دنجات لار Danijat Laar
دنجات لار Danijat Laar
February 11, 2025 at 02:44 AM
*دسرور کائنات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم مبارک سیرت* *نه څلویښتمه برخه* *په دار الندوه کي د قریشو پارلماني شوری* کله چي د مکې مکرمې مشركانو وليدل چي د رسول الله ټول اصحاب د مکې مکرمې څخه و وتل خپلي ښځي او ماشومان يې د اوس او خزرج قبيلو ته ورسول په دوی کي غم او تشویش زیات سو داسي تشویشونه ورته پيدا سوه چي په پخوا کي یې هیڅ په زړوکي نه ورګرځېدل دوی په خپل مخ کي لوی او حقيقي خطر حس کړی داسي خطر چي د دوی د بت پرستۍ او تجارت تعمیر یې نړاوه دوی په دې پوهېدل چي د رسول اللهﷺ په شخصیت کي د تاثیر کولو عظیم قوت پروت دی د ده په شخصیت کی پوره قیادت او ارشاد پروت دی دا هم ور معلومه وه چي د ده په اصحابو کي څومره ثبات او استقامت موجود دی او د ده دپاره څنګه خپل ځانونه قربانوي او بیا یې د اوس او خزرج قبيلې تر نظر وايستلي چي هغه هم د قوت او اسلحې خاوندان دي او د هغو مشران ډیر پوه او هوښیاران دي، په هغو کي د صلحي عواطف پراته دي او هغه غواړي چي د خپلو منځو څخه ﴾ هغه حقد او عداوت وغورځوي کوم چي دغه ډير او پرله پسې کلونه يې دوی په جنگو مشغوله کړي وه، پردې سربېره قريشو ته د مدينې منورې استراتيجي موقعیت هم ور معلوم و چي شام ته د قریشو د قافلو د تېرېدلو لار مدينه منوره ده او اهل مکې د شامه سره په یوه کال کې د دوه نیم لکو د سرو زرو دينارو تجارت درلودی دا یوازي دمکې مکرمې تجارت و بېله هغه تجارته چي د طائف او نورو منطقو خلکو پر دغه لاره کاوه او دا معلومه خبره ده چي د قریشو تجارت د دغې لاری پر أمن او امان موقوف و اوس نو که مسلمانان او اسلامی دعوت یثرب د ځان مرکز و ګرځوي او د هغه ځای خلک د قریشو پرضد و درېږي قريش د دغه ټولو خطرو سره مخامخ دي، قريش په بیره او خطر کي سوه نو په یوه داسې کامیابه لار پسي ګرځي چي دغه لوی خطر له ځانه څخه دفعه کړي، هغه خطر چي منبع او مصدريې د دعوت بيرغ پورته کوونکی محمدﷺدی، دلته نو د کفر مشر او د دې امت فرعون ابوجهل حرکت وکړی چي د ده د هلو څلو په نتیجه کې د بعثت د (۱۴) کال د صفري پر (۲۶) تاریخ د پنجشنبې په ورځ چي د (۶۲۲) ميلادي کال د سپتمبر د مياشتي (۱۲) تاريخ و او د عقبه الكبری د بیعت څخه تقريبا دوه نيمي مياشتي تيري سوي وې، د دغي ورځي په سهار کي او په دار الندوه کي د قریشو هغه تاريخي او خطرناکه ټولنه يا اجتماع جوړه سوه دې ټولنې ته د قریشو د قبائلو ټول رئيسان حاضر سوه چي يوه داسي نقشه جوړه کړي چي دير ژرد دعوت بيرغ اخيستونکی محمدﷺ له منځه یو سی او د دغه ربانی نور مرکز د همېش دپاره له دنیا څخه فلج او نیستي کړي د دغه خطرنا که ← پارلماني مجلس او ټولني هغه بارز او برجسته شخصیات د قریشو دغه مشران وه و ۱ - ابوجهل بن هشام، چي د بني مخزوم د قبيلي رئيس و ٢ - جبير بن مطعم ، طعيمه بن عدي، حارث بن عامر چي د بني نوفل د قبيلي رئيسان وه - شیبه او عتبه د ربیعه زامن ابوسفیان بن حرب و چي د بني عبد الشمس د قبيلي رئيسان وه . ۴ نضر بن الحارث، چي د بني عبد الدارد قبيلي رئيس و ۵ ابوالبختري بن هشام زمعه بن الاسود حکیم بن حزام چي د بني أسد د قبلې رئيسان وه ٦نبيه او منبه د حجاج زامن چي د بني سهم د قبيلي رئيسان وه اميه بن خلف چي د بني جمع د قبيلي رئيس و قريشو سره وويل چي په دې اجتماع او مشوره کې به د بنی هاشم بني مطلب او بني عبد مناف څخه هیڅوک نه وي موجود حتی هغه کسان چي د دوی سره دوستي او قرابت لري هغه به هم نه وي موجود او هغه کسان چي د اهل یثرب سره قرابت او دوستي لري هغه به هم دغي ټولنې ته نه راځي داسي تدبير او نقشه يې جوړه کړه چي هغه کسان يې هم دغه مجلس ته د را تنگ څخه منعه کړل کوم چي د مسلمانانو سره یې اړيکي او قرابتونه درلودل يا يې پر هغو زړه سوی درلودی ﴾ ابوجهل غوښته چي دا سر او راز تر هغو پټ وساتي تر څو چې د اسلام او مسلمانانو په ﴾ باره کي هغه آخرنۍ فیصله راوزي او عملي کيږي، دا اجتماع په دارالندوه کي جوړه سوه، هغه داراندوه چي قصی بن کلاب د قریشو لوی نیکه جوړه کړې وه او د قریشور پارلمان بلل کېدی چي موږیې د مخه بیان درته کړی دی نو د مشرک قريشو ټول هغه مشران چي د اسلام او رسول اللهﷺ سرسخته دښمنان وه په دغه اجتماع کي سره یو ځای سوه په دغه وخت کي چي دوی سره یو ځای دي يوه نفر دروازه وتكول قريشو چې وکتل ښه معتبره شیخ دی چي د اهل نجد یا نجديانو لباس یې اغوستی دی، رسول اللهﷺ د هغه په باره کي فرمايي هغه شیطان و او د کفار و دغه مجلس او مشورې ته د بشر په شکل او لباس حاضر سو غواړي چي د دوی سره په دغه خطرنا که موضوع کي مرسته وکړي قريشو ورته ويل څوک يې؟ ده ويل د اهل نجد څخه يو شيخ يم ستاسي د دغي مشورې په مقصد خبر سوم راغلم چي ستاسي خبري واورم او ممکن په دغه باره کی نظر در کرم او نصیحت درته وکرم دوی ویل دیر ښه راسه شیطان هم ورغلی د قریشو په مجلس کي ورسره کښېنستی اوس نو مشورې شروع سوې چي څه بايد وکړو؟ هر یو ژور او عميق فکر وهي چي داسي نقشه جوړه کړي چي په هغه کي بايد د اسلام او مسلمانانو کارپای ته ورسيږي، ډيري خبري وسوې او هر یو خپله رأيه وړاندي کوي چي په دې جمله کي ابو الأسود و ويل : محمدﷺبه له وطنه فراره کړو، داسي نه چي په جزيرة العرب کي په یوه ځای کې و اوسيږي يا بلکل د جزيرة و العرب څخه به يې وباسو ډير ليري ځای ته به يې فراره کړو بيا نو هرځای ته چي ولاړی او هرڅه چي ورته پیښه سوه موږ به دلته خپل کارونه د پخوا پر قسم جوړ او ﴾ برابر کړو په خپل منځ کې به د پخوا پر شکل بیرته سره یومتی سو نجدی شیخ و و ويل يا والله دا صحي فکر نه دی آیا تاسی د هغه ښې او خوړې خبري نه اوری و کومي چي د خلکو پر عقلو غالبه کيږي؟ هر ځای د ځان دپاره ملګري او تابع خلك پیدا کولای سې بیا به هغه خپل ملګري سره را ټول کړي او پر تاسي به راسي هرڅه چي يې زړه غوښته هغه به در سره وکړي دا فکر نه دی صحي بله معقوله رأيه و واياست و ابو البختري بن هشام و ویل زما په فکر محمدﷺد اوسپني په قفس کی بندي و کړی د قفس دروازه پسي بنده کړی او بیا نو د هغه څه انتظار باسی چي د ده و امثالو ته په پخوا کي ورپېښ سوي دي، يعني آخر په دغه قفس کي مري نجدي شيخ او ابوجهل و ویل دا فکر نه دی صحي كه يې بندي هم کړی د ده خبري به له هغي بندي دروازې څخه د ده ملګرو ته و رسیږي او ملګري به يې په یوه وار درباندي راتوى سي دئ به هم درڅخه خلاص کړي او تاسي به هم مغلوبه کړي، دا صحي نظر نه دی په بله رأيه پسي وګوری، پسله هغه څخه چي پارلمان دغه دوې مشورې رد کړې يوه بله توره او منحوسه رأيه ور وړاندي سوه چي پر هغه رأيه د پارلمان ټولو اعضاوو موافقه رأيه ورکړه، چي دغه رأيه د مکې مكرمې د لوی مجرم او د اسلام دښمن ابوجهل بن هشام له طرفه وړاندي سوه بوجهل ملعون وويل ښه طريقه او نقشه زما سره ده داسي نقشه چي تاسي يو هم هغه ته نه سی رسېدلای خلکو ویل هغه څه شي او څنګه نقشه ده؟ یا با الحكم ابوجهل و ویل د قریشود هر ښاخ څخه به یویو قوي او غښتلی ځوان را و باسو او بل هر قوم چي په مکه کي اوسيږي د هغو څخه به هم يويو قوي ځوان را وباسو دغو ځوانانو ته به تېرې توري په لاس ورکړو ټوله دي په یوه وارد تورو واري پر وکړي او و دی یې وژني، دئ به و وژل سي او موږ به ځني فارغه سو او دا به هم نه سي معلومه چي د چا په واري و وژل سو بيا نو که بني هاشم يا بني عبد مناف د ده بدله اخیستل د ټولو قريشو او ټولو قومو سره نه سې جنګېدلای ځکه د ده وينه پر ټولو قومو و وېشل سوه نو دوی به په دیت راضي سي او موږ به ديت ورکړو نجدي شيخ و ویل دا صحي فکر دی ابوجهل ملعون داسی طریقه او نقشه جوره کره چی د شیطان سره هم دا فکر نه ور ورسره نو ابوجهل د اسلام او مسلمانانو په دښمنی کی تر شیطان هم خبیث و د قریشو تولو مشرانو پر دغه ظالمانه فکر او نقشه اتفاق وکړی او د دغه اتفاق د عملی کولو ﴾ دپاره یې فوري تصمیم و نیوی چي دا کار به ډیر ژر سر ته رسوو، بيانو د قریشو مشران خپلو کوروته ولاړل. *د رسول اللهﷺ هجرت* نوربیا .. ....

Comments