
ملا عاکف امارتي
February 27, 2025 at 09:57 AM
د غریبانو تر مالته خانان نه رادرومي
دا خو دستور دی چې اغزو ته ګلان نه را درومي
که مې خپل واړه ارمانونه بدرګه ورولم
زما یقین دی په دې لاره جانان نه رادرومي
چې ما د خپلو تنګ نظرو له ستمه یوسي
خدایه چې ولې قافله په کنعان نه رادرومي؟
موږ لېونیان یو، موږ د مینې په جامونو روږدي
زموږ میخانې ته دې د وخت ذاهدان نه درومي
لالیه چېرته یې د کوم حسن تأثیر لاندې کړې
اوس دې آواز د شرنګېدلي آذان نه رادرومي
مونږ ترې نه هېر کړلو د دنګو محلونو ښکلا
اوس مو تر ورانو مزارونو یاران نه رادرومي
څه شوې ملا عاکفه! چا دې خوښۍ ؤ تروړلې
اوس دې غزل کې پخواني هیجان نه رادرومي
پورتني غزل مخکې هم له څه نیمګړتیاوو او غلطیو سره په سوء تفاهم نشر شوي ؤ
❤️
👍
😂
23