دادمحمد ناوک_لیکنې
دادمحمد ناوک_لیکنې
February 9, 2025 at 06:21 PM
اوازه ده چې په تېر میلادي کال کې افغانستان د نړۍ د خپه هېوادونو په سر کې راغلی، دا ډول سروې ګانې به د نړۍوالو ادرسونو له لوري پخوا د ژورنالیستانو او مدني فعالانو په وسیله کېدې؛ اوس هم د دې ادرسونو منابع بیا هماغه دي او هغوی ډېری له هېواده وتلي او طبعاً باید خپه وي او که سروې د ټرمپ له لوړې وروسته شوې وې بیا خو باید چې حتماً اول نمبر وبلل شي.☺ مقصد زموږ د خپګان او خوښۍ خپل معیارونه او خپل اظهارات دي، چې کله یې هم لوېديځ تحقیقي مراکز چندان نه شي درک کولی، موږ که خوښ یو که خپه باید خپلو کې پخپله سره جوړ شو، پردیو خواخوږیو، مداخلو او تبصرو ته اړتیا نشته.
❤️ 👍 😂 💯 🫀 38

Comments