ملا عاکف امارتي
ملا عاکف امارتي
February 25, 2025 at 10:18 AM
د حوت لسمه! شوه جوړه ددښمن زهر قاتل د حوت لسمه فاصل وه بین الحق والباطل د حوت لسمه امید د ژوندانه پکې غوټۍ وسپړولې شو مات د صلیبي نړۍ سرخېل د حوت لسمه احرار جګې شملې او د تکبیر نعرې په خولو کې زمونږ په اخترو کې ده شامل د حوت لسمه لاسلیک یې کړو په خپلو لاسو خپل سند د ماتې په یاد به ساتي دا د وخت بزدل د حوت لسمه د عصر ستر فرعون د موسی امسا ته مات شو ولاړ ؤ ټيټې سترګې او خجل د حوت لسمه ستا ننګ، غیرت، میړانه یې تائید کړه طالب جانه لا نور زړونه شول ستا خوا ته مائل د حوت لسمه عاکف امارتي دا د مبینې فتحې ورځ وه غمونه شول پر کفر را نازل د حوت لسمه حوت - ٨ - ١٤٠٢
❤️ 🫀 18

Comments