
دادمحمد ناوک_لیکنې
February 21, 2025 at 08:30 PM
یادښتونه بل مېتود دی چې په وسیله يې کارکوونکي بوخت ساتلی شو، له دې یادښتونو موخه دا ده چې مدیر باید پخپل دفتر کې پر را ځړېدلې سپينه تخته ټول هغه فعالیتونه له ټاکل شوي وخت سره ولیکي، چې خپلو کارکوونکو ته يې د ترسره کېدو په موخه سپارلي، دا چاره له ده سره مرسته کوي چې که په نورو بوختیاو اخته کېږي، له ادارې د باندې مصروفیت ورته پیدا کېږي یا هم د سپارل شویو فعالیتونو د ترسره کېدو د مودې په اوږدو کې ورته نوي فعالیتونه را مخې ته کېږي، نو له ده به يې کنټرول، څار، ارزونه او تعقیب نه ګډوډېږي. که کوم مدیر دغه یادښتونه ونه لري او کارکوونکی يې همدا کمزوري درک کړي چې فعالیتونه سپارل کېږي خو دقیقه پوښتنه يې نه کېږي نو که يې نه ترسره کوي یا يې ناسم ترسره کوي ډېره اندېښنه نه کوي، ځکه دی مطمئن وي چې له مدیر هېر شوي او چې زه يې ور یاد نه کړم پوښتنه يې نه کوي.
له دې کتابه...
❤️
👍
🫀
🌹
💚
22