دنجات لار Danijat Laar
دنجات لار Danijat Laar
February 15, 2025 at 04:54 PM
*دسرور کائنات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم مبارک سیرت* *له کوره تر غار ثوره پوري* د بعثت په څوارلسم کال د صفري د مياشتې په (۲۷) تاريخ چي د (٦٢٣) عيسوي کال د سپتمبر د مياشتي د (۱۲ - ۱۳) تاریخ سره برابريږي رسول اللهﷺ د شپې له خپله کوره و وتی او د خپل وفاء داره ملگري ابوبکر الصديق کورته ورغلی او د مخه تر دې چي سهار سي دوی دواړه د ابو بكر الصديق د کور د شا له دروازې څخه په تلوار و وتل څرنگه چي رسول اللهﷺ پوهېدی چي قریش به د دوی په طلب او پیدا کولو کي ډپر کوښښونه وکړي او هغه لار چي تر هر څه د مخه به هغې ته ډېر متوجه وي هغه د مديني منورې عمومي لار ده چي د مكي مكرمې د شمال و طرف ته وه ، نو رسول اللهﷺهغه لار پرېښوول او د هغې پر عکس د مکې مکرمې د جنوب پر طرف پر هغه لار رهي سوچي د یمن و طرف ته تله ابو بكر الصديق يو مولی درلودی مولی هغه مريي ته ویل کیږي چي د خپل مالك له طرفه آزاد سوى وي يعني پخوانې مریی و او اوس يې آزاد کړی دی) نو ابوبکر دغه خپل مولی ته چي عامر بن فهيره نومېدی وویل په موږ پسی پسونه را رهي کړه، رسول اللهﷺاو ابوبکر رهي دي او تر شا پسونه په پسې دي، دا ولي؟ دا د دې دپاره چي د دوی د قدمو آثار او علامې ورکي سي، داسي پل او نښانه نه سي پاته چي څوک و وايي دلته نفر تللي دي، د هجرت کار ډېر پټ او په سري ډول سر ته رسيږي، رسول اللهﷺ او ابوبکر له پردې لار تقریبا پنځه میله مخ ته ولاړل ترڅو چې یوه غره ته و رسېدل چي دغه غره ته جبل نور ویل کیږي دغه غر ډېر لوی او لوړ غر دی ډيري ډبري او لا ښونه لري، دغه غره ته ختل ډېر سخت او مشکل دي خو دوی په شپه کې په ډېر تکلیف او زحمت سره دغه غره ته وختل ترڅو هغه غار ته ورسېدل چي تقریبا دغره په سر کي و او غار ثور ورته ويل کيږي *دغار ثور واقعي* کله چی دوی غارته ورسېدل ابو بكر الصدیق له خپل مولی عامر بن فهیره ته وه ويل : ته ولاړ سه او زما کورنۍ ته خبر ورکړه چې موږ چيري او په کوم ځای کي یو او بيا يې رسول الله ته وويل : یا رسول الله والله ته به غارته نه نوزې ترڅو چي زه تر تا د مخه نه یم ننوتلی، ځکه که په دغه غار کي یو څیرونکی حیوان یا مار او لرم وه تر تا د مخه به ما ته تکلیف راکړي، نو اول ابو بكر الصديق غار ته ننوتی غار ثور غره غار دی په غار کي یې وکتل هلته د غار په یوه طرف کي څو نور کوچني غارونه هم وه ابو بكر الصديق له خپل لنگ څيري کړی څو غاره يې د هغه لنگ په ټوکرانو پټ ﴾ کړه، خو دوه سوري يا غاره خلاص پاته سوه د هغو پر خوله يې خپله پښه کښېښوول او بیایی رسول اللهﷺ ته وویل اوس نو غارته را داخل سه رسول اللهﷺ غار ته ور ننوتی پسله څه وخته یې ابو بكر الصدیق پر ځنگانه کښیناوه او بیده سو، پسله څه وخته له یوه غاره څخه یوه شي ابوبكر الصديق پر پښه و واهه، خو ابوبکر الصديق له دې بيري چي رسول اللهﷺپه را ويښ نه سي هيڅ حرکت و نه کړی خوله درده يې تر سترگو اوښکي را توی سوې چي هغه اوښکي یې د رسول اللهﷺ پر مبارک مخ ولوېدې دا د صدیق اکبر صدق او اخلاص و او دا یې د رسول الله پر ساتنه حرص و رسول اللهﷺپه دغه اوښکو را ویښ سو او ویل څه درته پېښه ده؟ يا بابکر ده و ویل زما مور او پلار دي تر تا قربان وي يو شي و وهلم رسول اللهﷺ هغه د درد پر ځای خپلي مبارکي ناړي ومښلې، د ابوبکر له بدنه هغه درد ایسته سو او دوی دواړه په دغه غار کي درې شپې پټ پاته سوه، د جمعې شپه د شنبې شپه او د یکشنبې شپه. بیرته مکې مکرمې ته راسه کله چي د قریشو دا یقین سو چي رسول الله د دوی د خبيثي نقشې په شپه د دوی له لاسه و وتی تر ټولو د مخه يې د حضرت علي په وهلو شروع وکړه او کعبې شريفي ته يې راوستی د څه وخت دپاره یې په دې سبب بندي کړی چي کوندي د رسول اللهﷺ معلومات ځني حاصل کړي خو کله چي كفار د علي څخه نا امیده سوه نو د ابو بكر الصديق کور ته ورغله دروازه یې ور و ټکول د ابوبکر الصديق لور اسماء ورته را و وتل ابوجهل ورته ویل پلار دي چيري دی؟ هغې ویل نه یم خبره چی چیری دی ابوجهل خبیث پوه سو چي هغه هم در محمدﷺسره تللی دی نویی یوه سخته چپلاخه ور سره کړه چی اسماء د دغي چپلاخي له زوره پر مځکه و لوېدل او د غوږ والی یې و لوېدی اسماء ورته و و ويل و شرمېږه د خلکو د وهلو نه يې ښځي وهي ابوجهل هم په خپل ځان کي وشر مېدی چي ښځه وهي نو خود له دې ځایه بیرته نا امیده ولاړی. ابوجهل د ښځي په وهلو شرميږي خو د نن ورځي بشر دوستان او د ښځو د حقوقو بيرغ پورته کوونکي د ښځو وهل او بی عزته کول د ځان همت او مرا نه بولي څه وخت وروسته ابو قحافه د ابو بكر الصديق له پلار چي په سترگو هم روند و د ابوبكر الصديق کور ته ورغلی او د اسماء څخه يې پوښتنه وکړه چي پلار دي چیری دی؟ اسماء و ویل نه یم خبره څرنګه چي ټول قريش پوهېدل چي دوی په هجرت تللي دي نو ابو قحافه وويل تاسي ته يې د خرڅ او مصرف دپاره یوشی در پرې ایښی دی؟ اسماء د دې دپاره چي خپل نیکه ته اطمینان ورکړي ولاړه سوه او په هغه کځوړه کې يې ډبري را وړې کومه چي ابوبکر په هغه کي پيسې ايښوولي، هغه وړه یې ابو قحافه ته ونیول او ويل : دغه يې را پرې ايښي دي، ابوا قحافه چي په ستر کو روند و او شئ يې نه لیدی پر کڅوړه یې لاس تېرکړی د ده په خیال زر ورغله ځکه د هغه وخت پيسې زر وې، ويل: که يې دا در پرې ايښي وي دا خو ډېر شئ دی حال دا چي ابوبکر په کور کې څه نه وه پرې ايښي خپل مال او دارايي چي پنځه شپږ زره در همه کېدل هغه يې ټول د دې دپاره ورسره اخيستي وه چي د هجرت په لار کي یې د رسول اللهﷺ د ضرورت په وخت کې مصرف كړي. ابوبکر ته رسول اللهﷺ تر خپل اولاد د مخه او نژدی و ابوبکر الصديق هغه څوک دی چي بيا په وروسته کي په مدينه منوره کي رسول اللهﷺد مجاهدینو د مرستی دپاره د صحابه کرامو څخه د مرستی یا کو مک پر قسم مال و غوښتی هر چا یو څخه را وړل خو ابوبكر الصديق خپله توله دارایی خپل ټول مال هر څه چي يې درلودل ټول یې را وړه رسول اللهﷺته یی کیپښوول څرنګه چي رسول اللهﷺ ته د ده ژوند او دارایی ور معلوم وه پوه سو چی ده خپل ټول مال را وړی دی نویې پوښتنه ځني وکړه چې د خپل اهل او کورنۍ دپاره دي څه پرېښوول؟ ابوبکر الصديق وویل: هغو ته مي الله او رسول اللهﷺپرېښوول خیر د قریشو دا یقین سوچي محمدﷺ او ابوبکر په هجرت تللي دي جنون او ليونتوب ورته پېښ سو سمدستي يې یوه اضطراری غونده یا جلسه جوړه کړه او په ﴾ هغه کې يې دا فیصله وکړه چي ټول هغه کارونه به عملی کوو چي د دغو دوو نفرو دو نیولو دپاره زموږ مرسته او کومک کوي اول خویې ټولي هغه لاري چي د مکې مکرمې څخه دباندي وتلې تر مسلح مراقبت يا څارني لاندي نیولې نوري ډلي يې هم ﴾ جوړي کړې چي تر مکې مکرمې دباندي ووزي او شا و خوا په دوی پسي وګرځي دو قریشو مشرانو دا اعلان هم وکری که چا محمدﷺمر یا ژوندی راوستی هغه ته (۱۰۰) اوښان په انعام او جائزه کي ورکوو، سل اوښه انعام په هغه وخت کي لویه سرمایه وه نو ټولو خلکو د رسول اللهﷺ په پلټنه او پیدا کولو شروع وکړه پیاده او سپاره خلک پسې ګرځي او هر یو ډېر زیات کوښښ کوي چي محمدﷺ پیدا کړي ﴾ په غرو او شېلو کې ګرځي خود رسول اللهﷺ او د هغه د ملگري هيڅ اثر نسته د مكي مكرمې ځينو خلکو د جبل ثور پر طرف پلټنه شروع کړه او هلته پسي ګرځي هر ځای چي يې وکتل دوی یې نه کړه پیدا خو د مشر کانو څخه یوه نفر و ویل دلته په دغه غره کي یو غار هم سته کفار د غار و طرف ته رهي سوه مكرد غار پر شاوخوا هيڅ داسي علامه نسته چي دلته دي څوک راغلي وي خو بيا هم کفار تر غاره پوري ورغله او د غار په خوله كي و درېدل اوس نو دلته روایتونه مختلف دي څوک وايي الله د غنو په واسطه د غنو ځانګۍ د غار پر خوله واچولې او ځيني روايتونه وايي چي د غار په خوله کې کوتره وه چي هګۍ یې اچولي وې او پرخپلو هکیو پرته وه چي دغه دواړه پردې دلالت کوي چې نه دلته څوک سته او نه څوک راغلي دي خو دغه روايتونه ضعيفه دي صحي روايت هغه دی چي په صحيح البخاري کي یې امام بخاري روايتوي. کفار درې ورځي پرله پسې په رسول الله پسې وګرځېدل هر ځای یې طلب و او پلټنه وکړه خو هیڅ شئ یی لاس ته نه ورغله نه معلومات نه علامه نه دوی قریش نو پرېږده چي په خپل طلب او پلټنه کی سرگردانه دي. په دغو ورځو کي چي رسول اللهﷺ او ملگری یې هلته په غار کي دي د ابوبکر ﴾ الصديق زوی عبدالله د ورځي په مکه مكرمه کې ګرځي د قریشو معلومات ټولوی او د شپې پټ غار پورته ورځي او هغه د قریشو حالات و رسول الله ته بيانوي چي داسي او داسي پېښه وه، د ابو بكر الصديق لور اسماء به هم په شپه کي ورځي دپاره خواړه ورته راوړل، سبحان الله دغه لوړ غر، دغه ليري او ډبرينه لار و سره په دې چي نن ورځ تر يوې اندازې اصلاح سوې هم ده خو بيا هم یو قوي ځوان د ورځی په روښنايي کي بېله تکلیفه او ستړیا نه سي ور ختلای خو اسماء ښځه ده او په عين وخت کې حامله هم ده په نس کي کوچنئ لري) د شپې په تاریكه کې د کفارو په پټه دغه لوړ غره ته خېژي او دوی ته خواړه ور رسوي او بیا بیرته خپل کورته راځي، دا كوم همت جرئت او فدا کاری ده خوندو مسلماني ښځي دغسي وي چې د الله او رسول الله په لار کی حتی د دین او مسلمانۍ په لار کي هيځ تکلیف تکلیف نه بولي، دا اسماء وہ او دغه يې مرسته ده چي د هجرت په وخت کي یې د رسول اللهﷺسره کول. همدارنگه عامر بن فهیره هغه د ابوبکر الصدیق مولی به بیا پر دغه لار پسونه بېول او را وستل چي د عبدالله او اسماء پلونه او د پښو علامې ورکي سي څوک په دې نه سي پوه چي پر دغه لار څوک تللي او راغلي دي او د دغو پسو ميږو څخه به یې رسول الله و او ابو بكر الصديق ته شیدې هم ورکولې، حضرت ابوبکر الصديق پوره ترتيبات نیولي وه د خوړو راوړلو موظف د اخبار رسولو موظف د آثارو او علامو ورکولو او خرابولو موظف ټولي وظيفې وېشل سوي وې، که څه هم د دغه هجرت دپاره سامان او وسائل ساده او بسيط وه خو بیا هم د هغه وخت او زمانې له حاله سره برابر او مطابق وه ټول کارونه په یوه صحي نقشه سره جوړ سوي وه اوس نو په غار کي درې ورځي پوره او تيري سوې د قریشو دا امید قطعه سو چي رسول اللهﷺدي د مکې مکرمي په داخل يا اطرافو کي پيدا کړي نو يې خپلو طلب او پلټنه پرېښوول ځکه درې ورځي پرله پسې بېله نتيجې پوره سرگردانه سول نور بیا.....

Comments