
دنجات لار Danijat Laar
March 1, 2025 at 02:38 AM
*دسرور کائنات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم مبارک سیرت*
*شپیتمه برخه*
*د بدر لویه او عظیمه عزاء*
د بدر غزاء د اسلام په تاریخ کې هغه لویه او مشهوره غزاء ده دا هغه غزاء ده چي
د دغي غزاء په واسطه سره د حق او باطل فرق او تمیز وسو لومړی به د غزاء د پېښېدلو سبب درته بیان کرم موږ مخ کي د عشيره د غزاء بیان درته وکړی چي د قریشو يوه قافله د مکې مکرمې څخه شام ته تله او رسول اللهﷺدغي قافلې ته د حملې کولو دپاره ور و وتی خو هغه قافله سالمه ځني ولاړل اوس چي له شامه څخه د هغې قافلې د بیرته را تلو وخت را نژدې سو رسول اللهﷺطلحه بن عبيد الله او سعيد بن زيد د مديني منورې د شمال طرف ته ولېږل چي د دغي قافلې د بیرته را تک معلومات وکړي دغه دوه نفره حوراء) ته چي د شام و طرف ته د یوه ځای نوم دی ورسېدل او هلته په انتظار کښېنستل ترڅو چی ابوسفیان د قافلې سره له شامه و دغه ځای ته را ورسېدی دغه دوه نفره په تلوار مدينې منورې ته راغله او رسول الله يې په حال خبر کړی په دغه قافله کې د قریشو ډير مالونه وه په دې قافله کي زر اوښه په مالو بار دي چي د مالو قېمت يې د سرو زرو پنځو لکو ﴾ ديناروته رسېدی او د دې قافلې سره فقط د څلويښتو نفرو په شا وخوا کي ساتونکي ور سره دي، د دغي قافلي مشر ابوسفیان دی او دغي قافلې د قريشو د هغه نورو قافلو څخه یو بل خاص فرق هم درلودی هغه دا چي هغه نوري قافلی به د قریشو څخه د څو نفرو تجارانو وې خو په دغه قافله کي د ټولو قريشو مالونه سته دا قافله د ټولو ﴾ قريشو شریکه ده او ټول قريش د دې قافلې د سالم رسېدلو کوښښ کوي، اوس نو دغه قافله د مسلمانانو دپاره یو طلایی چانس دی د دغي قافلی مصادره کول او اخیستل پر مشر کانو یوه عسكري، سياسي او اقتصادي لویه ضربه ده، نو ځکه رسول الله په مسلمانانو کې دا اعلان وکړی چې د قریشو يوه قافله را رهي ده او په هغه کې د ټولو قريشو مالونه موجود دي، نو دغي قافلې ته څوک را سره وزي؟ ښایي چي الله
یې ستاسی په نصیب کړي رسول اللهﷺپه دغه وتلو سره هیڅوک نه دی امر کړی بلکه معامله اختياري وه ويل هر څوک چي را سره وزي را سره و دي وزي څرنگه چې په دغه وتلو کي چا دا فکر نه کاوه چي د قافلې په عوض او بادل کي دي د مکې مکرمې د لوی لښکره سره په بدر کی جنگ وسي نو ډیر اصحاب کرام په مدینه منوره کي پاته سوه، ځکه دوی داسي فکر کاوه چي د دغي قافلې دپاره به د رسول الله وتل د هغه نورو غزاوو او سریو په مثل سره بېله جنګه او بېله مقابلې فقط یو وتل وي، نو ځکه هر هغه څوک چي د دغه غزاء څخه پاته سوی دی پر ﴾ هیڅ مسئولیت او ملامتيا نه سته او نه وه حضرت عثمان هم ځان آماده کړی او د وتلو اراده یې و وکړه مگر د ده زوجه رقیه چی د رسول اللهﷺلور وه سخته ناروغه وه ” رسول اللهﷺ عثمان ته و فرمایل ته د رقیه سره پاته سه
نو د بدر د غزاء څخه د عثمان د پاته کېدلو سبب دغه د رسول اللهﷺامر او د رقيه ناروغي وه که نه عثمانه د وتلو دپاره تياري نيولې وه
دلته په مدينه منوره کي رسول اللهﷺ خپل لښکر د قافلې دپاره آماده کوي خو هلته په مکه مكرمه کي یوه کوچنۍ واقعه پېښه سوه چي اول به هغه واقعه درته بیان سي او بیا به د اسلامي لښکر و آماده کولوته را سو.
عاتکه د عبد المطلب لور او د رسول الله عمه چي په مکه مكرمه کی وہ یو خوب يې ولیدی چي ډيره يې وبېرول او وار خطاء يې کړه، هغې داسي خوب ولیدی چې یو سړی په مکه مكرمه کي په ابطح کي و درېدی ابطح د یوه ځای نوم دی) او ناري يې کړه: اې غادرانو! اې خائنانو په درو ورځو کي خپلو مرو ته ولاړ سی، بيا دا ابطح څخه ترکعبي شريفي پوري راغلی دلته بيا و درېدی او ناري يې کړه اير غادرانو په درو ورځو کي خپل مرګ ته ولارسی او بیا دغه نفر د ( أبي قبيس غره ته و وختی او بیا یې هغه ناره وکړه وروسته دغه نفر یوه ډېره واخیستل او د مکې مکرمې و طرف ته يې وغورځول، دغه ډېره په هوا کي و چاودل او د مکې مکرمې په هر کور کي و يې يوه يوه ټوټه ولوېدل ، عاتکې دغه خوب ولیدی چي د تاريخ په کتابو کي د عاتکې ﴾ د خوب به نامه سره مشهوره دی
عاتکه چي له دغه خوبه
ډېره بپرېدلې وه دا خوب يې خپل ورور عباس ته
و وایه عباس تردغه وخته پر هغه پخوانی دین یعنی شرک و او هلته په مکه مکرمه کې اوسېدی عباس هم له دغه خوبه څخه و بېرېدی او خپلی خور ته يې و ویل دغه خوب چا ته مه وایه مکر په خپله عباس یو ملګری او نژدې آشنای درلودی چي وليد بن عتبه و هغه ته يې دغه خوب و وایه او دا سپارښت یې پر وکړی چی چا ته يې و نه وايي او د ځان سره یې پټ وساتي وليد بن عتبه بیا دغه خوب خپل پلار ته و وايه او ورته ویې ویل دا حال چا ته مه وایه چي څوک په خبر نه سي. مکر تاسی ته معلومه ده سریا پت راز که تر دوو تېرسو بیا نو پټ راز یا سر نه دی څوک وايي چي د دوو څخه دوه نفره مقصد دي) يعني که تر دوه نفره زيات په خبر سوه بيا نوپټ نه پاته کيږي، مگر څوک وايي چي د دوو څخه مقصد دوه شندان
دي، يعني که دي سريا راز تر خوله ووتی بیا یې د پټ ساتلو امید مه کوه . نو د عاتکې خوب هم و پاشل سو او ټوله مکه مکرمه په خبره سوه خود عباس بن عبد المطلب دا خیال دی چی د خوب په حال څوک نه دی خبر او راغلی پر کعبه شریفه طواف کوي، هلته بيا ابوجهل او د قریشو څو نور مشران سره ناست دي او د عاتکې دخوب په باره کي خبري سره کوي، کله چي عباس له د دوی پر برابري يا محاذاة ورغلی ابوجهل ور ږغ کړه ويل يا ابا الفضل کله چي له طوافه فارغه سوې بیا راسه زموږ سره کښېنه عباس چی له طوافه فارغه سو نو هلته ورغلی او د دوی سره کښېنستی ابوجهل ورته و ويل يا ابن عبد المطلب زه وینم چي په تاسی کی نبیان دیر سوه عباس ويل مقصد دي څه دی؟ ابوجهل و ویل کله چي نارینه در پکښي نبي
سو موږ چپ و مگر اوس ښځي هم در پکښي نبياني کيږي؟ ﴾
عباس وويل ته څه وايي؟ مقصد دي څه دی؟ ابوجهل ويل : د عاتکې خوب در یادوم
عباس ویل کوم خوب؟ ځان يې بې خبره ښکاره کړی ﴾ ابوجهل ويل هغه خوب چي داسي او داسي يې ليدلي وه ابوجهل پوره خبر و او هغه خوب یی ورته و وایه عباس و ویل دا نه ده صحی څوک وایی؟
عباسه بالکل منکره او ناگاره سوځکه دی پوهېدی که دا خوب رشتیا نه سی بیا نو دوی ته پیغور جوړیږي خوابوجهل یوه سخته جمله و ویل هغه دا چی ویل په والله که په دغو درو ورځو کی شئ نه سوپېښ موږ به د عبد المطلب پر اولاده یو لیک ولیکو چي په ټولو عربو کې دوی هغه درواغجنه کورنۍ ده او عباس بیا هم د خور د خوب د ليدلو څخه انکار کوي، خیر عباس کورته ولاړی او دا بيان يې هلته په کورکي وکړی د عبد المطلب د کورنۍ ښځي پر را ټولي سوې او ويل ابوجهل د عبدا المطلب پر کورنۍ او اولاده دغسي خبري کولې او ته ورته چپ وې؟ هغه څنګه دا جرئت پیدا کړی؟ او بیا ته ولی چپه خوله وی؟ دلته نو عباس هم قصد وکړی که : چيري دغه درې ورځي تيري سوې او کوم شئ هم نه سوپېښ نو خود ابوجهل یو څه راته وایي او دا وار که هغه یوه لو او کوچنۍ خبره هم وکړي زه به جنگ ورسره کوم او وهل به ورکوم، عباس دا وار عزم او اراده کړې ده چي ابوجهل ته وهل ورکړي
دا قصه دلته په مکه مكرمه کي پر یږده موږ به بیرته مدينې منورې او د قافلې د حملې دپاره د رسول الله او د لښکر جوړولوته ولا ړ سو
رسول اللهﷺد وتلو دپاره تياري ونیول او (۳۱۳ یا ۳۱۴ یا ۳۱۷ نفره ور سره ملګري دي چي (۸۲ يا ۸۳ يا ٨٦) نفره يې د مهاجرينو څخه دي او (٦١) نفر يې د أوس د قبيلې څخه دي او (۱۷۰) نفره يې د خزرج د قبيلې څخه دي، مسلمانانو د ﴾ دغه را و تلو دپاره کوم خاص ترتیبات نه وه نیولي او نه یی د جنگ دپاره پوره ضروریات ورسره اخیستې وه، په ټول لښکر کي فقط دوه آسان ورسره وه چي يو يې د زبیر بن العوام و او بل یی د مقداد و او د دغه ټول لښکره سره (۲۰) اوښه ور سره وه
چي په یوه اوښ به دوه یا درې نفره شریکان وه او د هغو د ضرورت سامان به پر بارور ځيني مسلمانان په نوبت سره سپريږي او ځیني پر پښو ځي. حتی داسی کسان هم وه چي هیڅ اوښ یی نه درلودی هغه بیا ټوله لار پر پښوو رهي وه، رسول الله ، علي بن أبي طالب، او مرئد بن أبي مرد په يوه اوښ شريكان وه، د دغه لښکر عمومي بيرغ مصعب بن عمير ته ورکول سو او دغه لښکرو دوو ټوليو ته و وېشل سو چې یوه ټولۍ یې د مهاجرينو وه او د ټولۍ بيرغ د علي بن
أبي طالب څخه دی او بل ټولۍ د انصارو ده چي بيرغ يې د سعد بن معاذ څخه دی، د لښکر د راسته طرف قومندان زبیر بن العوام دی او د لښکر د چپه طرف قومندان مقداد بن عمرو دی او فقط دغه دوه نفره وه چي په ټول لښکر کي یې آسان درلودل د لښکر د شا د طرف قومندان قيس بن أبي صعصعه دی او د لښکر عمومی قومندان یا قائد اعلی په خپله رسول الله دی
نوربیا.....