دنجات لار Danijat Laar
دنجات لار Danijat Laar
February 19, 2025 at 02:50 AM
*دعثمانی خلافت تاریخ* *دوهمه برخه* د عباسی خلفاوو او امراوو په دربارونو کې د ترکانو نفوذ مخ په ډېرېدو شو په هرې شعبي کې به ترکان تر سترگو کېدل په اردو لیکوالانو حکومت او نورو لوړو منصبونو کې داسې یوه ځانگه نه وه چی ترک به په کې نه و د خپلو ستایل شویو واکونو او اخلاص له برکته یی لوی لوی منصبونه خپل کړل کله چی معتصم په تخت کېناست، نو د ترکی نفوذ لپاره یی د لوړو منصبونو دروازې خلاصی کړې ترکانو ته لوی لوی منصبونه ورکړل شول ترکان نو اوس د هرې ځانگې په کلیدی منصبونو کې په کار کولو بوخت وو، معتصم په حقیقت کې د ایراني نفوذ له مینځه وړل غوښتل چی د المامون له دور څخه د يو لوی قدرت په حيث او د يو بريالي حکومت په ډول را روان و په دې دور کې يې تر ډېره خپل سري کارنامې کړې وې. د معتصم دا اقدام خلک راو پارول د عوامو او لښکرو تر مینځ د نا ارامی له امله معتصم د خپل خانم لپاره د یو نوی ښار بنیاد کېښود، چېرته چې به د ده اردو ملگری او مرسته کوونکی اوسېدل دا نوی ښار یې د سامرا په نوم و نوماوه چې له بغداد څخه (۱۲۵) کيلو متره وړاندې و همدارنگه د اسلامی تاریخ په مهمه دوره کی ترکانو ته په امپراتوری کی ډېر اهمیت ورکړل شو او داسی وخت هم راغی چې ترکانو د يوې ډېرې لويې امپراتورۍ بنسټ کېښود دې امپراتورۍ له عباسی خلفاوو سره نېږدې اړيکې وې، دا امپراتوري په تاریخ کې د سلجوقی امپراتوری په نامه هم پېژندل کېږی *د سلجوقی دولت تاسیس* د عرب په اسلامي ختيځ کې د راڅرگند و شوو پېښو په مرحله کې د سلجوقیانو د ظهور هغو سیمو په سياسي بدلونونو ژور اغیز وکړ کومې سیمې چې له يو لوري عباسي خلفاوو په خپل قلمرو کې راوستلي وي او له بل پلوه د شیعه گانو فاطمي خلافت د خپل ځان اړخ ته را کشولي په دې حالاتو کې سلجوقیانو د يوې ډېرې لويې تركي امپراتورۍ بنسټ کېښود، نوموړي امپراتورۍ په پینځمي هجري پيړی چې یوولسمي ميلادي پېړۍ سره سمون خوري مينځ ته راغله دا امپراتوري له خراسان ماوراء النهر عراق ایران د شام ښارونه او د آسیا له دوه ښارونو جوړه وه په لومړیو کی د دې امپراتوری د اوسېدلو ځای د ایران ښار و چې بیا وروسته په عراق کې د بغداد ښار ته یووړل شوه، په دې دوره کی خراسان ماوراء النهر کرمان)، د شام (سلاجقه شام او په کوچنی اسیا (سلاجقه روم کی : يو شمېر واړه واړه سلجوقي دولتونه مینځته راغلل چې دا ټول دولتونه په ایران او عراق کې د سلجوقي امپراتوری تابع وو سلحوقیان به بغداد کی د عباسی خلافت او د هغوی له مذهب اهل السنت والجماعت . مرسته و کره دا امپراتوري له یوه اړخه په ایران او عراق کې د (آل بويه) او له بل لوری په شام او مصر کی د عبيدي (فاطمي نفوذ تر مينځ ژور زوال ته نېږدې شوې وه سلجوقیانو د (آل بويي) اقتدار ته د پای ټکی کېښود او د عبيدي خلافت په وړاندې کلک و درېدل سلجوقی سردار طغرل بیگ په (۴۴۷ هـ کال کې د بغداد دننه (آل بویی) پاچاهي د تل لپاره له مینځه يوړل ټول شورشونه یی کابو کړل، د مسجدونو پر دروازو د صحابه کرامو رضی الله عنهم په شان کی لیکل شوی ناوړه او گستخانه ليکنې يې ټولې رنگې کړې او د رافضيانو شيخ ابو عبدالله الجلاب يې په رافضيت کی د حده زياتي مبالغي كولو له امله وواژه . آل بويي شيعه نفوذ په بغداد او عباسي خلافت کې خپور شوی وو کله چې سلجوقیانو آل بويي امپراتوري له مینځه یووړه او سلطان طغرل بیگ د عباسی دولت پلازمینی ته ورننوت نو خلیفه قایم با مرالله د هغه تود هر کلی وکړ، قیمتي جامې يې ورته ډالۍ کړې له ځان سره یې کېناوه او په معززو لقبونو يې ونازاوه چې په دې لقبونو کې يو لقب سلطان رکن الدین طغرل بیگ دی. له دې پرته عباسي خليفه حکم صادر کړ چې د سلطان طغرل بیگ نوم دې په سيكو وليكل شي. د بغداد په مسجدونو کې دې د ده په نوم خطبه ولوستل شي او د ده په حق کې دې د جمعې په لمونځونو او داسې نورو کې دعاوې وشي. د خليفه د مهربانۍ له امله سلجوقیانو ته په ټوله اسلامي نړۍ کې عزت په برخه شو او هغوی په بغداد کې د آل بویانو په ځای د سرو او سپینو څښتنان شول، عباسی خلیفه به د ده هره مشوره د قدر له امله منله او د هغوی به یې ډېر قدر کاوه طغرل بیگ ډېر قوی شخصیت درلود ډېر ذهین شجاع دینداره او عدل خپروونکی و، د نیکو خویونو له امله يې پلویان ورځ په ورځ ډېرېدل ده قوي لښکر لاره طغرل بیگ به هڅه کوله تر څو ټول سلجوقيه ترکان متحد شي او د دین په خپرولو کې بشپړه برخه واخلي. خليفه قایم بامرالله له سلجوقي امپراتورۍ سره د اړیکو د قوي کولو له امله د طغرل بیگ د مشر ورور جعفر بیگ له لور سره واده وکړ. دا واده په (۴۴۸ هـ / ۱۰۵۹ م) کی وشو او په (۱۰۶۲ م) کال د طغرل بیگ واده د قایم با مرالله له لور سره وشو، خو له دې وروسته طغرل بیگ ډېر وخت ژوند ونه کر. د (۴۵۴هـ کال د روژې د مياشتې په اتمه چې د (۱۰۶۲ م) کال سره سمون خوري ياني له واده يوه میاشت وروسته وفات شو په دې وخت کې د طغرل بیگ عمر اویا (۷۰) کاله و طغرل بیگ د خپل مرگ دمخه په خراسان ایران او د عراق په شمال لویدیځو سیمو کې په خپلو لاسونو د سلجوقی اقتدار او بریا چاره بشپړه کړې وه
❤️ 💗 2

Comments