دنجات لار Danijat Laar
دنجات لار Danijat Laar
February 10, 2025 at 03:05 AM
*دسرور کائنات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم مبارک سیرت* *اته څلویښتمه برخه* *دهجرت شروع* پسله هغه چي د عقبې سره دوهم بیعت پای ته ورسېدی او اسلام په دې سره کامیابه سو چي د ځان دپاره د يوې داسې منطقې او صحرا په منځ کي وطن جوړکړي چي په هغه ټوله منطقه کي د کفر او جهالت موجو څپې وهلې او دا هغه تر ټولو لویه کټه ده چې اسلام د دعوت له شروع څخه بيا تر اوسه لاس ته راوړل، نو رسول اللهﷺ ټول مسلمانان دغه وطن ته په هجرت کولو سره امر کړلو دا د هجرت اجازه نه وه بلکه په هجرت کولو سره امر و پر هر مسلمان دا واجب او لازمه وه چي مديني منورې ته هجرت وکړي. تاسي پوهېږی چي دا څنګه هجرت و؟ تاسي به فکر کوی چي مسلمانان ده زحمتو څخه نعمتوته تله يا والله دا هجرت د دنیوی کاروبار نړول او عبثول وه دا مسلمانانو د مالو قرباني کول وه يوازي او په خالي لاس يې خپل ځانونه مدينې منورې ته رسول او په دغه سفر کي په دغه هم پوهېدل چي د کفارو له طرفه د دوی سر او مال مباح ګرځول سوي دي، ممکن د لاري په اول کي هلاک سي يا په آخر کي او دوی د یوه نا معلوم او مبهم مستقبل و طرف ته حرکت کاوه نه پوهېدل چی نور به څه غمونه او تکلیفونه ورته پيښ سي، مسلمانان خپل کورونه او مالونه پریږدي په پټه او خالي لاس زموږ په اصطلاح په یوه پټوکي د خپل ښار او وطن څخه ځي مسلمانان سره له دې چې په دغو تولو مشکلا تو پوهېدل خو په هجرت یې شروع وکړه مسلمانانو د دغه هجرت په لار کي رنگارنگ تكاليف زغملي او تحمل کړي دي. خو د مکې مکرمې مشركانو بيا دوی له دغه هجرته منعه کول ځکه مشركانو له دغه هجرته څخه د خپلو ځانو دپاره خطرونه حسول اوس راسی چی د دغه هجرت ﴾ په لار کي د ځينو مسلمانانو ځیني تكليفونه او زحمتونه د نمونې پر قسم تر نظر و باسو ﴾ د هجرت کوونکو اول سری ابو سلمه و ابو سلمه چي نوم بي عبدالله بن عبد الأسد بن هلال دی قريش او د بني مخزوم څخه دی ابو سلمه له هغه څوک دی چي حبشې ته يې هم هجرت کړی و کله چي د حبشې څخه مکې مکرمې ته راغلی قریشو ډیر آزار ورکاوه اوس چی مدینې منورې ته په هجرت سره امر سو نویې خپله ښځه ام سلمه او خپل کوچنی زوی پر یوه بوده سپاره کړل د هجرت په نیت مخ پر مدينه منوره رهي سو، مګر د بني مخزوم د قبيلي نور خلک چي د ده د ښځي ورونه او اقرباء وه پسی را و وتل ویل ته خویی ته ستا اختیار که نه لرو مکر دغه ښځه او کوچنئ موږ نه پرېږدو چي ته يې پر وطنو ګرځوې نویې د هغه بوده کيزه یا مهار چي د ده ښځه او کوچنی زوی پرسپاره وه د ده څخه واخیستل او هغه بوده یې را و گر ځاوه دى يې یوازي پرېښاوه او دی په زخمي زړه د مدينې منورې پر طرف يوازي رهي سو تاسي فکر وکړی چي د يو چا څخه ښځه او کوچني زوی و ګرځول سي او دئ بيا هم د دین او عقیدې د ساتلو دپاره تر هرڅه تېر وي او په خپله خوښه هغه هجرت ته چي د رسول اللهﷺ له طرفه په امر کړه سوی دی دوام ورکوي اوس نو دغه د بني مخزوم خلک پر دوه قسمه یا دوې ډلي وه یا د ابو سلمه ورونه ﴾ یا ډېر نژدې اقرباء دي د دوی بیا پر هلك چي سلمه نومېدی دعوه سوه، د هلک اکاکان وايي چي موږ خپل وراره د ماما گانو سره نه پریږدو تاسي چي د هغه ښځه را و ګرځول موږ بيا هلک د دې سره نه پرېږدو هلک د دوو ډلو په منځ کي سوچي يويې يوه طرف ته کشوي او بل يې بل طرف ته کشوي په دغه کشمکش کي یې د هلك لاس د اوړې څخه ورو کښي، په نتیجه کي هلك اکا کانو بوتلی او ښځه خپلو اقرباوو بوتله او ابو سلمه يوازي مدينې منورې ته ولاړی. اوس به ام سلمه ته غوږ و نیسو چي دا د خپل هجرت قصه راته بیان کړي ﴾ ام سلمه وايي اول خويې زه او زما خاوند سره جلا کړو هغه يوازي مدينې منورې ته ولاړی او بیا یې زه او زما کوچنی زوی سره جلا کرو ځکه هلک د ابو سلمه اقرباو بوتلی او زه خپلو اقرباوو بوتلم نو هره ورځ به سهار و ابطح ته را و تلم او تر ماښامه به مي ژړل أبطح په مکه مكرمه کي د يو ځای نوم دی) او تقريبا یو کال مي دغه حال و څویوه ورځ زما د اکا د زامنو څخه يو نفر دلته تېرېدی او زه یې پر دغه غمجن حال وليدم زړه یې را باندي وسو، نو يې هغه نو قوم ته و ویل دغه مسکینه پرېږدی چي ولاړه سې دا او خاوند مو سره جلا کړل، دا او د دې زوی مو سره جلا کړل څه په کوی؟ اجازه ورکړی چي ولاړه سي، نو قوم را ته و ویل که غواړې چي خپل خاوند ته ولاړه سی ولاړه سه د تک اجازه یی را کړه پسله دغي اجازې د ابو سلمه قوم هم هغه زما کوچنی زوی راکړی، ما هم د سفر دپاره بوده تیار کړی زوی مي را سره واخیستی او رهي سوم غواړم چي مدينې منورې ته ولاړه سم، تاسی فکر وکړی یوازې یوه ښځه چی یو کوچنی ور سره دی په وچ دښت او صحراء کي یې د پنځه سوه كيلو متره لار راده ده نو دا وایې د لاري هيڅ ملگری هم نه لرم، خو دا مي د ځان سره و ویل که می پرلار یو څوک ولیدی هغه ته و به و وایم چی ما ترخپله خاونده ورسوه څو تنعیم ته چی اوس مسجد عمره یا مسجد عائشه هم ورته وايي ورسېدم او هلته مي عثمان بن طلحه چي د بني عبد الدار څخه و دی ولیدی دا هغه عثمان دی چي د کعبې شريفي كلۍ ور څخه وې او په دغه وخت کي پر شرک و د مسلمانېدلو قصه به يې وروسته راسي عثمان را ته و ویل د خیره يا بنت أبي اميه؟ ما ويل نيت مي دي چي مدينې خپل خاوند ته ولاړه سم، ويل بل څوک در سره سته؟ ما ويل : يا والله بیله الله او دغه کوچني زويه بل ملګری نه لرم، و ويل: والله دغسي يوازي دي بايد پرې نږدم، نویې د اوښ مهار يا تناو ونیوی او د مدينې منورې پر لار رهي سو ام سلمه وايي، په والله د عربو د هيڅ داسي سړي سره نه يم ملګرې سوې چي ما دي هغه سری تر عثمان کریم او شريف ليدلى وي يعني د هر څومره خلکو سره چي ما په سفر و کي ملگرتیا کړې ده تر هغو ټولو دی کریم او شریف و او اوس هغه د ده دا شرافت بیان کوي او وايي هر وخت چي به منزل یا د اړولو ځای ته ورسېدلو اوښ به يې چوک کړی او دی به ګوښه ولاړی، زه چي به له اوښه کښته سوم اوښ به يې را څخه ليري کړی سامان به يې ځني کښته کړی اوښ به يې په یوه ونه پوري وتړی او ﴾ دئ به ولاړی تر بلي وني لاندي به يې څنگ واچاوه او بیا چي به د بارېدلو وخت راغلی اوښ ته به ور ولار سوسامان به یې پر بارکړی او بیا به دی گوښه سوما ته به يي وویل سپره سه کله چي به زه سپره سوم او ځان به مي سم کړی نو به دی راغلی دا اوښ مهار یا تناو به يې ونیوی او رهي به سو تر څو چې بیا به مو اړول تر هغه وخته چي مدينې منورې ته رسېدلو د ده دغه کار و کله چي د بني عمرو بن عوف کلی یې ولیدی هغه چي په قباء کي و نوويل ستا خاوند په دغه کلي کې دی ور داخله سه ﴾ او عثمان بن طلحه بیرته مكي مكرمي ته رهي سو، عثمان بن طلحه دغه وخت پر شرک و او د حدیبیی تر صلحي وروسته مسلمان سو ام سلمه وايي والله په مسلمانانو کي داسي کورنۍ نه ده را معلومه چي دومره تکلیف دي ور رسېدلي وي لکه د ابو سلمه کورنۍ ته او هيڅکله مي ترور عثمان بن طلحه کریم او شریف ملگری نه دی لیدلی عامر بن ربيعه د خپلي ښځي سره یو ځای هجرت وکړی، بيا عبدالله بن جحش هجرت وکړی خو د ټولو مسلمانانو هجرت په پټه و د مکې مکرمې څخه په پټه وتل، د مهاجرينو په جمله کې يو هم صهيب لرومي و کله چې ده د هجرت اراده وکړه د قریشو کفارو ورته و ويل : ته دلته فقير او در بدره راغلې بیا دي دلته پيسې وکتلې او د غنی و دغي درجې ته ورسېدې چي دا رسېدلي يې اوس غواړې چي ته ولار سې او مال هم در سره یوسي؟ هجرت ته يې نه پرېښاوه صهيب ورته و ویل ﴾ که مال تاسی ته در کرم ما پریږدی؟ قریشو ویل هو صهیب و ویل زما کور او مال يې ټوله ستاسي او مال مي په فلاني ځای کي پروت دی او بيا يې هجرت وکړی کله چي رسول الله وليدي اوله خبره يې دغه ورته وکړه: ربح صهيب ربح صهيب، صهيب ګټه وکړه، صهيب ګټه وکړه، يعني دا چه مال يې د دې دپاره ورکړی چي دی هجرت ته پرېږدي په دغه سودا او معامله کي یې ګټه وکړه د صهيبه د دغه معاملي او سودا په باره کي قرآن مجید هم نازل سو چي د قیامت تر ورځي به ويل و كيري الله فرمايي : وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشرِي نَفْسَهُ ابْتِغاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ وَاللَّهُ رَوفُ بِالْعِبَادِ ٢٠٧) يعني د خلکو څخه ځيني هغه څوک دي چي خپل نفس د الله د رضاء و غوښتلو دپاره خرڅوي، يعني د الله دپاره ترځان او مال تيريږي او الله پر خپلو ﴾ بندگانو دیر مهربان دی بیا نو عمر فاروق بن الخطابه هجرت وکړی او د ده هجرت په ښکاره سره وه په ښکاره سره بل هیچا هجرت نه دی کری بیله عمر بن الخطاب څخه هر چا چی به هجرت کاوه قریشو به منعه کاوه او را گر ځاوه مگر حضرت عمر فاروق چی دا هجرت اراده وکړه خپل ځان یې د هجرت او سفر دپاره تیار کړی، هغه بوده چي د ده د هجرت دپاره و پر هغه يې او به او خواړه بار کړل خپله اسلحه يې ور سره واخیستل نو کعبې شريفي ته ورغلی غواړي چي طواف وکړي قريش هم شاوخوا د خپلو مجلسو په ځایو کي ناست دي حضرت عمر چي د طواف په وخت کي و د قریشو پر مجلس ورسي نو ورته وايي مخان مو پرته سه زه په هجرت رهي يم ﴾ هر څوک چې غواړي چي ښځه يې گنده او اولاد يې يتيم سي د دغي شېلې شا ته دي پسي راسي، هغه چي په تاسي کي قوت او طاقت لري هغه دي پسي را سي هيڅوک نه سو پسي رهي، دا هغه عمر و چي الله د رسول الله د دعاء په سبب په ده سره اسلام قوي او معززه کړی حضرت عمر هغه یواځنی شخص دی چي په ښکاره سره یې هجرت کړی دی. وروسته اصحاب کرامو یو په بل پسی هجرت کاوه رسول اللهﷺهم د هجرت دپاره ځان آماده کړی و خو د الهي امر انتظار يې کاوه چي كله به په هجرت سره امر ﴾ ورته وسي، ابوبكر الصديق و رسول الله ته ورغلی او د هجرت اجازه يې غوښتل خو رسول الله ورته و ویل: انتظار وکړه ښايي الله تا لره ملکری پیدا کري ابوبکر هم انتظار کوي مگر نه پوهيږي چي ملګری به يې څوک وي خو د زړه غوښتنه يې دا ده چي رسول الله يې ملگری وی مگر متأكد او يقيني نه دی، د رسول اللهﷺتر دغه خبري د مخه ابوبکر یوازي د خپل ځان دپاره بوده خواړه او د سفر لوازم برابر کړي وه مگر اوس ولاړی یو بل بوده او د دوهم نفر د سفر سامان یی هم برابر او تیار کړل، د خپل ځان او د ملګري د سفر آمادگي يې ونیول او د زړه غوښتنه يې دا ده چي په دغه سفر کي یې رسول اللهﷺ ملگری وي، پسله څه مو دي چي رسول اللهﷺپر اصحاب کرامو تلوار کاوه چی ژر هجرت وکړی ابوبکر الصديق بیا و رسول اللهﷺ ته ورغلی او د هجرت اجازه یې وغوبتل، بیا هم رسول اللهﷺ ورته وويل انتظار وکړه ښايي الله تا لره ملگری پیدا کړي، پسله څه وخته د در يم وار دپاره بیا و رسول اللهﷺته ورغلی او د هجرت اجازه غواری مکر رسول اللهﷺ بیاهم ورته و ویل انتظار وکړه ښایي الله تا لره ملکری پیدا کری اوس نو د هر چا چي په وسه پوره وه چي هجرت وکړي هغو ټولو هجرت وکړی بېله هغو کسانو چي د خپل قوم او اقرباوو له طرفه منعه کړه سوي وه تر بيعه العقبة و الكبرى دوې میاشتي او څو ورځي وروسته په مکه مكرمه کې د مسلمانانو څخه هيڅوک نه سوه پاته چي هجرت دي يې نه وي کړی بېله رسول اللهﷺاو ابوبکر الصديق څخه چي دئ هم د رسول اللهﷺپه امر سره پاته وه او ځیني نور هم هغه کسان پاته وه چي مشركانو په زور را ګرځولي وه، همدارنګه د رسول اللهﷺکورنۍ او د ابو بكر الصديق کورنۍ پاته وه او حضرت علي چي د رسول اللهﷺله کورنیه او اهل بیت څخه و هغه هم پاته و…
❤️ 1

Comments