
دادمحمد ناوک_لیکنې
February 9, 2025 at 03:51 PM
"د جمهوري رياست يو مهم کارپوه جعفر رسولي وايي زه څو کاله يوه عکاس ته ټیټ پيټ کیدم ما ویل دا به هیوادمل وي. په مطبوعاتو کې د ولايتونو د برخې مسوول محمد شفیق حقپال وايي: زه ډير وخت د کدر و پرسونل یوه پیاده ته ښکته پورته کیدم هغه لوکسه دريشي او نيكټايي لرله ما فکر کاوه چې دا ډیر مهم چارواکی یا د ولسمشر سلاکار دی. خو پرون مې ځکه و پیژاند چې زموږ دفتر ته يې مکتوب راوړ.
دا خبره برعکس هم پیښه شوې ده د جمهوري رياست په دفتر کې يو مهم ريس له ونې ټيټ سړی دی او زیاتره وخت توره دريشي اغوندي يوه ورځ د ارشیف په ودانۍ کې د ډوډۍ خوړلو په وخت کې يوه مشاور په تنده لهجه پرې امر وکړ او بچه نان زود بیار چې دا ښاغلی يې ډیر په غوصه کړ. ما هم یوه ورځ یوه ډگروال ته وویل ژر ډوډۍ راوړه ناوخته دی. د مطبوعاتو د برخې كاركوونكى شاعر او ليکوال عبد الاحد پيغام وايي دلته سلاکار وزیران او ریسان له موږ څخه ويريږي چې د دوی ځايونه نیسو ولسمشر له خپلو وزیرانو او مرستيالانو ويريږي." د کابل لویه تراژیدې_٣٤٣مخ/علم ګل سحر
❤️
6