
دنجات لار Danijat Laar
February 6, 2025 at 03:02 AM
*دسرور کائنات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم مبارک سیرت*
*شپږ څلویښتمه برخه*
*د عقبې سره د اهل یثرب دو هم بیعت*
د بعثت د دیارلسم کال د حج په موسم کي چي د (۶۲۲) ميلادي کال د جون میاشت وه د مدينې منورې د مسلمانانو څخه (۲۳) نفره نارینه مسلمانان او دوې
مسلماني ښځي د خپل قوم د مشرک حاجیانو سره یو ځای د حج د آداء کولو دپاره را و وتل تاسي ته معلومه ده چي مشرکانو هم حج کاوه او دغه مسلمانانو هلته په ﴾ مدينه منوره کې یا پر لاري سره و ویل څو ترڅو به رسول الله د مکې مکرمې په غرو کي تريخ ژوند او په تكليفي حالت کي شپې او ورځي تېروي؟ ﴾ کله چې دغه مسلمانان مکې مکرمې ته راغله د رسول اللهﷺ سره یې د پټ اوسري ملاقات غوښتنه وکړه، هغه داسي دغه مسلمانانو دوهﷺ نفره و رسول اللهﷺ ته ور ولیږل چی یویې براء بن معروف و
او بل يې سعد بن مالك و چي دغه سعد بن مالک د عربو د مشهوره شاعرانو څخه و او براء بن معروف د انصارو د مشرانو څخه و دوی رسول اللهﷺپه رنگ نه پیژندی خو بیا هم قوم ور ولیږل ویل ورسی په پوښتنه به یی پیدا کړی ځکه رسول الله مشهوره و هر چا پیژندی او د ملاقات وعده ځني واخلی چی کله او چیری به دغه داحج په موسم کي سره و وینو؟ چي بيعت در سره وکړو
دغه دوه نفره رهي سوه او پرلاري يې پوښتنه وکړه چي محمدﷺ چیری دی؟ خلکو ورته وویل هلته د کعبې شریفی سره ناست دی او که د ده اکا عباس پیژنی هغه ور سره ناست دی براء بن معروف د رسول الله اکا حضرت عباس پیژندی و کعبې شريفي ته چي ورغله وې لیدل چي رسول اللهﷺد خپل اکا عباس سره ناست دی دوی هلته ورغله سلام یې ورته و وایه او ورته کښینستل رسول الله هم و علیک ورته و وایه او پوښتنه یې ځني وکړه چي څوک یاست؟ براء و ویل زه براء بن
معروف یم او سعد و ویل زه سعد بن مالک یم سعد وایي کله چي ما و رسول الله ته خپل نوم وریاد کری رسول اللهﷺيوه جمله وويل چي هيڅکله مي نه هيريږي او نه به يې هېره کړم، هغه دا چي كله ما
د ځان د معرفی کولو دپاره خپل نوم ورياد کړی او ومي ويل سعد بن مالک رسول اللهﷺپه دیر تعجب او آوږده آواز سره و ویل هغه شاعر دغسی په آورده آواز ما ويل هو شاعر، څرنګه چي سعد بن مالك له مدينې منورې د لوړو او مشهورو شاعرانو څخه و نو رسول اللهﷺپه دې ډير زيات خوشاله سو چي يو شاعر مسلمانيږي
دا ولي؟ ځکه په هغه وختو کي د یوه خبر د نشر ولو دپاره دغي وسائل نه وه موجود
لکه د نن ورځي رادیو تلویزیون اخبار مجله او نور، د دغو شیانو څخه هیڅ شئ نه و په هغه وختو کي د خبر د نشر ولو دپاره فقط دوه شیه موجود وه یو خطیب او بل شاعر . نو کله چې يو شاعر مسلمان سي دا داسي مثال لري لکه مسلمانانو چې د رادیویا تلویزیون یو استیشن پیدا کړی یا یې د اخبار او مجلې د چاپولو مطبعه پیدا کړه هغه زمانه کي د هري موضوع او هري واقعې د نشر ولو دپاره د شعر اعتبار ډير زيات رسول اللهﷺبه په خلکو پسی گرځېدی په اسلام به یې خبرول او اسلام ته به یې
دعوتول مگر په شعر پسې به خپله عرب کرځېدل شعر په خپله عربو یو له بله سره نقلاوه حتی که شعر ښکنځل هم وای خلکوبه یا داوه او نقلاوه یې ځکه د عربو په طبیعت کي شعر خوښ و او د عربو په هر فرد کي که نارینه و كه ښځه د شعر ويلو او شاعری طبیعت پروت و حتی د هغه ډيري علاقي په سبب چي عربو د شعر سره درلودل خبري چي به دي هرڅه ورته وکړې هېرېدې يې، مگر شعر چي به دي يويار دوه واره ورته و وایه په یاد به یې سو.
دغه یوه قصه د مثال پر دول درته بیانومه
یو وخت دا بیا وروسته په مدینه منوره کي یو صحرایی عرب و رسول الله ته راغلی او مسلمان سو، مسلمانانو لمونځ وروښاوه لمونځ يې هم زده سو مگر دا یې هیڅ ﴾ نه زده کېدل چي د هر وخت لمونځ څورکعاته دی، خلک ورته وايي سهار دوه رکعاته ما پښين څلور رکعاته، خو چه هرڅه يې ور وښيي نه يې په ياديږي بيا غلط سي، نو رسول الله ته کښېنستی ويل يا رسول الله هيڅ مي نه زده کيږي چي د هر و وخت لمونځ څو رکعاته دی اوس یې رسول اللهﷺورښيي سهار دوه رکعاته ماپښين څلور ركاته مازدیگر ماښام ماخستن، خو صحرايي چي يې وايي غلطیږي ﴾ بيا يې ور وښوول بيا غلطيږي، هرڅه چي په وکړي بيا هم غلطیږي نه يې سي زده کولای خو دلته يو صحابي موجود و چي شاعر و هغه و ویل: یا رسول الله که ستار اجازه وي زه به يې وروښيم، ويل وروې ښيه، شاعر وويل : سمع يا رجل سريه واوره و إن الصلوة أربع فأربع * ثم ثلاث بعدهن أربع ثم صلوة الفجر لا تضيع ﴾
دغه رکعتونه يې په شعر ور وښوول بس په یاد يې سوه مقصد دا چه په عربوو کي شعر خاص مقام درلودی شعر يې په دماغ کی کښېنستی شعر يې پر ژبو آسانه و ﴾ شعريې په یا داوه او يوله بله يې سره نقلاوه و نو کله چي سعد بن مالک شاعر مسلمان سو، دا د اسلام دپاره ډیره لویه کامیابی وه ځکه د ده د شعر په واسطه اسلام ته دعوت نشرېدی، بل چا داسې نه سوای نشرولای
لکه یوه شاعر چی د شعر په واسطه سره نشراوه نو خود رسول الله د سعد بن مالک په اسلام ډیر خوشاله سو او بیا رسول الله د دغو دو و نفرو سره وعده وکړه چې په
فلانی شپه به د عقبي سره په پته سره یو ځای کیږو او هلته به ملاقات سره کوو عقبه په منی کي د جمرة الأولى سره دیوه غرکې نوم دی اوس به قصه د انصار و یوه مشر ته پریږدو چی د دغه تاریخی ټولني او اجتماع هغه
چي د شرک او اسلام د مقابلې ورځو ته يې تغير ورکړی حالات را ته بیان کړي کعب بن مالك الأنصاري (رض) وايي موږ د مدينې منورې څخه د حج دپاره مکې مکرمې ته راغلو او د رسول اللهﷺسره مو د ایام تشريق د منځ په شپوکي د عقبې سره د ملاقات وعده وکړه، خو هغه شپه را ورسېدل چي موږ د رسول اللهﷺسره په هغه شپه د ملاقات وعده درلودل په دې سفر کي پر نورو مشرکانو علاوه زموږ د قوم دمشرانو څخه يو مشر او زموږ د اشرافو څخه يو شریف عبدالله بن عمرو بن حرام چي دی هم مشرک و را سره و که څه هم موږ خپل حال زموږ د قوم له مشر کانو څخه پټ ساتی خو د عبدالله بن عمرو سره مو په دې باره کي خبري وکړې او موږ ورته وويل : يا ابا جابر ته زموږ د اشرافو او مشرانو څخه يو شریف او يو مشر یې او موږ دغه ستا په حال نه یو خوښ نه غواړو چي سبا د دورخ اور په تا بلیږي بيا مو اسلام ته دعوت کړی او د رسول اللهﷺد ملاقات په وعده موهم خبر کری، عبد الله بن عمرور اسلام قبول کړی او عقبې ته هم را سره حاضر سو او د دولسو نقیبانو د جملې څخه و هغه چي په وروسته کي و تاکل سوه دی هم یو نقيب و
کعب بن مالك وايي موږ هغه د وعدې په شپه د خپله قومه سره چي مشرکان وه په خپل ځای کې بیده سوو کله چي د شپې در یمه حصه تیره سوه موږ مسلمانان درسول اللهﷺ سره د وعدې و ځای ته يو يو او په پټه ور رهي سوو، څو چه د عقبې
سره په هغه شپه کې ټول سره یو ځای سوو، موږ ټوله (۲۳) نفره نارینه وو او دوې ښځي را سره وې، چي يوه يې نسيبه بنت کعب وه چي په ام عماره سره مشهوره ده او بله يې اسماء بنت عمرو وه چي ام منيع ورته ویل کېده. موږ په دغه شیله کې سره یو ځای سوو او د رسول الله د را تک انتظار مو کاوه ﴾ خوچی رسول اللهﷺراغلی او د ده سره د ده اکا عباس بن عبد المطلب هم ورسره ملکری و او عباس په دغه وخت کې د خپل قوم پر دین و خو بیا یې هم دا خوښه وبلل
چې د خپل وراره په معامله کي حاضر وي او ځان ته پوره اطمینان حاصل کړي. ورونو موږ مخ کي و ویل کله چي براء بن معروف او سعد بن مالک د رسول اللهﷺسره د ملاقات وخت او ځای تاکی عباس هم هلته حاضر و دغو دوو نفرو نه غوښتل چي د عباس په حضور کې دغه د ملاقات خبري وسي ځکه عباس هغه وخت اسلام ته نه و داخل سوی، خو رسول اللهﷺ ورته وویل خبري په ښکاره سره کوی دا زما اکا دی مطمئنه اوسی، نو د ملاقات وعده د عباس په حضور کي
وسوه کله چی بیا د وعدې شپه را ورسېدل عباس ورسول الله ته تینگ سو
چي زه هم در سره ځم او رسول الله و هم د ځان ملکری کړی.
کعب بن مالك وايي اول هغه څوک چي په دغه اجتماع کي یې خبري وکړې هغه عباس بن عبد المطلب د رسول الله اکا و او په پوره صراحت سره یې د دغه مسئولیت چی موږ انصار و پر غاره اخیستی و خطرونه را ته بیان کره او ویې ویلا يا معشر الخزرج محمدﷺپه موږ کې هغه مقام لري چي تاسي ته در معلوم دی موږ د هغو کسانو څخه ساتلی دی چې د ده مخالف دي، دی نو په خپل قوم و کي په عزت دی او د دښمنانو څخه ساتلی دی خودی ستاسي په غوښتنه اوس غواړي چي تا سي ته درسي که تاسي په هغه څه سره وفاء کولای سی چي د ده سره مو وعده کړې ده او د ده د مخالفینو څخه يې ساتلای سی نو تاسي پوه سی او دغه مسئولیت او که تاسی د ده تر در تک یا تر هجرت کولو وروسته دی یوازي پرېږدی او د ده و دښمنانو ته يې ورتسليموی نو د اوسه څخه يې لا پریږدی ځکه
دی اوس په خپل قوم او په خپل ښار کي په عزت او ساتنه کی دی کعب وايي موږ و عباس ته وويل موږ ستا خبري واورېدې او اوس ته خبري و که یا رسول اللهﷺستا د خپل ځان او ستا د رب دپاره هغه شیان پر موږ کښېږده
چي ستا خوښ وي. تاسي پوهېږی چي د انصارو په دغه جواب کي ډیره لویه معنی پرته ده یعنی موږ په تینگ عزم او ثابته تصمیم په پوره شجاعت او کامل ایمان به صدق او اخلاص : سره دغه لوی مسئولیتونه قبلوو او هغه خطرناکه عواقب یې تحملو و خویا رسول الله
ته دي خپل شرطونه و وايه
بیا نو رسول الله خپلی خبري وکړې او بیعت پای ته ورسېدی اوس نو په بیعت کي څه شي وه؟ او تر بیعت د مخه کومي خبري وسوې، د دواړو طرفو له خواڅه وویل سوه؟ متوجه سی د مسلمانانو دپاره واقعی اسلام دغسی وی
امام احمد په خپل مسند کې د دغه بیعت مادې یا بندونه په تفصیل سره بيانوي او وايي چي جابر وايي موږ و رسول اللهﷺته و ویل: یا رسول الله پر
څه شي بیعت در سره وکړو؟ رسول الله و فرمایل : ۱ د ضعف او قوت په وخت کې به زما اوامر اوری او قبلوی- ٢د پراخی او مفلسۍ په وخت کې به ما او زما ملگرو ته نفقه را کوی. ٣ امر بالمعروف او نهي عن المنكر به کوی، يعني خلک به په ښو کارو امر کوی اوله بدو کارو څخه به یې منعه کوی
سبحان الله نن ورځ خلک د دغه امر بالمعروف او نهي عن المنكر څخه څومره ليري دي او که بیا یو څوک دغه کار کوي اورېدونکي په قسم قسم خبرو او لغازو د هغه د خبرو مخ نیوی کوي، د خپل غرور او كبر په سبب نه غواړي چي داسي څوک
پيدا سي چي دوی ته دي د دوی عیب و وايي او سمي لاري ته دي يې را وبولي. ۴ د الله په لار کي به ثابت درېږي، په الهي او امرو کې به د ملامتی ویونكو خبري تاثير نه در باندي کوي.
يعني د خلکود ناخوښۍ یا نه رضائیت په سبب به الهي اوامر نه پرېږدی و ۵ - که زه تا سي ته در غلم زما نصرت به کوی او ما به د هغو شیانو څخه ساتی
چې د هغو څخه خپل ځانونه خپلي ښځي او خپل اولادونه ساتی او د دغه کارو اوشرطود عملي کولو په بدله او مقابل کي تاسي لره جنت دی
کعب بن مالک وایي براء بن معروف رسول اللهﷺتر لاس و نیوی او ويل هو په هغه ذات سره دي زموږ قسم وي چي ته يې په حقه سره رسول را لېږلی يې موږ به ستا داسي ساتنه کوو لکه د خپلو اولادو او کورنیو ساتنه چي کوو بیعت را سره وکړه یا رسول الله په والله موږ په جنگ پوه، په جنگ کی پاخه او د همت
خاوندان یو موږته همت او مرانه له نیکه کانو په میراث را پاته ده
کعب وايي براء خبري کولې چي ابو الهيثم بن التيهان يې په خبرو کي ورو
ولوېدی او ویل: یا رسول الله زموږ او د خلکو په منځ کی علائق سته او موږ هغه
علاقات پرېکوو د خلکو څخه يې د مدينې منورې يهود مقصد وه) نوويل : داسي خو
به بیا نه پيښیږي چې موږ هغه علاقات پرې کړو او الله تا او ستا دین لوړ او ښکاره
کړي او بيا ته موږ پرېږدې او خپل قوم ته راسي؟ رسول اللهﷺتبسم وکړی او وې
فرمايل: «بل الدم الدم، والهدم الهدم » زه ستاسي څخه يم او تاسي زما څخه ياست هغه چا سره جنگېږم چي تاسي ورسره جنگېږي او د هغه چا سره صلحه کوم چي تاسی صلحه ورسره کوی پسله هغه څخه چي د بیعت پر شرطو خبري وسوې او اوس مسلمانان غواړي چير په بیعت کولو شروع وکړي بيا هم دوه نفره د هغه اولو مسلمانانو څخه چي د بعثت په یوولسم او دو ولسم کال کي مسلمانان سوي وه يو په بل پسې د خبرو کولو دپاره ولاړ سوه غواړي چي خپل قوم ته د دغه بیعت پوره مسئولیت او خطرونه ور ښکاره کړي، و دا دپاره د دې چي دغه بیعت په پوره وضاحت او ښکاره ډول سره وي او دوی پوه سي چي د دوی قوم د تضحيې او قربانی دپاره څومره آمادگي لري. ابن اسحاق وایی کله چی قوم د بیعت دپاره آماده سو عباس بن عباده وويل: تاسي پوهېږی چي تاسي د دغه سري سره پر څه شي بيعت کوی؟
قوم و ویل هو. ده و ویل تاسي د خلکو د توره او سر سره پرجنگ کولو بیعت کوی که تاسي په دی فکریاست که مو مالونه په یوه مصیبت سره تباه سوه یا ستاسی اشراف او مشرانو و وژل سوه بيا نو تاسي دئ و دښمنانو ته ور تسليموی له اوسه څخه يې لا پرېږدی ځکه که بيا داسي وکړی دا کار په والله د دنیا او آخرت ښویېدل دي او که تاسي په خانو کې دا قدرت وینی چي د مال پر تاوان او د مشرانو پر وژل کېدلو سر بېره پر دغه ﴾ شرطو وفاء کوی نویی در سره بوزی او په والله دا ستاسي د دنیا او آخرت خیر دی قوم و ویل موږیې د مال په تاوان د اشرافو او مشرانو په وژنه قبلوو او را سره بیایویی
نوربیا.....
❤️
🩷
3