
دادمحمد ناوک_لیکنې
February 23, 2025 at 08:11 PM
د خلق او پرچم په وخت به ویل کېدل:
دا د تاریخ پاڼه ده، دا مزدوران جوړوي
اغا زاده یې نه کړي، دا کارګران جوړوي
حفیظ الله امین ته منسوب قول دی، چې زما دېرش میلیونه نفوس نه دی پکار، پنځلس دي وي خو زموږ خپل خلک دي وي!
دوی ټول خلک د یوې فردي ایډیالوژۍ تنګ چوکاټ کې ځایول، هر څوک یې پر خپل فکر او حتی خپل ظاهري شکل_ کوټکونه بربر، ږېره خرېیلې او بریتونه لنډ پنډ_ برابر غوښتل!
تاریخ را ښیي چې تنها ژوند سخت دی، خو تاریخ دا هم راښیي چې د تغیر لپاره د دې سختۍ تحمل اړتیا ده، د دې تحمل لپاره دروني ثبات او روحاني ځواک ته اړتیا ده، چې خلق او پرچم پر ې اصلاً باور نه درلود.
ځکه خو د بشري مدیریت لپاره اسلامي رژیم ته اړتیا ده، په دې مبارک دین کې انساني فطرت په پام کې نیول شوی او له هغې منبع راغلی چې همدا انسان یې هست کړی.
که په تاریخ کې د دیني واکمنیو په جریان کې کومې نیمګړتیاوې لیدل شوې دا د دیني سیستم نه، بلکې د پلي کوونکي له ادرسه شوې دي، که نه په بشري تاریخ کې د اسلامي زرین تمدن دور د الله عزوجل هغه احسان دی چې د ګوستاولوبون په څېر نامسلمان یې هم اعتراف کوي!
#ناوک
❤️
👍
🫀
🆓
🌹
22