
محمد اسماعيل
February 7, 2025 at 07:41 AM
د جمعې ورځ کې د سورة الکهف تلاوت مه هېروئ!
امام ابن دقیق العید رحمه الله فرمایي:
زما یو ملګری وفات شو، نو ما هغه په خوب ولید. هغه راته وویل:
«یو سپی چې د درنده په څېر و، راغی او زه یې ووېرولم، او سخت په ډار شوم.
خو بیا یو کس، چې ډېر ښایسته شکل او بڼه کې و، راغلی، هغه سپی یې وشړی او زما ترڅنګ کښېناست، تسلي او الفت یې راسره کوی.
ما ترې وپوښتل: ته څوک یې؟
هغه راته وویل: زه د جمعې په ورځ ستا د سورت کهف د تلاوت ثواب یم.
(الدرر الکامنة لابن حجر رحمه الله، ج ۵، ص ۳۵۲)
سورة الکهف مکمل په یوه تصویر کې.
❤️
2