دنجات لار Danijat Laar
دنجات لار Danijat Laar
February 13, 2025 at 03:23 AM
*دسرور کائنات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم مبارک سیرت* *پنځوسمه برخه* *درسول اللهﷺهجرت* کله چي د رسول الله د وژلو نقشه د رأيو په اتفاق تصویب سوه د اللهﷻ له طرفه و رسول اللهﷺ ته جبریل راغلی او رسول اللهﷺ یې د قریشو دغه د غدر په عمل خبر کړی او ورته ويې ویل چي اللهﷻ د هجرت اجازه درته وکړه او دهجرت وخت یې هم در معلوم کړی او ویل اللهﷻ فرمایی نن شپه پر هغه خپله بستر مه بیدیږه کوم چی ته پر بیدېدې اوس نو رسول اللهﷺد هجرت دپاره تياري او آمادگي نيسي نو د دغې ورځي په غرمه کي رسول اللهﷺد ابو بكر الصديق کورته د هجرت د نقشې جوړولو دپاره ورغلی حضرت عائشه وايي موږ په غرمه کي د ابوبکر په کور کي ناست و چي يو چا ابوبکر ته وويل هغه دی رسول اللهﷺچي مول يې وهلی یا مخ يې پټ کړی دی راغلی دا داسي وخت و چي رسول اللهﷺ هیڅکله په دغه وخت کې زموږ کور ته نه راتلی (هو رسول اللهﷺما کله ناکله د ابو بكر الصديق کور ته ورتلی مگر په داسي وخت کي چي غرمه او ﴾ شديده گرمي دي وي نه ورتلی حضرت عائشه وايي عادتا رسول اللهﷺ دغې وخت کي زموږ کورته نه راتلی نو ابوبکر و ویل زما مور او پلار دي تر ده قربان وي په دې وخت کې نه دی راغلی مگر د یوه مهم کار دپاره. حضرت عائشه وايي رسول اللهﷺراغلی او کور ته يې د داخلېدلو اجازه وغوښتل اجازه ورکول سوه او کورته را داخل سو، د ابوبکر سره په کور کي اسماء او عائشه چي د ابو بكر لوڼي دي ورسره وي رسول اللهﷺورته و ویل دغه څوک چي ستا سره دي دباندي يي وباسه د هجرت کار دومره په پټه سره کېدی چي ابوبکر ته وايي لوڼي دي دباندي وباسه سره له دې چي اسماء او عائشه دواړي مسلماناني دي بيا هم رسول اللهﷺوايي دباندي دي ووزي) ابوبکر الصديقه و ویل: یا رسول الله زما مور او پلار دی تر تا قربان وی دا ستا کورنۍ ده څه نه پیښیږي رسول اللهﷺ وفرمایل یا ابا بکر ما ته د هجرت اجازه راکړل سوه ابوبکر و ويل يا رسول الله ملگرتيا؟ يعني زه دي په دې سفر کي ملگری یم؟ ﴾ رسول اللهﷺویل هو یا ابا بکر ابو بكر الصديقه په ژرا سو او ډیر شدید یی وژړل، دا د خوشالی ژړا وه، حضرت عائشه وايي ما تر دغه ورځي د مخه څوک نه و ليدلی چي له خوشاليه دي ژاړي عادتاً انسان له غمه ژاړي، مگر ابوبکر الصديق په دغه ورځ له خوشاليه ژړل او د خوشالۍ سبب يې دا و چي په هجرت کي د رسول اللهﷺملگری دی، دلته د ابو بكر الصديق په کورکي د هجرت دپاره پوره نقشه جوړه او وخت و تاکل سو رسول اللهﷺخپل کور ته ولاړی او د شپې د را تک په انتظار دی، خو هلته یو کارو چي رسول اللهﷺ باید تر هجرت د مخه عملي کړی وای چي هغه د امانتو کارو څنګه د امانتو کار؟ هغه داسي و څرنګه چي په هغه وخت کي بانكونه نه وه نوکه به چا قیمتي شيان درلودل او دی به په سفر تلی یا به يې د هغه شي د ساتلو دپاره ځای نه درلودی نو به يې دغه قیمتي شيان دیوه داسي چا سره د امانت پر ډول اپښوول چي په هغه چا به يې اعتبار او باور درلودی او دغه امانتونه تر هر چا د رسول اللهﷺسره ډیر پراته وه ځکه چید دى صادق الأمين و. او دغه امانتونه کفارو ورته ايښوول حال دا چې دغو کفارو آزارونه هم ورکول، دا ده سره یې عقيدوي مخالفتونه هم درلودل خو امانتو په باره کي یې تر هر چا پر ده ډير باور او اعتماد درلودی، نو ځکه د رسول اللهﷺسره ډیر قیمتي شيان د امانت پر قسم پراته وه اوس چي رسول اللهﷺته د هجرت اجازه وسوه او دی نه غواړي چي دغه امانتونه ضائع سي هر شئ باید خپل مالک ته ورسيږي نویې دغه امانتونه حضرت علي ته وروښوول، چي دغه شئ د فلاني او دا شئ د فلانی دی د ټولو امانتو مالكان يې ور وښوول او ویل زما تر تک وروسته به دغه امانتونه خپلو خاوند انو ته ورسوې او بیا یې علي ته وويل چي ته به نن شپه زما په بستركي بيده سې. مگر د مجرم قريشو مشرانو ټوله ورځ په دې کي تېره کړه چي هغه خپله مجرمانه او ﴾ خاینانه فيصله کومه چي د دار الندوه په پارلماني غونده کي سهار تصویب سوې وه په عمل کي اجراء کړي کله چې شپه سوه رسول اللهﷺپه خپل کوركي دی او هغه ځوانان چي قريشو د رسول اللهﷺد وژلو دپاره را ټول کړي وه هغه هم د شپې راغله او د رسول الله پرکور را و گرځېدل کوریې محاصره کړی خاصتا دکور و دروازې ته ډير متوجه دي، دا یې قصد او اراده ده چي رسول اللهﷺله کوره را ووزي دوی ټول په یوه وار حمله پر وکړي، د دغو ځوانانو د ډلې د اداره کولو د پاره د ﴾ قریشو د مشرانو څخه یوولس نفره رئيسان وټاکل سوه چي د دغه مجرم حرکت څارنه وکړي او د دغو رئيسا نو نومونه په داسي ډول سره دي و 1 ابوجهل بن هشام . ٢ - حكم بن أبي العاص. ٣ - عقبه بن أبي معيط، و - نضر بن الحارث ۵ - اميه بن خلف و - زمعه بن الأسود - طعيمه بن عدي. - ابولهب - أبي بن خلف. ۱۰ - نبيه بن الحجاج ۱۱ - د ده ورور منبه بن الحجاج د مشرک قریشو دا تینگ یقین و چي دغه مجرمانه عمل مو خامخا کامیابه کیږي تر داسي اندازې چي ابوجهل خبيث په فخر او غرور سره و درېدی او خپلو محاصره و کوونکو ملګرو ته يې د پسخند پر قسم و ويل محمدﷺداسي فکر او خیال کوي که ﴾ تاسې د ده متابعت وکړی د عربو او عجمو پاچهان به سی او پسله مرکه به بیا را ژوندي سی او هلته به تاسي لره داسي باغونه وي لکه د شام او اردن او که تاسي د ده متابعت و نه کړی په دې دنیا کي به مو حلال کړي او بيا به پسله مرگه را ژوندي سی او هلته به بيا تاسي لره اور وي چي په هغه کي به سوځل کېږی. ﴾ ابن اسحاق وايي د دغه جرم د عملي کولو وخت يې تر نيمي شپې وروسته تاکلی و نو ټول ويش وه او هغه د صفر د لحظې په انتظار وه، مگر الله پرخپله اراده غالب او قادر دی د مځكي او آسمانو امر د ده په قدرت کی دی هرڅه چي د رب العزت اراده وي هغه کيږي، دی د خلک ساتلاى سي خو به هیڅوک نه خپل ځان او نه بل څوک ساتلاي سي الله په دغه شپه هغه کار وکړی چی بیا په وروسته کي خپل رسول ورته فرمايي يعني اي محمده هغه وخت یاد کړه چي ستا سره هغو کسانو چي کافران سوي دي چم او فریب کاوه يعني تا ته يې د دې دپاره چم جوړاوه چي تا بندي کړي، يا دي ووژني، يا تا له مکې څخه فراره کړي او دوی دغه مكر او فریب ستا سره په پټه کاوه، خو دغه د دوی د فریب جزاء الله ورکوي او الله د فریب ښه جزاء ورکوونکی دی په دغه آيات شريف كي الله خپل رسول ته دغه د دار الندوه د مشورې بیان کړی دی او بیا یې د رسول اللهﷺ د خلاصون اطمینان ورکړی دی. خیر کفار د نيمي شپې په انتظار دي خو د مخه تر وخت یوه له دغو ځوانانو و غوښتل چي تر دېواله ور واوړي او دننه کور ته ورسي، په دغه وخت کي دکور له طرفه يوې ښځي ږغ پر وکړی، نفر بیرته را وګرځېدی او بیا دغو ځوانانو په خپل منځ کي ﴾ سره و ويل : که عرب په دې خبر سي چي موږ پرخپلو ښځو دننه په کورو کي حمله کوو دا به زموږ دپاره ابدي شرم او پیغوروي، دا عیب دی چي په یوه کور کې ښځه وي او و موږ ورننوزو، نو موږ به دلې انتظار کوو تر څو چي محمدﷺرا وزي خو کورته به نه ورځو پر دغه خبره يې اتفاق سونو ځکه دننه کورته نه ورغله سبحان الله دا هغه جاهل عرب وه چي ژوندي انسانان يې ښخول او دغه يې ﴾ دکورو د حرم مراعت او احترام و غواړي چي د الله رسول و وژني مگر کور ته دننه نه ورځي، خو بالمقابل د نن ورځي د هغو کسانو په عمل بشریت شرميږي ﴾ چي دوی خپل ځانونه په نړۍ او جهان کي د علم او پوهي استادان بولي او ځانونه د بشر د حقوقو بيرغ پورته کوونکي بولي، د ښځو د حقوقو په نارو خو يې د غاړي رگونه وشکېدل او په عین حال کې د دوی په دې هیڅ پروا نه کيږي چي په یوه داسي کور ورننوزي چي هلته بېله ښځو بل هيڅوک هم نه وي او چي زړه یې غواړي هغسي وکړي، کورونه محاصره کړي د کورو خاوندان وتړي او بیا د خپلو شيطاني خواهشاتو د پوره کولو دپاره ښځي بې عفته کړي، دا د نن ورځي د علم او پوهي د پروفیسرانو عمل دی او هغه د بت پرستو جاهلا نو عمل و اوس يې تاسي سره مقایسه کړی. خیر دغه ځوانان د کورد دروازې سره د رسول اللهﷺد راوتلو انتظار کوي په دغه خطرناکه وخت کی رسول اللهﷺو علي بن أبي طالب ته و ویل : ته زما په بستر کي پرپوزه او دغه زما زرغون حضرمي پټو در باندي واچوه او بېغمه بيده سه دا هغه پټو و چي رسول الله به همېشه په دغه پټو کي بيدېدى او ويل تا ته له دویه داسي شئ نه پيښیږي چې ستا دي نا خوښه وي بيا نو رسول اللهﷺدروازه خلاصه کړه او له کوره و وتی کفار دکور د دروازې سره ولاړ دي رسول اللهﷺد دوی مخ ته او د دوی په منځ کی تېرسو دوی نه لیدی دا د اللهﷺساتنه او الهي معجزه وه چي دوی نه سوای لیدلای او رسول اللهﷺ د راوتلو په وخت کې د سوره پس دغه آیاتونه ويل يسَ وَالْقُرْءَانِ الْحَكِيمِ إِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ عَلَى صِرَاطِ مُسْتَقِيم ترڅو د الله دې قول ته ورسېدی چي فرمايي وَجَعَلْنَا مِنْ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ سَدًا وَمِنْ خَلْفِهِمْ سَدا فَأَغْشَيْنَهُمْ فَهُمْ لَا يُبْصِرُونَ رسول اللهﷺد دوی په منځ کي تيريږي او دوی یې نه ويني، رسول اللهﷺ روز په دغه هم کفایت و نه کړی بلکه د مځكي څخه به يې خاوري را اخیستې او د هر یوه پر سرو یې جلا جلا ور اچولې او یوه هم و نه لیدی اللهﷺخپل رسول په دغه طریقه سره د کفارو د لیدلو څخه پټ کړی. رسول اللهﷺله خپله کوره را و وتی او د ابو بكر الصديق کورته ورغلی او ځوانان هلته د رسول اللهﷺدکور مخ ته د صفر د لحظې په انتظار ولاړ دي. بیا نو رسول الله او ابو بكر الصديق د کورد شاله دروازې یا در بچې څخه و وتل او د يمن پر طرف رهي سوه که څه هم مدينه منوره د مکې مکرمې د شمال و طرف ته واقع ده خو دوی د جنوب پر طرف حرکت وکړی دا په دې سبب چي د هجرت کارونه په ډیر پټ او سري ډول سره وسي او پر قريشو لار ورکه سي نو خود دجنوب او یمن پر طرف رهي سوه هلته هغه محاصره کوونکي ځوانان د ناکامۍ د وخت انتظار کوي، شپه ډېره تېره سوه د ځوانانو پر چهرو کرار کرارد نا امیدۍ او ناکامی علامې ښکاره کیږي، په دغه وخت کې يو سړئ راغلی چي د دوی د ملګرو څخه نه و او وې لیدل چي ځوانان د رسول اللهﷺدکور د دروازې سره ولاړ دي. سړي پوښتنه وکړه چي د څه شي انتظار کوی؟ ځوانانوویل: د محمدﷺد را و تلو سړي ويل خراب او برباد سواست په والله هغه ستاسي مخ ته تېر سو او ستاسي پر سرویې خاوري هم در واچولې او په خپل کارپسي ولاړی. دوی ویل په والله موږ نه دی لیدلی او د خپلو سرو څخه د خاورو په ایسته کولو ﴾ مشغوله سوه، خو بیا هم ځوانانو د دروازې تر چاکو ورته وکتل وې لیدل چي هغه دی په بستر کي یو څوک پروت دی ویل والله دا محمدﷺدی چي بيده دی او نور هما انتظار ورته کوو، د دې امکان و چي دغه ځوانان د دغه بستر پر نفر حمله وکړي ځکه دا دوی دا یقین و چې دا محمدﷺدی حال دا چه په دغه بستركي حضرت علي پروت و او هغه خپل ځان د رسول اللهﷺدپاره فدايي کړی و ځکه په دغه بستركي بيدېدل لوی خطر دی او دا کار لويه قرباني او فدا كاري ده نو خود علي ته په اسلام کی اول فدايي ويل کيږي ځکه چي د رسول اللهﷺپه عوض او بدل کي یې خپل ځان مرګ ته سپارلی و ﴾ دی د هغه چا په بستر کي پروت دی چي د هغه د وژلو حکم د قریشو ظالمو مشرانو او ﴾ مشرک پارلمان صادر کړی دی، په دغسي بستر کي پر یوتل لويه فداکاري او قرباني ده څه وخت چی تیر سو ځوانانو نور صبر نه سوای کولای دروازه یی و ټکول او آخره يې په زور خلاصه کړه، دننه چي ورغله علي مخ لڅ کړی ځوانان په حیرت کي پاته سوه چی دا خو رسول اللهﷺ نه دی نویی د علی څخه د رسول الله پوښتنه وکړه، هغه ویل زه نه یم په خبر دلته نسته ځوانانو کور پلتی او رسول الله يې نه کړی پیدا ، په مکه مکرمه کی دیر ژر خبر نشر سوچی محمدﷺهجرت کړی دی. نوربیا....

Comments