دنجات لار Danijat Laar
دنجات لار Danijat Laar
February 26, 2025 at 04:10 AM
*دسرور کائنات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم مبارک سیرت* *نه پنځوسمه برخه* *دبواط غزاء:* د هجرت د دوهم کال د ربيع الأول په میاشت کې دوهم وار بیا په خپله رسول الله په غزاء و وتی چی دا د رسول اللهﷺ دو همه غزاء ده او غزوة البواط) ورته ويل کيږي، بواط د جهينه د غرو څخه يو غر دی چي د شام ولاري ته نژدې دی دا وارد رسول اللهﷺ سره دوه سوه نفره سپاره ورسره وه چي په دغه وخت کی د مسلمانانو هغه لوی لښکر دغه و او د دې غزاء څخه بیا هم د قریشویوه قافله مقصد وه چې دوه زره او پنځه سوه اوښان پکښې وه او د دغي لويي قافلې سره فقط سل نفره ساتونکي ملكري وه، د دې قافلي مشر اميه بن خلف الجمحي و مګر دغه قافله هم د مسلمانانو د حملي څخه خلاصه سوه ځکه قافلي ته مخ کي لا خبره رسېدلی و او لاریې واړول قافله تېره سوه او جنگ نه سوپېښ د دغه اسلامي لښکر بيرغ سپین او د بيرغ اخيستونکی سعد بن أبي وقاص و د سفوان غزاء: د هجرت د دوهم کال د ربیع الأول په میاشت کی کرز بن جابرا الفهري د مشر کانو د قواوو په ملګرتیا په پټه د مدينې منورې پر اطرافو کوم چي هلته د اهل مدينې باغونه وه او حيوانات يې ګرځېدل حمله وکړه د باغو څخه يې خرما یا کجور او مېوې ورسره واخیستل او ځیني حيوانات یا مواشي یی ور سره بوتله او د انصارو څخه يې یو نفر چي په خپل کښت کې يې کار کاوه شهید کړی او دغه د کرز بن جابر ډله بيرته وتښتېدل خو هلته چغي او نارې جوړي سوې کله چي رسول الله دغه نارې واورېدې سمدستی پرخپل اس سپور سو او هغه طرف ته ور رهي سو اصحاب کرامو واورېدل چي رسول الله و هغې خوا ته ولاړ نو هر یوه کوښښ و کاوه چي ژر هغه طرف ته رهي سي، هر یو ځان تیاروي او رهي کيږي نو خود پاشلي و او يو یو پر هغه طرف ور رهي دي ځکه یو یو په واقعه خبریږي، په دغه حال کي د مسلمانانو (۲۰) نفريزه لښکر جوړ سو په کرز او د هغه په قواو و پسي ور و وتی کرز چي تر شا په ځان پسي نفر وليدل هغه خرما چي ده ورسره اخیستې وه هغه يې غورځول او غواړي چي ځان خلاص کړي او هغه اول نفر چي په ده پسې دی او تعقيبوي يې هغه په خپله رسول اللهﷺ دی ترڅو چی د بدر سره یوې شيلې ته ورسېدی چي دغي شېلې ته سفوان ويل کيږي او ځان يې خلاص کړی نو د دغي غزاء نوم هم غزوة سفوان سو مکر د مسلمانانو لښکر په کرز پسی نه ور ورسېدی او بېله جنگه بیرته … را وګرځېدل دغي غزاء ته د بدر اوله غزاء هم ويل کيږي، په دغه غزاء کي د مسلمانانو بيرغ سپين او اخيستونكي يي علي بن أبي طالب د ذو العشيره غزاء: (د ذوالعشيره د ينبع و طرف ته د یوه ځاى نوم دی د هجرت د دوهم کال د جمادي الأول د مياشتي په آخر کی رسول اللهﷺ د (۱۵۰ نفرو مهاجرينو په ملکرتیا پر (۳۰) اوښانو د غزاء دپاره و وتی، د دې عزاء مقصد د قریشو پر یوه قافله حمله وه ځکه مسلمانانو ته خبر ورسېدی چي د مكي مکرمې څخه د قریشو يوه لویه قافله را و وتل چي د ټولو قریشو مالونه پکښې دي او شام ته ځي نو مسلمانانو غوښتل چی پر دغه قافله حمله وکړي، مسلمانان چي و ذور العشيري ته ورسېدل خبر سوه چي قافله څو ورځي مخ کې تېره سوې ده دا هغه قافله ده چي د شام څخه د بیرته راتګ په وخت کې مسلمانان د حملي دپاره ورو وتل او په نتیجه کي یې د بدر لویه غزاء پېښه سوه . دغه د ذو العشيره په غزاء کي رسول الله د بني مدلج د قبيلې او د هغو د خلفا وو سره د نه تجاوز یا نه حملی کولو معاهده هم وکړه او رسول الله په دغه … منطقه کي د ډیري مو دې دپاره چي څوک وايي يوه مياشت وه پاته سو دا د دې دپاره چي د مسلمانانو قوت قدرت او سلطه خلکو ته ور معلوم سي، ځکه دا هغه منطقې دي چي مسلمانانو ته نژدې دي او د دغو منطقو خلک د مسلمانانو و طاقت ومني او په عین حال کې دغه منطقې د قریشود قافلو لار هم ده. په دغه غزاء کي د مسلمانانو بيرغ سپین او اخيستونکی یې حمزه وو تر دغه ځایه موږ د مسلمانانو په عسكري او اطلاعاتي حرکتو کي په ترتیب سره اول د دروسریو بیان درته وکړی او بیا مو د رسول الله د څلورو غزا وو بیان درته وکړی چې نه په سریو کی جنگ پېښ سوی دی نه په غزا وو کي او اوس پر هغه ترتيب څلورمي سریي ته را ورسېدلو څلورمه سريه چي سرية النخله ورته ویل کیږي، نخله د طائف او مکې مکرمې په منځ کې د یوه ځای نوم دی، دغه سریه د بدر تر غزاء د مخه وه او د بدر تر غزاء پوری دا آخري ټولی یا سریه ده د هجرت په دوهم کال د رجب په میاشت کی رسول اللهﷺ عبدالله بن جحش الاسدی د (۱۲) نفرو مهاجرينو سره او په بل روایت کي د (۸) نفرو سره نخله ته ولیږی د دغي ټولۍ افرادو پر دوو دوو نفرو یو اوښ درلودی او په نوبت سره ځانونه هوسا کول په دغه ډله کي سعد بن أبي وقاص هم و او رسول الله دغه عبد الله بن جحش ته پولیک ورکړی او ویل دغه لیک به تر هغو نه گوری چي د دوو ورځو مزل دي نه وي کړی دغې ټولۍ چي دوې ورځي لار و وهل بيا يې نو ليک خلاص کړی او وې وايه په لیک کې د رسول اللهﷺ اوامر داسې لیکل سوي وه کله چي دي زما ليک و وايه نو د نخله طرف ته چي د طائف او مکې مکرمې په منځ ﴾ کي ده رهي سه او هلته واړوه د قریشو د قافلې انتظار کوه که مو قافله پیدا کړه او په وسه مو پوره سوه چی توله یا یو څه په غنیمت و اخلی دا کار وکړی عبد الله بن جحش و ویل سمعاً و طاعتاً يعني ستا امر مي واورېدی او اطاعت دي كوم لکه موږ چي وايور پر دواړوستر کو عبدالله بن جحش خپل ورسره ملګري په دغه امر خبر کړه او ویل زه مو دغه کارته نه مجبوره کوم که د چا شهادت خوښ دی را سره ملگری دي سي او که يې مرگ نه وي خوښ بیرته دي وګرځي خوزه په خپله دغه ځای ته تلونکی یم تاسي ته معلومه ده چي په صحابه کرامو کي بلکه په ټولو مسلمانانو کي داسي څوک نه وه چي د رسول الله اطاعت دي و نه کړي او شهادت دي يې نه وي خوښ او همدغه اطاعت د دوی د کامیابی سبب و نو ټوله ورسره رهي سوه، خو په لار کی د سعد بن أبي وقاص او د عتبه بن غزوان هغه اوښ ورک سو چی دوی دواړه په شریکان وه دغه دوه نفره د هغه خپل اوښ په پیدا کولو پسي ولاړل او عبدالله بن جحش په ﴾ نخله کې واړول په دغه وخت کې د قريشو قافله راغله چي اوځکي يا مميزي څرمني و ي او نور تجارتی مالونه پکښې وه او د قافلې سره ملګري خلک دغه څلور نفره وه عمرو بن الحضرمي حكم بن کیسان عثمان او نوفل، د عبد الله بن مغيره زامن مسلمانانو مشوره سره وکړه چي نن د رجب آخري ورځ ده او رجب د هغو مياشتو څخه دی چی جنگ او تجاوز پکښي حرام دی، نو که جنگ ور سره وکړو د حرامی میاشتی حرمت مو مات کړی او که یې نن شپه پریږدو قافله د حرم منطقی ته داخلیږي چي هلته هم جنگ حرام دی، نویې پردې اتفاق سوچي جنگ به ورسره و کوو دا یو روایت و او په بل روايت کي وايي چي د اصحاب کرامو دا خیال و چي رجب وتلی او شعبان داخل سوی دی نو خود جنگ جائز او روا دی په هر صورت مسلمانانو پر قافله حمله وکړه د قافلي د نفرو څخه يو نفر چي عمرون بن الحضرمي و په غشي و ويشتل سو او و وژل سو چې دغه نو اول مشرک سری دی چي د مسلمانانو له طرفه وژل کيږي څرنګه چې د قافلې خلکو آمادگي نه درلودل و وارخطا سوه او په تېښته یی شروع وکړه مسلمانانو د کفارو څخه دوه نفره بندیان ونیول چی یویی حکم بن کیسان و او بل یی عثمان او نوفل په تېښته ځان خلاص کړی، مسلمانانو د قریشو ټوله قافله او هغه دوه نفره بندیان مدينې منورې ته راوستل عمرو بن الحضرمي اول مشرک دی چي د دغي تولۍ له طرفه ووژل سو او د اول : وار دپاره بندیان و نیول سوه او اول غنیمت واخیستل سو سبحان الله مخکی به دیرش نفره شپېته نفره حتی دوه سوه نفره تللي او لېږل سوي وه بېله دې څخه چي څه وکړي بيرته به په خالي لاس راغله مگر دا وار شپږو یا لسو نفرو ټوله قافله او بندیان را وستل، دا د قادر الله قدرت و مگر مشکله خبره دا ده چي دغه ټول په کار نه و راضي او ویل ما په حرامه میاشت کی تاسي په جنگ نه واست امر کړي واقعات په حرامه میاشت کی چی رجب دی پیښ سوه او رسول الله دغه د دوی په دې کار سره مشرکانو ته هم پر مسلمانانو د تهمت ویلو موقع په لاس ورغله په عربو کي یې آوازې خپرې کړې چي مسلمانانو هغه مياشتي حلالي وګرځولې چي د الله حرامي کړي دي چي دا کار په عربو کي ډېر لوی عیب او بد کار بلل کېدی او هر هغه جنگ چي په حرامو میاشتو کي پېښ سوی دی هغه ته یې حرب الفجار ﴾ وایه او اوس مسلمانان په حرامو میاشتو کی جنگ او تجاوز کوی دا ډېر بدکار دی، دې باره کي د مشرکانو له طرفه خبري او تبلیغات ډير زيات سوه اوس چي د ټولی نفر د قافلې غنیمتونه رسول الله ته ورکوي رسول الله د غنیمتو د قبلولو څخه انکار وکړی او ویل تاسي څنګه په حرامه میاشت کی جنگ او حمله کول؟ هغو ویل یا رسول الله زموږ دا خیال و چی رجب وتلی او شعبان داخل سوی دی، مگر رسول الله نه و راضي چي دغه غنیمتونه واخلي قريشو و رسول الله و ته حال ولېږي او پوښتنه يې وکړه چي آيا تاسي حرامي مياشتي حلالي وگر ځولې؟ رسول الله و فرمايل : يا حرامي مياشتي مو نه دي حلالي ګرځولي بلکه حرامي مياشتي حرامي دي خو دا کار په سهوه او خطاء كي پېښ سو او د دغه خطاء د پېښېدلو په سبب عذر وايو قریشو ویل ښه دغه دوه نفره بندیان مو را ایله کره رسول الله و فرمایل یا دا هم تر هغو نه در کوم څو زموږ دوه نفره را نه سي چي هغه دوه نفره سعد بن أبي وقاص او عتبه بن غزوان وه ځکه د دغه دوه نفره چي د اوښ په پیدا کېدلو پسي تللي وه تر اوسه نه وه راغلي نو د رسول الله سره دا تشویش و چي قريشو نه وي نيولي، نو خود ویل کله چي زموږ هغه دوه نفره راسي بيا نو ستاسي بندیان در کوم، هغه دوه نفره مسلمانان هم لو وخته وروسته راغله رسول الله هم حکم بن کیسان او عثمان بن عبدالله ور ایله او خوشي کړه او د هغه مړه سوي کافر یې ديت ورکړی، خو حکم بن کیسان چي د بند په موده کې د مسلمانانو ښه ژوند، اخلاق او گذاره ولیدل اسلام یې خوښ سو او پسله … ایله کېدلو مسلمان سو مکې مکرمې ته نه ولاړی بلکه په مدینه منوره کي پاته سو او عثمان بن عبدالله تر ایله کېدلو وروسته مکی مکرمی ته ولاړی او هلته مړ سو دا وار دا الله په ابدي بندیخانه کي بندي سو، دا په اسلام کي د هغه اولو بنديانو حال و څرنګه چي كفارو د رجب د مياشتي د دغي حملې څخه د ځان په ګټه لویه مسئله جوړه کړې وه او دا واقعه يې په ډېر زور او شور سره هر چيري بيانول نو الله د دغه موضوع په باره کي وحي نازلي کړې او دغه مسئله يې په الهي فيصله سره پای ته و ورسول الله فرمایي : (٢١٧) يعني اې محمده خلک ستا څخه په حرامو مياشتو کي د جنگ کولو پوښتنه کوي چي دغه پوښتنه کفارو پر یوه قسم کول چي آيا تا دا کارکړی دی چي حرامي مياشتې دي حلالي کړې؟ او مسلمانانو بيا داسې پوښتنه کول چي اوس خو زموږ څخه په سهوه او خطاء کي دا کار وسو خو تردې وروسته په دغه باره کي حکم څه شي دی؟ الله د دغه پوښتنې په جواب کي فرمايي اې محمده دغه پوښتنی کوونکو ته و و وایه چی قصدا په دغه حرامو میاشتو کی جنگ کول ډېره لویه گناه ده. یعني هو په حرامو میاشتو کی جنگ کول لویه گناه ده مکرد الله له دینه د خلکو منعه کول او پر الله ﷺ کافر کېدل او د مسجد الحرام څخه د خلکو منعه کول او د مسجد الحرام خلک د هغه څخه ایستل، د الله په نېز تر دغه جنگ چي په حرامو مياشتو کي کيږي ډېره لويه او شديده ګناه ده او فتنه يعني په دين کي فتنه او فساد جوړول چي خلک د الهي دينه منعه کوي يا يې له دينه اړوي تر دغه جنگ چي د مسلمانانو څخه په حرامه میاشت کی سهوآ پېښ سوی څو در جو بد او شدید دي. نو الهي وحيو د مشر کانو دغه شور ماشور پای ته ورساوه چي پر مسلمانانو او د هغور پر جنګياليو يې شک او شبهه پیدا کول چي دغه د مشرکانو خبري پوچي او بې معنی دي، ځکه تاسي ياست چي حرامي مياشتي حلالي ګرځوی حرم ښار چي مكه مکرمه ده حلال ګرځوی تاسی پر مسلمانانو ظلمونه وکړه د خپلو کورو څخه موږ وایستل د مسلمانانو د دین او توحید په سبب مو هغو ته تکلیف او آزارونه ورکول آیا مسلمانان په بلد الحرام کې نه وه مقيم؟ تاسي د هغود مالو د غصبولو او د هغو د نبي د وژلو فیصلې په دغه بلد الحرام کي نه کړې صادري؟ اوس څه پېښه سوه چي دفعتا حرامو میاشتو ته حرام والی راغلی؟ او په هغو کی جنگ کول ډیر بد کار بولی؟ نو معلومه خبره ده چې دغه آوازې چي تاسي يې نشروی د شرم او وقاحت څخه خالي نه دي نور بیا......
❤️ 1

Comments