محمد اسماعيل
محمد اسماعيل
February 15, 2025 at 11:07 AM
علامه ابن القيم رحمه الله تعال د علم او مال مېنځ کې مقارنه کړې؛ چې علم یې د څو اسبابو له امله تر مال ارزښتمند بللی: . علم میراث د انبیاوو دی، مال بیا میراث د باچاهانو او سرمایه دارانو دی. . علم خپل خاوند ساتي؛ خو مال بیا د خپل خاوند په وسېله ساتل کیږي. . علم په ښیندنه او ورکولو زیاتیږي؛ خو مال بیا په ورکولو غیر د خیرات څخه کمیږي. . علم د خپل خاوند سره همېشه ملګری وي حتی قبر کې هم ورسره وي؛ خو مال بیا د مرګ سره جلا کیږي ماسوا د صدقه جاریې څخه. . علم حاکم وي، مال بیا محکوم علیه دی. . د مال خاوند کله فقیر کرځي، خو د علم خاوند څخه هیڅ وخت علم نه جلا کیږي. . مال فاسق او صالح، مسلمان او کافر جمع کولای شي، خو علم نافع غیر د مومن څخه بل چاته نه حاصلیږي. . عالم ته باچاهان او د هغه څه وروسته ټول خلګ ورته ضرورت لري؛ خو د مال خاوند ته یوازي فقیران او د حاجتونو خاوندان ضرورت لري. . مال انسان دنیا ته رابولي، خو علم بیا انسان د الله بندګۍ ته رابولي. . مال کله د خپل خاوند د مرګ سبب وګرځي؛ خو علم کې د خپل خاوند ژوند نغښتی. . د علم نیکبختي دائمي وي؛ خو د مال نیکبختي تلونکې ده. . د علم قدر او قیمت په خپل ذات کې وي؛ خو دمالدار قیمت په دنیا سره وي. https://whatsapp.com/channel/0029VarASopKgsNnDP5mEw0u
❤️ 4

Comments