دادمحمد ناوک_لیکنې
دادمحمد ناوک_لیکنې
March 1, 2025 at 11:46 AM
د رمضان د میاشتې عظمت، اهمیت او فضائل استاد عبدالواسع صابر امام بېهقي رحمه الله دحدیثو په خپل مشهور کتاب شعب الایمان کې د روژې دباب لاندې په ۳۶۰۸ نمبر نبوي حدیث کې د روژې د عظمت، اهمیت او فضائلو په هکله دسیدنا سلمان فارسي رضی الله عنه روایت را نقل کړی دی: ( سیدنا سلمان فارسي رضی الله عنه وایي : رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته دشعبان په آخري ورځ کې خطبه را کړه او ویې فرمایل: ای خلکو ! ۱- په تاسې باندې یوې لوي او عظیمې میاشتې سیورې کړی. ۲- دبرکت میاشتې. ۳- داسې میاشت چې په هغې کې یوه شپه ده چې له زرو میاشتو څخه غوره او بهتره ده. ۴- الله ددې میاشت روژې فرض کړي او دشپې قیام یې نفل او تطوع ګرځولې دی. ۵- څوک چې په دې میاشت کې دخیر کار(نفل) وکړي لکه چې فرض یې ادا کړي وي. ۶ - او څوک چې په دې میاشت کې یو فرض ادا کړي لکه په نورو میاشتو کې یې چې اویا فرضونه ادا کړي وي. ۷- دا دصبر میاشت ده او دصبر ثواب جنت دی. ۸ - دا میاشت دغم خوارۍ او همدر دۍ میاشت ده. ۹- په دې میاشت کې د مؤمن زرق پراخېږي! ۱۰ - څوک چې په دې میاشت کې روژه دار ته روژه ماتې ورکړي، دهغه ګناهونه معافېږي، غاړه یې له جهنم څخه ازادېږي، او ده ته د روژه نیوونکي په اندازه ثواب ورکول کېږي، خو د هغه له ثواب څخه څه نه کمېږي. که یوه خرما یا یو ګوټ شېدې یا یو ګوټ اوبه ورکړي. ۱۱-څوک چې روژه نیوونکي ته په مړه ګيډه خوراک ورکړي الله به هغه ته زما له حوض څخه داسې شربت ورکړي چې بیابه تر جنت ننوتلو پورې نه تږې کېږي. ۱۲- دا داسې میاشت ده چې لومړۍ لسیزه یې رحمت دی، دوېمه لسیزه یې مغفرت دی او درېمه لسیزه یې له جهنم څخه ازادي ده. ۱۳ - په دې میاشت کې ډېر زیات د (لااله الاالله) ذکر کوئ په دې سره به الله راضي کړئ. ۱۴- په دې میاشت کې ډېر زیات استغفار کوئ چې الله درڅخه راضي شي. ۱۵ - له الله څخه جنت غواړئ. ۱۶ - په الله باندې له جهنم څخه پناه غواړئ. (رواه البېهقي في شعب الایمان -باب الصوم - ۳۶۰۸ حدیث).
❤️ 🌹 4

Comments