دنجات لار Danijat Laar
February 27, 2025 at 02:57 AM
*عثمانی خلافت*
*اومه برخه*
*د عثمانی دولت بنستگر عثمان*
په (٦٢٥هـ / ۱۲۵۸ م) کال کې د ارطغرل په کور کې زوی پیدا شو، مور او پلار پرې د عثمان نوم کیښود همدې عثمان ته د عثمانی سلطنت منسوبیږي. دا د هغه کال خبره ده چی منگولیا د هلاکو خان په مشرۍ د عباسی خلافت په پایتحت بغداد بريد وکړ. لویې لويي پېښي مينځته راغلی مسلمانان د لویو لویو پیښو شاهدان شول ابن کثیر لیکی هغوی د ښار په لوری راستانه شول نارینه زنانه ماشومان بوداگان او نور د هر عمر لرونکی چی به په لاس ورغلل نو وژل یی دیر خلک په شارو دښتو نویانو او ځنگلونو کې پټ شول تر یو وخته پټ ول یو شمېر خلک په دوکانونو کې پټ شول او په ځان پسې يې دروازې بندې کړې تاتاريانو دروازو ته اورونه واچول دروازې يې خلاصې کړې او ټول وژنه یې و وکړه خلک د غرونو سرونو ته و تښتېدل دی وحشیانو دومره وینی تويي کړې چې د کلیو په کوځو کې دوینو لښتي وبهېدل، منگولیانو له يهودانو، نصرانيانو او هغه خلکو پرته چې دوی ته يې پناه ورکړې وه،
هیڅوک و نه بښل.
دا ډېره لویه پېښه وه چې په اسلامی امت تېره شوه، يو داسي أمت چې د خپلو نافرمانیو او گناهونو له امله کمزوری شو او توان يې له لاسه ورکړ، تاتاريانو په پراخو زړونو وینې تويې کړې بې شمېره انسانان يې ووژل مالونه يې لوټ کړل، په دې ستونزمنو حالاتو کې که څه هم اسلامي امت ماتې خوړلې وه، په دی وخت کی د عثمانی دولت بنستگر عثمان پیدا شو دلته یو ډېر باریک ټکی شته او هغه دا اسلامی امت د کمزوری او غربت وروستی حد ته ورسېد له دې ځایه ورته بېرته عروج شان او شوکت ور په برخه شو، د عزت او کامیابی وروستیو پورونو ته د ازموینې لپاره چمتو شول دا د خدای تعالی حکم: دی څنگه چې وغواړي هغسې کوي او په هر حال خپل امر نافذوي
*د لومړي عثمان لوړې رهبرانه وړتياوي*
کله چې موږ د لومړي عثمان په سیرت فکر کوو نو د ده شخصیت به موږ ته د یو سپه سالار پوځي او سياسي شخصیت په توگه تر سترگو شي، د هغه له لوړو صفتونو يې مهم په لاندې ډول دي
*رورتیا او حوصله*
کله چي بيزنطینیانو ،بورصه، ،مادانو، ادره، نوس، کته او د کستلی نصراني مشرانو په ۷۰۰هـ ۱۳۰۱ م) کال د عثماني دولت له بنسټ ايښودونکي عثمان بن ارطغرل سره د جگړې په نیت صليبي تړون وکړ، نو عثمان خپله اردو مخ په وړاندې یووړه په خپله یې هم په جگړو کې برخه واخیسته او د صلیبی پوځونو په تار و مار کولو سره یې د شجاعت او زړوړتیا داسې ښکارندويي وکړه چې په عثمانیانو کې د هغه
زرورتیا یو مثل و گرځېد.
*پوهه او خیر کتیا*
کله چی عثمان د خپل قوم مشر وټاکل شو نو هغه په ډېرې زیرکتیا له سلطان علاوالدین سره د نصرانيانو په وړاندې مرسته وکړه او د ډېرو داسې ښارونو په فتحه کولو کې يې ورسره هم مرسته وکړه چې دماتی فکر پرې نه کېده له همدې امله د روم د سلجوقی دولت حاکم سلطان علاوالدین سلجوقی هغه ته ډېر عزت ورکړ هغه ته یې په سیکه د خپل نوم د لگولو او د خپل تسلط په سیمو کې د خپل نوم د
خطبې په لوستلو امر وکړ.
*اخلاص*
د عثمان د ولكي لاندې سیمو نېږدې اوسېدونکيو ته چې کله د دې خبرې درک وشو چی عثمان اسلام د دين مخلص سرتېری دی، نو له هغه سره یې مرستې ته ملا وتړله او دداسې اسلامي امپراتوری ﴾ ستنې يې تینگې کړې چې د نصراني امپراتورۍ په وړاندې يې د دېوال حيثيت درلود.
*صبر او استقامت*
کله چې عثمان د ښارونو او کلاگانو په فتحه کولو پیل وکر نو په (۷۰۷ هـ) کال دا ځانگرنه په هغه کې ښکاره شوه چې په پر له پسې ډول يې (کتا، لفكه آق حصار) او د قوج حصار کلاوې فتحه کړي. په (۷۱۲هـ) کال کې کبوه يکيجا، طراقلوا او تكرر بیکاري او نورې کلاگانې فتحه کړې
دې فتوحاتو په (۷۱۷ هـ / ۱۳۱۷م) کې د بورصې د ښار فتحه اسانه کړه که څه هم دا یوه ستونزمنه جگړه وه، خو د عثمان حوصلې او استقامت هغې ته د غلبې تاج ور په سر کړ، ډېر کلونه د عثمان او اميرا شهرا اقرينوس تر مينځ سختي جگړې وشوي، خو پای کې نصراني سپه سالارانو سرونه ښکته کړل او ښار
یی عثمان ته وسپاره
د الله تعالی ارشاد مبارک دی
يَأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اصْبِرُوا وَصَابِرُوا وَرَابِطُوْا وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ] (آل عمران ۲۰۰)
ژباړه: «ای مؤمنانو صبر کوئ او د صبر په کولو نصیحت کوئ مضبوط پاتي شئ په مقابله د دښمن
کی له الله تعالی وویریږی د دې لپاره چې بريالي شو
*ایمانی جذبه*
دا ځانگرنه
په ده کی هغه وخت را څرگنده شوه کله چی د بورصی سپه سالار امیر شهرا اقرینوس د
عثمان په اړه څیړنه وکړه او اسلام یې قبول کر سلطان ده ته د بیگ لقب ورکړ او وروسته بیا د عثماني دولت په پېژندل شو سپه سالارانو کې و شمېرل شو. د بيزنطینی یو شمېر سپه سالاران د عثمان له شخصیت څخه اغیزمن شول. د ده د جگړې او سیاست مېتود یې خوښ شو تر دې چی د عثمانیانو کتارونه له نویو سپه سالارانو ډک شو، بلکې ډېرې اسلامي ډلې د سرشارې عثماني امپراتورۍ د بيرغ لاندې راټولې شوی لکه د جماعت غزي روم يعنې رومي غازي، دا هغه اسلامي ډله وه چې د روم په حدود و به يې نظر و ساته تل به يې په دې سرحدونو خیمې لگولې وې دا ډله د عباسی خلافت په دور کی د رومي يرغلونو
په وړاندې درېدلې وه.
داچی تل به په سرحدونو کې اوسېدل نو ځکه ” يې د روميانو په وړاندې د جهاد په لړۍ کې لويې تجربی حاصلې کړې وې او د نا مسلمانو د بد اخلاقيو له امله يې له اسلام سره تړون او په اسلامی نظام
یقین او باور پوخ شو..
همدارنگه یوه بله ډله چې د نېكانو وه ډېر شهرت يې درلود چې نوم يې (الأخيان) يعني الاخوان ﴾ دی ډلی به له مسلمانانو سره مالي مرستې کولې د هغوی د میلمستيا فرایض به یی سرته رسول او د اسلام د غازیانو د چوپر لپاره به له لښکرو سره یو ځای کېدل
د دی دلی ډېرو غړو به له لویو لویو تاجرانو سره اړیکه لرله هغه چا چې خپل مالونه يې د اسلام ﴾ لپاره وقف کری وو ټولنیز کارونه لکه د مسجدونو درگاوو دوکانونو او هوتلونو جورول په امپراتوری کی د دې خلکو ډېر درناوی كېده. په دې ډله کې ممتاز علي هم شامل و، چې د اسلامي کلتور د خپرولو عريضه يې ادا کوله، د خلکو په زړونو کې يې په دين د منگولو د لگولو جذبه پيدا کوله يوه ډله يې حاجیان و چی د حاجيات روم يعنې د حجاج عرض روم په نامه یادېده، د دې ډلې دنده د اسلامي شعور بېداري و د اسلامی علمونو خپرول او په اسلامي شريعت او قوانينو د پوهې پیدا کول وو. له دې پرته نورې ډلې هم وی چی موخه یې په عام ډول د مسلمانانو او په خاص ډول له مجاهدینو سره مرسته وه
*عدل او انصاف*
ډېر تركي مراجع چا چې عثماني تاريخ ليکلی، بيانوي چې ارطغرل خپل زوی د عثماني دولت بنسټگر په قره جه حصار کې ټاکلی و دا د هغه دور خبره ده، کله چې په (۶۸۴هـ / ۱۲۸۵م) کې په دې ښار د مسلمانانو قیضه وه، عثمان په یوه جگړه کې د مسلمان په وړاندې او د بيزنطيني نصراني په حق کې پرېکړه وکړه، بيزنطینی په دې کار حیران شو او له عثمان يې و پوښتل ته څنگه زما په حق کې پرېکړه کولای ﴾ شې زه خوستا په دین نه يم؟ نو عثمان هغه ته ځواب ورکړ زه څنگه ستا په حق کې پرېکړه ونه کرم
هغه الله تعالى چې موږ یې بنده گي كوو، فرمايی
ژباړه مسلمانانو الله تاسی ته حکم کوی چی امانتونه د هغو اهل ته وسپارئ او کله چې د خلکو
په مینځ کې فیصله کوئ نو په عدالت سره یې وکړی
د عثمان د دې عدل او انصاف له برکته دې سړی او قوم ته يې هدايت وشو او ایمان يې راوړ ﴾ لومړي عثمان د خپل رعایت او د هغو سیمو له خلکو سره چې فتحه کړې يې وې عدل او انصاف کاوه.
*په فتوحاتو کې یوازې د الله تعالى د رضامندی فکر*
د عثماني دولت د بنسټگر عثمان بن ارطغرل فتوحات د اقتصادي، عسكري يا د کوم بل مصلحته لپاره نه وو، بلکې د هغه غرض د اسلام دین او حقیقی کلیمی خپرول وو نو ځکه تاریخ لیکونکی احمد رفیق په خپلې اینسایکلو پیدیا (التاريخ العام الكبير) کی لیکی: «عثمان ډېر دیندار سړی و، هغه په دې پوهېده چې د اسلام خپرول سپېڅلی فریضه ده هغه د پراخه سیاسی فکر څیښتن و عثمان د خپلی
امپراتورۍ اساس د واک په بنسټ نه و ايښی، بلکي د اسلام د خپرولو د مينې په بنسټ يې ايښی و مصر عالم ليکي عثمان بن ارطغرل په دې خبرې پوخ باور لاره چې د ده د ژوند موخه يواږي
اعلاء كلمة الله لپاره د الله تعالى په لار کی جهاد دی ده خپل ټول جسمی او ذهني قوت د همدې موخي
لپاره ځانگری کړی وو.
داد عثمان ځینې لوړ صفتونه و چې په حقیقت کې د ایمان د اخرت د ورځی لپاره د چمتووالي له
مؤمنانو سره د مينې له نامسلمانو او گنهگارو سره د کینې د الله تعالى په لار کی د جهاد او د حق دعوت
سره د هغې د طبيعي مينې ثمره وه همدا لامل و چې عثمان به په خپلو فتوحاتو کې د کوچنۍ اسيا په
سيمو کې له حکمرانانو . څخه دې خبرو د اختيارولو ” مطالبه کوله چې اسلام قبول کړئ ټکس ورکړی او یا جگړي ته چمتو شئ له همدی امله ځینې خلک د اسلام په دایره کي داخل شول او ځينو د ټکس ورکولو ته غاړه کېښوده، خو کومو خلکو چې نه اسلام قبول کړ او نه یې په ځان تیکس مانه نوی عثمان د هغوی په اندې د جگړې اعلان وکړ چې په هغې کې يي هیڅ سستی اختیار نه کړه او په همدې ډول یې رومیان په
شاوتمبول ډېرې سیمې يې په خپل هېواد کې شاملي كري په الله تعالی ایمان او د اخرت د وېرې له برکته د عثمان په شخصیت کی لوه سنجیده گی او جذابیت پروت و له همدی امله د هغه قوت د هغه په عدالت د هغه په رحمت او د هغه په عاجزی برلاسي نه شول او هغه د الله تعالی د مرستې مستحق شو، الله تعالى هغه ته د غلبې او مرستی اساب مساعد کړل دا د الله تعالی په خپل بنده عثمان ځانگری فضل و الله تعالی د شایسته تدبیرونو د لښکرو په ډېروالي د هیبت او عزت په ذریعه په کوچنۍ اسيا کې هغه ته واک او قدرت وروباښه دالله تعالی به هغه ځانگړی پام و چې هغه ته یې د توفیق دروازه خلاصه پرییښې وه او لوړې موخی یی
وربشپړې کړې.
نوربیا.....
❤️
1