دادمحمد ناوک_لیکنې
دادمحمد ناوک_لیکنې
February 21, 2025 at 07:29 PM
د ښوونځیو لپاره تازه یونیفورم د هغو ریفورمونو دوام دی چې همدا معزز ملت بېرته خپل اصلیت ته ور ګرځوي، هغه نظامونه چې مسؤلین یې د ولس له منځه را ټوکیدلي وي، د خپلو ارزښتونو اصلي ورژن لیست له ځان سره لري، داسې چې نه د چا د فرمایش او نه د تسلط ګردونو وهلی وي. نوی یونیفورم زموږ ملي لباس او د خپل ملي هویت برخه ده، راعي باید د رعیت د دیني باورونو او کلتوري ارزښتونو څوکیدار وي! د داسې زبردسته اقداماتو د هرکلي تر څنګ توقع لرو چې د تعلیمي تدریسي نصاب کیفیت ته لا توجه زیاته شي. #ناوک
❤️ 👍 🫀 💚 16

Comments