
دنجات لار Danijat Laar
February 17, 2025 at 02:54 AM
*دسرور کائنات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم مبارک سیرت*
*دوپنځوسمه برخه*
*دهجرت دلاري واقعات*
هلته په مکه مكرمه کي یو سړی و چي عبدالله بن اريقط نومېدی دغه سړی په لا رو کي ډېر ماهر ويعني ليري او نژدې پټي او ښکاره لاري تولي ور معلومي وې که ﴾ څه هم دغه سری د مشرک قریشو پردین و خو امانت کاره هم و نو رسول الله او ابوبکر الصديق تر هجرت د مخه دغه عبد الله بن اريقط د مال او پیسو په مقابله نوکر کړی چي ته به د هجرت په وخت کي زموږ سره ځې او پر داسي لا رو به موږ مدينې منورې ته بيايي چي چا ته نه وي معلومي، هغه هم دا قبوله کړه. نو ابوبکر الصديق له هغه د هجرت دپاره دوه ساتل سوي اوښان دغه عبدالله ته ور تسلیم کړي وه او بيا يې خبر ورکړی چي دغه اوښان په فلاني وخت کي غار ثور ته راوله کله چي رسول اللهﷺپه غار کي درې شپې تيري کړې او د دوشنبې شپه سوه چي دا نو د هجرت د اول کال د ربيع الأول د مياشتي اوله شپه ده او د عيسوي ميلادي (٦٢٢) کال د سپتمبر د مياشتي (١٦) تاریخ دی عبدالله بن ريقط د شپي
هغه دوه اوښان وروستل دلته نو ابوبکر الصديق و رسول اللهﷺ ته و ویل یا رسول الله د دغو دوو اوښانو څخه يو واخله او هغه ښه اوښ يې و ده ته ور نژدې کری رسول اللهﷺو فرمایل یا با بکر اخلم یې مگر په قیمت سره په دغه وخت کې د ابوبکر لور اسماء هم راغله چي د دوی د سفر دپاره يې خواړه ور سره را اخيستي وه او دا یې هېر سوي وه چي د دوی د خوړو د تړلو دپاره يو ټوکر یا یو تناو رسی ورسره را واخلي اوس چي دا غواړي چي د دغه خوړو د ﴾ کچوړي خوله وتړي يا يې د دوی په اوښ پوري وتړي ټوکر یا رسی نسته نو يې خپل
نطاق دوه ځایه کړی په یوه حصه یې هغه د دوی خواره وتړل او د نطاق هغه بله حصه يې پر خپله ملا وتړل او له دغې ورځي څخه دې ته ذات النطاقين ویل کیږيه اوس نو نطاق څه شي دی؟ نطاق داسي يو ټوکر دی چي په هغه وختو کي ښځو تر ملا یا تر سرتری لکه یو برداره کمربند چی دغه نطاق د هغه وخت د لباس یو جزا و اسماء د دغه خوړو د ترلو دپاره و یوه ټوکر ته ضرورت درلودی مگر ټوکر نسته نور يې خپل نطاق څيري او دوه ځایه کړی یوه حصه يې پرخپله ملا یا سر وتړل او په هغه بله حصه يې دغه خواړه وتړل او د دغې ورځي څخه و دې ته ذات النطاقين ﴾ ویل کیږي، يعني د دوو نطاقو خاونده او په دغه نامه سره مشهوره سوه
بیا نو رسول اللهﷺاو ابو بكر الصديق د مديني منورې پر طرف رهي سوه د دوی سره په دغه سفر کي عامر بن فهيره هم ملگری و او هغه لارښوونکی عبدالله بن اريقط هم ور سره دی اوس نو لار ښوونه د عبدالله بن اريقط کار دی او په هغه اړه لري لومړي چي له غاره رهي سوه د جنوب او یمن پر طرف ولاړل، پسله څه وخته دغرب او د سمندر د غاړي و طرف ته رهي سوه چي ساحل ورته ويل کيږي ترڅو داسي لاري ته ورسېدل چي پر هغه لار نه څوک تله او نه چا ته ور معلومه وه بيا نو دا سمندر يعني بحر الأحمر د غاړي سره نژدې د شمال پر طرف رهي سوه چي دغه لار و مدينې منورې ته تله خودا داسي لا رده چي نادرا به څوک پر دغه لار تلل
دغه د هجرت د لاري تفصيل په کتابو کې راغلی دی خو څرنګه چي له دغو ځایو څخه د ډيرو ځایو نومونه اوس اوښتي دي او د عمومي لا رو څخه هم ډېر ليري او چپ دي نو د هغو ځایو د نوموتر یا دولو تېرېږم او د لاري لوی واقعات به سره بیان کړو. لومړئ امام بخاري د ابو بكر الصديق څخه روایت کوي چي وايي په دغه
شپه چي موږ رهي سوو دغه ټوله شپه او سبا تر غرمې پوري مو تک او مزل وکړی کله ﴾ چي غرمه سوه او لار فارغه سوه هیڅوک پر دغه لار نه تېرېدل په لار کې مو یوه ډېره لويه او اوږده ډبره ولیدل چي سايه يې درلودل او پر دغه ځای لمر نه راتلی نو مو د دغې ډبري سره واړول ما په خپلو لاسود رسول اللهﷺد بیدېدلو دپاره ځای جوړور کړی اوپر هغه مي يو فرش آوار کړی او ورته و مي ويل : یا رسول الله ته بيده سه اوزه
به شاوخوا څار کوم رسول اللهﷺپر یوتی او زه څه کوښه سوم شاوخوا څار کوم که ګورم يو شپانه دی چي پسونه يې د دغې ډبري طرف ته را رهي کړي دي غواړي چي دی هم دغه سایې ته استراحت وکړي، زه ورغلم او ورته و مي ويل : ته څوک یې؟ ده د مکې یا مدينې د خلکو څخه یو څوک را یاد کړی ويل د هغه مریی یم ما ويل آیا په پسو کي دي شيدې سته؟ ده ويل هو ما ويل : ما ته يې را لوشې؟ ويل هو نویې دا لوشلو دپاره یوه مېږ ونیول ما ويل اول يې غلانځه د خاورو ورېښتانو او خیر و څخه پاکه کړه بيا يې ولوشه ده هم د غلانځي تر پاکولو وروسته یو کتوری شیدې راولوشلې نو رسول اللهﷺته ورغلم څرنګه چي هغه بيده و دا مي ښه و نه بلل چي له خوبه يې را ويښ کړم تر هغو مي انتظار ورته وکړی چی دی را ويښ سو زما سره د رسول الله او د اوداسه او چېښلو دپاره د اوبو یوه مشکوله را سره وه نو مي د دغه مشکولې څخه دغه د شيد و پر لوښي او به توی کړې چي څه يخي سوې بیا مي رسول الله ته وويل : یا رسول الله وې چیښه ده هم تر هغو و چېښلې چي زه راضي او او به سوم بیا رسول اللهﷺرا ته و ویل آیا د تلو وخت نه دی؟ ما ویل هو یار رسول الله بيا نو له هغه ځایه رهي سوو
دوهم
څرنگه چي ابوبكر الصديق تاجر ګښته او مشهوره سړی و هر چا پېژندی او رسول اللهﷺ کورنی سړی و هر چا په رنگ نه پیژندی اوس چي دوی
سره ملګري دي نوکه به په مخه څوک ورغلی د ابو بكر الصديق څخه به يي پوښتنه وکړه چي دا څوک دی؟ ده به ورته ويل دا سړی لار را ښيي، د هغه به دا خیال سو چې دغه د تک لار ورښيي او د ده مقصد به د دين او خير لا ر وه چې ما ته زما د دين او عقیدې لار راښيي.
دريم
سراقه بن مالک په عربو کي مشهوره جنګي فارس يا پهلوان وکله چي رسول اللهﷺو ابوبکرله غار ثوره را و وتل او د مدينې منورې پر طرف رهي سوه هر چا دا کوښښ کاوه چې دوی پیدا کړي او د قریشو هغه سل اوښه جائزه واخلي
د دغو خلکو د جملې څخه يو هم سراقه بن مالک و خو دا قصه به په خپله سراقه ته پرېږدو چي دي په خپله قصه کوي او په دغه وخت کي مشرک و
سراقه بن مالك وايي زه د خپل قوم سره په مجلس کي ناست وم چي يو سری د دباندي څخه د مکې راغلی موږ ناست و دی را ته و درېدی او ویل یا سراقه دغه
اوس مي د دریاب د غاړي سره یوه سیاهي وليدل چي فلاني طرف ته رهي وه ګمان کوم چي محمدﷺاو د هغه ملګري دي وي، سراقه وايي زه پوه سوم چي دغه نفر دوی دي خو د دې دپاره چي هغه د قریشو جائزه یوازي زه واخلم نو مي خبره واړول او سري ته مي و ویل دا دوی نه دي بلکه تا فلانئ او فلانئ ليدلي دي چي زموږ په مخ
کي رهي سوه. سراقه وايي زه په دغه مجلس کي کښېنستم داسي کار او حرکت نه کوم چي څوک را پوه سي، د قوم د مجلس تر آخره ور سره ناست وم نه ولا ریږم، ځکه که ولاړ سم هغه نور پوښتنه کوي چي چيري ځې؟ نو خود خبري او مجلس ورسره کوم، كله چي دوی ولاړ سوه زه هم ډېر ژر کور ته ولاړم خپلي مينځي ته مي و ويل زما آسه و باسه د فلانۍ غونډۍ تر شا درېږه او زما انتظار کوه ما خپله نېزه غشي اولېندی
را واخیستل دکور د شاتر دروازې ووتم پت پت ورغلم خو اس ته ور ورسېدم پر آس سپور سوم اوپر هغه لار رهي سوم چي هغه سري ويلي وه، دئ نوپر دغه لار پرېږده هلته رسول اللهﷺاو ابوبکر د ملګرو سره رهي دي خو ابوبکر څه و وخت د رسول اللهﷺتر شا رهي وي څه موده وروسته بيا تر مخ رهي سي څه وخت ار وروسته يې بیا راسته طرف ته ځي څه وخت وروسته يې بیا چپه طرف ته ځي يعني و دې طرف او هغه طرف ته کیږي مگر رسول اللهﷺرهي دى حتى شا وخوا هم نه ګوري فقط قرآن مجید وايي او رهي دی، څه وخت وروسته د رسول اللهﷺورته پام سوچي ابوبکر هره لحظه یا هرگړی دې خوا ها خوا ته کيږي، نو يې پوښتنه ځني وکړه چي يا ابا بکر څه درته پېښه ده چي مخ او وروسته کېږي؟ ابوبکر وويل: يا رسول الله يو وار مي په فکر کي را وګرځي چي كمين به يې درته نیولی وي يعني يو څوک به په مخ کي پټ درته ولاړ وي نو د مخه سم بيا مي په زړه کي را و وګرځي چي د شا له طرفه څوک حمله و نه کړي بيا تر شا سم، بيا وايم څوک د بغل له
طرفه حمله و نه کړي نو دي يوه او بل ارخ ته ځم.
خورسول اللهﷺ اطمینان او د زړه داد ورکړی ویل : ان الله معنا الله زمور سره دی مه بېرېږه د ابوبکر الصديق زړه هم پر آرامه سو خو پسله څه وخته ابوبكر الصديق ولیدل چې ډېر ليري يو سړی پر اس سپور دی په ډېره چټکي او ﴾ تيزي سره په دوی پسې را رهي دی ویل یا رسول اللهﷺهغه سپور سړی په موږ پسي را رهي دی، رسول الله نه ورته کتل پر خپله لار رهي دي او قرآن مجید وايي مگر د ابو بكر الصديق له فکر په دغه سړي ډېر بند دی، هغه سپور ډېر تیز را رهي دی او وار په وار دوی ته ور نژدې کیږي، ابوبکر په تشویش او پرېشاني کي دی ځکه هغه سپور سړي ډېر ور نژدې سو، دومره ور نژدې سو چي له هغه ځایه دوی په نېزه و يشتلاى سي نو يې رسول الله ته و ویل: یا رسول الله سړي ډېر را نژدې سو د هغه ځای څخه مو ویشتلای سی دلته نو رسول الله دعاء وکړه او ویل
الهي په هر شي او هره طريقه سره چي ستا خوښه وي موږله ده څخه وساتي. ﴾ رسول اللهﷺد دعاء څخه نه و فارغه سوی چي د سراقه د آس پښې په مځکه ← ننوتي، مځکه هم سخته او ډبرينه مځکه ده خود آس پښې په مځکه ننوتلې او سراقه له آسه ولوېدی سراقه وايي قسم په الله تر دغه ورځي د مخه هيڅ وخت له آسه نه وم لوېدلی دا اول وار و چي له آسه لوېږم او بیا مځکه سخته او ډبرينه هم ده د آسا پښې څنګه په مځکه ننوزي؟ کله چي له آسه ولوېدم د هغه غشو جعبه مي را وايستلا چې موږ به فال په اچاوه دغه فال اچول د مشرکانو دین او عقیده وه) وایی د هغو غشو څخه مي يو غشی د فال پر قسم را وايستی چي آيا په دوی پسي ورسم که يا؟
نوربیا......
❤️
1