دنجات لار Danijat Laar
February 18, 2025 at 04:05 PM
*دسرور کائنات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم مبارک سیرت*
*دهجرت دلاری واقعات*
*درو پنځوسمه برخه*
سراقه وایی چی یو غشی می دفال پر قسم راواخیستی چی ضرر ور و رسوم که یا؟ داسی غشی را و وتی چی زما له مقصده مخالفه لیکنه پرسوی وه ، يعني : د دوی د تعقیبولو څخه یی منعه کولم د فال یا غشي په خوله مي و نه کړه بیا پر آس سپور سوم دومره ور نژدی سوم چي د رسول اللهﷺ قرائت مي اوريدی رسول اللهﷺ هیڅ نه را ته کتل خوابوبکر زما خوا ته ډیر ګوري، دا وارمي بيا د آس د مخ پښې تر ځنګنو په مځکه ننوتې او زه له آسه ولوېدم، بيا مي په زوره آس را پورته کړی او د آس پښې په ډیر تکلیف له مځکي را و وتې، کله چي د آس پښې له مځکي راو وتې د آس د پښو له ځایه یو ځلېدونکی گرز لکه دود را و وتی او د آسمان خوا ته پورته سو بيا مي هغه خپل د فال غشي را وایستل د غشو څخه بيا داسي غشى را و وتی چی زما نه و خوښ اوس نو سراقه پوه سو چي دوی ساتل سوي دي څوک نه سي ور نژدې کېدلای سراقه وايي نومي ورناري كره : الأمان الأمان.
اوس سراقه امان غواړي حال دا چي دئ د هغه سلو اوښانو انعام اخیستلو دپاره د دوی په وژلو پسي را رهي سوى و، بیا نو رسول اللهﷺ او ملګري يې و درېدل
سراقه وايي دغه حالات چی ما ولیدل ما ته دا را معلومه سوه چي د رسول اللهﷺدین به ښکاره او غالبه سي نو پراس سپور سوم او ورغلم، رسول اللهﷺته مي وویل ستا قوم پر تا سل اوښه جائزه ايښې ده او په هغو حالاتو مي خبر کړی چي خلکو د ده په باره کي څه فکرونه درلودل او بيا مي ورته و ویل : که خوړو او کالیو ته ضرورت لری درته را به یې وړم دوى شئ نه وغوښتی فقط ویل: زموږ حال در سره وساته يعني چا ته مه وايه چي موږ چيري يو ما ویل دا چه زه ستاسی حال و نه وایم د دغه په مقابل کي څه شي را کوی؟
رسول اللهﷺورته وویل : څنکه به یی یا سراقه چي د کسری وښي ستا په لاس وي؟
تاسي ته معلومه ده چي د فارس پاچا ته کسری ویل کېده چي په هغه وخت کي د فارس پاچهي د مځکي پر مخ تر ټولو لویه پاچهي وه او د دغه کسری به د سرو زرو وښي په لاس وه، اوس رسول اللهﷺد سراقه څخه پوښتنه کوي چي د کسرای وښي
ستا په لاس وي ستا د زړه احساس به څه وي؟ څه حال او څه کیفیت به دي وي ؟ سراقه ته دا خبره عجبه او بی مفهومه معلومه سوه چي دا څه وايي او څنګه خبره ده؟ نو ویل کسرای نو شیروان؟ رسول اللهﷺو فرمایل : هو نو شیروان چي د فارس
پاچا دی او د هغه وښي ستا په لاس وي ستا به څه احساس وي؟ اوس نو دغه خبري او موضوع ته څه توجه په کارده یو نفر چي له خپله قومه په
پټه او په هجرت را وزي او د ده پر سر د ده د قوم له طرفه سل اوښه جائزه ایښوول سوې وي او د ده سر يې په کاروي او دغه اوس د ده سره هیڅوک او هیڅ قوت هم نسته، دغه نفر وايي چي دئ او د ده دین به د مځکي د پاچهانو پر هغه لوی پاچا کامیابه سي او وښي به یی سراقه ته ورکوي دا نه سره لګيږي، عقل يې نه قبلوي، دا عجبه ده دغه اوس په خپله د ده سر د خلکو په کار دی او د ده سره هیڅ قوت او طاقت هم نسته او دئ بیا وعده ورکوي چي مسلمانان به د فارس پاچهي اشغال کړي
او دکسری هغه کسری چي په مځکه کی تر ټولو لوی پاچا دی د هغه وښي به په غنيمت واخلي او دا هم پسله سلو او دوو سوو کلو څخه نه پيښيږي بلکه ستا په وخت کي به پېښ سي
اوس نو سراقه ورته وايي:
یا محمدﷺ ما ته د امان یوه ورقه را ولیکه زه به اوس په تا څوک نه خبروم او ته به د امان ورقه را ولیکی که کوم وخت زما و تا ته ضرورت پیدا سوته به امان را کوي، رسول الله و ابوبكر الصديق ته وویل سراقه ته د امان عهد ور ولیکه ابوبکر هم داسي ليک ورکړی چي لیکلي یې وه :
دغه سراقه د مسلمانانو څخه په امان دی، يعني هيڅ وخت ضرر نه ور رسوي په دې شرط چي دئ به د رسول الله او د هجرت خبر چاته نه وايي.
څوک وايي دغه نوشته عامر بن فهیره وکړه څوک وايي ابوبكر الصديق ولیکل، سراقه هم هغه نوشته ور سره واخیستل او رهي سو، واقعا یې دغه حال هیچا ته و نه وايه حتى نور داسي خلک هم په مخه ورغله چي په رسول اللهﷺپسي گرځیدل خو سراقه به ورته ويل د دې منطقي معلومات ما وکړه دلته څوک نسته سبحان الله! د ورځي په شروع کي دئ پسي ګرځېدی او د ورځي په آخر کي يې دئ
چوکیدار او ساتونکی سو نور خلک هم د هغې لاري د تعقيبولو څخه منعه کوي.
تقریباً اته کاله وروسته د حنين په غزاء کي سراقه بن مالک د مسلمانانو له طرفه بندي ونيول سو ده دغه لیک او نوشته په هغه ورځ ښکاره کړه، کله چي مسلمانانو په جنگ کي بندي ونیوی ده وویل: زما سره ستاسي د نبي له طرفه د امان لیک را سره دی هغو ویل عجبه ده کومه ده هغه نوشته کومه ده؟ ده هم هغه نوشته ورته را وایستل صحابه کرامو و رسول اللهﷺته راوستی رسول اللهﷺو فرمایل:هود ده د وفا او نیکی ورځ ده ایله یی کړی هغو هم پریښاوه رشتیا هم دا پر هغه وعده وفاء وه چي ډیره موده مخ کي يې ور سره کړې وه، ځکه د حنين غزاء تر هجرت اته کاله وروسته او د مکې مکرمې تر فتحه کولو څو ورځي وروسته پېښه
سوه او سراقه په هغه ورځ د دغه لیک په واسطه خلاص سو.
کله چي بيا د حضرت عمر فاروقه د خلافت په وختو کي د فارس ښارونه يو په بل پسي نیول کېدل فارسیانو شکست و خوړی او کسرای و تښتېدی مسلمانانو د
کسری خزانی زر او جواهرات په غنیمت واخیستل، ټول جواهرات و امیر المؤمنين عمر فاروق ته را وړل سوه د دغو جواهراتو په جمله کي د کسرای وښي هم راوړل سوي وه دلته نو عمر له امر وکړی چي خلک دي را ټول سي، خلک را ټول سوه بیا یی سراقه بن مالک ته چي مسلمان سوی ؤ ور ږغ کړه او دغه د کسری وښي يې د سراقه په لاس ور واغوستل او ويل لاسونه دي لوړ ونيسه چي خلک يې و ويني او د خلکو په منځ کي تېر سه د کسری وښي د سراقه په لاس دي او لاسونه يې لوړ نيولي دي د خلکو په منځ کي تېريږي، حضرت عمر فاروق به ورته وویل : خلکو ته و وايه چي د هجرت په ورځ رسول اللهﷺ څه درته و ویل؟ اوس نو سراقه لاسونه لوړ نيولي دي د کسرای وښي شرنګوي او وايي زموږ نبي د هجرت په ورځ په داسي حال کي چي د قوم له طرفه په ده پسي خلک ګرځيدل او دئ د بیری او خوف به حالت کی و ما ته دغه زیری را کری
*څلورم* رسول اللهﷺ او ملکري يې په آرام زړه د مدينې منورې پر طرف رهي دي د قریشو له شره خلاص او فارغه دي مگر پر هغه معروفه او مشهوره لار نه بلکه بله نوې او نا معلومه لار ده او مدينې منورې ته نژدې سوه خو په لار کي پر یوه خیمه ورغله چي دا خېمه د ام معبد خیمه وه ام معبد چې يوه سخي، زړه وره او فصيحه ښځه وه د خپلي خېمې سره به ناسته وه هر مسافر چي به پر دغه لار تېرېدی دې به
او به او خواره ورکول اوس رسول اللهﷺاو ابوبکر پر دغه خیمه ورغله کله چي رسول اللهﷺ او ملکري يې دغي خېمې ته ور ورسېدل د ښځي مېړه هم نه و موجود يوازي يوه ښځه په دښت کي د خيمې سره ناسته ده، ځکه دغه ام معبد د کوچي عربو څخه وه نو ابوبکره د ښځې څخه پوښتنه وکړه چي د خوړلو دپاره یوشی در سره سته؟ ځکه د دوی خواره هم خلاص سوي وه او دوی پر داسي لار تله چي هلته نه کلي وه او نه کورونه او نه بل څوک پر دغه لارتله نو ځکه يې دغي ښځي ته وويل : ستا سره د خوړلو يو شئ سته چي په قیمت يې
در څخه و اخلو؟ ښځي و ویل که زما سره د خوړلو دپاره شئ وای تاسي به د هغه غوښتنې ته نه وای اړ سوي، يعني بېله غوښتني او طلبه ما در کاوه موږ سخیان یو دې ته ضرورت نسته چې مېلمه يې په خوله و غواړي مكر والله د خوراک هيڅ شئ را سره نسته . خو هلته د خیمې سره یوه وچه او ډنګره ضعيفه او زړه مېږ ولاړه وه رسول اللهﷺ ورته و ویل یا ام معبد دغه مېږ څه شي ده؟
ښځې ويل : دا یوه مېږ ده چي ضعف او ډنگرتيا د رمې څخه پاته کړې ده. رسول اللهﷺ وفرمایل شيدې نه لري؟
ښځي ويل : دا تر دې ډېره ضعيفه ده چي شيدې دي وکړي. رسول اللهﷺو فرمایل : اجازه را کوي چې دغه مېږ ولو شم ښځه په حیرت کي سوه چي دا څه وايي؟ وچه او ډنګره مېږ ده دئ وايي
زه يې ولوشم؟ ښځي ويل كه شيدې پکښي سته وې لوشه … رسول اللهﷺپه خپل مبارک لاس د میږی غلانځه مسحه کړه او بسم الله يې و
ويل د ميږي له غلانځي څخه شيدي را توی سوې ښځي ته يې وويل يو لوښی راکړه، هغې هم دومره لوښی ورته را وړی چي د يوې لويي ډلي بسېدی رسول اللهﷺهم دغه مېږ تر هغو پوري توشل چي دغه لوښی په شيد و دک سو اول يې ام معبد ته شيدې ورکړې هغې تر مړېدلو او او به کېدلو پوري و چېښلې بیا د رسول اللهﷺ ملګرو و چیښلې او بيا رسول الله و چېلې دوهم واريې بیا مېږ ولوشل او دام معبد ټول هغه لوښي يې د شيد ورډک کړه چې دې درلودل ، دا ورته گوري او په تعجب کي ده ځکه هغه مېږ چي د دې سره وه دا په خبره ده چي هغه و چه ضعيفه او ډنګره ده او اوس يې دومره شيدې وکړې چې دا په خپله په حیرت کي پاته ده خير رسول اللهﷺ او ملگری یې ابوبكر الصديق ځني رهي سوه لږ وخت
وروسته ابو معبد يعني د ښځي ميره په داسي حال کي چي وچي او ډنګري ميږي يې را رهي کړي وې خیمې ته راغلی وې ليده چي د کور ټول لوښي په شيدو ډک دي په تعجب کي سو، ويل دا شيدي چيري وي؟ میږي وچي دي او په کور کي هم د لوشلو حيوان نسته ښځي و ویل دلته يو مبارک سری تېرېدی دغه ټولي شيديو يې د دغي وچي او ډنګري ميږي څخه ولوشلې دا د هغه مبارک سري برکت دی ﴾ ابو معبد و ویل دغه سری والله هغه د قریشو صاحب او ملگری بولم چی مقصد یې رسول الله و او ويل : ته يې د چهرې او قیافي بيان را ته وکړه يا ام معبد ● دغه د ام معبد قصه ټولو مؤرخينو د تاريخ علماوو او پوهانو بیان کړې ده او د
دې سبب چي ټول مؤرخين دغه قصه بيانوي دا دی چي ام معبد يوه هوښياره ﴾ پوهه، ذكي او ډېره فصيحه ښځه وه ، په ژبه کي یې ډير فصاحت او بلاغت و، د سیرت په ټولو کتابو کي او په ټولو هغو احادیثو کي چي د رسول الله د قيافې وصف و پکښي بيانيږي هيچا د رسول الله او د قيافې داسي دقيق او فصیح وصف نه دی بیان کړی لکه څرنګه چې دغه ام معبد بیان کړی دی، سره د دې چي ام معبد بېله دغه یوه واره بیا رسول الله نه دی لیدلی هغه صحابه کرام چی د رسول
اللهﷺ سره یې کلونه تېر کړي دي هغو د رسول اللهﷺد قيافې دغسي صفت نه و کړی دی او نه يې کولای سوای لکه ام معبد چي کړی دی، نو له دې جهته علما و کرام د رسول اللهﷺد قیافی په وصف کي هغه اساسي مرجع دام معبد حديث را بولي که څوک د رسول اللهﷺد قيافي وصف او بیان غواړي د ام معبد تر حديث بل دقیق او واضح حدیث نه سی پیدا کولای دایې په داسي فصیحه او بليغه طريقه سره صفت کوي لکه اورېدونکي چي رسول الله ته كوري او هغه يې مخ ته وي نو له دې جهته څخه ټولو مؤرخينو د رسول اللهﷺد قيافې په باره کي د ام معبد دغه قول ساتلی دی ځکه چې ډېر فصیح دی او ډېر اهمیت لري
نور بیا ......
❤️
1