ملا عاکف امارتي
ملا عاکف امارتي
February 15, 2025 at 03:04 AM
سړی ولې لا شعوره انتظار کا خدای به خپله د بېلتون تیارې سهار کا زمانه کې به یو بل منصور حلاج شم که د وخت شېخان را پاڅي ما په دار کا حقیقت د عاشقۍ په ډیرو پټ دی خفاشان ګوره له لمر څخه انکار کا ته نو خود له ټول جهانه راته ګران يې چې ګلونه دې په حسن افتخار کا په هر ول کې یې پراته خواږه اسرار دي پاچاهان به مې سلام د ړنګ دستار کا زه ( عاکف امارتي ) کچکول په غاړه که مې کوم طرف پیدا دیدن د یار کا
❤️ 👍 🫀 🌷 🌹 💐 40

Comments