دادمحمد ناوک_لیکنې WhatsApp Channel

دادمحمد ناوک_لیکنې

1.6K subscribers

About دادمحمد ناوک_لیکنې

دلته د دادمحمد ناوک لیکنې لوستلی شئ د دې تر څنګ یې فیسبوک او ټویټر کې دلته څارلی شئ! www.facebook.com/TariqBadr0 x.com/TariqBadr0

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

دادمحمد ناوک_لیکنې
دادمحمد ناوک_لیکنې
5/29/2025, 6:29:13 PM

پر دې څو کرښو به غزه کې دفعتاً تغیر نه راځي، خو دا کرښې زموږ ځوان نسل ته ور ښیي، چې د کفر پر وړاندې ټول مسلمانان باید سره یو وي، ور ښیي چې بیت المقدس د کومې ځمکنۍ ټوټې نوم نه، بلکې زموږ د ديني ارزښتونو د فهرست مهم نوم دی، ور ښیي چې که پر الله عزوجل باور پیاوړی وي نو تکې تنها د ټول دجالي ځواک پر وړاندې لسیزې درېدلی شې! #نحن_مع_غزة

❤️ 4
دادمحمد ناوک_لیکنې
دادمحمد ناوک_لیکنې
5/29/2025, 6:00:24 PM

غزه کې مبارزه پر محدوده جغرافیه د جګړې معنی نه لري، بلکې دا د امت د مقدساتو د لومړي خط مبارزه ده، که مسلمانان پر دې شریکو ارزښتونو هم خاموش پاتې شي، بیا نو زموږ را ویښېدل تر اوږد مهاله امکان نه لري. #نحن_مع_غزة

😢 ❤️ 9
دادمحمد ناوک_لیکنې
دادمحمد ناوک_لیکنې
5/30/2025, 8:04:45 AM

غزه کې روان وحشت دا هم ثابتوي چې د ملګرو ملتونو او بشري حقونو په منشورونو کې بشري حقونه، ماشومان، ښځې، ملکي تلفات...څه معنی لري؟ د غزې وضعیت د نړۍوال استکبار هغه مخ را ښکاروي چې بشري تاریخ کې یې ساری کم لیدل شوی، که د نړۍ واک عدالت ته په ګوتو ته ورشی نو د ننني دور وضعیت به د بشري تاریخ توره دوره ثبت کړي! #نحن_مع_غزه

❤️ 😢 👍 10
دادمحمد ناوک_لیکنې
دادمحمد ناوک_لیکنې
5/29/2025, 6:39:54 PM
Post image
Image
دادمحمد ناوک_لیکنې
دادمحمد ناوک_لیکنې
5/30/2025, 10:15:04 AM

د موچي تار څنګه برق تېروي!؟ دادمحمد ناوک ابو جامع صاحب تکړه سرښندونکی و، اوس هلمند کې مسؤلیت لري، هغه بله ورځ يې دفتر ته تشریف راوړی و، د هلمند د معززې خاورې د جالبو په اوږدو کې يې د بل ملګري له قوله وویل، چې یو وخت باباجي کې یرغلګرو پرلپسې یوه مشخصه سیمه کې ولاړې د توت ونې رېبلې؛ څو ورځې پرلپسې هغسې سیمې ته له وسایلو سره راتلل او ونې به یې وهلې! بله ورځ ملګرو پلان برابر کړ، چې دې ونو ته يې تګ راتګ تکراري شو، باید په لار کې يې ماین ورته خښ کړو، ماین برابر شو او د انفجار لپاره يې د موټر سایکل د بریک له کوچنۍ پرزې کار اخیستل کېده، د دې پرزې هغه قید باید کش او بېرته ور پرېښودل شي چې پټاکۍ وچوي؛ نو د دې قید د کشولو لپاره يې پکې د موچي تار واچاوه او لرې يې یوې باغچې ته کش کړ! کله چې یرغلګر له خپلو وسایطو سره را ورسېدل، نو سرښندونکي تار را کش کړ، چې ور خوشي يې کړ، انفجار يې وسایط سره باد باد کړل، ملګري له ساحې په تېښته بریالي شول او بهرنیانو د ورځې تر ډېره همدلته تحقیقات او پلټنې کولې، خپل ټپیان او مړي يې انتقالول! تر دې پېښې نږدې کال تېر شوی و، بله ورځ بهرنیان راغلل د نږدې کلیو خلک يې را ټول کړل او هماغه تار ورسره و، دوی ته يې وویل، چې په دې تار يې څو میاشتې تحقیقات کړي او په بېلابېلو مرکزو کې مو ازمویښت پرې کړی، خو هیڅ برق نه تېروي، ط'الب'انو له کوم تخنیکه کار اخیستی و، چې دې تار کې يې برق تېر کړی او ماین چاودلی و! کلیوالو یو بل ته کتلي، په یوه وخوله يې ویلي و، چې صیب هغوی خو پټ مخ دلته راشي، خپل کار کوي موږ کله د خبرو جرئت کولی شو، خدایزده چې دوی به څه چل ورسره کړی وي چې د موچي تار باندې يې تاسې الوزولي یاست!☺ ۱۴۰۴/۳/۸ #ناوک #اتلان #تاریخ

😂 ❤️ 😁 ☺️ 👍 😊 😎 🫀 33
دادمحمد ناوک_لیکنې
دادمحمد ناوک_لیکنې
5/29/2025, 6:39:55 PM

د ګېرو خاورو کې زر! دادمحمد ناوک ديسي د ګېرو ولسوالۍ اړوند کټواز سره څېرمه یوازې د خړو خاورو او غرونو مشخصه جغرافیه نه ده، بلکې دا ادرس د همدې معزز خل.ی.ف.ه صاحب رحمه الله په وجود الله عزوجل داسې محترم کړی، چې د هېواد په هر کونج کې د دیسي له نوم سره د سړي ذهن ته یو معزز سپين ږېری دیني عالم، صوفي او د عاجزۍ ټولګه ورځي. شیخ الحدیث الحاج خ.لی..فه عبدالرزاق رحمه الله یوازې د ظاهري علومو د تدریس مدرس نه و، بلکې د باطني تزکيې داسې استاد و، چې متعلقین يې د کشف او کراماتو داسې نمونې له ځان سره لري، چې یوازې د دې لارې لارویان يې عظمت او شرف درک کولی شي. دا په لاس کې رساله مو مولوي صاحب ضیاءالحق حسان برابره کړې، چې پکې د خل.ی.ف.ه صاحب مبارک لنډ ژوند لیک او په اړه يې د ځينو متعلقینو تاثرات او یادونې راغلې دي، د داسې لويې هستۍ په اړه دا رساله یوازې د دا ډول کارونو پیل ګڼلی شو، کافي په هیڅ صورت نه ده؛ ځکه خو هیله دا ده چې دا رساله د دې علت شي، چې یو بل څوک تر دې لا ژور او تحقیقي ګام واخلي او دا دود شي چې خپل اسلاف پخپله ژبه، خپل قلم او خپلو اصطلاحاتو خپلو راتلونکو نسلونو ته پرېږدو، چې هغوی اړ نه شي زموږ د نن زمانې د علماءکرامو، صوفیانو او سرلارو په اړه د مستشرقینو په تحریف شویو حوالو پسې وګرځي. د رسالې نوم، پکې د معرفي شوې لویې هستۍ په نسبت لا هم کوچنی دی، خو زموږ فکر دا دی چې حضرت خلیفه صاحب مبارک د فتنو په دې ګردجنه فضا کې هغه ستوری و، چې تر خپله وسه يې د لویو توپانونو باوجود خپله روښنايي له لاسه ورنه کړه او له دې روښنايي یې ګڼ نور هم برخمن کړل. الله عزوجل دي د مولوي صاحب محترم دا هڅه قبوله کړي او رب عزوجل دي موږ د خل.ی.فه صاحب مبارک له فیوضاتو او توجه نه بې برخې کوي، پاک پرودګار دي موږ مختوري نه پسې ور ولي. درنښت دادمحمد ناوک/طارق بدر ۱۴۰۳/۲/۲۱

❤️ 🌹 👍 😂 🤎 🥰 🫀 16
دادمحمد ناوک_لیکنې
دادمحمد ناوک_لیکنې
6/4/2025, 12:42:42 PM

‏نظام د خلکو د پلار او متکفل حیثیت لري، باید د یوه پلار په څېر د خلکو خیال وساتي، د حقوقو یې ساتنه وکړي او د امانتونو څخه یې څارنه او مراقبت وکړي.  حضرت امیرالمؤمنین حفظه الله ‎#اختریزپیغام

❤️ 👍 4
دادمحمد ناوک_لیکنې
دادمحمد ناوک_لیکنې
5/31/2025, 7:01:32 PM

لاتینه امریکا کې هره ورځ حد اقل ۱۱ ښځې د جنسیت پر اساس د تاوتریخوالي له امله وژل کېږي. دویچه ویله

😮 👍 ❤️ 💚 13
دادمحمد ناوک_لیکنې
دادمحمد ناوک_لیکنې
5/30/2025, 10:15:05 AM
Post image
❤️ 👍 🥰 4
Image
دادمحمد ناوک_لیکنې
دادمحمد ناوک_لیکنې
5/30/2025, 9:50:16 AM

‏په فلسطین کې د نسل وژنې او ستر بشري جنایت په غبرګون کې د ریاست الوزرا د مقام اعلامیه په ډیر تأسف سره چې د فلسطین په غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو لخوا نسل وژنه جریان لري او هره ورځ هلته وضعیت د ټولو انساني اصولو خلاف د لا ډیر خرابیدو په طرف روان دی. د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي، د بشري مرستو لارې بندې دي، د ټپيانو او شهیدانو د انتقال فرصت نه ورکول کیږي، د مظلومو مسلمانو د سیمو غصب روان دی، هره ورځ ډيره خطرناکه او نا متوازنه وسله استعمالیږي او له ټولو دردونکي خبره داده چې د نړۍ هېوادونه، ذي دخله جهتونه، بشري نهادونه او نور مربوطه سازمانونه یا چوپه خوله دي او یا یې ډير کم څه کړي دي. موږ یوځل بیا په غزه باندې د اسرائیلو بریدونه او نسل وژنه په کلکو ټکو غندو. په ټولو هېوادونو غږ کوو چې د دغه ناورین د پای ته رسیدو لپاره هر څه عاجل مثبت اقدامات وکړي او هلته روان ظلمونه او وحشتونه پایته ورسوي. په افغانستان کې په ټول ملت غږ کوم چې نن د جمعې په ورځ له لمانځه وروسته د مسجدونو په محوطو کې په یوه غږ د فلسطین د مسلمانانو سره د خواخوږئ، همدردۍ او د هغوی له داعیې څخه د ملاتړ په منظور د قرآن کریم ختمونه وکړي، فلسطیني مجاهدینو او ملت ته د نجات او نصرت دعاګانې وکړي او په عموم کې له هغوی سره خپله همدردي ښکاره کړي. له الله تعالی څخه غواړم چې د دغو بیچاره او مظلومو مسلمانانو نصرت وکړي، اسرائیلي اشغالګر او د هغوی بهرني ملاتړي هلاک، برباد او ذلیله وګرځوي. امین یارب العلمین د افغانستان رئیس الوزرا الحاج ملا محمد حسن اخند ۲/۱۲/۱۴۴۶هـ ق ۹/۳/۱۴۰۴هـ ش ــ 2025/5/30 م ‎#نحن_مع_غزة

😢 🤲 ❤️ 👍 🫀 7
Link copied to clipboard!