دادمحمد ناوک_لیکنې
February 4, 2025 at 04:00 AM
دوه نیمې لسیزې مخالفت کې زموږ غولیدلي وروڼه پوره پېژندل شوي، خو دا چې د مسلمانانو اړخ ډېر رسنیز ځوږ ته ارزښت نه ورکوي، دا فاصله کله کله دوی ته فرصت ورکړي چې تاویلې ماویلې سره و پېیي او د ځوان نسل ذهنیت ګډوډ کړي، کله چې دوی پخپل پروپاګند کې دومره وړاندې لاړ شي چې بېرته راتګ یې خندنی شي، ایسته یوازې یو سړی قاري صاحب سعید څو کرښو کې د دوی ټول حیثیت ورته مخې ته کېږدي، یا هم یو سړی ویاند مولوي صاحب په یوه ټویټري سپیس د دوی هرڅه په اوبو لاهو کړي.
خو دې کې د دوی موخه دا ده چې مسلمانان د اصلي موخو پر ځای بل ځای بوخت کړي؛ نو رسنیو ته نوی راغلی نسل له دې توري سپیناوي پرته باید دا درک کړي چې د دې نظام مخالفین رښتیا نه وایي او مهمه نه ده چې د دوی هر دروغ دي رسماً رد شي.
وروستۍ دا چې دا نظام سره له نیمګړتیاوو د کرې پر سر د الله عزوجل یو نعمت دی، چې باید کفران یې ونه شي.
❤️
🌹
👍
🫀
🍏
34