
دنجات لار Danijat Laar
February 9, 2025 at 02:45 AM
*دسرور کائنات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم مبارک سیرت*
*اوه څلویښتمه برخه*
*دولس نفره نقیبان*
پسله هغه څخه چی بیعت پای ته ورسېدی رسول اللهﷺ د دوی څخه و غوښتل
چي خپل منځ څخه دوولس نفره مشران و تاکي چي هغه به پر خپل قوم نقیبان وي، يعني د خپل قوم له طرفه د دغه بیعت د بندو یا مادو د عملي کولو مسئوله او ضامنان دي
ډير ژر او په دغه وخت کې دغه دوولس نفره وټاکل سوه چي (۹) نفره يې و د خزرج د قبيلې څخه وه او (۳) نفره يې د اوس د قبيلې څخه وه او د دغو نقيبانو نومونه په دې ډول سره دي هغه کسان چي د خزرج د قبيلې څخه وه
1 - اسعد بن زراره بن عدس ٢عبدالله بن رواحه بن ثعلبه- ٣سعد بن ربیع بن عمرو
٤رافع بن مالك بن العجلان
٥البراء بن معرور بن صخره - ٦عباده بن الصامت بن قیس ٧عبدالله بن عمرو بن حرام
٨سعد بن عباده بن دلیم
۹المنذر بن عمرو بن حنيس
او هغه کسان چي د اوس د قبيلې څخه وه -
١٠اسید بن
حضير بن سماک
١١رفاعه بن عبد المنذر بن زبیر
١٢سعد بن حيثمه بن الحارث
کله چې دغه مشران یا نقیبان و ټاکل سوه رسول اللهﷺد هغو څخه د مشرانو او رئيسانو په صفت بل عهد واخیستی او ورته وي فرمايل تاسي د خپل قوم داسي کفیلان او ضامنان یاست لکه حواریین چی د عیسی بن مریم دپاره وه
هغو وویل: هو. او بیا رسول اللهﷺ فرمایل زه د خپل قوم کفیل او ضامن یم
*شیطان په دغه بیعت او معاهده خبریږي*
اوس چي عهد او بیعت پای ته ورسېدل او قوم غواړي چي سره جلا سي په دغه
آخر نیو وختو کې د شیطانانو څخه یوه نفر دغه مجلس او د هغه نتیجه کشف کړل او شیطان د وخت د لږ والي په سبب نه سوای کولای چي د قریشو مشرانو ته دغه خبر ﴾ ورسوي او هغه ناڅاپه دلته دغي شېلې ته د دوی د اجتماع په حالت کي ورته راولي، نو دغه شیطان پریوه لوړه و درېدی او په لوړ آواز سره یې ناري کړه:
يعني اې د خیمو خلکو اي بيد و خلکو آیا تاسي خبریاست چي مذمم او هغو خلکو چي له دينه اوښتي دي ستاسي سره پر جنگ کولو اتفاق وکړی؟ ﴾ شیطان دلته د محمد پر ځای مذمم و وایه ځکه کفارو د خپل عناد او
عداوت په سبب د محمدﷺنوم و مذمم ته اړولی و محمدﷺ چی د حمد څخه دی او ترجمه يې يعني ښه پر ویل سوي دوی و مذمم ته چي د دم او بد ويلو څخه دی (یعني بد پر ویل سوي اړولی وو
خو رسول اللهﷺو فرمایي الله زه دکفارو د بد ویلو څخه خلاص کړی وم ځکه دوی به مذمم ته بد ویل اوزه محمدﷺ وم
شیطان په لور آواز دغه ناره وکړه رسول اللهﷺ فرمایل دا د عقبی شیطان
دی او ویل والله یا عدو الله تا ته به در فارغه سو رسول اللهﷺ مسلمانان امر کړلو چي خپلو ځایو ته ولاړ سی دغه د شیطان ناره د منی ټولو خلکو که مسلمانان وه که کفار واورېدل سعد بن عباده که چې دغه ناره واورېدل ولاړ سو او توره یې پورته کړه ويل: یا رسول الله قسم په هغه ذات چي ته يې په حق سره را لیږلی یې که ستا خوښه او اجازه وي د تولي منی پر خلکو به سبا په تورو حمله وکړو، سبحان الله د لومړی
لحظي څخه د رشتیا میدان راغلی او دغه درو اویا نفره آماده دي چي يوازي دوی د ټولو حاجیانو سره نه بلکه د ټولو مشرکانو سره و جنگیږي د دوی اخلاص او صداقت همت او مرانه د اولی لحظی څخه ثابت سوه
خو رسول اللهﷺ وفرمایل په دغه نه یو امر کړل سوي، مگر خپلو ځايو ته ولاړ سی خلک ولاړل او تر سهاره بیده سوه.
قريشو چي دا خبر واورېدی په دوی کي بيره او تشویش پیدا سو ځکه دوی د دغسي بیعت په خطرناکو عواقبو پوره پوهېدل چي د دوی مالو او ځانو ته څومره ضرور پېښیږي، نویې تحقیقات شروع کړه چي زموږ پر جنگ چا؟ او څنکه اتفاق؟ وکړی. د تحقیقاتو نتیجه په یقینې ډول سره نه بلکه په خيالي او اشتباهي ډول سره دا را
و وتل چي ښايي اهل یثرب د رسول اللهﷺسره اتفاق کړی وي، په سهار کې د قریشو مشران سره را ټول سوه د اهل یثرب خیمو ته ورغله چي پر دغه معاهده خپله شدید احتجاج وړاندي کړي، نو يې ورته وويل يا معشر الخزرج موږ ته خبر راغلی دی چي تاسی دغه زموږ نفر ته راغلي ياست زموږ څخه يې بیایاست او د ده سره مو زموږ پرجنگ بیعت کړی دی او په والله په ټولو عربو کي داسي قوم او کلی نسته چي و موږته دي د هغو سره جنگ ناخوښه وي بېله تاسي، يعني د هر چا سره مو په جنگ او
دښمني کولو پروا نه کيږي بېله تاسي څخه او هغه هم ستاسي د عزت په سبب نو
تاسي هم باید داسي کار ونه کړی چي هغه زموږ او ستاسي د جنگ سبب وګرځي. د خزرج د قبيلې مشرک او کافر حاجیان چي په دغه واقعه او بیعت هيڅ نه وه خبر، ځکه دا کار په ډير سري ډول سره د شپې په تاریکیو کي پای ته رسیدلی و هغو په قسمو شروع وکړه او وايي په والله هیڅ نه ده پېښه سوې او موږ په هیڅ نه یو خبر ﴾ څو قریش و عبدالله بن سلول ته ورغله هغه ویل دا ناحقه خبره ده داسي هیچ نه ده پېښه سوې او زما قوم زما څخه داسي کار نه پټوي، که دوی داسي مهم کار کولای خامخا يې زه د دغه کار آمر ګرځولم ، مگر هغه مسلمان حاجیان چي دغه اجتماع ته حاضر سوي وه دغه اتفاق يې کړی و يو بل ته سره گوري او پټه خوله دي هيڅ نه وايي، نه د هو خبره کوي نه د يا
قریشو د یثرب دکفارو خبره و منل او نا امیده و مکی مکرمې ته ولاړل او دوی دا ومنل چي دغه را رسېدلی خبر درواغ دی، خو بیا هم په دغه باره کي معلومات کوي، بحث او څېړني کوي ترڅو دې نتيجې ته ورسېدل چي هو دا خبر صحي دی او بیعت هم سوی دی، خو دا معلومات هغه وخت ورته یقیني سوه چي حاجیان دخپلو وطنو طرف ته رهي سوي وه، نو قريشو ډير ژر خپل فارس پهلوانان ولېږل چي د یثرب حاجیان را و گرځوی مگر دا کار پسله وخته څخه و حاجیان ټول ځني تللي وه، فقط دوه نفره يې وروسته پاته وه چي يويې سعد بن عباده و او بل يې منذر بن عمرو و قريشو د هغو د نیولو کوښښ وکړی مگر منذر بیا هم ځني ولاړی او سعد يې ونیوی لاسونه يې په غاړه کې وروتړل په وهلو او کشولو يې مکې مکرمې ور ته راوستی دلته يې وهي او دغه پوښتني ځني کوي چي تاسي د محمدﷺسره اتفاق وکړی؟ سعده انکار کوي، سعد وايي د دغه وهلو په وخت کې يو جک سپین پوستی سری راغلی چي ښه روښانه مخ يې و دا سړی د قریشویو مشر معلومېدی ﴾ سعد وايي زما امید ورته پیدا سو ما ويل ښايي دغه سري مي له وهلو څخه خلاص کړي نومي ورته وویل چي د دغو خلکو څخه مي خلاص کړه، خو هغه سړي ﴾ په خپله یو تینگ سوک را سره کړی او بیا وروسته پوه سوم چې دغه سړی ابوجهل و سعد وايي سبحان الله شکل يې يو شئ و او عمل يې بل شي و نن ورځ هم داسي پېښه ده چي يو انسان به په شکل او قیافه لباس او خبرو ډير
ښه سړی معلوميږي خو دننه به شرمښ وي، نو تركومه وخته چي د يو چا اخلاق او
ژوند پوره نه وي در معلوم په دباندني شكل او خبرو يې مه خطاوزی، ځکه ډير
شرمښان د میږي په پوست کي ژوند کوي او خلک په خندا او پستو خبرو خطا باسي
يا دا چي مار دی تر ظاهري نقش او نگار لاندي يې وژوتكي زهر پراته دي. د قریشو دغه وهل دوام لري قريش غواړي چي سعد بن عباده اقرار وکړي او و وهي يې خودئ بالكل منکر دی، په حاضرو خلکو کي یو نفر ناست دی او دغه وهلا ويني زړه یې پر و سوځل سو، ويل يا سعد د قریشو د مشرانو څخه يو څوک نه پیژنې چي خلاص دي کړي؟ سعد ويل هو پیژنم يې ويل څوک پیژنې؟ ويل مطعم بن
عدی او حارث بن حرب پیژنم اصلا د دغو دوو نفر و تجارتی قافلې د سعد بن عباده په جوار د مدينې منورې په منطقه کې تېرېدلې دغه سړی دباندي و وتی ناري يې کړه ويل يا مطعم بن عدی یا حارث بن حرب يو سړي چي د دباندي
څخه دی وهل کيږي او تر وهلو لاندي ستاسي په نامه سره نارې وهي ﴾ و دغه دوه نفره راغله وې ليدل چي دغه نفر د مديني منورې د مشرانو څخه يو مشر، سعد بن عباده دي او وهل کیږي، نویی جوار ورکړی سعد د وهلو څخه
خلاص سو او بېرته مديني منورې ته رهي سو هلته په لاركي انصار متوجه سوه چي ﴾ سعد نسته، نو يې دا اراده وکړه چي بيرته مکې مکرمې ته را وګرځي، په دغه وخت و کي سعد پسي ورور سیدی، نو ټول قوم صحي او سالم مدينې منورې ته ورسېدی و دا د عقبې سره دوهم بیعت و چي په بيعه العقبة الكبرای سره هم ياديږي او په داسي فضاء کي پای ته ورسېدی چي هلته د پاشلو مسلمانانو په منځ کي حب او عواطف دوستی او نصرت موجود وه هلته د اسلام په لار کی اعتماد او شجاعت موجود و مرانه او همت موجود و د اهل یثرب مسلمان په مکه مکرمه کي پر خپل ضعيفه او مظلوم مسلمان ورور رحم او شفقت لري او د هغه دپاره جنګیږي او پر هغه ﴾ ظالم په قهر کيږي چي د ده پر مسلمان ورور ظلم کوي او د ده په زړه کې د هغه مسلمان ورور دپاره چی تر اوسه یی لیدلی هم نه دی د دوستی او محبت احساسات پرجوش راځي، دا ټوله حب في الله دی او د دغي دوستۍ احساس او عواطف داسي هم نه وه چې د څو ورځو په تېرېدلو سره بیرته د ده له زړه څخه وتل، بلکه دا دی دوستی منبع او مصدر ایمان پر الله، ایمان پر رسول الله او ایمان پر کتاب الله و دا داسي ايماني تعلقات او جذبات وه چي د هيڅ ظالمانه او خصمانه قوت په مقابل و کې نه زائلېدل، ایماني شمال او نسیم چي والوزي په عقیده او عمل کي عجائبات را وړي، په دغه ايماني جذباتو سره مسلمانانو کولای سوای چي د زمانې پر پانو خپل طلايي عملونه وليکي او د تاريخ پر پانو داسي آثار پريږدي چي مثل يې نه په تیرو وختو کي و او نه په اوس کي سته او نه به په مستقبل کي پيښ سي.
دهجرت پیل
نوربیا....
❤️
1