
محمد اسماعيل
February 14, 2025 at 05:42 AM
کیسه اودرس !
محمد اسماعیل
ابن جوزي رحمه الله لیکي:
بغداد کې یو نیک سړی وی، د نیک موذن په نوم یې شهرت موندلی و، دې سړي څلوېښت کاله اذان کړی و.
یوه ورځ د اذان لپاره منارې ته پورته شو، سترګې پر یوې نصرانۍ انجلۍ ولګېدې، چې د هغې کور د اذان د منارې تر څنګ و.
سړی له منارې راښکته شو، او ورغلی د هغه کور دروازه یې وروټکوله، هغې پوښتنه وکړه: څوک یې ؟
دغه نیک سړي ورته وویل: صالح موذن
هغې دروازه ورخلاصه کړه، دغه سړي داښځه غېږ کې راګیر کړه، ښځې ورته وویل: ته خو نیک سړی یې څنګه داسي خیانت کوې؟
داسړي ورته وویل: که مي اراده پوره کوي ښه ده، کنه وژنم دي.
ښځې ورته وویل: نه، تر څو چې له خپل دین نه وانه وړې!
سړي ورته وویل: زه له هغه دین نه بېزاره یم چې محمد راوړی دی.( العیاذ بالله)
ښځې ورته وویل: دا کار تا د دې لپاره وکړ چې خالي خپل شهوت پوره کړې، زه په تا باور نه لرم، د خنزیر غوښه وخوره.
سړي د خنزیر غوښه هم وخوړل، آخر یې شراب هم په وڅېښل، کله چې سړی ورنيږدې شو، ښځه په کوټه تري ننوتل، او دروازه یې قلف کړل، سړي ته یې وویل: کله چې زما پلار راشي مابه په نکاح درکړي، اوس بام ته پورته شه!
سړی چې بام ته پورته کېدی راولوېدی او مړ شو.
د ښځې پلار چې راغلی، ښځې کیسه ورته وکړه، سړی یې د شپې کوڅه کې واچوی، سهار خلګ پري خبر شول، او کیسه یې رسوا شول، نو یې کثافاتو کې وغورځوی.
ذم الهوی لابن الجوزي(٤٠٩)
درس
په خپل صلاح او نیکیو مه تېروزه، بلکې د الله تعالی څخه د ثبات غوښتنه کوه، انسان ژوند کې هره لحظه د هلاکت سره مخ وي.
https://whatsapp.com/channel/0029VarASopKgsNnDP5mEw0u
❤️
🌼
5