دنجات لار Danijat Laar
دنجات لار Danijat Laar
February 25, 2025 at 03:17 AM
*دسرور کائنات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم مبارک سیرت* *اته پنځوسمه برخه* *په جنگ او قتال سره الهي اجازه* د دغه خطرناکو حالاتو په جريان کي کوم چي په مدينه منوره کي يې د مسلمانانو وجود په خطر کي اچولی ؤ او د قریشو پردغه حال یی دلالت کاوه چي دوی هیڅکله د غفلت له خوبه نه را ويښيږي او د خپلو سرکښيو څخه لاس نه اخلي اللهﷻ مسلمانانو ته په جنگ کولو سره اجازه وکړه دا فقط اجازه وه د جهاد فرضیت نه و الله ج فرمایی `ژباړه هغو کسانو ته د جنگ اجازه ورکول سوې ده چي د دوی سره د کفارو له طرفه جنگ کيږي، دا هم په دې سبب چي پر دوی ظلم کيږي او بېشکه چي الله د دوی پر نصرت او کومک قادر دی` کله چي دغه د جنگ کولو اجازه نازله سوه په دغو وختو کي هغه يواځنئ لوی او سرکښه قوت چي مسلمانانو ته متوجه و هغه د قريشو قوت و نو حکمت دا ؤ چي مسلمانان خپله سیطره او تسلط پر هغو لارو قائم کړي چي هغه د مکې مکرمې څخه و شام ته د قريشو د تجارت لاري وي او رسول الله د دغو لارو د سيطرې دپاره دوه عمده کاره یا دوې نقشې عملي کړي. اول دا چي رسول الله صلى د هغو قبيلو سره چي د دغو لارو پر شاوخوا پرتې وې یا د مدینې منورې څخه تر دغو لارو پوري پرتې وې، د حلف يا يو پر بل د نه تجاوز کولو معاهدې وليکلي لکه څرنګه چي د مخه د یهودو سره دغسي معاهده ليكل سوي وه دغه رنګه د مخه تر دې چي عسكري نشاط يا عسكري تحركات او كزمي شروع سي د ( جهينه) د قبيلې سره داسي معاهده وليکل سوه چي يو پر بل به تېری او تجاوز نه کوو، د جهينه د قبيلې کورونه د مدینې منورې څخه درې ميله ليري پراته وه. همدارنگه رسول اللهﷺد نورو قبیلو سره هم نوري د نه تجاوز کولو معاهدې د خپلو عسكري كزمو او کښتو په ترڅ کي وليکلې چي پر خپل وخت به درته بيان سي. دوهم دا چي رسول اللهﷺاو دغه د قريشو تجارتي لارو ته پرله پسې معلوماتي ډلي لېږلې، نو د دغو دوو نقشو د عملي کولو دپاره په مسلمانانو کي عسكري نشاط او تحرکات شروع سوه، ليري ليري پيرې او ګزمی شروع سوي، البته دغه کارونه پسله هغه الهي اجازې څخه وه چي د جنگ دپاره ورکول سوه. *هغه غزاوي او سريې* *چي تر بدر د مخه پيښي سوي دي* دغه يوه شي ته همیشه متوجه اوسی د سیرت يا اسلامي تاريخ په کتابو کي هر هغه جنگ ته چي په خپله رسول الله وتلی وي ) که جنگ سوی وي که نه وي سوى هغه ته (غزاء ) ويل کيږي او هر هغه جنگ ته چي رسول اللهﷺنه وي وتلی بلکه د خپلو قومندانانو څخه يې يو څوک د يوې ټولۍ سره لېږلی وي هغه ته (سريه ) ويل کيږي. اوس چي مسلمانانو په عسکري حرکت شروع وکړه دغه حرکتونه یې فقط د هغه استطلاعاتي يا استخباراتي كښتو يا گزمو په شکل سره وه يعني: د معلوماتو دپاره دورې او گزمې وتلې، د دغه تلو او راتلو څخه د مسلمانانو مقصد دا ؤ چي پر مدینه منوره را گرځېدلي لاري ور معلومي سي او هغه لاري ور معلومي سي چي مکې مکرمې ته ځي او د هغو قبيلو سره د صلحي معاهدې وليکي چي د دغو لارو پر شا و خوا پرتې دي او په عین وخت کي د مدینې منورې مشرکان او یهود او د شا و خوا هغه صحرايي عرب چی مشرکان وه او پر دوی را ګرځېدلي وه په دې پوه کړي چي مسلمانان قوي دي او د هغه پخواني ضعفه څخه خلاص سوه. او په عین وخت کي قريشو ته هم اخطار ورکړي چي د غفلت له خوبه را ویښ سی او ممکن قریش پرخپل تجارت او اقتصاد دغه خطر حس کړي او د صلحي لار اختيار کړي دغه قصد او اراده پرېږدي چي د مدینې منورې مسلمانان د خپلو کورو په منځ کي و وژني او د هغه ضعيفه مسلمانانو چي په مکه مکرمه کي پاته دي آزارول پرېږدي او مسلمانان د خپل رسالت در سولو دپاره په جزیرة العرب کي حر او آزاد پريږدي. اوس به د دغه لېږل سوو سریو حالات په اختصار سره درته بيان سي: اوله سريه چي سريه سيف البحر ورته ويل كيږي ( سيف البحر) د هغه ځاى نوم دی چي دغه ټولی هلته ولاړل نو ځکه په دغه نامه سره و بلل سوه) د هجرت په اول کال د روژې په میاشت کي چي د (٦٢٣) ميلادي کال د مارچ میاشت وه رسول اللهﷺیوه ټولی یا سریه جوړه کړه چي شمېر يې (۳۰) نفره و او ټول مهاجرین وه او د دغي ټولی مشر یا قومندان سیدنا حمزه بن عبدالمطلب د رسول اللهﷺاکا ؤ، د دغي ټولی بیرغ سپین او د بیرغ اخیستونکی (ابا مرثد بن کناز بن حصين الغنوي ؤ، د دې ټولی وظیفه دا وه چي د قريشو پر هغه قافله حمله وکړي چي له شامه را رهي سوې وه او درې سوه نفره ور سره ملګري دي، د دغي قافلي مشر ابوجهل و دا هغه اوله ټولۍ ده چي په اسلام کي جوړيږي، حمزه د دیرشو نفر و مهاجرینو سره د قافلي و طرف ته رهي سو او هلته د سيف البحر به منطقه کي د قافلې سره مخامخ سو دواړه طرفه د جنگ دپاره مخ په مخ سره و درېدل، دا ممکنه وه چي د قافلې د خلکو او مسلمانانو په منځ کي جنگ پېښ سي مګر مجدي بن عمرو الجهني چي د دواړو طرفو سره یې د صلحي او نه تجاوز تعهد درلودی خپل قوم يې د قافلې او د مسلمانانو د ټولۍ په منځ کي و دراوه ویل: زه نه غواړم چي زموږ په مځکه او منطقه کي جنگ پېښ سي او قافلې ته يې د تېرېدلو اجازه ورکړه نو د حمزه له ټولی څه و نه کړه، ځکه حمزه یوازي په دې سره امر کړل سوی و چی قافله را وګرځوي دا اجازه نه وه ورکول سوې چي د بل چا سره جنگ وكړي او بل دغه مجدي د مسلمانانو حلیف هم و، يعني د ده او د مسلمانانو په منځ کي د نه تعارض معاهده موجوده وه نو د دغه مجدي بن عمرو په واسطه د قریشو قافله صحي سالمه ولاړل دغه واقعه د هجرت په اول کال د رمضان المبارک په میاشت کي وه چي په دغه وخت کي لا روژه نه وه فرض سوې نو د جهاد اجازه د هجرت په اول کال کي سوې ده او اوله واقعه هم د روژې په میاشت کي وه، د دغه څخه موږ ته دا را معلومه سوه چي د روژې میاشت د راحت او تنبلی خوب او خورک میاشت نه ده بلکه د روژی میاشت د زحمت او طاعت جهاد او عبادت میاشت ده او په را تلونکو بحثو کي به تاسي و وينی چي د اسلام لويي لویی واقعی او فتوحات په روژه کي پېښ سوي دي حتی د اسلام اوله تولی او اول جهادي بیرغ د روژې په میاشت کي وه. دوهمه سريه چي سریه رابغ ورته ويل کيږي رابغ جدی ته نژدې د یوه ځای نوم دى د دغي ټولۍ لېږل د هجرت د اول کال د شوال په میاشت کي وه، روژه تېره سوه د شوال په میاشت کي رسول اللهﷺیوه بله ټولی د عبيده بن الحارث بن عبد المطلب په مشری جوړه کړه چي دغه عبيده د رسول الله د ا کا زوی دی. رسول اللهﷺد دغو ټوليو مسئولیت او مشرتوب د دې دپاره د خپلو اقربا وو پر غاړه ور اچاوه چي د رسول اللهﷺجنگ د قریشو سره ؤ، نو يې غوښتل چي د مسلمانانو د ټولیو افراد خاصتاً قومندانان هم قريش وي بل چا ته یې دغه مشرتوب په دې سبب نه ورکاوه چي خلک پوه سي چي دغه جنګونه او اختلافونه د يوې او بلي قبيلې په منځ کي نه دي بلکه دواړه طرفه یوه قبیله ده، دلته د دین او عقیدې اختلاف دی په دیني او عقیدوي مسائلو کي دوست قوم او قبیله اعتبار نه لري قصه داسي وه چي رسول اللهﷺته خبر راغلی چي د قريشو يوه بله قافله د ابوسفیان په مشری را رهي سوې ده او د دې قافلې سره دوه سوه نفره ملګري دي رسول اللهﷺ دعبيدة بن الحارث بن عبد المطلب امر کړی چي ټولۍ جوړه کړه، دا وار شپېته نفریزه ټولۍ جوړه سوه او د ټولۍ ټول افراد مهاجر مسلمانان وه تولی جوړه سوه او د قافلې پر طرف رهي سوه د دغي ټولۍ بیرغ سپین او د بیرغ اخیستونکی مسطح بن اثاثه بن مطلب بن عبد مناف و، څرنګه چی ابوسفیان د مخه لا د دغسي حملې دپاره ځان آماده کړی ؤ، نو يې وکولای سوای چي د مسلمانانو څخه قافله خلاصه کړي او هغه یې هم په دې ډول سره خلاصه کړل ابوسفیان د قافلې د تېرېدلو د لاري په مخ کي غشي ویشتونکي کښېنولي وه او د غشو ویشتونکو تر شا د قافلې د تېرېدلو لاروه نو غشو ویشتونکو به د مسلمانانو پر ټولی د غشو وارونه کول او مسلمانان د غشو په سبب نه سوای ورد مخه کېدلای او هلته تر شا قافله تېره سوه، په دغه طریقه سره د مشرکانو قافله د مسلمانانو د حملې څخه خلاصه سوه چي په نتيجه کي د مسلمانانو او کفارو په منځ کي په غشو ویشتل وسوه مگر نور جنگ نه سو پېښ، خو په دغه سريه کي د مکې مکرمې د کفارو د ډلي څخه دوه نفره د مسلمانانو سره ملګري سوه چي د دغو دوو نفرو څخه يو مقداد بن عمرو البهراني و چي مقداد بن الاسود هم ورته ويل کيږي او بل يې عتبه بن غزوان المازني و چي دوی اصلاً مسلمانان وه او د کفارو په قافله کي د همدغه مقصد دپاره ور سره را وتلي وه چي مسلمانانو ته ځان ورسوي او د هغو سره یوځای سي. در یمه سريه چي سرية الخرار ورته ويل كيږي (خرار) جحفې ته نژدې د يوه ځای نوم دی د هجرت په اول کال د ذوالقعدې په میاشت کي رسول الله يوه شل نفریزه ټولۍ جوړه کړه چي دا ټولی هم ټول مهاجرین وه د ټولۍ مشر او قومندان سعد بن أبي وقاص ؤ، د دغي ټولى بيرغ سپین او اخیستونکی یې مقداد بن عمرو و، دا ټولی هم د قریشو یوې قافلې ته ولېږل سوه او ټولۍ ته وویل سوه چي تر خرار به نه تېرېږی دغه ټولی پر پښو او پیاده ور رهي سوه، د ورځي به پټېدل او د شپې به یی تک کاوه دغه ټولۍ د پنجشنبې په ورځ خرار ته ورسېدل او هلته خبر سوه چي قافله پرون لا تېره سوې ده نو په دې وارکي هم جنگ نه سو پېښ په دغه وختو کي د مکې مکرمې څخه خبر راغلی چي د قریشو لوی سردار او د مکې مکرمې ډېر لوی مشر او د رسول الله لوی دشمن وليد بن المغيره مړ سو، چي دغه وليد د خالد بن ولید پلار ؤ، نو ولید نه د بدر په جنگ کي کډون کړی دی نه په نورو جنګو کي ځکه دی تر دغو جنګو د مخه مرسو. د ابواء يا ودان غزا د دغو درو ټولیو تر لېږلو وروسته د هجرت په دوهم کال د صفري په مياشت کي رسول اللهﷺپه خپله په یوه غزاء و وتی او دغه غزاء ته غزوة الأبواء يا غزوة الودان ويل کيږي (ودان) د مکې مکرمې او مدینې منورې په منځ کي دیوی ځای نوم دی او (أبواء) و ودان ته نژدې د بل ځای نوم دی نو دا د رسول الله صلی اوله غزاء ده چي د هجرت د دوهم کال د صفري په میاشت کي وه تاسي ته معلومه ده چي تر دغه غزاء د مخه د سعد بن أبي وقاص ټولۍ وه چي هغه د هجرت د اول کال د شوال په میاشت کي وه، څرنګه چي تر شوال وروسته ذوالقعده داخله سوه او هغه د حرامو میاشتو څخه وه نور نو جنگ پاته سو، ذوالقعده، ذوالحجه او محرم درې سره هغه میاشتي وې چي جنگ پکښي منعه او حرام و نوځکه په دغو درو میاشتو کي کومه غزاء یا سریه یا جنگ نه دي پېښ سوي کله چي دغه درې حرامي مياشتي تيري سوي او جنگ جائز سو نو سمدستي په خپله رسول اللهﷺد مهاجرينو څخه (۷۰) تفریزه لشکر جوړ کړی غواړي چي د قریشو پر یوه قافله حمله وکړي تر څو چي ودان ته ورسېدی څرنګه چي قافله د بني ضمره د قبیلې په منطقه کي وه ، دلته عمرو بن مخشي الضمري چي د بني ضمره د مشرانو څخه و خپل قوم د قافلي او مسلمانانو په منځ کي و دراوه او قافله تېره سوه، دغه عمرو د رسول اللهﷺڅخه د دوستی او نه تجاوز د معاهدې غوښتنه وکړه، رسول الله هم دغه د ده غوښتنه قبوله کړه او داسي معاهده یی ورسره ولیکل : داد محمد رسول اللهﷺله طرفه د بني ضمره د قبيلې سره عهد دی چي دوى پر خپلو مالو او ځانو په امان دي او موږ د هغه چا په مقابل کي د دوی مرسته کوو چي پر دوی حمله وکړي بېله هغه وخته چی دوی د الله د دین سره و جنګيږي او که رسول اللهﷺله دوی څخه مرسته وغوښتل دوی به یې مرسته کوي. په دغه غزاء كي رسول الله پنځلس ورځي تر مدینې منورې دباندي تيري کړې، د دغي غزاء بيرغ سپین او اخيستونکي يې حضرت حمزه و. نوربیا...
❤️ 1

Comments