅوک د ده مخالفت نه کوي چي هغه سعد بن معاذ دی او زه به یې اوس تاسی ته را ولیږم بیا یې خپله نیزه ورسره واخیستل او د سعد پر طرف ور رهي : سو، سعد بن معاذ چي د خپله قومه سره د مجلس په ځای کي ناست و او د ليري يې اسید ولیدی قوم ته يې وويل په الله سره مي دي قسم وي چي په هغه مخ نه دی راغلی کوم چې ستاسي او له دې ځایه څخه تلی و کله چي اسید خپل قوم ته و درېدی سعد ورته و ویل څه دي وکړه؟ اسید و ویل :
د خلکو سره مي خبري وکړې خو ما داسي شئ نه پکښي ولیدی چي هغه دي د تشویش وړ وي او بیا ما منعه کړل چي دلته به نه راځی دوی ویل ښه دی څرنگه چي ستا خوښه وي هغسي کوو، خويوه بله بده پېښه ده اسيد غواړي چي سعد بن معاذ په یوه بله طريقه دوی ته وروليږي ) نوويل يوه بله بده پېښه ده، هغه دا چي بنو حارثه را وتلي دي غواړي چي اسعد بن زاره و وژني، سره له دې چي دوی خبر دي چي هغه ستا د خاله زوی دی، سعد د دې خبري په اورېدلو په قهر سره ولاړ سو
خپله نیزه یې ورسره واخیستل د مصعب او اسعد رضی الله عنــــهم پر طرف ور رهي سو کله چي يې وليدل چي هغه آرام ناست دي او هيڅ نه ده پېښه نو پوه سو چي د اسید مقصد داو چي زه دوی ته راسم او د دوی خبري واورم
په دغه وخت کی اسعد بن زراره و مصعب ته و ویل یو سردار او رئیس درته را رهي دي او د ده تر شا لوی قوم ولاړ دی که دی ستا د دین متابعت وکړي د ده له قومه هیڅوک ستا مخالفت نه کوي او ټول اسلام ته داخلیږي
سعد بن معاذ را ورسېدی او په قهر ورته و درېدی و اسعد ته یې و ویل یا ابا امامه که زما او ستا په منځ کی قرابت نه وای دغه سړی به زما څخه ژوندی نه وای تللی دننه زموږ کورو ته هغه شیان را وړي چي زموږ نه دي خوښ؟ مصعب و سعدبن معاذ ته و ويل آیا نه کښينې چي زما خبري واورې؟ که دي خوښي سوې قبولي يې کړه او که دي ناخوښه وې موږ به درڅخه ولار سو، سعد بن معاذ و ویل دا حق او د انصاف خبره ده، نیزه یې پر مځکه جگه کړه او دی کښېنستی مصعب د اسلام خبري ورته وکړې، قرآن مجید یې تلاوت کړی، بیا هم راوي د قصې وايي په والله د مخه تردې چي سعد خبري وکړي موږ د ده په مخ کي د اسلام په نور پوه سوو، بيانو ﴾ سعد بن معاذ و ويل څوک چي مسلمانيږي او غواړي چي ستاسي دين ته داخل سي هغه څنګه کوي؟ مصعب وويل غسل وکړه، كالي دي پاک کړه، د شهادت کلمې و وایه او دوه رکعاته لمونځ آداء کړه، سعد هم دا کارونه وکړه، بیا یې خپله نیزه ورسره واخیستل او د قوم پر طرف رهي سو قوم چي د ليري ولیدی نویې وويل په و الله مو دي قسم وي په کوم مخ چي تللی و په هغه مخ نه راغلی اوس چي سعد بن ﴾ معاذ خپل قوم ته ودرېدى ويل : يا بني عبد الأشهل زه په تاسي کي څه مقام لرم
هغو ويل : ته زموږ سرداريې، په موږ کي پوه او هوښياريې. ده و ویل ستاسې د نارینه او ښځو سره تر هغو پر ما خبري کول حرام دي چي پر الله او د هغه پر رسول مو ایمان نه وي را وړی د ده د قوم پر نارینه او ښځو د دغې ورځي د ماځیگر لمر نه وو لوېدی چي تول قوم يې اسلام ته داخل سو بېله يوه سړي څخه چي د هغه اسلام د احد د جنگ تر ورځي پوري وځنډېدى او د احد په ورځ مسلمان سو، په هغه ورځ يې جنگ هم وکړی او په هغه جنگ کي په داسي حال کي شهید سو چي الله ته يې يوه سجده هم نه وه کړې، رسول الله د ده په باره کي و و فرمايل : (عمل قليلاً و آجر كبيراً يعني عمل یې لږ وکړی او اجريې ډير واخیستی
مصعب بن عمیر د رسول اللهﷺ سفیر حتی په اسلام کی اول سفیر په مدینه منوره کي د اسعد بن زراره په کور کې اوسېدی او خلک یې اسلام ته دعوتول در ورځي او د شپې دعوت کوي، د دعوت په لار کي یې ډير زحمت ایستی ترڅو چي دو انصارو په کورو کې داسي كور نه و چي هلته دي نارینه او ښځي مسلمانان نه وي موجود په مدینه منوره کی اسلام نشر سو او دیر زیات خلک اسلام ته داخل سوه دغه واقعې د غم ترکال وروسته او تر هجرت د مخه پیښیږي، د بعثت لسم کال د غم کال و او هجرت د بعثت تر دیارلسم کال وروسته وسو په درو کلو کی دغه تحولات پیښ سوه د مدينې منورې د خلکو څخه چي يو نفر مسلمان سي، هغه نفر بيا ډیر کوښښ کوی چی کورنۍ یې هم اسلام ته داخله سي د مثال پر قسم به دغه یوه قصه
وکو چي نور درته بیان سي د عمرو بن جموح زامنو ایمان را وړی مسلمانان سوه مگر په خپله عمرو اسلام ته نه سو داخل زامنویی دی اسلام ته دعوتاوه خوده نه قبلاوه عمرویو بت درلودی د هغه عبادت يې کاوه زامنو يې غوښته چي ده ته دغه د ده د دین او بت پرستی ﴾ غلطی او د ده د معبود مجز او ضعف ور ښکاره کړي، نویوه شپه چي عمرو بیده و زامنور
يې ګنګي او مرداري را وړل دغه د ده بت يې ټول په ولړی، پلار چه يې سهار را ويښو سو او غواړي چي د بت عبادت وکړي وې ليدل چي بت يې په مرداري لړلی دی، ﴾ ويل : دا کار چا در سره کړی دی؟ د لرگي بت ته خبري کوي وايي چا بې عزته کړی يې؟ ولي داسي سوى يې؟ په اخته دی پاکوي يې او خبري ور سره کوي، ښه يې و پاک کړی خوشبويي يې پوري ومږل او بیا یې د هغه عبادت شروع کړی ﴾ دا د بت پرستانو او مشر کانو بيعقلي او نا پوهي ده
دو همه شپه يې بیا پلار بيده دی زامن يې راغله خوني ته ورننوتل بيا يې بت په مرداري ولړی او ځني را و وتل، دوهمه ورځ يې بیا پلار گوري چي معبود اله يې په مرداري لړلی دی او ورته وايي چي ته څنګه رب او معبود يې چي د ځان دفاع نه سې کولای؟ بيا يې پاک او خوشبویه کړی دا واريې په غاړه توره هم ور و خرول اور ورته وايي که بيا څوک درته راغلی او ستا بې احترامي يې کول يا يې په مرداري
لړلې په دغه توره يې وهه او وې وژنه، ولرگي ته خبري کوي.
خیر در ییمه شپه سوه دی چی بیده سو بیایی زامن راغله یو سپی یې وژلی و او ده
بت په غاړه یې ور و خراوه ، بت يې ټول د سپي په وینو ولړی وروسته يې سپی او بت
دواړه دباندی پر کچره یا انبار و غورځول سهار چي یې پلار را ويښ سو په بت پسي ګرځي هغه نسته، د همسایگانو په یوه او بل کور کې پوښتنې پسي کوي څو آخر يې بت پر انبار او کچره پیدا کړی او مړ سپی یې هم په غاړه ځړیږي بت چي يې پر دغه حال ولیدی نوويل: والله ته د دې لائق نه يې چې څوک دي عبادت وکړي عمرو بن جموحه ولاړی ایمان یې را وړی مسلمان سو او د احد په ورځ شهید و وژل سو مدينې منورې خلکو د خپل قوم سره دغسي معامله کول چي اسلام ته يې داخل کړي نو ځکه اسلام په مدينه منوره کي نشر او ډیر سو د بعثت د دیارلسم کال د حج تر موسم د مخه مصعب بن عمیر مکی مکرمی ته راغلی او رسول الله ته يې له ځانه سره د کامیابی زیري را وړي وه، د یثرب دا قبيلو هغه قصې يې ورته بيانولې چي په هغو کي د دوی د خیر د اسلحو او قوت و حالات په واضحه ډول سره ښکاره وه
نوربیا ....
❤️
🩷
2