
دنجات لار Danijat Laar
February 18, 2025 at 06:35 AM
*دعثمانی خلافت تاریخ*
*لومړی برخه*
*د ترکانو اصل ونسب او اصلی هېواد*
د ماوراء النهر هغه سیمه چې نن موږ د ترکستان نوم ورکوو په مشرق کی تر منگولیا او د شماليه چین د غرونو پورې په لویدیځ کې تر کاسپین خزر سمندره په شمال کې تر میدانی سیمو او د جنوب په لور د برصغير او فارس پورې غځېدلې ده. دا د غز کورنیو ټاټوبی دی په دې سیمې کې د دې کورنیو لویو لویو قبيلو ژوند کاوه چې د ترک یا اتراک په نامه پېژندل کېدې
د شپږمي ميلادي پېړۍ په وروستیو کې دوی خپل اصلي تاتوبی پرېښود او ډله ډله د کوچنی اسيا په لور و کوچیدل تاریخ پوهان دا مهاجرتونو په یو شمیر لاملونو پورې تړي ځینې پوهان د دوی د مهاجرت لامل اقتصادي ستونزې کڼي، سختي لوړي او د آبادی ډيروالی دوی د خپل ټاتوبي پرېښودلو ته اړ کړل او په داسې سیمو کې مېشت شول، چېرته چې پراخه څړځایونه او د ژوند تیرېدو پراخي لارې وي. ځينې تاريخ ليكونکي په دې اند دي چې د دې هجرت لامل سياسي اړخ دی، ترکانو له ځينو داسي پياوړو قبيلو
سره شخړې کړې وې چې د هغوی قوتونه او شمېر خورا ډېر وو، لکه منگولیا چې له دې دښمنۍ څخه دژغور لو لپاره دوی ترکستان پرېښود او داسې سیمو ته لاړل چې هلته امن وي او په سوله کې ژوند وکړي دا نظر د ډاکتر عبداللطيف عبدالله بن دهیش دی؟
په هر حال د منگولیانو له دښمنۍ څخه د ژغورنې لپاره يې د لوېديځ لار خپله کړه او د جیحون سیند ته په نبردې سیمو کې دېره شول له هغه خایه بیا جورجان او تبرستان ته راغلل او هلته يې خپل ژوند ته
دوام ورکر .
په همدې ډول تركان له هغو اسلامي سيمو سره نیږدې شول چې مسلمانانو په (۲۱ هجري ۶۴۱ ميلادي کې د جگړې په بنیاد او فارس کې د ساساني دولت له پرځېدو وروسته فتحه کړې وي.
*له اسلامي نړۍ سره د ترکانو اړیکه …*
په (۲۲ هـ / ٦٥٢) کي اسلامي پوځونه د باب سيمو ته مخ په وړاندې لاړل او دا سيمې يې فتح کړي دا هغه سيمي وي چي ترکانو په کې ژوند کاوه د اسلامي لښکر د مشر عبد الرحمان بن ربيعه رضي الله عنه د ترکانو له مشر سردار شهر براز سره لیدنه وکړه شهر براز له عبدالرحمان رضی الله عنه څخه د سولي غوښتنه وکړه او هیله يې څرگنده کړه چې په ارمينيا په برید کولو کې له اسلامي لښکرو سره یو ځای کېدو ته چمتو دی عبدالرحمان هغه د خپل مشر سراقه بن عمرو رضي الله عنه حضور ته واستاوه شهر براز له سراقه سره وليدل او په لښکر کې د يو ځای کېدو خبره یې ورسره هم شریکه کړه یوه عریضه يې د عمر رضي الله عنه په نوم وليکله او د دې په اړه یې خبر ورکړ. عمر رضي الله عنه هم د سراقه له رايي سره همغږي وښودله او په دې سره له ترکانو سره معاهدې وشوې، همدارنګه د ترکانو او مسلمانانو تر مينځ هيڅ ﴾ دول جگړه و نه شوه او دواړو لښکرو په ارمینیا برید وکړ او هلته هم اسلام خپور شوه
له هغې وروسته اسلامي لښکرې د فارس شمال لوېديځو سیمو ته وخوځېدې تر څو د اسلامي لښکرو له لاسه د ساساني دولت له پرځېدو وروسته په دې سیمو کې هم الهي دعوت او تبلیغ وشي. دا هغه سيمې وې چې د شمال په لور د اسلامي لښکرو په وړاندې خنډ وې کله چې د سولې له لارې دا ستونزې هوارې شوې نو دغو هېوادونو او سیمو ته هم د رسېدلو لاره هواره شوه، د ترکانو او مسلمانانو تر مينځ اړيکې جوړې شوې، ترکان له اسلامي ښوونو ډېر اغېزمن شول، اسلام يې قبول کړ د اسلام دخپرولو
او د دین د غلبي لپاره د مجاهدینو په کتارونو کې شامل شول
اسلامي لښکرې د جیحون له دریاب څخه ور پورې وتل او د ماوراء النهر په سیمو کې پاتې شول، د عثمان رضي الله عنه د خلافت په دوره کې د طبرستان تولي سيمي فتحه شوې په (۳۱ ه کال کې د خپرولو لپاره یې په جهادي بوختياوو کې برخه واخيسته.ددی سیمو ډلي - ډلي ترکان مسلمانان شول، له اسلام څخه يې دفاع وکړه او د خدای دپیغام به ټولی نړی
کی له دې وروسته اسلامي لښکرو مخکې تگ ته دوام ورکړ د معاویه رضي الله عنه د خلافت په دور کی بخارا فتح شوه، د برياوو دا لړی مخ په وړاندې لاړه تر دې چې سمرقند هم په اسلامي قلمرو کی داخل شو، د اسلامی امپراتوری سرحدونه لا پراخه شول او داسې وخت هم راغی چې د ماوراء النهر نوری سيمې د اسلامي امپراتوری برخي و گرځېدې او په دې کې اوسېدونکو تركي قبيلو په ځانگړي ډول اسلامي کلتور او تمدن غوره کړ
نور بیا.....
❤️
1