
ويښتا/ Wekhtia
March 1, 2025 at 07:30 AM
روژه یوازې له خوراک او څښاک څخه پرهېز نه دی، بلکې د خولې به مو هم روژه وي، له خولې به سپکې خبرې، غیبت، بهتان او نامناسب الفاظ نه راباسئ، د غوږونو به مو هم روژه وي، په غوږونو به غیبت او ناروا خبرې نه اورئ، د سترګو به مو هم روژه وي، په سترګو به حرامو ته نه ګورئ، په لاسونو به حرام نه ګټئ او نه به یې حرامو ته ورنږدې کوئ، حوصله او صبر به زیاتوئ، د کور مېرمنو ته به غوسه کېږئ نه، که عملیان یاست، د عمل (نسوارو، سګرېټو او چرسو) پرېښېدو لپاره روژه بهترینه میاشت ده، د ټیک ټاک او نورو پالتو رسنیو پر ځای زیات وخت لمانځه، تلاوت او اذکارو ته ورکړئ، له ګاونډیانو او نورو بېوزلو کسانو سره تر خپله وسه مرسته وکړئ، هوډ وکړئ، چې له دې روژې وروسته به زه یو بېل (اصلاح) انسان یم، خپل بد عادتونه پرېږدئ او ښه عادتونه خپل کړئ.