ملا عاکف امارتي WhatsApp Channel

ملا عاکف امارتي

254 subscribers

About ملا عاکف امارتي

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! ډیری ملګرو په واتساف کې د چینل غوښتنه کوله ؛ اوس به دلته تاسو ته خپل لیکلي او د ترانه ویونکو په آوازونو ثبت شوي شعرونه نشروم. موږ سره پاتې شئ!

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

ملا عاکف امارتي
ملا عاکف امارتي
2/15/2025, 3:04:21 AM

سړی ولې لا شعوره انتظار کا خدای به خپله د بېلتون تیارې سهار کا زمانه کې به یو بل منصور حلاج شم که د وخت شېخان را پاڅي ما په دار کا حقیقت د عاشقۍ په ډیرو پټ دی خفاشان ګوره له لمر څخه انکار کا ته نو خود له ټول جهانه راته ګران يې چې ګلونه دې په حسن افتخار کا په هر ول کې یې پراته خواږه اسرار دي پاچاهان به مې سلام د ړنګ دستار کا زه ( عاکف امارتي ) کچکول په غاړه که مې کوم طرف پیدا دیدن د یار کا

❤️ 👍 🫀 🌷 🌹 💐 40
ملا عاکف امارتي
ملا عاکف امارتي
2/21/2025, 12:31:53 PM

غزلګوټی: د کلي کور خبره ولې وکړي ورور ته د ورور خبره ولې وکړي بشر دی خامخا خامۍ به لري څوک د پېغور خبره ولې وکړي مفاهمت د انسانیت مفاد دی سړی په شور خبره ولې وکړي حتما زړېږي، مجبوریږي یو وخت انسان د زور خبره ولې وکړي چې د بدۍ جواب په بدو ورکړي داسې په پور خبره ولې وکړي ملا عاکف پر خپل جانان مین دی څوک پرې د تور خبره ولې وکړي ۲۲ شعبان ۱۴۴۶

❤️ 👍 😂 🫀 33
ملا عاکف امارتي
ملا عاکف امارتي
2/25/2025, 10:18:57 AM

د حوت لسمه! شوه جوړه ددښمن زهر قاتل د حوت لسمه فاصل وه بین الحق والباطل د حوت لسمه امید د ژوندانه پکې غوټۍ وسپړولې شو مات د صلیبي نړۍ سرخېل د حوت لسمه احرار جګې شملې او د تکبیر نعرې په خولو کې زمونږ په اخترو کې ده شامل د حوت لسمه لاسلیک یې کړو په خپلو لاسو خپل سند د ماتې په یاد به ساتي دا د وخت بزدل د حوت لسمه د عصر ستر فرعون د موسی امسا ته مات شو ولاړ ؤ ټيټې سترګې او خجل د حوت لسمه ستا ننګ، غیرت، میړانه یې تائید کړه طالب جانه لا نور زړونه شول ستا خوا ته مائل د حوت لسمه عاکف امارتي دا د مبینې فتحې ورځ وه غمونه شول پر کفر را نازل د حوت لسمه حوت - ٨ - ١٤٠٢

❤️ 🫀 18
ملا عاکف امارتي
ملا عاکف امارتي
2/27/2025, 9:57:28 AM

د غریبانو تر مالته خانان نه رادرومي دا خو دستور دی چې اغزو ته ګلان نه را درومي که مې خپل واړه ارمانونه بدرګه ورولم زما یقین دی په دې لاره جانان نه رادرومي چې ما د خپلو تنګ نظرو له ستمه یوسي خدایه چې ولې قافله په کنعان نه رادرومي؟ موږ لېونیان یو، موږ د مینې په جامونو روږدي زموږ میخانې ته دې د وخت ذاهدان نه درومي لالیه چېرته یې د کوم حسن تأثیر لاندې کړې اوس دې آواز د شرنګېدلي آذان نه رادرومي مونږ ترې نه هېر کړلو د دنګو محلونو ښکلا اوس مو تر ورانو مزارونو یاران نه رادرومي څه شوې ملا عاکفه! چا دې خوښۍ ؤ تروړلې اوس دې غزل کې پخواني هیجان نه رادرومي پورتني غزل مخکې هم له څه نیمګړتیاوو او غلطیو سره په سوء تفاهم نشر شوي ؤ

❤️ 👍 😂 23
Link copied to clipboard!